لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه‌الله

شپاړسمه برخه

په ازادي غوښتونکو غورځنګونو کې د سید جمال الدین افغان اغېزې
د سید جمال الدین افغان افکارو په اسلامي هېوادونو کې د ازادۍ غوښتونکو پر غورځنګونو ژورې اغېزې وکړې. یو مهم اغېز یې په ایران کې پر مشروطه نهضت و، هغه ځای چې د ایران زیاترو فکري او ټولنیزو رهبرانو د هغه له ښوونو ګټه واخیسته. له بلې خوا سید جمال الدین افغان په هند، مصر او … کې پر استعمار ضد غورځنګونو هم اغېز وکړ او له استعمار سره په مبارزه کې د هغه اغېزې په روښانه توګه د لیدو وړ وې.
د سید جمال الدین شاګردان د هغه د درسونو تر زده کړې وروسته د هغه له اصلاحي لیدلوري څخه دومره اغېزمن شول چې په اسلامي نړۍ کې د لویو او اغېزناکو سیاسي او ټولنیزو غورځنګونو په رامنځته کولو وتوانېدل.
جمال‌الدین افغان: په شرق کې د یووالي او ویښتیا په لټه کې
جمال‌الدین افغان د شرقي هېوادونو ناوړه او کړکېچن حالت ته په کتو خپل فکر په ژور او جامع ډول د اسلامي ملتونو په ویښتیا او اصلاح متمرکز کړ. هغه وايي:
«ما خپل فکر په یوه ټکي متمرکز کړ، د تصور له پاشلتیا مې ډډه وکړه، د ختیځ پر لور مې وکتل او د هغه خلکو ته ښه ځیر شوم. د افغانستان په اړه مې غور وکړ، چې لومړنۍ ځمکه ده چې بدن مې د هغه خاوره لمس کړه. بیا مې د هند پر لور وکتل او هلته مې عقل پوخوالی او تکامل وموند. ایران ته مې د ګاونډیتوب او اړیکو په خاطر وکتل او د عرب جزیرې، حجاز پر لور مې وکتل چې د وحیې ځای دی، په یمن او د هغه په شاوخوا، نجد، عراق، بغداد او د هارون او مامون په ژوندلیک او کارونو بوخت شوم. د شام سیمې او د امویانو چالاکو سیاستوالو ته مې وکتل، په پایله کې مې هر اسلامي دولت ته نظر وکړ او د هغه څه په اړه ژور شوم (ښه فکر مې وکړ) چې پر هغوی تېر شوي وو.
شرق همغه شزق دی، ، ما خپل ماغزه په کار واچول، چې د ختیځ درد ومومم او مناسب درمل ورته پیدا کړم.»
دا جامع او نړیوال لید د اسلامي نړۍ د وضعیت په اړه د جمال الدین ژور درک و. هغه پوهېده چې هره ستونزه چې په یوه اسلامي هېواد کې رامنځته کېږي، پر نورو مسلمانو هېوادونو مستقیم او نامستقیم اغېز لري. له دې امله هغه په دې باور و چې باید د مسلمانانو د نړیوالو ستونزو د حلولو لپاره جامع او متحدې حللارې وموندل شي.
د اسلامي ټولنو د ضعف ټکي او د استعمار اغېزې
جمال الدین افغان د اسلامي ټولنې د ضعف ټکي په ښه توګه پېژندلي وو. یو لوی ضعف د افکارو پاشلتیا او داخلي اختلافات وو او د دې لامل کېدل چې دا ټولنې د استعمارګرو له ننګونو سره د مقابلې وړتیا ونه لري. د هغه د نظر پر اساس هغه استعمار کوونکي چې پر اسلامي هېوادونو یې حمله کړې وه، د داخلي ضعف له همدې ټکو یې ګټه اخیستله.
