لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله

(یوویشتمه برخه)

د سید جمال‌الدین افغان په افکارو کې اصلاح او تجدد ته د خلکو  رابلل
 لنډیز
په تېره برخه کې مو د ویښتابه او عدالت د بیرغ‌بردار په توګه د سید جمال‌الدین افغاني حیثیت وڅیړه او ومو ښودله چې څنګه د هغه افکارو د اسلامي بیدارۍ او اصلاح‌پالنې غورځنګونو باندې ژور تاثیر درلود. د بحث په دوام کې د اصلاح، تجدد او د ادیانو د یووالي په برخه کې د هغه لید ته کتنه کوو او د مسلمانانو د فکري او ټولنیز تحول په بهیر کې د هغه د مقام ارزونه کوو.
کلیدي کلمې: اصلاح، تجدد، وحدت، استعمار او عقلانیت
سریزه
په اسلامي نړۍ کې د اصلاح او تجدد فکر تل د دیني، ټولنیزو او سیاسي تفکر له بنسټیزو او ننګونکو موضوعاتو څخه ګڼل شوی دی. له لومړیو اسلامي پېړیو څخه تر نن ورځې پورې مسلمانان تل د داخلي او بهرني بدلونونو پر وړاندې د خپلو فکري، سیاسي او ټولنیزو ستونزو او بحرانونو د حل لارو په لټه کې وو.
په دې لړ کې، نولسمه پېړۍ او د شلمې پېړۍ پیل، د اسلامي بیدارۍ په بهیر کې یوه مهمه او بنسټیزه مرحله ګڼل کېږي؛ ځکه په همدې دوره کې داسې مطرح مفکرین راپورته شول چې د اسلامي امت د اصلاح، د داخلي استبداد پر ضد مبارزې، او د بهرني استعمار پر وړاندې د مقاومت فکر ورسره و.
ددغو مهمو او اغېزناکو مفکرینو له جملې یو یې هم سید جمال‌الدین افغاني و چې د اصلاح‌پالو له لومړیو متفکرینو څخه ګڼل کېږي، او د اصلاح‌پالو خوځښتونو او اسلامي بیدارۍ په جوړښت کې یې مهم رول درلود.
سید جمال‌الدین افغاني یو هر اړخیز مفکر و چې په فکري، دیني، ټولنیزو او سیاسي برخو کې یې فعالیت کاوه. هغه اسلامي نړۍ او حتی اروپا ته ګڼ سفرونو وکړل، څو مسلمانان له غفلت څخه راویښ کړي او هغوی ته دا وښيي چې باید د زمانې له شرایطو سره سم، اصلي اسلامي اصولو ته ور وګرځي.
دده په نظر اسلامي ټولنې ځکه له ستونزو سره مخ شوې دي چې له اسلامي عقلاني ښوونو یې فاصله نیولې، او د دې وضعیت د بدلون یوازینی لار،ګ د اسلام حقیقي روح ته بېرته ورستنېدل، د جهل او خرافاتو پر ضد مبارزه، د اسلامي علومو او معارفو بیا راژوندي کول، او د مسلمانانو تر منځ یووالی رامنځته کول دي.
سید جمال‌الدین افغاني په هغه زمانه کې ژوند کاوه چې اسلامي امپراتورۍ په زوال کې وې، او اروپایي استعماري قدرتونو په اسلامي هېوادونو کې پراخ نفوذ موندلی و.
همدې حالاتو هغه اړ کړ چې د داخلي استبدادي نظامونو تر نقد کولو سربېره، د بهرنیانو له سلطې سره هم مبارزه وکړي. نوموړي باور درلود چې استعمار یوازې هغه مهال پر اسلامي ټولنو واکمنېدای شي چې مسلمانان په جهل، اختلاف او انحطاط اخته وي. له همدې امله سید جمال الیدین حل‌لاره د فکري بیدارۍ او د مسلمانانو ترمنځ د یووالي په ټینګښت کې لیدله، او د علم، عقلانیت او ځان‌پوهاوي پر اهمیت یې ټینګار کاوه، څو راتلونکو نسلونو ته د اصلاح لاره هواره کړي.
د سید جمال‌الدین افغاني د فکر له څرګندو ځانګړنو څخه یوه دا وه چې د اسلام او مسلمانانو د موضوعاتو په اړه یې نړیوال او پراخ لیدلوری درلود. برخلاف د ډېرو هغو مصلحانو څخه چې دده هم‌مهاله وو او اصلاحاتو ته یې یوازې د محلي یا ملي کچې له نظره کتل، افغاني د اسلامي امت د یووالي لپاره هڅه کوله، څو د داخلي او بهرني ګواښونو پر وړاندې ودرېږي.
