لیکوال: سید مصلح الدین
زکات (دویمه برخه)
د انسان طبیعت او پر ژوند او تمدن یې اغېزې:
الله تعالى د جماداتو او حیواناتو د طبیعتونو په خلاف، د انسان په خټه کې له ښکلا، ظرافت، پاکۍ، تنوع، د خوراک او څښاک پراخي او په کرنه او نسل کې له زیاتوالي سره مینه اغږلې ده. په غوښتنو کې دا طبیعي ډېروالی د انسان ژوند ته سړه او توده، جذبه او د مبارزې روحیه ورکوي او دې هستۍ ته د پرمختګ، بدلون او د تازهوالي احساس وربښي. الله تعالی په دې اړه د انسان واګې پخپله دوی ته ورپرېښي دي: «كُلاً نُمِدُّ هَؤُلاء وَهَؤُلاء مِنْ عَطَاء رَبِّكَ وَمَا كَانَ عَطَاء رَبِّكَ مَحْظُورًا. انظُرْ كَيْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَلَلآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ وَأكْبَرُ تَفْضِيلا».[1] «له هر یو سره موږ ستا د رب له وركړې څخه مدد كوو، له دوى سره او له دغو سره، او ستا د رب عطا (وركړه په دنیا كې) كله هم منع كړى شوې نه ده. ته وګوره! څرنګه موږ د دوى ځینې، په ځینو نورو باندې غوره كړي دي او خامخا آخرت د درجو په لحاظ تر ټولو لوى او د فضیلت وركولو په لحاظ تر ټولو غټ دى».
انسان ته دا په زړه کې وراچول شوي، چې له یو بل سره همکاري وکړي، حقونه تضمین کړي، د لارو او سیمو خوندیتوب او امنیت ته پاملرنه وکړي، د رزق د ترلاسه کولو او د مشترکو ګټو د پوره کولو په لاره کې له مسافرۍ او ننګونو سره لېوالتیا ولري او دا ټول یې د دورو، وختونو او ځایونو پر اختلاف سربېره د انسان په خټه کې اغږلي دي: «لإيلافِ قُرَيْشِ. إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشَّتَاءِ وَالصَّيْفِ. فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مَن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ».[2] «د قریشو له یو بل سره د الفت له وجې، د ژمي او اوړي په سفر كې د دوى د الفت په وجه، نو لازم دي چې دوى د دې كور د رب عبادت وكړي، هغه (رب) چې دوى ته يې له لوږې نه (د بچ كولو لپاره) طعام وركړى دى او دوى ته يې له وېرې نه (د ساتلو لپاره) امن (او بې خوفي) وركړې ده».
د انسان د جوړښت او حقیقت غوښتنه دا ده، چې ملکیت ونه لري او ملکیت د الله تعالی په واک کې وي:
د انسان دې فطري جوړښت او داسې عملي حقیقت ته په کتو، چې په هغه کې د ده کمزوري او عاجزي په غالبه بڼه ښکاره کېږي او بل لور ته بیا الهي ربوبیت په ښکلو ځلاوو کې راڅرګندېږي، د سالم عقل، منطق او وجدان حکم دا دی، چې انسان دې د ملکیت حق ونه لري او د کوم شي نسبت دې هغه ته نه کېږي؛ خو که دا نسبت د هغه شوديخور ماشوم په دود وي، چې د مور په غېږ کې وي او د پلار او مور د مهربانۍ تر سیوري لاندې رغړي رارغړي او د هغوی تر نظر لاندې روزل کېږي او د هغوی په زحمت ژوند کوي، بیا پروا نه کوي. حقیقت دا دی، چې انسان د لوی او ځواکمن رب د مهربانۍ په وړاندې، د مور و پلار په کور کې تر هغه ماشوم هم کم قېمته او بېارزښته دی.
«وَلَهُ الْمَثَلُ الْأَعْلَى فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ».[3] «او خاص هغه لره تر ټولو لوړ شان (او صفت) دى په آسمانونو او ځمكه كې او هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى».