سید جمال‌الدین ښه پوهېده چې که مسلمانان په خپل منځ کې یووالی او اتفاق رامنځته نه کړی شي، استعمار به په اسانۍ وتوانېږي چې خپلو موخو ته ورسېږي. یو لوی داخلي کړکېچ د داخلي واکمنو استبداد او ظلم و، چې د هغه څه لامل کېږي چې هغه «د اخلاقو ضعف» او «د فکر وروسته‌والی» نوماوه. له همدې امله حمال الدین هڅه کوله چې خلک د غفلت له خوبه راویښ کړي او له داخلي او بهرنیو خطرونو یې خبر کړي.
په اسلامي نړۍ کې د ویښتیا او اصلاح رسالت
جمال‌الدین افغان ځان په اسلامي نړۍ کې فکري او سیاسي ویښتیا ته ژمن باله. هغه پر عقلاني او اصلاح غوښتونکو افکارو پر تکیې کولو په دې لټه کې وه چې مسلمانان له خرافاتو او ناسمو عقایدو وژغوري او هغوی د علم او خبرتیا پر لوري هدایت کړي. هغه په دې باور و چې په فکري او سیاسي ویښتیا کولی شي مسلمانان یوه مستقل او ازاد وضعیت ته ورسوي.
 لکه عبدالرحمن رافعي چې هم په دې اړه وايي: «مشرق پرلپسې کلونه په خپل لاس په فکري جمود او تحجر کې و او له علمي پلوه وروسته پاتې، له سیاسي غلامۍ سره مخ او په ژور خوب ویده و، چې الله تعالی جمال الدین افغان راپورته کړ او د مشرق د ملتونو په بدن کې یې د ویښتیا او نوي ژوند روح پوه کړ.»
جمال‌الدین افغان: یو دیني مصلح، فیلسوف او سیاستوال
د جمال‌الدین افغان په ژوند کې درې اساسي ځانګړنې تر سترګو کېږي: دیني مصلح، حکیم فیلسوف او سیاسي زعیم. هغه د یوه دیني مصلح په توګه د اسلام د دین د اصلاح او نویوالي مسؤلیت منلی و او مسلمانانو ته یې سپارښتنه کوله چې د اسلام اصیلو او فطري اساساتو ته ور وګرځي او له خرافاتو او فکري جمود څخه خلاصون ومومي.
له فلسفي لیدلوري، جمال‌الدین په اسلامي نړۍ کې همغه رول ترسره کړ چې لویو پوهانو لکه ژان ژاک روسو او مونتیسکو چې په اروپا کې ترسره کړ. هغه هڅه کوله چې افکار د فکري جمود او تقلید له قیوداتو وژغوري او د خلکو ذهن د انتقادي تفکر پر لور برابر کړي. په دې برخه کې جمال الدین عقلانیت ته د ورستنېدو په لازموالي او په پټو سترګو د تېر وخت له تقلید څخه په ځان ساتلو ټینګار کاوه.
د جمال‌الدین افغان سیاسي غورځنګونه او نړیوالې اغېزې
څرنګه چې په غرب کې د ازادۍ غوښتنې د خوځښتونو سرلارو لکه واشنګټن، ګاریبالدي، مازیني او کوجوت ترسره کړل، په همدې توګه جمال‌الدین افغان سیاسي مورالونه حرکت ته وهڅول او په خلکو کې یې د عزت او کرامت روح پوه کړ. هغه مسلمانانو ته ورزده کړل چې یوازې په یووالي او اتفاق کولی شي د داخلي او بهرنیو خطرونو پر وړاندې ودرېږي او د ازادۍ ارزښت درک کړي.
جمال‌الدین افغان په خپلو مبارزو سره د شرق په بېلابېلو سیمو کې د ملي او سیاسي غورځنګونو نیالګی وکاره. د دې غورځنګونو اغېزې په تېره په ایران، مصر، هند او نورو اسلامي هېوادونو کې ښکاره وې. هغه نړیوال پېغام درلود چې ټولو مسلمانانو ته یې د ویښتیا، یووالي او ازادۍ او خپلواکۍ ته د رسېدو د هڅې زېری ورکاوه.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version