لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابو حامد امام غزالي رحمه‌الله ژوند لیک

یوولسمه برخه

د امام غزالي رحمه‌الله له نظره د ټولنې په اصلاح کې د علماوو ونډه
د اسلامي تفکر په تاریخ کې علماوو تل د ټولنې د هدایت، اصلاح او بیدارۍ په برخه کې محوري رول درلود. علما نه یوازې د شریعت د علم رسوونکي دي، بلکې د اسلامي امت د فکري، معنوي او ټولنیز هدایت دروند مسؤولیت هم په غاړه لري. د اسلامي تاریخ په هره دوره کې اصلاح غوښتونکو علماوو د ټولنې د دیني او اخلاقي سلامتۍ د ساتنې په برخه کې حیاتي رول لوبولی دی، خو ځینې نور هغه علما بیا چې ځانونه یې فاسدو قدرتونو پورې تړلې وو د فکري او ټولنیزو انحرافاتو لامل شوي دي. د هغو وتلو مفکرینو څخه چې دې موضوع ته یې په تفصیلي ډول کار کړی، امام محمد غزالي رحمه‌الله دی.
د دې څېړنې په تېره برخه کې مو په پنځمه هجري پېړۍ کې د یوه مجدد او د اسلامي تفکر د احیا کوونکي په توګه د امام غزالي رحمه‌الله مقام ته اشاره وکړه. او ومو ویل چې څنګه یې د دیني او علمي ډیسکورس د اصلاح له لارې د اسلامي فکر په برخه کې یو نوی باب پرانیسته.
امام غزالي رحمه‌الله په داسې زمانه کې ژوند کاوه چې اسلامي تفکر له بېلابېلو ننګونو سره مخ و، لکه: فقهي ظاهربیني، د غیراسلامي فلسفو نفوذ، د علماوو فساد او دربارونو پورې یې تړاو. هغه د یوه ځانګړي اصلاحي میتود له لارې هڅه وکړه چې د دیني علومو د احیا او د دین د روحاني او اخلاقي اړخونو په ټینګار سره د خپل عصر فکري انحرافات اصلاح کړي. د همدې بحث په دوام، د څیړنې په دې برخه کې د امام غزالي رحمه‌الله له نظره د ټولنې په اصلاح کې د علماوو رول څېړو.
صالح او فاسد علما؛ د ټولنې د اصلاح که د انحطاط محور؟
امام غزالي رحمه‌الله، چې د ټولنیز او دیني جوړښت په اړه ژور درک درلود، په دې باور و چې علما د ټولنې د هدایت تر ټولو مهم او ټاکوونکی قشر دی. د هغه په اند، که چېرې علما صالح واوسي او خپله پوهه د تقوا او حقیقت لارې ته ځانګړې کړي، نو ټولنه به له هدایت او سعادت څخه برخمنه شي؛ خو که علما فاسد او منحرف واوسي، نو د دوی فساد به د ټولنې بېلابېلو برخو ته سرایت وکړي او ټولنه به د اخلاقي او دیني زوال ښکار شي.
د امام غزالي رحمه‌الله دا نظر د نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم په یو ه حدیث کې ريښه لري، چې فرمایي: «که دوه ډلې خلک اصلاح شي، نو ټول امت ورسره اصلاح کېږي او که فاسدې شوې، نو ټول امت ورسره فاسدیږي: علما او حاکمان.»
امام غزالي رحمه‌الله په خپلو ګڼو آثارو کې، په تېره بیا په «احیاء علوم الدین» او «المنقذ من الضلال» کې، ټینګار کوي، چې د علماوو فساد د ټولنې د دیني او اخلاقي انحطاط له اصلي لاملونو څخه دی.
امام غزالي رحمه الله علما په دوو ډلو وېشي:
  1. رباني او مصلح علما: دا هغه ډله علما دي، چې له علم څخه د خلکو د هدایت او د ټولنې د اصلاح لپاره کار اخلي.
  2. فاسد او دنیاپاله علما: دا هغه کسان دي چې علم یوازې د قدرت، نفوذ او د شخصي ګټو د ترلاسه کولو وسیله ګرځوي.
د امام غزالي رحمه‌الله له نظره د فاسدو علماوو ځانګړنې
امام غزالي رحمه‌الله په «احیاء علوم الدین» کې د علماوو فساد په څو برخو وېشي:
  • درباري علما: هغه کسان چې خپله پوهه د فاسدو قدرتونو د خدمت لپاره کاروي، ظلم توجیه کوي او له حقیقت څخه د خلکو مخ اړوي.
  • ظاهر پاله علما: هغه علما چې یوازې د فقهې ظاهري احکامو ته توجه لري او د دین له اخلاقي او عرفاني اړخونو څخه غافل دي؛ چې په پایله کې یې علم په بې روحه وسیلې بدلیږي او معنا له لاسه ورکوي.
