ليکوال: ابوعايشه

نشنلیزم

یودېرشمه برخه

د پیل خبرې:
يو له هغو سترو زيانونو څخه چې اسلامي ټولنه د نشنلزم يا ملي‌پالنې د رامنځته کېدو له امله ورسره مخ شوې، د هغه يووالي، اتفاق، انسجام او همغږۍ له منځه تلل دي چې اسلام پرې ټينګار کړی دی. د دې پديدې په راتګ سره د هر هېواد خلکو او ملتونو د اسلامي امت په اړه فکر کول هېر کړې او پر ځای يې سيمه‌ييزو او ملي مسایلو لومړيتوب موندلی دی. دا حالت د اسلامي هېوادونو تر منځ په روښانه ډول ليدل کېږي.
په دې برخه کې به پر همدې موضوع لا زيات تمرکز وکړو. د يادولو وړ ده چې په دې برخه کې د ملي‌پالنې ټول زيانونه نه دي بيان شوي.
ملي‌پالنه؛ د تفرقې او اختلاف عامل
ملي‌پالنه د اسلامي امت د يووالي له تر ټولو لويو دښمنانو څخه ده او د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او اختلاف اصلي عامل بلل کېږي. دا ايډیولوژي د يوه واحد اسلامي امت بڼه له منځه وړي او پر بېلابېلو ډلو او فرقو یې وېشي.
ملي‌پالنې ته د خلکو را دعوتول که د عربي په نوم وي او که د بل قوم په نوم، د مسلمانانو ترمنځ اختلاف رامنځته کوي او له یوه او بله یې جلا کوي. دا جلاوالی يوازې د عربو او غير عربو ترمنځ نه، بلکې د عربو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو لامل هم کیږي. ځينې عربان ملي‌پالنه مني او ځینې نور يې بیا ردوي. هر هغه ايډیولوژي چې مسلمانان سره بېلوي او پر ډلو او ګوندونو یې ووېشي، باطله ده او له هغو اسلامي اهدافو سره په ټکر کې ده چې د يووالي، انسجام، د حق سپارښتنې او د نېکۍ او تقوا په چارو کې د همکارۍ امر کوي.[1]
ملي‌پالنه د اسلامي امت د يووالي د له منځه وړلو لپاره یوه وسيله او د اسلامي نړۍ د يووالي پر وړاندې يو جدي خنډ بلل کېږي؛ هغه يووالی چې د نړيوالو استعمارګرو ګټې له خطر سره مخ کوي. استعمارګرو د ملي‌پالنې له تمایلاتو څخه په استفادې وکولای شول چې اسلامي نړۍ، چې يو وخت متحده او يو موټې وه، ټوټه‌ټوټه کړي او هره ټوټه یې جلا جلا له منځه يوسي.[2]
د «المذاهب الفکریة المعاصرة ودورها في المجتمعات وموقف المسلم منها» د کتاب لیکوال د ملي‌پالنې په اړه لیکي: «ملي‌پالنه د جاهليت له شعارونو څخه ده چې انسانیت د انسي او جني شیطانانو په لمسون پرې اخته شوی دی. ملي‌پالنې ته د خلکو رادعوتول انسانان سره بېلوي، ټولنه تجزیه کوي، دوستۍ له منځه وړي، او د هغوی ترمنځ د جاهليت بې‌ارزښته غرور را ژوندی کوی.»[۳]
عصري نشنالېزم او پایلې یې
عصري نشنالېزم چې له مخې یې د هر هېواد وګړي خپل ځان تر نورو غوره ګڼي او ګټې او امکانات يوازې د خپل ځان لپاره غواړي او نورو اسلامي هېوادونو ته د رقيب په سترګه ګوري، يوه ناوړه او د نه منلو وړ پدیده ده.