له همدې امله، ټول هغه شیان چې د انسان په ملکیت کې دي او د ناپوهۍ له امله، چې د کومو توکو او شتمنیو نسبت ځان ته کوي، هغه باید هغه ذات ته منسوب کړي، چې هغوی یې پیدا کړي دي، روزلي یې دي او ساتنه یې کوي، هغه ذات چې انسان ته یې د مشخص هدف په ترڅ کې تر ټاکلې مودې او په محدوده لاره کې د هغو د کارولو توان ورکړی دی.
د اسلامي اقتصاد د سیستم اصلي فکر، الله تعالی ته د حقیقي ملکیت پر اثبات ولاړ دی:
د همدې حقیقت له مخې چې پر ټولو نورو حقایقو برلاسی دی او په واقعیت کې هغه روح دی چې پر ټولو دیني، اخلاقي او اقتصادي نظامونو مسلط دی، قرآن د ټولو انساني حالاتو نسبت الله تعالی ته کړی او د انسان لپاره یې د امانت او خلافت له منصب پرته بل څه نه دي اثبات کړي او ځینې وخت په دې تعبیر: «وَآتُوهم مِنْ مَالِ اللهِ الَّذِي آتَاكُمْ».[4] «او تاسو دوى ته د الله له هغه مال نه وركړئ چې تاسو ته يې دركړى دى».
ځينې وخت په دې تعبیر: «وَأَنفِقُوا مِمَّا جَعَلَكُم مُّسْتَخْلَفِينَ فِيهِ».[5] «او له هغه (مال) څخه څه خرچ كړئ چې هغه (الله) تاسو په دغه (مال) كې (د نورو خلکو) ځاى ناستي (خلیفه ګان) جوړ كړي یئ».
مسلمانانو ته یې خطاب کړی دی او دا حقیقت یې ثابت کړی دی چې الله تعالی حقیقي مالک او وارث دی او هغه انسان چې ډېره کمه پانګه لري، هیڅ ښېګڼه، احسان او برتري نه لري او هیڅ داسې کارنامه او ویاړ نه لري چې استدلال ورباندې وکړي او ورباندې ونازېږي.
الله تعالی فرمايي: «وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ». «او تاسو ته څه مانع (او عذر ) دى، چې د الله په لاره كې خپل مال نه لګوئ، حال دا چې د آسمانونو او ځمكې میراث خاص د الله لپاره دى».[6]
د دې جوړښت غوښتنه دا ده، چې انسان له خپلو ټولو شتمنیو لاس په سر شي او هغه ته آن په خپلو چارو کې اختیار او دخالت ور نه کړل شي، هغه که دا مالونه زیات وي او که کم وي، لاسونه یې وتړل شي او د انتخاب او آزادۍ حق ترې اخیستل شوی وي.
انسان ته د ملکیت او مالونو د منسوبولو راز او د هغې ګټې:
الله تعالی په وروستي آسماني کتاب، په قرآنکریم کې په مستقیمه او یو اړخیزه توګه د انسان د مالونو او د هڅو د پایلو نسبت ځان ته نه دی کړی. که چېرې داسې شوي وای، د حیرانتیا او تعجب ځای به هم نه و، خو په پایله کې به یې انسان په خپل ځان باور، د کرامت احساس او په خپلو وړتیاوو او انرژۍ تکیه له لاسه ورکړې وای. دې چارې هغه د هڅو له احساسه، د لویو فکرونو له جذبې، د سیالۍ له انګېزې او د خپلو خواریو د ثمرې له خونده محرومولی شو، هغه خوند چې د انسان په فطرت کې نغښتی دی. داسې چې آن ماشومان هم د کور وسایل یا د پلار شتمنۍ ځان ته منسوبوي او له دغې چارې خوند اخلي. په دې کار سره به انسان د مالونو او شتمنیو په ساتنه، پاکولو، پراختیا او د هغو په تولید کې د مینې، زړه سوي، خیرغوښتنې او اخلاص له انګېزې څخه بېبرخې شوی و، د انسان ژوند به د مبارزې، جګړې، زیار او هڅې له پیاوړو عواملو او انګېزو څخه خالي شوی وای او دا نړۍ به په لویه فابریکه بدله شوې وه چې په هغو کې به انسانانو د جامدو، بېساه، بېزړه او بېوجدانه وسایلو په څېر فعالیت کاوه او خوند او ګټه به یې نه لرله. له دې مخې