لیکوال: رحمت‌الله رحماني

کوچنۍ اختر او فلسفه یې 

(لومړۍ برخه)

لنډیز:
کوچنۍ اختر د مسلمانانو په جشنونو او اخترونو کې، یو خورا مهم اختر دی. دا اختر د الله تعالی د دوستانو او هغو روژه‌تیانو اختر دی چې له نورو څخه په سیالۍ کې مخکې شوي دي او په همدې ورځ رابلل کېږي ترڅو خپل انعامونه او ډالۍ تر لاسه کړي.
کوچنۍ اختر د اسلام له هغه دوو سترو اخترونو څخه دی، چې په اړه یې ګڼ شمېر احادیث او روایتونه راغلي دي. کومو مسلمانانو چې د رمضان روژې نیولې وي، له خوراک، څښاک او ډېرو نورو مباحو کارونو یې ځان ساتلی وي، نو د شوال میاشتې په لومړۍ ورځ له الله (ج) څخه د خپل اجر او ثواب غوښتنه کوي، هغه اجر او ثواب چې الله (ج) یې وعده ورکړې ده.
که له یوې خوا اختر د خوشحالۍ او ځان ښایسته کولو ورځ ده، بل لور ته الله تعالی په دې ورځ غواړي، چې بندګانو ته خپل نعمتونه ورښکاره کړي. سربېره پر دې، دا ورځ د حنیف دین له مظاهرو څخه یو مظهر او د اسلامي شعائرو نښه ده.
اختر ځانګړي احکام او آداب لري، چې تر ټولو لوی او مهم یې د اختر لمونځ دی.
سریزه:په اسلامي فرهنګ کې د شوال میاشتې لومړۍ ورځ د کوچني اختر او فطرت ته د ورګرځېدو د جشن په توګه ټاکل شوې ده؛ ځکه مسلمان روژه‌تیان د رمضان د مبارکې میاشتې په اوږدو کې له پرله‌پسې اړیکو، دعاګانو او له خپلو ګناهونو څخه د استغفار له لارې د خپل روح او نفس د تصفیې لپاره هڅه کوي، او له ټولو ظاهري او باطني ناپاکیو څخه، چې د هغوی له فطرت سره په ټکر کې وي، ځانونه پاکوي او خپل اصلي فطرت ته بېرته ورګرځي.
له شک پرته هر مسلمان د نېکمرغه کوچني اختر په را رسېدو سره په خپل زړه کې یوه ځانګړې خوشالي او روحي لذت احساسوي؛ خو د مسلمانانو د دې اختر د هرکلي بڼه یوشان او مساوي نه وي؛ ځکه هر څوک د خپل معرفت، ایمان، او پوهې له عینکو ورته ګوري او ګټه ترې اخلي. ذهنیتونه، د ایمان درجې، موجوده شرایط او نور عوامل د خلکو په لیدلورو او انګېزو کې ونډه لري. اختر داسې یوه ورځ ده چې له ګناه پهکې ډډه کېږي، له بدیو او ناپاکیو څخه فاصله نیول کېږي، او پر شیطاني غوښتنو بری ترلاسه کېږي. د فطر اختر فطرت ته د بېرته ورستنېدو ورځ ده، ځکه په لغوي ډول “عید” د بېرته راګرځېدو او “فطر” د فطرت او طبیعت مانا لري.
مسلمانان د دې ورځې په برکت، د خدای پاک له لوري د یوې میاشتني مېلمستیا له امله د زړه صفایي تر لاسه کوي او خپل اصلي شخصیت بېرته مومي. هو، د انسان پاک فطرت د کال په اوږدو کې د ناپوهۍ، غفلت او بې‌خبرۍ له امله د ډول ډول ګناهونو او سرغړونو ښکار کېږي، له خپل حقیقت څخه لیرې کېږي، چې په پایله کې یې هم ځان‌ ترې هیریږي او هم خدای‌(ج) ؛ خو د رمضان د مبارکې میاشتې په را رسېدو سره مسلمان انسان د دې میاشتې له معنوي فضا او خپلو هڅو څخه په ګټې اخیستنې سره یوه نوي او سپېڅلې ژوند ته رسیږي، چې کولای شو “ځان ته بېرته راګرځېدل” یې وبولو.
د «عید» کلیمه: 
دا کلمه بېلابېلې معناوې لري: لکه عادت ګرځېدونکی، د غم، خفګان او اندېښنو په څېر راګرځېدونکی، د قوم د راټولېدو ورځ او همداراز، دا کلمه د جشن هغې مطلقې ورځې ته هم کارول شوې، چې خلک په هغې کې خوشحالۍ کوي او یو بل ته مبارکۍ سره ورکوي.[۱]
ځیني په دې نظر دي، چې د دې لغت اصل «عود» یا «ستنېدل» دی، خو ځیي نور بیا په «لسان العرب» کې د ابن منظور د نقل له مخې وایي چې د «عید» د کلیمه له «عادت» څخه اخیستل شوې، ځکه خلک عادت لري چې د اختر په ورځو کې یو له بله سره یو ځای شي.[۲]