  • واک خوښي علما: هغه کسان چې علم د شهرت، نفوذ او د مال‌ د راټولولو وسیله ګرځوي او یوازې د دنیوي مقامونو په لټه کې وي.
امام غزالي رحمه‌الله خبرداری ورکوي، چې دا ډول علما نه یوازې خپل ځان هلاکوي، بلکې ټولنه هم د ګمراهۍ او سقوط کندې ته ورغورځوي. امام غزالي د دا ډول علماوو په نقد کې وایي، چې دوی آیاتونه او احادیث د خپلو شخصي ګټو مطابق تفسیروي، دین تحریفوي او له خلکو څخه حقیقت پټوي.
د امام غزالي رحمه‌الله له نظره د صالحو علماوو ځانګړنې
امام غزالي رحمه‌الله د فاسدو علماوو په مقابل کې رباني او صالح علما د ټولنې د اصلاح اساسي ستنې ګڼي او په لاندې ځانګړنو یې یادوي:
  • په نیت کې اخلاص: علما باید علم د الله تعالی د رضا او د خلکو د هدایت لپاره زده کړي، نه د شهرت او مقام لپاره.
  • د علم او عمل تړاو: هغه پوهه چې په عمل کې ونه ځلیږي، ناقصه او حتی مضره پوهه ده. علما باید خپله پوهه په عمل کې پلې کړي.
  • له فاسدو قدرتونو څخه آزادي: عالم باید خپل ځان په دربارونو او ظالمو واکمنانو و نه پلوري، عالم باید خپلواک واوسي، تر څو وکړای شي، چې له وېرې او ملاحظې پرته حق بیان کړي.
  • د ښوونې تر څنګ روزنه: ریښتینی عالم یوازې معلومات نه‌انتقالوي، بلکې د ټولنې د اخلاقي او دیني روزنې مسؤلیت هم په غاړه لري او خلک د نفس تهذیب او معنویت ته رابولي.
  • اصلاح‌غوښتنه او د دیني ارزښتونو احیا: صالح علما باید د ټولنې د اصلاح په برخه کې د مصلحانو رول ولوبوي، خلک عدل، اخلاقو او دین ته راوبولي.
د علماوو د اصلاح له لارې د ټولنې اصلاح:
د امام غزالي رحمه‌الله د نظریې له مخې د ټولنې اصلاح د علماوو اصلاح پورې تړلې ده. که چېرې علما سمه لار غوره کړي، نو د ټولنې نور اړخونه به هم ورو ورو اصلاح شي. دې فکر وروسته د نورو اسلامي مصلحینو، لکه ابن‌تیمیه، شاه ولي‌الله دهلوي، او محمد عبده په افکارو کې هم انعکاس وموند او د اسلامي نړۍ د دیني اصلاحاتو په برخه کې په یوه اساسي اصل بدل شو.
لنډه دا چې
د ټولنې په اصلاح کې د د علماوو  په اړه د امام غزالي رحمه‌الله فکر نه یوازې د ده د عصر لپاره، بلکې د تاریخ په اوږدو کې هم ارزښتناک پاتې شوی او د اسلامي نړۍ د فکري او اصلاح‌غوښتونکو غورځنګونو لپاره الهام بخښوونکی پاتې شوی دی.
دا نظریه موږ دې حقیقت ته رسوي چې ریښتیني علما د ټولنې د بیدارۍ او هدایت مشران دي او د دوی فکري او اخلاقي سلامتي د اسلامي امت د اصلاح لپاره اساسي شرط دی. که چېرې دیني علما د ټولنې د هدایت او روزنې په برخه خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي، نو اسلامي ټولنه به له زوال او انحطاط څخه خوندي پاتې شي؛ خو که فاسد علما او تبلیغ‌کوونکي پر ټولنه واکمن شي، نو خلک به د جهالت، تعصب او انحراف کندې ته ولوېږي.
له همدې امله، د اسلامي ټولنې د احیا لپاره تر هر څه د مخه باید د دیني علماوو اصلاح او تزکیه ترسره شي، ځکه دوی د امت د فکري او معنوي بیدارۍ اساسي سرچینه ده. د علماوو د اصلاح په برخه کې د امام غزالي رحمه‌الله فکر او نظریه، لا هم د هغو معاصرو ټولنو لپاره لارښود کېدای شي چې اصلاح، احیا، او اصیلو دیني ارزښتونو ته د بېرته ور ګرځیدو په لټه کې دي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] . احیای علوم الدین، ج ۲، صفحه ۳۱۲.
[2] . احیاء علوم الدین، ج ۱، ص ۱۹.
[3] . احیاء علوم الدین، ج ۱، ص ۱۹.
[4] . احیاء علوم الدین، ج ۱، ص ۳۸.
[5] . احیاء علوم الدین، ج ۱، ص ۳۸.
Leave A Reply

Exit mobile version