قرآن مخکې تر دې چې د مالونو نسبت خپل حقیقي پیداکوونکي او روزي ورکوونکي ته ورکړي، د هغو نسبت یې د هغو کاسبانو، تولیدوونکو او لرونکو ته ورکړی دی او فرمایلي یې دي: «وَلَا تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إلَى الْحُكَامِ لِتَأْكُلُواْ فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ». «او خپل مالونه په خپل منځ كې په ناحقه سره مه خورئ او حاكمانو ته يې د دې لپاره مه وركوئ چې د خلکو له مالونو نه څه حصه په ظلم سره وخورئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ».[7]
همداراز، فرمايي: «الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللهِ ثُمَّ لاَ يُتْبِعُونَ مَا أَنفَقُوا مَنَّا وَلا أَذًى لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ».[8] «هغه كسان چې خپل مالونه د الله په لاره كې لګوي، بیا دوى په خپل انفاق (خیرات) پسې احسان بارول نه كوي او نه ازار رسوي، خاص د دوى لپاره د خپل رب په نزد د دوى اجر دى او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي».
فرمایلي یې دي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنفِقُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ الْأَرْضِ».[9] «اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو (مالونو) نه انفاق كوئ چې تاسو ګټلي دي او له هغو (مالونو) نه چې موږه ستاسو لپاره له ځمكې نه را اېستلي دي».
فرمایلي یې دي: «وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللهُ لَكُمْ قِيَاماً».[10] «او ناپوهو كسانو ته د هغوى مالونه مه ورسپارئ، هغه چې الله تاسو لپاره د ګذران سبب ګرځولي دي».
فرمایلي یې دي: «وَإِن تُؤْمِنُوا وَتَتَّقُوا يُؤْتِكُمْ أُجُورَكُمْ وَلَا يَسْأَلْكُمْ أَمْوَالَكُمْ».[11] «او كه تاسو ایمان راوړئ او پرهېزګاره شئ (نو) هغه به تاسو ته ستاسو اجرونه دركړي او له تاسو نه به ستاسو مالونه ونه وغواړي».
نور آیتونه چې په هغو کې د مالونو، عاید او کسب نسبت انسان ته شوی دی. په دې اړه الله تعالی پر انسان داسې رحم، مهرباني او کرم کړی دی او انسان یې عزتمن بللی چې هغه مالونه یې قرض نومولي چې د الله په لاره کې یې نفقه کوي او د هغه له بندګانو سره ورباندې مرسته کوي: «من ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً».[12] «څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركوي، قرضِ حسنه، نو هغه (الله ) به د هغه لپاره دا (قرض) زیات كړي په ډېرو زیاتولو سره».
فرمایلي یې دي: «إن تُقْرِضُوا اللهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعِفْهُ لَكُمْ».[13] «كه تاسو الله ته قرض وركړئ، ښه قرض، (نو) دى به دغه (قرض) تاسو لپاره دوه چنده كړي».
فرمایلي یې دي «وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا».[14] «او لمونځ قايموئ او زكاۃت ادا كوئ او الله ته قرض وركوئ، ډېر ښكلى قرض».
دوام لري…
[1]. اسراء: 20-21.
[2]. قریش سورة.
[3]. روم: 27.
[4]. نور: 33.
[5]. حدید: 7.
[6]. حدید: 10.
[7]. بقره: 188.
[8]. بقره: 262.
[9]. بقره: 267.
[10]. نساء: 5.
[11]. محمد: 36.
[12]. بقره: 245.
[13]. تغابن: 17.
[14]. مزمل: 20.