لیکوال: م. فراهي توجګي
د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)
سریزه:
کمونیزم یوه انحصارګره سیاسي، اقتصادي ایډیالوژي ده، چې د لیبرال ډېموکراسي او پانګوالي سیستم سره په مقابله کې ده او د یوه داسې غیرطبقه ییز سیستم ملاتړ کوي، چې پکې د تولید وسایل او ابزار شریک ملکیت بلل کیږي او خصوصي ملکیت یا پکې نشته او یا هم نهایت محدود دی. کمونیزم اصطلاح په خپل ځان کې بېلابېلې ایډیالوژۍ رانغاړي.
د دې اصطلاح معاصر مفهوم د اتلسمې پېړۍ د فرانسوي خان زاده ویکټور دهوپای څخه اخیستل شوې او (کمون) معنی چې ټولې شتمنۍ شریکې بلل کیږي او هر څوک ترې استفاده کولای شي.
د شوري اتحاد، د چین د خلق ګوند، د ایران توده ګوند او د افغانستان خلق او پرچم ګوندونه هغه مشهور نومونه دي، چې د همدې اصطلاح (کمونیزم – ګډ مرام) تر عنوان لاندې پېژندل شوي او د ګډ مرام مفهوم د کارګرانو او صنعتي ټولنو د ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او نورو حقونو د ترلاسه کولو لپاره کارېده ، چې د حکومت په بڼه یې ظهور وکړ او د نړۍ مهمې سیاسي معادلې یې ترسیم کړې.
د یادښتونو په دې لړۍ کې هڅه کوو، چې د کمونیزم تعریف په ساده ژبه وکړو، اصول او مخینه یې وپېژنو او په اړه یې په ډېر څه وپوهېږو.
په ساده ژبه کمونیزم څه ته وايي؟
کمونېزم یا شریک مرام یوه فلسفي، اقتصادي او سیاسي ایډیالوژي ده، چې د پانګوالي سیستم او لیبرال ډېموکراسي، چې؛ په اتلسمې پېړۍ کې په اوج کې وه او د سرمایې ازادي او د تجارت پراختیا یې په پانګوالي بڼه وه، په مقابل کې قرار لري او اصلي موخه یې د یوې کمونیستي ټولنې ایجاد دی، چې په هغې کې د تولید په وسایلو باندې خصوصي ملکیت لغوه کیږي او داسې یوه ناطبقاتي ټولنه ترې جوړیږي، چې دولت او پیسو ته اړتیا نه لري.
په کومو هېوادونو کې چې کمونیستي نظامونه حاکم دي، هلته یو حزبي سیستم دی او د کمونیست حزب له لخوا حکومت اداره کیږي، د دې هېوادونو اقتصاد د دولت په دستور چلیږي او تر ډېره پکې ازاد بازار او خصوصي ملکیت له منځه ځي او اقتصادي برنامه یې د دولت له لوري تدوینږي. د دې ترڅنګ د خصوصي ملکیت د لغوې په موخه ستر دولتي اقتصادي او مالي مرکزونه ایجادیږي، چې د دولت په انحصار کې وي او په خوا کې یې د دین ضد حس قوي او داسې دولتونه دین د شاته پاته کېدو لامل بولي، چې د طبقاتو د استثمار لامل کېدای شي.
د دې اصطلاح استعمال د ټولنیز نظام لپاره بېلابېلې نظریې په ځان کې رانغاړي لکه؛ لرغوني سپارټ ټولنه، د شپاړلسمې پېړۍ مسیحي کمونیست ټولنه، چې وروسته نور وچو ته هم خپره شوه او په ورته ډول د دې نظریې لپاره ارماني طرحې لکه؛ د افلاطون جمهوریت، د ټامس مور ارمانښار، د فوریه د شریکې ټولنې وړاندې، د رابرټ اون او نورو نظریې.
د نوي کمونیزم مفهوم په ځانګړي ډول د کار مارکس (مارکسېزم) نظریه د بې طبقې ټولنې او د شریک مالکیت په بنسټونو ولاړ دی.
کمونیزم او کمونیست اوسمهال هغه نومونه دي چې د پخواني شوروي اتحاد، د چین د خلق جمهوریت، د وراسا تړون غړو هېوادونو، د هغوی متحدو دولتونو او همداراز په غیر کمونیستي هېوادونو کې د هغو سازمانونو لپاره کارول کېږي چې د یادو حکومتونو له ایډیولوژۍ او سیاستونو ملاتړ کوي[1].
