لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک

څلور ویشتمه برخه

په اصلاح او اسلامي روزنه کې د «احیاء علوم الدین» تحلیل او مقام
د «احیاء علوم الدین» کتاب د امام غزالي رحمه الله تألیف د اسلامي علومو په تاریخ کې یو اغېزناک اثر دی، چې نه یوازې د خپل وخت پر علمي او دیني وضعیت یو انتقادي اثر بلل کېږي، بلکې د فرد او ټولنې د اصلاح په برخه کې یو جامع اثر دی. امام غزالي رحمه الله په دې کتاب کې د دیني، فقهي، اخلاقي او رونیزو ښوونو ټولګه راټوله کړې، چې د نفس د تزکیې او معنوي سلوکو په برخه کې یې یو جامع دایرة المعارف بللی شو.
لیکوال د دې اثر په تدوین کې د خپل وخت پر دیني وضعیت له ژور لید او انتقادي نظر سره هڅه کړې ده چې د حقیقت د لټوونکو، دیني روزونکو او ټولو هغو کسانو لپاره چې د فردي او ټولنیزې اصلاح په تګلوري کې ګام اخلي، جامع کړنلاره وړاندې کړي. له دې مخې دې کتاب یوازې په نظري مسایلو بسنه نه ده کړې، بلکې د دین پر عملي بعدونو او د انسان پر روح او روان د هغه د اغېز ښندلو په طریقې یې ټینګار کړی دی.
په همدې دلیل احیاء علوم الدین نه یوازې یو فقهي یا کلامي کتاب دی، بلکې د مسلمانانو په روحي او روزنیزه اصلاح کې ژوندی او پر نفوذه اثر دی. په دې لیکنه کې د دې کتاب ځانګړنې، پر لوستونکو او پوهانو یې اغېز او همداراز د هغه د قوت ټکي او ننګونې ارزول شوي دي.
۱. احیاء علوم‌الدین: له نقد څخه لوړ اثر او د هغه د روزنیزو اصولو څرګندونه
«احیاء علوم‌الدین» باید یوازې یو انتقادي کتاب و نه ګڼو، بلکې په اصلاح او اسلامي روزنه کې جامع اثر دی. امام غزالي رحمه الله د دې کتاب په تالیف کې جامع طریقه لرله او د داسې اثر د چمتو کولو په هڅه کې و چې نه یوازې د حقیقت لټوونکي لپاره ګټور وي، بلکې روزونکي، واعظان او د تعلیم او تبلیغ خلک هم ترې د ټولنې د هدایت لپاره برخمن شي.
هغه په دې کتاب کې اسلامي زده کړې په څلورو اساسي برخو وېشلي دي:
  1. دیني عقاید او باورونه؛
  2. فقه او عملي احکام؛
  3. د نفس تزکیه او اخلاقي اصلاح؛
  4. احسان او تصوف.
دا وېش ښيي چې احیاء علوم الدین له یو فقهي اثر څخه لوړ دی او د دین داخلي او اخلاقي بعدونو ته هم پام لري. د دې کتاب یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې له جنجالي نظریاتو څخه لوړ دی او د انسانانو د ژوند د عملي اصلاح په اړه یې بحث کړی دی. امام غزالي رحمه‌الله په داسې ډول اخلاقي او روزنیز بحثونه مطرح کوي چې لوستونکی نه یوازې د دیني مفاهیمو ژور درک ته رسېږي، بلکې احساسوي چې د دې کتاب په لوستلو د باطني او معنوي اصلاح تګلوري ته برابر شوی دی.
په احیاء علوم الدین کې د فقې رول او د شافعي مذهب اغېز
د دې کتاب په اړه یوه مهمه خبره دا ده، چې امام غزالي رحمه الله د یوه شافعي فقیه په توګه د دې اثر په فقهي بحثونو کې یوازې له شافعي فقې څخه ګټه پورته کړې ده. د دې کار دلیل دا دی چې د هغه په وخت کې شافعي فقه د خپلې غوړېدنې او عروج دورې ته رسېدلې وه او غزالي رحمه الله هم د دې مکتب لوی فقیه بلل کېږي.
پر دې سربېره هغه خبره چې باید له پامه یې ونه غورځوو، دا ده چې احیاء علوم الدین له یوه فقهي کتاب څخه لوړ دی او په همدې دلیل یې زیاتره ښوونې د نورو اسلامي مذهبونو د پیروانو لپاره هم د استفادې وړ دي.
