لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابو حامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک

درویشتمه برخه

سریزه:
د بشري ټولنو تاریخ څرګندوي چې انسانان د بېلابېلو تاریخي دورو په ترڅ کې تل له فکري، اخلاقي او ټولنیزو کړکېچونو سره مخامخ شوي دي. ددې کړکېچونو عوامل ځینې وخت داخلي ؤ، لکه د اخلاقي ارزښتونو کمزوري، د معنویت نشتوالی، د دیني او تعلیمي بنسټونو زوال، او ځینې وخت بیا د بهرنیو عواملو لکه کلتوري یرغل، انحرافي مفکورې او د پردیو د سیاسي تسلط له امله رامنځته شوي وي. په داسې حالاتو کې اصلاح‌طلبانه او روزنیزې هڅې د ټولنو د ژغورنې او سمې لارې ته د هغوی د ورستنولو په برخه کې یوه مهمه وسیله بلل شوې ده.
په اسلامي تاریخ کې ګڼ شمېر مفکرانو، اصلاح‌پالو او علماوو هڅه کړې چې د علمي اثارو په لیکلو، د اصلاح‌طلبو نظریاتو په وړاندې کولو او د تربیوي برنامو په عملي کولو سره اسلامي ټولنه له فکري او اخلاقي انحرافاتو وژغوري. د دې سترو شخصیتونو له منځه، امام محمد غزالي رحمه‌الله د پنځمې هجري پېړۍ یو له اغېزناکو متفکرانو او مصلحانو څخه ګڼل کېږي، چې د احياء علوم الدين په نوم د خپل ستر کتاب په لیکلو سره یې د اخلاقو، اسلامي تربیې او دیني اصلاح په ډګر کې ژور بدلون راووست. دا اثر د اسلامي اخلاقو او روحانيت په برخه کې یو له تر ټولو هراړخیزو او اغېزناکو کتابونو څخه ګڼل شو، چې په اسلامي نړۍ یې ژور تاثیر کړی دی.
مخکې له دې چې د دې ارزښتمن اثر منځپانګه وڅېړو، اړینه ده چې د دې کتاب د لیکلو تاریخي او ټولنیز پسمنظر ته هم یوه کتنه وکړو.
پنځمه هجري پېړۍ د اسلامي نړۍ د بې‌ثباتۍ، ګډوډۍ او سیاسي بدلونونو یو مهم پړاو و. له یوې خوا عباسي خلافت کمزوری شوی و او سیمه‌ییز قدرتونه په رقابت کې سره لویدلي وو، او له بلې خوا د دیني فرقو ترمنځ مذهبي او فکري اختلافات، په تېره د فقیهانو، متکلمینو او صوفیانو ترمنځ، کله نا کله د ټولنیزو او سیاسي شخړو لامل ګرځېدل. سربېره پردې په ځینو علمي او سیاسي طبقو کې اخلاقي فساد خپور شوی و، چې له امله یې خلکو له دیني ارزښتونو واټن اخیستی و، او دین یې یوازې د ظاهري مراسمو او دودونو تر بڼې محدود کړی و.
په همدې فضا کې امام غزالي رحمه‌الله ـ چې د خپل وخت له مخکښو فقیهانو او متکلمینو څخه و ـ له علمي او عملي پړاوونو وروسته دې نتیجې ته ورسېد چې د اسلامي امت د ژغورنې لار په بې‌ګټو فقهي او کلامي شخړو کې نه، بلکې د دین حقیقي روح ته په ورګرځیدو او د افرادو په دروني اصلاح کې نغښتې ده.
په تېرو څېړنو کې د اسلامي ټولنې په اصلاح یا فساد کې د سلاطینو او حکومتي چارواکو رول تر ارزونې لاندې نیول شوی و. ښودل شوې وه چې حاکمان څه ډول د خپلو سیاستونو له لارې کولای شي د یوې ټولنې د هدایت یا تباهۍ مسیر وټاکي. خو له دې مهم اړخ سره یوځای د افرادو اخلاقي او معنوي اصلاح هم حتمي ده؛ ځکه چې هره ټولنه د افرادو مجموعه ده، او تر هغې چې افراد اصلاح نه شي هېڅ حکومتي یا ټولنیز بدلون به دوام ونه مومي.
د همدې اړتیا له مخې، امام محمد غزالي رحمه‌الله هڅه وکړه چې په خپل ستر اثر احیاء علوم الدین کې د فقهې او تصوف ترمنځ یو پُل جوړ کړي، او دین یوازې د عباداتو او ظاهري احکامو په بڼه محدود نه، بلکې د یو هراړخیز تربیوي، اخلاقي او معرفتي نظام په توګه معرفي کړي.