هغه د مسلمانانو یووالی یوازې یو آرماني نظر نه باله، بلکې دا یې یوه عملي اړتیا ګڼله، او باور یې درلود چې مسلمانان یوازې د یووالي او انسجام له لارې کولی شي خپل پخوانی عزت او عظمت بېرته ترلاسه کړي. له همدې امله، هغه تل هڅه کوله چې د اسلامي ټولنو ترمنځ اړیکه او همغږي رامنځته کړي، سیاسي او فکري مشران یووالي ته راوبولي.
د اصلاح‌پالنې او وحدت‌غوښتنې تر څنګ، د افغاني د فکر یوه بله مهمه برخه د دین او تجدد ترمنځ اړیکې ته ځانګړې پاملرنه وه.
افغاني له هغو متفکرینو څخه و چې هم له اسلامي فکري سنتونو سره بلد و، او هم یې د لویدیځ له نوې فلسفې او علومو سره اشنايي لرله. هغه باور درلود چې مسلمانان د پرمختګ لپاره اړتیا نه لري چې له لویدیځ څخه په پټو سترکو تقلید وکړي، بلکې مسلمانان باید د خپل اسلامي هویت د ساتلو له لارې د لویدیځ له علمي او تمدني پرمختګونو څخه ګټه واخلي.
هغه باور درلود چې د مسلمانانو شاتګ د اسلام له امله نه دی، بلکې له دې امله دی چې دوی د اسلام له حقیقي روح څخه لرې شوي دي. اسلام داسې یو دین دی چې تل یې پر علم، تحقیق او تفکر ټینګار کړی، خو مسلمانانو په تېرو پېړیو کې له دې ارزښتونو غفلت کړی دی. له همدې امله سید جمال‌الدین د اسلامي عقلانیت پر بیا راژوندي کولو ټینګار کاوه او مسلمانان یې هڅول چې علم حاصل کړي، نقادانه فکر وکړي، او ګټور بدلونونه ومني.
د سید جمال‌الدین افغاني د فکر یو بل مهم بُعد د نورو ابراهیمي ادیانو په اړه د هغه لیدلوری و. د ډېرو سنتي مفکرینو برعکس چې تل یې د ادیانو ترمنځ پر اختلافاتو تمرکز کاوه، افغاني د اسلام، عیسویت او یهودیت ترمنځ د بنسټیزو مشترکاتو یادونه کوله. هغه باور درلود چې دا ادیان په توحید، عدالت او اخلاقیاتو کې شریک بنسټونه لري.
هغه عقیده لرله چې که د دې ادیانو پیروان پر خپلو ګډو ټکو تمرکز وکړي، او د دښمنۍ او جګړې پر ځای د تفاهم او همکارۍ لاره غوره کړي، نو بشري نړۍ به د سولې او پرمختګ پر لور ګام واخلي.
خو د دغو ټولو اصلاح‌پالو نظریو تر څنګ، سید جمال‌الدین له جدي ننګونو سره هم مخ و. ډېری استبدادي واکمنان د هغه له انقلابي او اصلاح‌پالو افکارو څخه ویره درلوده او هڅه‌یې کوله چې هغه له سیاسي او ټولنیز ډګر څخه وباسي. له بلې خوا ځینې لویدیځ مفکرین او حتی ځینې داخلي روښنفکران د هغه نظریات تر نیوکې لاندې نیول، او هغه یې یا افراطي یا له واقعیت لرې آرمان‌پال بللی.
سره له دې، د هغه افکارو دومره پراخ تأثیر درلود، چې ان تر وفات وروسته یې هم د اسلامي نړۍ پر ډېرو فکري او سیاسي خوځښتونو اغېز وکړ.
د سید جمال‌الدین افغاني د اصلاح‌پالو نظریو ارزښت ته په پام سره، دا څېړنه هڅه کوي چې د هغه د فکري اصولو د مطالعې تر څنګ، د اسلامي بیدارۍ په بهیر کې د هغه رول او د هغه د نظریاتو دوامداره اغېز تحلیل کړي.
