لیکوال: م. فراهي توجگي

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه

اتمه برخه

 
د کمونیزم ټولنیز سیاست او جوړښټ
د هغو کسانو لپاره معمولاً په زیاترو هېوادونو کې د کمونیزم د دورې نوستالژي درک سخت دی چې هیڅکله یې د کمونیزمي حکومت تر سیوري لاندې ژوند نه وي کړی. تر دې پخوا د کمونیزم سیاسي سیستم په عمل کې مخکښ‌ګرا او اساساً غیر ډیموکراټیک و. زیاتره مصرفي توکي کم او بې‌کیفیته وو او لږ تر لږه د کمونیستانو د دورې په یوه برخه کې په زیاترو هېوادونو کې د وحشت او ځپنې رژیمونه لرل. د دې نوستالژي د درک کولو لپاره لازمه ده چې د کمونیزم د قدرت ځینې مثبت اړخونه په تېره د ټولنیزې سوکالۍ سیاستونه وارزول شي. هېره دې نه وي چې د کمونیستي ټولنو درک کول په ځانګړو هېوادونو کې د ټولنیزو درزونو او له دې مواردو سره د کمونیستانو د هڅې د څرنګوالي په نظر کې اړین دي.
ټولنیزه سوکالي
ټولنیزه سوکالي د کمونیستي سیستمونو په وسیله د توکو او عمومي خدمتونو په تامین لکه وړیا زده‌کړه، وړیا روغتیايي څارنې، په ډېرې سبسایډي سره استوګنځی شمېرلی شو. «د شوروي اوسېدونکي د ۱۹۷۰ لسیزې په پای کې په اوسط ډول یوازې ۵٫۳ سلنه عاید د استوګنځیو لپاره مصرفاوه او د هنګري زیاترو اوسېدونکو تر ۱۰ سلنې ډېر نه ورکاوه او عمومي لېږد رالېږد او نور دومره پراخ وو چې هغوی له زانګو تر ګوره د رفاه د دولتونو په توګه یادېدل.»[1]
نه یو کمونیستي دولت، بلکې المان د لومړي ویلهم په دوره کې د لومړي ځل لپاره د رفاه دولت معرفي کړ؛ په دې دلیل چې ښه دولت باید نه یوازې د تېری کوونکو پر وړاندې له خپلو اوسېدونکو څخه دفاع وکړي، بلکې باید په دوامداره توګه د هغو ساتنه وکړي. په دې ترتیب په ۱۸۸۳ز کال کې د صدراعظم بسمارک تر نظر لاندې المان د نړۍ لومړی هېواد و چې د درملنې د ټولیزې دولتي بیمې طرحه یې اجرا کړه. د یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو د هغو له ډلې هنګري قدرت ته د کمونیستانو تر رسېدو ډېره موده مخکې له اقتصادي پلوه د درملنې برنامې او نور غوره پرمختللي رفاهي خدمات لرل. پر دې سربېره کمونیستانو د دولتي رفاه مفهوم نویو سطحو ته ولېږداوه. دلته به د دې موضوع په درېوو عناصرو تمرکز وي.
روغتیايي څارنې، زده کړه او بوختیا
د ټولنیزې رفاه په برخه کې د کمونیست دولت یو مهم لومړیتوب د وړیا او ټولیزو روغتیايي پاملرنو وړاندې کول و. دا هدف د ۱۹۲۰ز په لسیزه کې د شوروي جماهیرو په اتحاد او د ۱۹۴۰ز د لسیزې په پای کې د ختیځې اروپا کمونیزم په ټولو هېوادونو کې عملي شو. چین د ۱۹۵۰ لسیزې په پیل کې د روغتیايي پاملرنو تقریباً یو جامع سیستم درلود. که څه هم دا سیستم مخکې تر دې چې د مرکزي دولت د مسؤلینو په وسیله سازمان شي، د کمون پر اساس و. د دې هېواد د دودونو پر اساس د چین روغتیايي سیستم د درملنې پرځای تر ډېره د مخنیوي پر اساس و. د ختیځې اروپا او شوروي سیستمونه تر ډېره د درملنې پر اساس و. په لنډ ډول په داسې حال کې چې کمونیستي سیستمونو اساساً د دولت په وسیله د روغتیايي پاملرنو د وړاندې کولو د اړتیا په اړه توافق درلود؛ خو د دې چارې د اعظمي سازمانولو د څرنګوالي په اړه د هغوی طریقې توپیر درلود. دا چاره تر یو بریده د فرهنګي رنګارنګ دودونو له امله وه.
