قرآن کریم د هدایت، وضاحت او د دې لپاره نازل شوی، چې خلک یې له مفاهیمو او برکتونو څخه برخمن شي. که د قرآن کریم آیتونه په تدبر او تفکر سره ولولو، نو د حیرانتیا او ښکلاګانو د نړۍ په لور به راته یوه نوې کړکۍ پرانیزي. د ژوند سمه او حقیقي لار به زده کړو او په روح او تن کې به مو تازهوالی پیدا شي.
قرآنکریم د زړونو د نرموالو تر ټولو مهمه وسیله ده. وهب بن ورد وايي: «په حدیثونو او وعظونو کې مو لټه وکړه، نو د قرآنکریم تر تلاوت، تفهیم او تدبر مو ډېر زړه نرموونکی او [د آخرت او عاقبت لپاره] سخت غم جلبوونکی شی ونه موند». همداراز، ابنقیم رحمهالله وایي: «د زړه لپاره تر ټولو ګټور شی په تدبر او تفکر سره د قرآن کریم تلاوت دی؛ ځکه چې قرآن کریم د سلوک ټول مراتب، د نړۍ حالات، او د عارفانو مقامونه په ځان کې رانغاړي. که خلک پوهېدای چې په تدبر سره د قرآن کریم تلاوت څومره له برکت څخه ډک دی، نو حتماً به یې ځان ورته وقف کړی وای او له نورو شیانو به یې ځان ساتلی وای. په تفکر سره د یوه آیت تلاوت کول، له تدبر پرته د ټول قرآن کریم له ختم څخه غوره عمل دی».[]
د قرآن کریم له تلاوت څخه د زیاتې ګټې اخیستنې لپاره، باید ژبه، عقل او زړه، درې واړه په یو وخت تلاوت ته متوجه وي. امام ابوحامد غزالي رحمهالله د قرآن کریم د تلاوت په اړه وايي: «د قرآنکریم کامل تلاوت هغه دی، چې ژبه، عقل او زړه پهکې شریکان وي. د ژبې برخه دا ده چې حروف په کې سم او په ترتیل سره ادا کړي، د عقل برخه دا ده چې د آیتونو معنا درک کړي او د زړه برخه دا ده چې له قرآن کریم څخه عبرت واخلي او ترې متأثر شي. ژبه الفاظ لولي، عقل یې ترجمه کوي او زړه پند ترې اخلي».
1. تر تلاوت مخکې دعا کول: له الله تعالی څخه باید وغواړو چې زموږ زړونه د قرآن کریم د انوارو جذب ته چمتو کړي او د تدبر او تأثر توفیق راکړي. دا دعا زموږ زړونه د قرآن کریم د منلو لپاره نرموي: وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَنْ يُنِيبُ فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ[]
2. د قرآنکریم زیات تلاوت کول او اُنس ورڅخه اخیستل: د قرآن کریم تلاوت ته باید زیات وخت ورکړو، په داسې ځای کې یې ولولو چې له شورماشور څخه لرې وي، ترڅو مو تمرکز زیات شي. له تلاوت څخه مخکې د اودس کولو او مسواک وهلو توصیه هم شوې ده.
3. په لوړ غږ او ترتیل سره د مصحف شریف له مخې تلاوت کول: ترتیل زموږ پر احساساتو ژور اغېز کوي او په زړه کې د ایمان د پیاوړتیا لامل کېږي.
4. په آرام او غمجن لحن د قرآن کریم تلاوت: قرآن کریم باید په تدبر سره تلاوت کړو، حروف، غُنې او مدونه په ښه ډول ادا کړو، ترڅو د آیتونو له معناوو سره ژوره اړیکه پیدا کړو. په غمجن غږ سره تلاوت هم د قرآن کریم تاثیر دوه چنده کوي.
5. له مختصر تفسیر څخه استفاده کول: د قرآن د مفهوم د ښه درک لپاره، کولای شو یو لنډ تفسیر له ځان سره ولرو؛ خو غوره دا ده چې د تلاوت تر ختمېدو وروسته ورته مراجعه وکړو، ترڅو د قرآنکریم له معنوي فضا څخه بهر نه شو. البته که د کومې کلمې معنا راته سخته وه، بیا پروا نه کوي.
متأسفانه، ځینې داسې خلک هم شته، چې د روژې تر پایه، حتی یو ځل هم د قرآن کریم په ختم بریالي کېدای نه شي، آن ځینې په کې یو څو مخونه هم نه لولي. آیا دا د دې مبارکې میاشتې له ځانګړې فرصت او معنویت څخه ستر محرومیت نه دی؟