په دې لړ کې، بنسټیزې پوښتنې دا دي:
۱. سید جمال‌الدین افغاني د اسلامي ټولنو د اصلاح لپاره کومې حل‌لارې وړاندې کولې؟
۲. د دین او تجدد په اړه دده لیدلوری څه ډول واو  څنګه یې هڅه کوله چې دا دواړه سره همغږي کړي؟
۳. د اسلامي وحدت په برخه کې د هغه رول، او له استعمار سره د دې موضوع اړیکه څه ډول وه؟
۴. څه ډول دده نظریاتو د راتلونکو پېړیو پر فکري او سیاسي جریانونو اغېز وکړ؟
دا څېړنه به د تاریخي منابعو، د سید جمال‌الدین د آثارو، او د هغه د نظریاتو د تحلیل له لارې هڅه وکړي چې د دې برجسته مفکر یو بشپړ انځور وړاندې کړي، او د اسلامي فکر او اصلاح‌پالو خوځښتونو په تاریخ کې د هغه مقام وارزوي.
هيله ده دا څېړنه وکولای شي د اسلامي نړۍ د اصلاح‌پالو نظریاتو په پېژندلو کې مرسته وکړي، او په دې برخه ک  د لا زیاتو مطالعاتو لپاره لاره هواره کړي.
د سید جمال‌الدین افغاني اصلاحي فکر:
سید جمال‌الدین افغاني د نولسمې پېړۍ له لویو مفکرینو څخه و، او د اسلامي نړۍ د اصلاح‌پالو غورځنګونو له مخکښانو څخه ګڼل کېږي. هغه باور درلود چې د اسلامي ټولنو اصلاح او نوی‌والی باید د اسلام د اصلي اصولو او د عقلاني ښوونو پر بنسټ ترسره وشي.
هغه دا هم ویل چې اسلامي ټولنې له خپل اصلي مسیر څخه منحرفې شوي او د جهل، استبداد او استعمار ښکار شوې دي. له دې وضعیت څخه د خلاصون لپاره مسلمانان باید خپل اسلامي هویت ته بېرته راوګرځي او د ایمان ترڅنګ عقلانیت هم پیاوړی کړي.
د هغه د اصلاح‌پال فکر د اساسي اصولو له جملې څخه یو یې له جهل او استبداد سره مبارزه وه. هغه باور درلود چې جهل د پرمختګ تر ټولو لوی دښمن دی، او د همدې جهل له امله پر مسلمان ملت استبداد او استعمار واکمن شوی دی.
له همدې امله سید جمال‌الدین تل پر دې ټینګار کاوه چې خلکو ته باید پوهه ورکړل شي او هغوی باید له زړو عقایدو او خرافاتو خلاص شي.
هغه له علماوو او اسلامي مفکرینو غوښتنه کوله چې د تعصب او تقلید پر ځای څېړنو او استدلال ته مخه کړي او د اصلاح او پرمختګ لپاره لار هواره کړي.
اسلامي وحدت او د ابراهیمي ادیانو یووالی
د سید جمال‌الدین افغاني بل مهم آرمان اسلامي وحدت و. هغه عقیده لرله چې د مسلمانانو تر منځ نفاق او داخلي شخړې د هغوی د کمزورۍ اصلي عوامل دي، او دا اختلافات هغوی عزت او خپلواکۍ ته له رسیدو څخه محروموي. دده په نظر اسلامي هېوادونه باید د قومي او فرقه‌يي اختلافاتو پر ځای پر خپلو ګډو ارزښتونو تمرکز وکړي او د استعمار او استبداد پر وړاندې یووالی رامنځته کړي.
په زړه‌پورې دا ده چې سید جمال‌الدین یوازې د مسلمانانو تر منځ پر یووالي بسنه نه کوله بلکې د ابراهیمي ادیانو تر منځ د یو ډول اتحاد تصور یې هم درلود. هغه باور درلود چې اسلام، عیسویت او یهودیت په خپلو بنسټیزو اصولو لکه توحید، عدالت او اخلاقیاتو کې سره شریک دي. له همدې امله هغه اندېښنه درلوده چې که د دې ادیانو پیروان وکولای شي پر دغو ګډو اصولو تفاهم او همکاري وکړي، نو بشري نړۍ به د سولې او آرامۍ پر لور یو ستر ګام واخلي. دا لیدلوری د هغه د فلسفي او ټولنیز فکر انعکاس و، چې دین یې د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په برخه کې مهم عنصر باله.