امام نووي رحمه‌الله ویلي دي: «وسُمِّي العيدُ عيدًا لعودهِ وتكرارِهِ، وقيل: لعودِ السُّرورِ فيه» یعنې: «عید ته ځکه عید ویل کېږي چې تکرارېږي او بېرته راګرځي، او دا هم ویل شوي چې عید ته عید ځکه ویل کیږي چې په دې ورځ خوشحالي او سرور بېرته راګرځي».[۳]
د «فطر» کلیمه په اصل کې د ماتولو، ښکاره کېدو او پېدا کولو په معنا ده. په قرآن کریم کې راغلي: ﴿إِذَا السَّمَاءُ انْفَطَرَتْ﴾ [۴] «كله چې آسمان وچوي» او همداراز: ﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ﴾ [۵] «ټولې ستاينې خاص د الله لپاره دي چې د آسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى». لکه د آسمان او ځمکې د پیدایښت پر مهال چې د عدم پرده څېرې شوې وي او هستي را څرګنده شوې وي. د همدې تشبیه له مخې د شوال میاشتې لومړۍ ورځې ته هم «عیدالفطر» ویل کېږي، ځکه روژهتي خپله خوله خلاصوي او اجازه ترلاسه کوي چې د الله تعالی له نعمتونو ګټه واخلي. نو «فطر» له «فطرت» څخه اخیستل شوې او معنا یې «خلقت» ده.[۶]
په همدې دلیل د «عید» کلیمه د بېرته راګرځېدو په معنا ده او «فطر» د ابداع، فطرت او هغې خصلت معنا لري چې هر موجود ته د خلقت په پیل کې ورکول کېږي. په همدې اساس، عیدالفطر خپل الهي فطرت ته د انسان د بېرته ورګرځېدو په معنا ده. دا ډول تکامل له نفس اماره سره د جهاد، د نفس د ‌پاکوالي، تزکیې او له بې‌سارو فرصتونو څخه د سمې ګټې اخیستنې له لارې تر لاسه کېږي. د کوچني اختر په ورځ مؤمنان، تر یوې میاشتې هڅو او مجاهدې وروسته، د نفس اماره پر وړاندې د خپلې مبارزې بریا لمانځي. په دې مبارزه کې، انسان د ځان‌غوښتنې او حرص پر وړاندې بریالی کېږي. د اسلام په پرتمین فرهنګ کې دې سپېڅلي ځان‌ جوړونې ته «له نفس سره مبارزه» ویل کېږي. رمضان له نفس سره د مبارزې میاشت ده، او کوچنۍ اختر د دې مبارزې د بریا جشن دی.
د اختر د ورځې فضیلت: 
د اختر ورځ له نېکو ورځو څخه ده، لکه څنګه چې په یوه حدیث کې راغلي دي: «عن عبدالله بن قرط عن النبي صلی الله علیه وسلم قال: إِنَّ أَعْظَمَ الأَيَّامِ عِنْدَ اللَّهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى يَوْمُ النَّحْرِ، ثُمَّ يَوْمُ الْقَرِّ.» یعنې: «الله جل جلاله په نزد تر ټولو سترې ورځې د لوی اخترلومړۍ ورځ او بیا دویمه ورځ ده». دا حدیث د دواړو اخترونو پر فضیلت دلالت کوي.[۷]
د کوچني اختر حکمت او فلسفه:
 ۱ ـ د فطر یا کوچني اختر د ټاکل کېدو راز: هر قوم او ملت خامخا په خپل ولسي فرهنګ کې یوه ځانګړې ورځ لري چې په هغې کې جشنونه نیسي، ښایسته جامې اغوندي او ځانګړي خواړه پهکې تیاروي. لکه څنګه چې په یو حدیث کې راغلي دي: «إن لكل قوم عيدًا، وهذا عيدنا.» «هر قوم اختر لري او دا (کوچنی اختر) زموږ اختر دی».[۸]
د فطر مبارکه ورځ هغه ورځ ده چې خلک تر یوې میاشتې روژې ورسته، ګواکې غواړې د خپلې روژې زکات ادا کړي. په دې مبارکه ورځ کې دوه خوشحالۍ دي: یوه یې طبعي خوشالي ده او بله عقلي. طبعي خوشحالي خو ښکاره ده؛ ځکه په دې ورځ خلک د یوې میاشتې روژې له ظاهري سختیو خلاص شوي وي او بې‌وزله خلک هم د فطر د صدقې په ترلاسه کولو سره د خوشحالۍ محفل ته ورګډیږي؛ خو د دې ورځې عقلي خوشحالي دا ده چې الله تعالی جَلَّ جَلَالُهُ بنده ته د دې ځانګړي او مهم عبادت د ادا کولو توفیق ورکړی او کورنۍ، اهل و عیال ته یې هم دا فرصت ورکړی چې دا مبارکه میاشت په خپل ژوندوني وویني؛ نو بیا به ولې دا ورځ د خوښۍ او سرور ورځ نه وي؟!
دوام لري…

