لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (اته ویشتمه برخه)

د روژې میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
د فطر صدقه؛ احکام او مسایل یې
د فطر زکات واجب صدقه ده، چې له اړمنو سره د مرستې، د اختر په ورځو کې د فقیرانو په زړونو کې د خوښۍ رامنځته کولو او د رمضان میاشتې له پوچو خبرو او چټیاتو څخه د روژه نیوونکي د پاکوالي په موخه په هر هغه مسلمان واجب ده، چې د نصاب څښتن وي. دا وجیبه ځانګړي حکمتونه، شرطونه او احکام لري، چې د بحث په دوام کې به یې تفصیل بیان کړو. ان‌شاءالله تعالی.
الف: د فطر کلمې د ریښې موندنه
په لغت کې: د «فطر» کلمه مصدر نوم د «أفطر الصائم إفطاراً» له عبارت څخه د روژه نیوونکي د افطار کولو په معنا ده.
زکات په «فطر» زیات شوی دی، ځکه فطر د هغه د وجوب علت دی. ځینو هغه «فطرة» هم نومولې ده، ګومان کېږي چې د خلقت په معنا له «فطرة» څخه اخیستل شوې ده.
امام نووي ویلي دي، چې هغه مال ته «فطرة» ویل کېږي، چې ورکول کېږي. «فطرة» د (فِطْرَة) په کسر یوازې په دې بڼه تلفظ کېږي او مولَّد (ایجاد شوې) کلمه ده، نه اصیله عربي او نه معرَّبه، بلکې هغه اصطلاح ده چې فقهاوو وضع کړې ده. له دې مخې، په شرعي اصطلاح کې مشخصه معنا لري، لکه لمونځ او زکات.
او په اصطلاح کې: د فطر زکات هغه صدقه‌ ده، چې د رمضان د افطار له امله واجبېږي.
ب: د فطر صدقې حکم
د فطر صدقه په هر هغه مسلمان واجبه ده، چې د نصاب څښتن وي. د وجوب دلیل یې له ابن عمر رضی‌الله‌عنهما څخه روایت دی، چې ویې وفرمایل: رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم پر خلکو د فطر زکات د یو صاع خرماوو یا یو صاع وربشو په اندازه واجب کړ. همداراز یې وفرمایل: «د هر ازاد او غلام، واړه او غټ لپاره نیم صاع غنم یا یو صاع خرما یا وربشې ورکړئ».
همداراز څوک چې د نصاب مالک وي، باید د ځان او هغو کسانو د فطر زکات ورکړي، چې د هغوی نفقه په غاړه لري او بشپړ ولایت ورباندې لري. د ولایت مطلب دا دی چې فرد وتوانېږي د نورو په چارو کې د هغوی له رضا پرته تصرف وکړي. له دې مخې پلار باید د خپل صغیر زوی، کوچنۍ لور او د لوی لېوني زوی لپاره د فطر زکات ورکړي..
ج: د فطر صدقې د تشریع حکمت
د فطر د زکات د تشریح حکمت دا دی چې بېوزله خلک د اختر په ورځ چا ته لاس اوږد نه کړي او دې ته اړ نه شي چې له چا څه وغواړي، په همدې موخه له هغوی سره مرسته کول او په دې ورځ هغوی ته د خوښۍ رامنځته کول دي، لکه مسلمانان چې هم د اختر په رارسېدو خوشالېږي. همداراز د فطر زکات له پوچو او بې‌ګټې خبرو د شخص د پاکوالي لامل کېږي، چې ښايي د رمضان په میاشت کې یې کړې وي.
ابوداود له ابن عباس رضی‌الله‌عنهما څخه روایت کړی دی، چې پېغمبر اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم د فطر زکات واجب کړ، چې د روژه نیوونکي لپاره له پوچو او ناخوښه خبرو پاکوالی اوسي او همداراز د مسکینانو لپاره خوراک شي. څوک چې د فطر زکات د اختر تر لمانځه وړاندې ادا کړي، د هغه زکات به قبول شي او هغه څوک چې تر لمانځه وروسته یې کړي، یوازې به له صدقو څخه یوه صدقه وي.
د: د فطر صدقې د وجوب شرطونه
د فطر صدقې د وجوب شرطونه په لاندې ډول دي:
۱. اسلام: د فطر زکات پر مسلمان واجب دی او د کافر لپاره لازم نه دی.
۲. آزادي: د ازاد شخص لپاره د فطر صدقه واجب ده، نه د غلام او مملوک لپاره.
۳. مالي وړتیا: مالي وړتیا یعنې د هغه نصاب لرل چې زکات ورباندې واجبېږي، لکه سره زر، سپین زر، حیوانات یا سوداګریز مالونه. په سپینو زرو کې د زکات نصاب ۲۰۰ درهم دی. نو که څوک پر خپلو اساسي اړتیاوو (خوراک، پوښاک، استوګنځي، وسلې، اس) سربېره دا مقدار ولري، د فطر زکات ورباندې واجبېږي..
ه: د وجوب سبب او وخت یې
حنفي فقها وايي، چې د فطر د زکات د وجوب وخت د اختر ورځې سهار کېدل دی.
د هغوی دلیل له ابن عمر رضی‌الله‌عنهما څخه حدیث دی، چې ویې ویل: «رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم امر وکړ، چې د فطر زکات دې د اختر لمانځه ته د خلکو تر وتلو وړاندې ادا شي.
خو که څوک د اختر تر رارسېدو وړاندې هم د فطر صدقه ورکړي، د هغه لخوا ادا کېږي، حتا د امام ابوحنیفه رحمه الله یو روایت دی چې په هغه کې ویل شوي دي: تر خپل وخت وړاندې د فطر د زکات ورکول حتا تر هغه یو یا دوه کاله وړاندې د معمولي زکات په څېر جایز دي. خو ځینو حنفیانو ویلي دي، چې د فطر د زکات ورکول یوازې د رمضان په میاشت کې روا دی او دا قول په حنفي مذهب کې مفتي به او راجح دی.
و: د فطر صدقې مواد او اندازه
د فطر صدقه ځانګړي مواد لري چې باید ورکړل شي. دا مواد عبارت دي له: غنم، وربشې، خرما او ممیز. په غنمو کې نیم صاع (تقریباً دوه کیلوګرامه)، په نورو موادو کې یو صاع (درې نیم کیلو ګرامه) فقیرانو ته د فطر صدقې په توګه ورکول کېږي.
یادونه: البته د احنافو په نزد د فطر صدقې د موادو قېمت ورکول جایز او اولي دي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version