د کمونېزم د پنځېدنې لومړي بنسټونه او اصول
په کومه ورځ چې مشهور فلاسفر کارل مارکس خپله کوچنۍ رساله (د کونېزم مانفیسټ) د فردرېش په ملاتړ نشر کړه، نو دا یې په خیال کې هم نه و، چې یوه ورځ به یې کمونېزم فکري مکتب نړۍ ونیسي. دا په فکر کې هم نه وه، چې دا نظریه به د شوري په لر اوبر او په شرقي اروپا بلاک کې د میلیونونو کسانو ژوند په جهنم بدل کړي او دا چې د شلمې پېړۍ روښان فکره به د نړۍوال عدالت لپاره له کمونېزم مانفیسټ څخه ځان مالامال کوي، د ډېرو په باور د کمونېزم فکري مکتب د نړۍ برابرۍ د ترلاسه کولو لپاره لار وه، خو هغه څه چې په عمل کې پېښ شول، ډېر متفاوته وه، د شوري، چین، کیوبا او شمالي کوریا کمونیست حکومتونو د خپلو وګړو لپاره له فقر، استبداد او وحشت پرته بل څه ورنکړل او کوم مثبت څه ترې ونه لیدل شول.
په نني مفهوم سره کمونېزم په لومړي ځل د دوو الماني فلاسفرانو – کارل مارکس او فرېدرېش انګلز – په کتاب (د کمونیست ګوند مانفیسټ) کې استعمال شو، دوی د کمونېزم کلمه د کاپیټالېزم پر ضد وکاروله او تر نن ورځ دا د کمونېزم یوه اصلي معنی ده.
نن ورځ کارل مارکس د کمونېزم پلار بلل کیږي، خو سره له دې مشابه تفکرات یې لا له پخوا هم موجود وه، مثلا: افلاطون په خپل کتاب (جمهوریت) کې خصوصي ملکیت د فساد لامل بللی او باور یې وو، چې ټولنه کې باید شریک ژوند ولري. کارل مارکسس او فرېدریش د طبیقاتي ټولنې په وړاندې د کارګرې طبقې چلند بې عدالتي بلله او تر ډېر ناراضه وه، دوی د کارګرې طبقې ناروغي، ژر مړینه او فقر سبب ثروتمن بلل او دایې د پانګوالي ټولنې پایله بلله .
دې دواوړو فلاسفرانو په دې بارو درلود، چې د پانګوالي نظام د بدیل په حیث د کونېزم نظام رامنځته کول، چې د تولید وسایل او سرچینې، لکه؛ کارخانې، معدونه او نور د هغو ستونزو حل لاره ده، چې د پانګوالي نظام رامنځته کړې دي.
د مارکس له نظره، د انسانانو ټولنیزه طبقه یا قشر دا ټاکي چې دوی د تولید وسایلو سره (چې شتمني تولیدوي) څه ډول اړیکه لري؛ یعني د ملکیت موضوع، په ځانګړي ډول د هغو وسایلو مالکیت چې شتمني رامنځته کوي، د یو فرد ټولنیزه طبقه مشخصوي. د بېلګې په ډول: په فیوډالي نظام کې د ځمکه وال او کاریګر ترمنځ طبقاتي واټن؛ د ځمکهوالو او هغو کسانو تر منځ رامنځته شوی و، چې د دغو ځمکه والو لپاره به یې کار کاوه. خو کله چې صنعتي انقلاب راغی، دا واټن د فابریکهلرونکو (سرمایهدارانو) او د فابریکو د کارګرو ترمنځ پیدا شو.
مارکس دا دوه ډلې داسې نومولې:
– بورژوازی: یعني پانګهوال، صنعتکاران او شتمن خلک
– پرولتاریا: یعني مزدور او کارګر خلک
مارکس عقیده لرله چې د ټولنو تاریخ په اصل کې د همدې دوو ټولنیزو طبقو ترمنځ د مبارزې تاریخ دی او دا مبارزه به په پای کې، یوه ستره انقلاب ته یا هم سوسیالېستي انقلاب ته رسېږي.