په تېر کې هم ملي‌پالنه موجوده وه خو هغه مهال مسلمانانو سره له دې چې له خپلو هېوادونو او سيمو سره یې تړاو درلود ځانونه د اسلامي امت برخه ګڼل. په حقيقت کې د وطن‌دوستۍ مفهوم د «اسلامي امت» د کلي چوګاټ تر مفکورې لاندې معنا پیدا کوله. خو عصري نشنالېزم چې د غرب د دسيسو او توطئو تر اغېز لاندې رامنځته شوی د ګاونډیو اسلامي هېوادونو ترمنځ د جګړو او شخړو لامل شوی دی.
غربيانو د «تفرقه رامنځته کړه او حکومت وکړه» د پاليسۍ له لارې اسلامي هېوادونه له يوبل څخه جدا کړل، شخړې او دښمنۍ یې زياتې کړې او له همدې لارې یې د خپلو وسلو بازار د تود ساتلو لپاره زمینه برابره کړه. دا ډول ملي‌پالنه د اسلامي ورورولۍ بنسټونه کمزوري کوي او د اسلامي امت د يووالي په برخه کې جدي زیانونه رامنځته کوي.
په منځني ختيځ او نورو اسلامي هېوادونو کې نشنالېزم او ملي‌پالنه ددې لامل شوې چې د اردنيانو، سوريانو، عراقيانو، ايرانيانو او افغانانو په څېر ملتونه له یوه او بل سره په سخت رقابت کې ښکېل شي. دې رقابت هغوی دې ته اړ کړي چې د خپل ملي امنيت او ملي پرستيژ د ساتنې لپاره د وسلو راټولولو او له بهرنيو قدرتونو څخه د تسليحاتو پېرلو ته مخه کړي. د بېلګې په توګه، د فارس خليج عربي هېوادونه د امريکايي وسلو تر ټولو لوی واردوونکي ګرځېدلي دي. هر هېواد هڅه کوي چې په زيات لګښت سره ډېرې وسلې وپېري او د خپل امنيت لپاره یې ذخیره کړي.
هغه کلک او قوي سرحدونه چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ ايستل شوي دومره ژور دي چې که څوک ترې واوړي ښايي مقابل لوري ته ویجاړوونکي زيانونه واړوي.
تر هغه وخته چې د مسلمانانو پر مخ د ملي‌پالنې دروازه خلاصه وه دا طبيعي وه چې(په عربي هېوادونو او کرد مېشتو سيمو کې) عربي او کردي ملي‌پالنې، (په پاکستان کې) بنګالي ملي‌پالنه او (په ترکيه کې) توراني ملي‌پالنه سر راپورته کړي. دې بهیر، اسلام چې د ملتونو ترمنځ د يووالي او ارتباط ټکی و څنډې ته کړ او پايله يې د اسلامي هېوادونو سقوط او  د اروپايي اشغالګرو تر ولکې لاندې راتلل وو؛ هماغه هېوادونه چې په شعوري ډول یې په اسلامي ټولنو کې ملي‌پالنه ترويج کړه.[۴]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچينې:

[1]. النيجيري، ډاکټر عبدالله ابوبکر احمد، «القومیة وحکمها في الشریعة الإسلامیة»، خپور شوی په: المجله الأکادیمیه للأبحاث والنشر العلمي، لسم ګڼه، د خپرېدو نېټه: 2020م، ص ۱۲.

[2]. نقوي، محمد نقوي، «الإسلام والقومیة»، ۱۴۰۴ هـ.ق، ص ۱۴.

[۳]. عواجی، ډاکټر غالب بن علي، المذاهب الفکریة المعاصرة ودورها في المجتمعات وموقف المسلم منها، لومړی چاپ، ۱۴۲۷ هـ.ق، لمړی جلد، ص ۹۰۷.

[۴]. الفارس، ډاکټر محمد سليمان، القومیة ودورها في تفکیک وحدة الأمة الإسلامیة، خپور شوی مقال په رسمي وېب‌پاڼه د «المجلس الإس

لامی السوری»، د خپرېدو نېټه: ۲۰۱۹م.

Leave A Reply

Exit mobile version