لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله دېرشمه برخه

پایله
نولسمه میلادي پېړۍ د اسلامي ټولنو د فکري او سیاسي بدلونونو په تاریخ کې یو له حساسو پړاوونو څخه ګڼل کیږي. له یوې خوا د لوېدیځ استعمار پراخ نفوذ د اسلامي هېوادونو خپلواکي له ګواښ سره مخ کړې وه، له بلې خوا زاړه داخلي جوړښتونه د نويو ننګونو پر وړاندې بې‌وسه شوي وو او د استعمار او شاتګ په مقابل کې یې تسلیمي غوره کړې وه.
په همدې فضا کې سید جمال‌الدین افغان رحمه‌الله د یو وتلي اصلاح‌طلب مفکر په توګه راڅرګند شو او د اسلامي فکر د احیا او د مسلمانانو د بیدارۍ په برخه کې یې بې‌ساري رول ادا کړ.
د سید د مهمو نفوذي مرکزونو له جملې څخه یو یې مصر و؛ هغه هېواد چې د فرهنګي، سیاسي او تمدني اړخونو له نظره په اسلامي نړۍ کې ځانګړی مقام لري. په مصر کې د سید حضور د دې هېواد د تاریخ یوه مهمه نقطه بلل کېږي، ځکه ده وکولای شول چې د خپلو فکرونو له لارې د یوه داسې تحریک اساس کېږدي چې اغېزې یې تر ډېرو کلونو وروسته هم دوام پیدا کړ.
د سید جمال‌الدین له راتګ وړاندې په مصر کې د بیدارۍ زمینې
مصر د سید جمال‌الدین تر راتګ د مخه د عثماني خلافت د واکمنۍ او د انګلیسي استعمار د مداخلې له امله له سیاسي او اقتصادي بحرانونو سره مخ و. که څه هم محمد علي پاشا د هېواد د عصري کېدو لپاره ځینې هڅې کړې وې خو دا اصلاحات تر ډېره د دولتي او نظامي بنسټونو د پیاوړتیا په موخه وو، د خلکو د فکري او ټولنیزې بیدارۍ لپاره یې کمې هڅې کولې.
د محمد علي پاشا د ځای ناستو په زمانه کې، په ځانګړې توګه د اسماعیل پاشا (۱۸۶۳–۱۸۷۹م) په دوره کې په مصر کې د لوېدیځ نفوذ زیات شو او د اروپا پر وړاندې اقتصادي وابستګۍ هېواد له مالي بحران سره مخ کړ. په دې وضعیت کې د مصر یو شمېر روڼ‌اندي او اصلاح‌طلبان چې مشري یې د رفاعه طهطاوي، عبدالله ندیم او احمد عرابي په څېر شخصیتونو کوله، هڅه کوله چې د هېواد خپلواکي او پرمختګ ته لار هواره کړي. خو سره له هڅو یې د یوه منسجم فکري او سیاسي غورځنګ بڼه نه وه خپله کړې.
مصر ته د سید جمال‌الدین راتګ او د بیدارۍ د نهضت پیل
سید جمال‌الدین په ۱۸۷۱ میلادي کال (۱۲۸۸ هـ ق) کې مصر ته داخل شو، ده وکولای شول چې په لنډ وخت کې د خپلو افکارو له لارې د نخبګانو، ځوانانو او محصلینو پر پراخ قشر ژور اغېز پرېږدي.
سید باوري و چې رښتینې بیداري د اسلامي فکر د احیا، د عقلانیت د پیاوړتیا او د استبداد او استعمار پر وړاندې د مبارزې له لارې ترلاسه کېدای شي. په مصر کې د سید مهم فعالیتونه د څو اساسي محورونو له مخې څېړو:
۱. د فکري نهضت رامنځته کول او د شاګردانو روزنه
سید جمال‌الدین به خپلې مناظرې او درسي غونډې په خپل کور، د خپلو دوستانو په کورونو، مشهورو قهوه‌خانو او علمي حلقو کې جوړولې. ددغو مهمو فکري مرکزونو له جملې یو یې هم د «متاتیا قهوه‌خانه» وه چې د مصري روڼ‌اندو او مفکرینو د غونډو ځای وګرځېد.
سید په دې ناستو کې ډېر مخکښ شاګردان وروزل چې وروسته د مصر په فکري او سیاسي مشرانو بدل شول. له دې جملې څخه کولای شو د محمد عبده، سعد زغلول، محمود سامي بارودي، ادیب اسحاق، سلیم نقاش، عبدالسلام موبلخي، ابراهیم لقاني، علي مظهر او ابراهیم مویلحي نومونه واخلو.