 په کمونیستو هېوادونو کې بل مهم لومړیتوب زده کړه وه. زده کړه په زیاترو مواردو کې وړیا او اجباري وه او په زیاترو هېوادونو کې د زده کړې د کلونو حد اقل اوسط د وخت په تېرېدو سره زیات شو. د بېلګې په توګه د شوروي په زیاترو سیمو کې د ۱۹۵۷ز او ۱۹۷۰ز کلونو ترمنځ د زده کړې د کلونو د شمېر حد اقل اوسط له ۸ میاشتو څخه ۱۰ میاشتو ته ورسېد. د سواد د نرخ د بهبود له نظره هم د پام وړ لاسته راوړنې وې. که څه هم ناکمونیستو هېوادونو هم په شلمه پېړۍ کې د باسوادۍ د نرخ د زیاتوالي له امله ډېرې بریاوې ترلاسه کړې. د هغوی اوسط او چټکتیا معمولاً د کمونیست له نړۍ کم و. پر دې سربېره باید د کمونیستي زده کړو د سیستمونو بېلابېلو محدودیتونو ته پام وشي. یو محدودیت دا و چې ټینګار عموماً د حفظ کولو له لارې پر زده کولو و، نه د انتقادي او نوښتګرو مهارتونو پر وده. دا ډول سفنجي زده کړه ښايي د ځینو موضوعاتو په اړه مناسبه و اغېزناکه وي. د بېلګې په توګه د بهرنیو ژبو زده کول؛ خو له فردي خلاقیت څخه د دولت نه ملاتړ ښيي. واقعیت دا دی چې د سواد د کچې لوړول او د ښوونیزو سیستمونو جوړښت په کلي توګه له کمونیستي ارزښتونو سره د زده‌کوونکو د رزونې په جهت کې وو. په داسې ډول چې زیاترو کسانو له غیرکمونیستي مخینې سره دا طریقه مداخله کوونکې بلله؛ ځکه دا طریقه د فردي انتقادي فکر د پراختیا د مخنیوي لامل کېده، چې زیاترو هغه نه یوازې په یوه واقعي ډیموکراسۍ کې، بلکې په مساوات غوښتونکې ټولنه کې یو اساسي حق ګاڼه. پر دې سربېره د کمونیزم ځینو پاتې هېوادونو په وروستیو کلونو کې د بشپړ نا کمونیستي میکانیزمونو د زده کړې په اړه په پام کې نیولي دي، د بېلګې په توګه: ویتنام د ۱۹۹۰ز له لسیزې راهیسې د زده کړې په برخه کې د خصوصي برخې پراختیا هڅو او دولتي ښوونیزو موسسو ته اجازه ورکوي چې فیس واخلي.
هغه ډول جوړښتي بېکاري چې نن سبا کابو په ټوله نړۍ کې پېژندل شوې ده، په کلي توګه د کمونیستي سیستمونو له ځانګړنو څخه نه وه. دا برداشت له موږ سره مرسته کوي څو توضیح کړو چې ولې مثلاً «روسیې له ۱۹۳۰ز کال څخه د ۱۹۹۰ تر پیل پورې د بېکارۍ د بیمې لپاره هیڅ جوړښت نه درلود، دا یو نا اړین مورد بلل کېده او یوازې د ۱۹۹۱ز په جون کې یې د بېکارۍ خپله لومړۍ اداره پرانیسته»[2] همداراز مرسته کوي چې توضیح کړو ولې هغه کسان چې تر کمونیزم وروسته دوره کې له بېکارۍ او ناامنۍ ځورېدلي وي، ځینې وخت پخوانۍ نوستالژي لري. د ټولنیزې رفاه د نورو زمینو په څېر چې اشاره مو ورته وکړه، د دندې دې امنیت هم منفي ټکي لرل. له فردي نظره ځینې هغه کارونه چې بشپړه بوختیا یې تضمینوله، یو لاس او بې‌ننګونې وو. که څه هم دا شونې ده،  په غیر کمونیستي سیستمونو کې هم د کارونو په اړه صدق ورکړي او ښايي زیاتره کسان ستړي کوونکي کار ته پر بېکارۍ ترجیح ورکړي؛ خو د ټولنې له منظره په بشپړې بوختیا پورې تعهد د ګټې اخیستنې د ضعف لامل کېږي او دې له ۱۹۷۰ز لسیزې وروسته په زیاترو کمونیستو هېوادونو کې د اقتصادې ودې پر اوږدمهاله کمښت کې رول درلود.
پر تضمین شوې بوختیا سربېره د کمونیستانو د بشپړې بوختیا د سیاستونو یو منفي اړخ دا و چې اوسېدونکي په کار کولو مجبور وو. د بېلګې په توګه: که فرد به غوښتل چې خپل چانس د ژوند تېرولو لپاره د هنر له لارې وازمايي او یو هنر د دولت د تایید وړ نه و، امکان یې درلود چې جنجال کې ښکېل شي. په زیاترو مواردو کې په تېره په لومړنیو کلونو کې له یوې ښوونیزې موسسې څخه په لوړه کچه تر فارغېدو وروسته ښاروندان د دولت په وسیله په ټاکلو ځایونو کې د کارمندۍ په کار مجبور وو او د انتخاب حق یې نه درلود.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

[1]. ریموند لوتا، د کمونیزم واقعي تاریخ.

[2]. لزلي هولمز، کمونیزم: لنډه کتنه.

Leave A Reply

Exit mobile version