 

[۱]. دهخدا، علی اکبر، لغتنامه دهخدا، 10 ج، 14524مخ، کلمه: عید، مؤسسه، د تهران پوهنتون خپرندویه، کال 1377.
[۲]. ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، 4 ج ، 459 مخ، کلمه: عید، خپرندوی، دار صادر، بیروت، لومړی چاپ.
[۳]. النووی، محییالدین یحیی بن شرف، المنهاج شرح صحیح مسلم، ج 6، ص 149، الطبعة الثانیة: 1392هـ، دار احیاء التراث العربی ـ بیروت.
[۴]. إنفطار: 1 آیت.
[۵]. فاطر: 1 آیت.
[۶]. ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، 14 ج، 358 ص، د فَطَرَ کلمه، بیروت، دارالفکر للطباعة والنشر والتوزیع، درېیم چاپ، 1414ق.
[۷]. الجزري، مجد الدين أبو السعادات، جامع الأصول في أحاديث الرسول، ج3،ص355،الکتاب الأول فی الحج العمرة، الفصل السابع: فی کیفیة الذبح، شماره حدیث:1675، الطبعة الالی، الناشر: مكتبة الحلواني – مطبعة الملاح – مكتبة دار البيان.
[۸]. النيسابوري، مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري، صحيح مسلم، ج3،ص21،کتاب الصلاة العیدین، باب: الرخصة فی اللعب الذی لا معصیت فیه…، شماره حدیث:2098، الناشر: دار الجيل بيروت + دا
ر الأفاق الجديدة ـ بيروت.
Leave A Reply

Exit mobile version