۲. پر لوستونکو او پوهانو د احیاء علوم الدین اغېز
د احیاء علوم الدین یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې پر لوستونکو او اسلامي پوهانو ژور اغېز لري. زیاتره علما او مشایخ لکه مولانا شبلي او د تصوف نور پوهان د دې کتاب تر اغېز لاندې راغلي دي.
د دې کتاب هره جمله د جراحۍ د تېغ غوندې د غفلت پردې شکوي او هره کلمه یې جادويي اغېز لري چې په زړه کې بدلون راولي. دا اغېز ښندنه نه یوازې د کتاب د غني منځپانګې له امله ده، بلکې د هغه د تالیف پر مهال د لیکوال په وضعیت کې ریښه لري. امام غزالي رحمه الله د دې کتاب د لیکلو پر مهال پخپله د روحي او معنوي بدلون په حالت کې و او دا حالت یې د هغه په کلمو کې انعکاس کړی دی.
د لوستونکو پر روح او روان د احیاء علوم الدین اغېز
د دې کتاب د اغېز ښندلو یو بعد دا دی چې په لوستونکي کې د زهد او درویشي شدید حالت رامنځته کوي. په زیاترو مواردو کې لوستونکو د دې کتاب تر مطالعې وروسته له دنیا زړه اړولی او له افراطي زهد سره یې لېوالتیا پیدا کړې ده. په دې کتاب کې الهي وېره داسې انځور شوې ده چې پر ورځنیو چارو او حتا د وګړو پر بوختیاوو هم سیوري کوي.
په همدې دلیل زیاتره مشایخ لومړنیو سالکانو ته د دې کتاب د لوستلو سپارښتنه نه کوي؛ ځکه د دې وېره شته چې وګړي د اعتدال له سم درک پرته ناانډوله او افراطي زهد ته برابر نه شي، هغوی په دې باور دي چې له دین څخه د متوازن درک د لاسرسي لپاره باید د پېغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه احادیث هم مطالعه کړي او د منځلارو مرشدانو او مخکښانو تر روزنې لاندې را شي.[1]
۳. امام غزالي رحمه‌الله؛ فقیه، متکلم، صوفي او د اخلاقو متفکر
امام غزالي رحمه‌الله نه یوازې یو مخکښ فقیه او زبردست متکلم و، بلکې د اخلاقو په برخه او د اسلامي اخلاقو په فلسفه کې د ژور لید متفکر و. هغه په خپلو آثارو کې په تېره په احیاء علوم الدین کې په دقیق او کره توګه یې اخلاقي او روان پېژندونکي مسایل تحلیل کړي دي، چې د اسلامي اخلاقو په تاریخ کې دې کتاب ته له اشارې پرته به هیڅ څېړنه بشپړه نه وي.
هغه ارزونې چې د قاهرې پوهنتون د استاد ډاکټر یوسف موسی په څېر څېړونکو د اسلامي اخلاقو او د یونان د فلسفې د اړیکې په اړه ترسره کړې دي، ښيي چې احیاء علوم الدین په دې برخه کې په فرد پورې اړوند مقام لري. دې کتاب نه یوازې د نظري بحثونو په اړه خبرې کړې دي، بلکې د زړه د ناروغیو، رواني کیفیاتو او د انسان پر چلند د هغو په اغېز کې یې هم ارزښتمن بحثونه وړاندې کړي دي.
په لنډ ډول ویلی شو چې د احیاء علوم الدین کتاب د اسلامي تفکر په تاریخ کې یو تلپاتې شهکار دی چې له فقهي یا عرفاني اثر څخه لوړ د فرد او ټولنې د اصلاح لپاره جامع کړنلاره وړاندې کوي. دا کتاب پر لوستونکو ژور اغېز لري او زیاتره کسان یې روحي او معنوي بدلون ته برابر کړي دي. پر دې سربېره د ځانګړې معنوي فضا له امله چې په هغه کې حاکم دی، په کار ده چې د دې اثر ترڅنګ د نبوي سیرت او احادیثو په څېر سرچینو ته هم پام وشي، چې په دیني روزنه کې تعادل او توازن وساتل شي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

 

[1] . غزالي، ۶۳مخ.

Leave A Reply

Exit mobile version