مارکس باور لري چې د یوې کمونیستي ټولنې د رامنځته کېدو لپاره باید د پانګهوالۍ (سرمایهدارۍ) له مرحلې څخه تېر شو. په دې پانګهواله پړاو کې، ستر علمي او تخنیکي پرمختګونه رامنځته کېږي، انسان طبیعت تر خپل واک لاندې راولي او ډېره زیاته شتمني تولیدېږي، خو دا شتمني د پانګهوال نظام (سرمایهدارۍ) په چوکاټ کې په ناعادلانه ډول ویشل کېږي. د شتمنۍ دا لویه برخه د پانګهوالو (بورژوا طبقې) په لاس کې وي، حال دا چې کارګره طبقه، د اوږدو کاري ساعتونو او سختو کارونو په بدل کې، یوازې لږ مزدوري تر لاسه کوي، نو دا چې کارګرانو ته لږ مزد ورکول کیږي، په همدې اساس مالکان یې ډېره زیاته ګټه ترلاسه کوي.
مارکس دا زیاته ګټه اضافي ارزښت و نوماوه او د کارګر د کار او مزد ترمنځ تفاوت یې (د استثمار نرخ) وباله او ویل یې، چې پانګه وال ورځ په ورځ ثروتمن او کارګران بیا ورځ په ورځ فقیران کیږي او همدا پانګه وال بیا د خپل ثروت په مټ د دولت کنټرول امکان هم پیدا کوي او د ثروت ناعادلانه وېش مشروعیت پیدا کوي.
د مارکس په باور پانګه وال نظام حتما بې ثباته کیږي او د اقتصادي رکود، د کارګرو د فقر زیاتولي او بیکاري سبب ګرځيو چې په پایله کې یې پولټاري یا کارګره طبقه پوهیږي او دا درک کوي، چې ګټې یې له بروژا طبقې په ټکر کې دي او نهایته پاڅون کوی او د تولید ابزار او دولتي بنسټونه نیسي او یو سوسیالیستي دولت ایجادوي، چې مارکس یې (پرولټاري دیکتاتوري) بولي او وايي، دا دولت به تر هغو پر ځای وي، تر څو یې چې د بروژوا طبقې ګواښي او په اخر کې به یوه کمونیزمې بې طبقې او بې دولته ټولنه رامنځته کوي.
مارکس نن ورځ د کمونېزم د نظریې پلار بلل کیږي، که څه له نوموړي مخکې بېلابېلې نظریه ورکونکي وو، لکه؛ هنري ډوسن، سیمون او شارل فوریه او په معاصر وخت کې ژوزف پرودون خو په اصل کې د کال کړنه د پانګه والي سیستم د ماهیت تحلیل او د تاریخ شرحه وه.
له ډېرو اړخونو، د روسیې انقلابي مشر ولادیمیر لینین، د هغه ځای ناستی جوزف استالین او د چین انقلابي مشر ماؤ تسه تونګ هغه شخصیتونه وو چې پر کمونېزم یې عملي اغېز پرېښی دی. د دغو درېیو کسانو ونډه او رول باید د کمونېزم د نظریې په بحث کې له پامه و نه غورځول شي، خو تر هر څه وړاندې، باید دې ټکي ته پام وشي چې لږ تر لږه د مارکس، لینین او ماؤ په اړه ویلای شو، چې کمونېزم ته د دوی لیوالتیا تر ډېره له موجودو سیستمونو سره د ژورې ناخوښۍ او د یوې غوره، عادلانه نړۍ د جوړولو له هیله راټوکېدلې وه[2].
یو مهم تناقض چې په وروستیو کې را دبره شوی، هغه د دې نظریې د ایډیا او عمل ترمنځ تناقض دی، که څه هم دا مسأله تر یوې کچې د توجیه وړ ده، خو باید پوه شو، چې د کمونېزم په اړه واحده نظریه نشته، بلکه مختلفې او بېلابېلې نظریې دي، چې ځينې له عمل سره مناسبې دي.
د نظریو دا ډول تنوع او رنګارنګي یواځې له دې نه ده، چې ډېرو خلکو خپل افکار او نظریې د کمونیزم له مفهوم سره یوځای کړې دي، بلکه له دې امله ده، چې د کمونیزم د ځینو خورا پېژندل شوو نظریهورکوونکو په لیکنو کې خلاوې، ابهامونه او آن ځینې وختونه تضادونه لیدل کېږي.
خو له دې ټولو سره، د کمونیزم د نظریې په اړه د ډېریو شنونکو ترمنځ دومره کافي توافق شتون لري، چې له مخې یې د دې نظریې یو منطقي او همغږی شوی انځور وړاندې کېدای شي.
دوام لري…
| وروستۍ برخه
[1] آندره، پی یتر، مارکس او مارکسیسم، مخ. ۱۴.
[2] کمونیزم: لنډه کتنه: لزلي هولمز، مخ: ۶.