په دې څېړنه کې هڅه کیږي چې د یاد ارزښتمن کتاب د لیکلو شالید، موخې او انګیزه وڅېړل شي، او د احیاء علوم الدین د منځپانګې او جوړښت ژور تحلیل وړاندې کړي. د دې کتاب له تر ټولو مهمو ځانګړتیانو څخه دا ده چې انسان ته د خپل نفس د تذکیې، د اخلاقو د تهذیب او دنیاوي او اخروي سعادت ته د رسیدو عملي لارې چارې ور په ګوته کوي. په دې مهم اثر کې هڅه شوې چې د دین د ظاهر او باطن ترمنځ توازن رامنځته کړي.
بل مهم ټکی چې په دې څېړنه کې به بحث ورباندې وشي دا دی چې د امام غزالي رحمه‌الله له وفات وروسته څه ډول د ده افکارو د فکري او اصلاح‌طلبانه خوځښتونو پر ذهنیت اغېز کړی دی. ډېری دیني عالمانو، مصلحانو او مفکرانو د تاریخ په اوږدو کې د دې کتاب له نظریاتو الهام اخیستی او هڅه یې کړې چې د همدې چوکاټ له مخې د اسلامي ټولنو په اصلاح لاس پورې کړي.
د مثبتو اغېزو سربېره، پر احیاء علوم الدین  یو شمېر نیوکې هم شوې دي، په ځانګړې توګه د ځینو هغو محدثینو او فقیهانو له لوري چې باور لري د دې اثر په ځینو برخو کې د حدیثو له معیارونو څخه سرغړونې شوې ده. په دې څېړنه کې به دغه نیوکې هم وڅېړل شي او وبه وارزول شي چې دا نقدونه څومره پر ځای او مؤثر دي.
د اوسنیو اسلامي ټولنو فکري، اخلاقي او دیني بحرانونو ته په کتو د احیاء علوم الدین کتاب څیړنه او مطالعه کولای شي د اصلاحي برنامو د تدوین په برخه کې مرستندویه تمامه شي. مذهبي افراط‌پالنه، له دین سره سطحي چلند، د دیني هویت بحران، د ټولنیزو اخلاقو زوال، او له اسلامي ارزښتونو څخه لرې‌والی، هغه ستونزې دي چې اسلامي ټولنې ګواښوي. په دې شرایطو کې د امام غزالي رحمه‌الله نظریات کیدلای شي دیني اصالت او معنویت ته د ورګرځیدو یوه لاره واوسي.
له همدې امله دا څېړنه نه یوازې د احیاء علوم الدین تاریخي او علمي اړخونه څېړي، بلکې دا هم ارزوي چې نن سبا له دې اثار څخه څه ډول ګټه اخیستلای شو او څه ډول یې د معاصرو فکري او اخلاقي بحرانونو د حل لپاره کارولای شو.
د څېړنې جوړښت
د ټاکل شوې موخې د ترلاسه کولو لپاره، دا څېړنه په څو مهمو برخو وېشل شوې ده:
1. د احیاء علوم الدین د تألیف تاریخي او ټولنیز بستر ته کتنه:
په دې برخه کې به د امام غزالي رحمه‌الله د زمانې فکري، ټولنیز او سیاسي وضعیت وڅېړل شي، او همداراز به د خپلو هم‌عصره علماوو ترمنځ د هغه مقام تحلیل شي.
2. د کتاب د جوړښت او منځپانګې تحلیل:
دا برخه د احیاء علوم الدین د څلورو اصلي ارکانو ــ عبادات، عادات، مهلکات او منجیات ــ تحلیل ته ځانګړې شوې ده. او څرګنده به شي دا جوړښت څه ډول د فرد او ټولنې د اصلاح لپاره بشپړ نظام وړاندې کوي.
3. تاریخي اغېزې او پر کتاب وارد شوي نقدونه:
په دې برخه کې به پر هغو مفکرینو ددې اثر اغېزې وڅېړل شي چې له امام غزالي رحمه‌الله وروسته راپېدا شوي دي، او ترڅنګ به یې د کتاب مثبتې او منفي نظریې، او هغه علمي نیوکې او انتقادونه و ارزول شي چې د کتاب په ځینو محتواوو وارد شوي دي.
4. په معاصر دور کې د احیاء علوم الدین د تعلیماتو کاریدنه:
په وروستۍ برخه کې هڅه کېږي دا ډاګه شي چې څنګه د دې کتاب له ښوونو څخه د نننۍ اسلامي ټولنې د اخلاقي او ټولنیزو بحرانونو په حل کې ګټه اخیستل کېدای شي.
هیله ده دا څېړنه وکولای شي چې د اسلامي ټولنو د معنویت او اخلاقو د بیا راژوندي کولو په لاره کې د دې ارزښتناک اثر ونډه په ډاګه کړي، او د عصر د فکري او اخلاقي ستونزو د حل لپاره له هغې څخه د استفادې عملي لارې چارې وړاندې کړي.
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version