د فکري شبهاتو پر وړاندې د سید جمال‌الدین افغاني ځواب
سید جمال‌الدین افغاني د خپل وخت فکري ننګونو پر وړاندې یو عقلاني او استدلالي دریځ درلود. د هغو مهمو مسائلو له جملې څخه چې هغه ورسره مخ شو یوه یې د اسلامي ټولنو د انحطاط په اړه پوښتنه وه. ځینو غربي روښنفکرانو او آن ځینو داخلي متفکرانو دا پوښتنه مطرح کوله چې که اسلام ریښتینی دین او قرآن الهي کتاب وي نو ولې اسلامي ټولنې وروسته پاتې دي؟
سید جمال‌الدین ددې شبهې په ځواب کې د “نوم” او “حقیقت” تر منځ توپیر وکړ. هغه ټینګار وکړ چې ستونزه د اسلام د دین په ذات کې نه ده، بلکې د مسلمانانو په عمل کې ده؛ ځکه هغوی له اسلامي اصولو څخه لرې شوي دي.
نوموړي دا وضعیت له یوه داسې کس سره تشبیه کاوه چې نوم یې د “عالم” وي، خو په حقیقت کې جاهل وي. همداسې لکه څه ډول چې د ځینو خلکو د ناپوهۍ له امله علم نشو ردولی، اسلام هم یوازې د مسلمانانو د ضعف له امله تر سوال لاندې نشي راوستل کېدای.
د سید جمال‌الدین افغاني په تفکر کې د اصلاح او تجدد مسأله
افغاني تجدد یوازې د لویدیځ په ړانده تقلید کې نه لیده، بلکې د اسلامي عقلانیت د بیا راژوندي کولو او فکري خپلواکۍ پر اهمیت یې ټینګار کاوه. هغه باور درلود چې مسلمانان باید د خپل دیني هویت د ساتلو ترڅنګ، له علمي او تخنیکي پرمختګونو څخه هم ګټه پورته کړي. هغه دا هم ویل چې د لویدیځ پرمختګ د علم او هڅې پایله ده، نه د دین یا بې‌دینۍ. له همدې امله، هغه مسلمانان هڅول چې پرته له دې چې خپل دیني هویت له لاسه ورکړي، له پرمختللو هېوادونو څخه علم او ټکنالوژي زده کړي او د پرمختګ پر لور ګام پورته کړي.
د سید جمال‌الدین افغاني له نظره، د دیني اصلاح او علمي پرمختګ ترمنځ باید یووالی موجود وي. هغه باور درلود چې اسلام داسې یو دین دی چې علم، عقل او نوښت ته ارزښت ورکوي، خو مسلمانان د تېرو پېړیو په اوږدو کې له دغو ارزښتونو څخه لرې شوي دي. هغه له علماوو او اسلامي مفکرینو غوښتنه کوله چې پر بې‌اهمیته فرعي موضوعاتو او بې‌ځایه اختلافاتو د تمرکز پر ځای، د زده‌کړې، څېړنې او د نوو علومو د موندلو پر لور ګام واخلي.
په پای کې سید جمال‌الدین افغاني د اسلامي نړۍ له تر ټولو اغېزناکو اصلاح‌پالو مفکرینو څخه وګڼو، چې دده افکارو د راتلونکو پېړیو پر ډېرو فکري او سیاسي غورځنګونو ژور اثر درلود. هغه د عقلانیت پر بنسټ د جهل او استبداد پر ضد، او د اسلامي وحدت لپاره مبارزه وکړه او د اسلامي تفکر په برخه کې یې یوه نوې لاره پرانیسته.
د اصلاح او تجدد پر وړاندې د هغه لیدلوری د اسلامي نړۍ د اصلاح‌پالو غورځنګونو لپاره یو نمونه شوه. سید باور درلود چې د علم او پرمختګ له منلو سره یو ځای د اسلام حقیقي اصولو ته بېرته ورستنېدل کولای شي مسلمانان له انحطاط څخه راوباسي. ده اسلام یو ژوندی او خوځنده دین باله چې د زمان له بدلونونو سره د انطباق وړتیا لري، خو دا چاره یوازې هغه وخت ممکنه ده چې مسلمانان عقل، فکري خپلواکي او دوامداره هڅه خپل شعار وګرځوي.
په دې توګه د سید جمال‌الدین افغاني افکار لا هم د دیني اصلاحاتو، اسلامي وحدت او علمي پرم
ختګ په بحثونو کې د بنسټیزو افکارو په توګه د څېړونکو او مفکرینو له خوا مطرح دي.
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version