سید به له خپلو شاګردانو غوښتنه کوله چې په بېلابېلو موضوعاتو مقالي ولیکي، ترڅو د دوی د لیکوالۍ مهارتونه پیاوړي شي او د تحلیل او انتقادي تفکر ځواک یې وده ومومي. د بېلګې په توګه یوه ورځ یې له شاګردانو وغوښتل چې د «ازادۍ» په اړه مقاله ولیکي او سعد زغلول په دې موضوع یوه غوره مقاله وړاندې کړه.
۲. د مطبوعاتو له لارې د اصلاح‌طلبانه افکارو خپرول
سید جمال‌الدین د اصلاح‌طلبو افکارو د خپرولو په برخه کې د رسنیو ارزښت درک کړی و. نوموړي خلکو ته د ورځپاڼو له لارې خپل پیغامونه رسول. په همدې موخه یې د ادیب اسحاق او سلیم نقاش په څېر له مخکښو مصري خبریالانو سره نږدې همکاري درلوده او د «الوقائع المصریه» او «مصر الفتاة» په څېر خپرونو له لارې یې خپل نظریات خپرول.
سید په خپلو مقالو کې د استعمار پر وړاندې پر مبارزې، د تعلیمي نظام پر اصلاح، د عقلي علومو پر پیاوړتیا او د مسلمانانو پر وحدت ټینګار کاوه. د ده سختې او انتقادي مقالې د دې لامل شوې چې د مصر حکومت او انګلیسان د ده له نفوذ څخه وډار شي او فعالیتونه یې د ځان لپاره خطر وګڼي.
۳. د احمد عرابي له ملي‌پال غورځنګ ملاتړ
په ۱۸۷۰مه لسیزه کې په مصر کې د احمد عرابي په مشرۍ یو نظامي او ملي‌پال خوځښت رامنځته شو چې موخه یې د بهرني نفوذ او داخلي استبداد پر ضد مبارزه وه. سید جمال‌الدین له دې غورځنګ څخه پوره ملاتړ کاوه او یاد غورځنګ یې د مصر د آزادۍ په لور یو مهم ګام باله.
خو په ۱۸۸۲ میلادي کال کې انګریزانو د مصر په اشغال سره یاد غورځنګ له منځه یووړ. له احمد عرابي وروسته د بغاوت د سرکوب له امله په مصر کې د سید جمال‌الدین نفوذ تر سختو ګواښونو لاندې راغی او بالاخره په ۱۸۷۹ میلادي کال له مصر څخه تبعید شو.
په مصر کې د سید جمال‌الدین اوږدمهاله اغېزې
که څه هم سید جمال‌الدین د اوږدې مودې لپاره په مصر کې پاتې نه شو، خو د هغه فکري او سیاسي اغېزې د دې هېواد په تاریخ کې ژورې او دوامدارې پاتې شوې. د هغه د فعالیتونو مهمې پایلې دا وې:
۱. د دیني او فکري اصلاح جریان رامنځته کول: د سید شاګردانو په ځانګړي ډول محمد عبده د دیني اصلاحاتو لارې ته دوام ورکړ، د نوي سلفي نهضت د ایجاد او د اسلامي فکر د تجدید په برخه کې یې مهم ګامونه پورته کړل.
۲. د ملي او استعماري ضد هویت پیاوړتیا:
د سید افکارو د مصري ولس ذهنونه بیدار کړل او هغوی یې د خپلواکۍ ارزښت او د استعمار پر وړاندې د مقاومت اهمیت ته متوجه کړل.
۳. د ۱۹۱۹م انقلاب لپاره زمینه‌سازي:
سعد زغلول چې د سید له مخکښو شاګردانو څخه و په ۱۹۱۹م کال کې د انګریزانو پر وړاندې ستر انقلاب رهبري کړ او د مصري وګړو له لوري د لومړي ځل لپاره د وزیر اعظم په توګه وټاکل شو.
۴. د مطبوعاتو او رسنیو په رول کې بدلون:
د سید تر اغېز لاندې په مصر کې روزنامه‌نګاري د سیاسي مبارزې او روښانفکرۍ یوه وسیله وګرځېده.
په یوه جمله کې!
د بیدارۍ هغه نهضت چې سید جمال‌الدین افغان په مصر کې پیل کړ د معاصر اسلامي تاریخ له مهمو اصلاح‌طلبانه خوځښتونو څخه و. سید د عقلاني فکر د پیاوړتیا، د نخبګانو د روزنې، د اصلاح‌طلبو افکارو د خپرولو او د استعمار ضد حرکتونو د ملاتړ له لارې د داسې بدلونونو لپاره زمینه برابره کړه چې اغېزې یې تر ډېرو لسیزو وروسته هم پاتې وې.
که څه هم استبدادي حکومتونو او استعمارګرو هڅه وکړه چې د سید نفوذ محدود کړي، خو د هغه افکار لا هم د مسلمانو روڼ‌اندو او مفکرینو تر منځ ژوندي پاتې دي او د اسلامي نړۍ د ګڼو ازادۍ‌غوښتونکو خوځښتونو لپاره د الهام سرچینه ده.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version