لیکوال: ابو عائشه

نشنلیزم (اوولسمه برخه)

د پیل خبرې
غربي پدیدې ورځ تر بلې په اسلامي هېوادونو کې د ودې او پرمختګ په حال کې وې. دا وده کېدای شي مختلف لاملونه ولري؛ خو تر ټولو مهم لامل یې د غربي هېوادونو له لوري پر اسلامي نړۍ د تسلط پراخېدل او د نیشنلزم په څېر پدیدو رامنځته کېدل و. کله چې غربي استعمارګرو د عثماني خلافت د مسلمانانو ترمنځ د یووالي د ساتلو او د تفرقې د مخنیوي وړتیا ولیده، نو هڅه یې وکړه چې د دغې امپراتورۍ دننه اختلافات او بحرانونه رامنځته کړي. هغوی د خپلو لاسپوڅو په مرسته داسې افکار خپاره کړل چې د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو او شخړو لامل ګرځېدل.
د څېړنې په دې برخه کې به په ترکیه کې د نیشنلزم د رامنځته کېدو، د عثماني خلافت د ظهور او ړنګېدو عواملو او د هغې پایلو ته کتنه وکړو.
په عثماني دولت کې د نیشنلزم رامنځته کیدل:
عثمانیانو د اسلام تر څرګندېدو راوروسته، د اسلامي نړۍ تر ټولو لوی او پیاوړی دولت جوړ کړ، چې د «عثماني عليّهٔ دولت» په نوم پېژندل کېده. دا امپراتوري، د خپل عروج په دوران کې، د وین له دروازو څخه د باب‌المندب تر تنګي، له قفقازه تر شمالي افریقا او د اتلانتیک سمندر تر غاړو پورې پراخه وه.
دې لوی دولت بېلابېل قومونه، قبېلې او دیني مذاهب په خپل ځان کې رانغاړلي وو او په دې توانېدلی و چې د امنیت او آرامۍ په رامنځته کولو سره، د دوی ترمنځ ګډ سوله‌ییز ژوند تامين کړي؛ خو بیا هم کله نا کله د اروپايي هېوادونو د لاسوهنو او د ملي پالنې لمبو ته د لمن وهلو له امله به د عثماني خلافت تر تسلط لاندې ملتونو ترمنځ اختلافات رامنځته کېدل، چې حتی د خونړیو جګړو لامل کېدل. دې اختلافاتو اوږدمهاله پایلې درلودې چې لا یې هم د ترکانو او عربو پر اړیکو سیوری غوړولی دی.[[1]]
یو له هغو مهمو جریانونو څخه چې د شلمې پېړۍ په پیل کې په عثماني دولت کې رامنځته شو، د پان‌ترکیزم مکتب و. دې جریان د عربو او ترکانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهله چې په پایله کې یې د عثماني امپراتورۍ د شیندل کېدو بهیر چټک ګړ. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د ۱۹۱۸ کال په نومبر میاشت کې د مودروس د مخاصمې پرېښودلو د تړون له امله او بیا په ۱۹۱۹ کال کې د ترک ملي غورځنګ د هغو کړنو له امله چې د پخوانۍ امپراتورۍ د غیر ترک اوسېدونکو څخه د جلا کېدو په موخه ترسره کېدې، په ترکیه کې د یوه غیر دیني دولت د جوړولو فکر راپورته شو. په پای کې، د ۱۹۲۴ کال د مارچ په لومړۍ نېټه، د ترکیې پارلمان له خوا عثماني خلافت ملغا شو او په دې توګه د پان‌اسلامیزم فکر او د یوه دولت تر سیوري لاندې د مسلمانانو د راټولولو هڅې پای ته ورسېدې.[[2]]
ترکیې ته د نیشنلزم په ورتګ، د نورو ملتونو پر وړاندې د ترکانو د برترۍ فکر او د «پان‌ترکیزم» او «پان‌تورانیزم» مکتبونه د اسلامي وحدت ځای‌ناستي شول. دا جریان چې د اروپا د ملي‌پالنې له خوځښتونو اغېزمن شوی و، په حقیقت کې د چنګېز خان او د هغه د پیروانو افکارو ته بېرته ورګرځیدل او له اسلام او د اسلامي نړۍ له یووالي څخه جلا کېدل غوښتل.[[3]]
په ترکیه کې د ملي­پال خوځښت د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي او د شلمې پېړۍ په پیل کې، د اروپا د نورو ملي‌پالو خوځښتونو سره هم‌مهاله پیل شو او په تدریجي ډول د عثماني امپراتورۍ د ړنګېدو یو له مهمو عواملو څخه وګرځېد.[[4]]
په عثماني دولت کې د ملتپالنې د پیدا کېدو عوامل:
د تاریخ او معتبر سرچینو د پلټنو له مخې دې پایلې ته رسیږو چې په عثماني دولت کې د نشنلیزم پیدا کېدل، د داخلي عواملو ترڅنګ، بهرنیو لمڅونونو پورې هم تړاو درلود. له جملې د یهودیانو، مسیحیانو او د هغوی د متحدینو ونډه زیاته و. هغوی په ځانگړي ډول هڅه وکړه چې د ملتپالنې افکارو له لارې، عثماني دولت، چې د اسلام او د مسلمانانو د یووالي ملاتړی و، کمزوری کړي. د دې بهیر ځینې عوامل، په تېره بیا د یهودانو او مسیحیانو ونډه په لاندې توګه څېړل کیږي:
۱.  د یهودو او نصاراوو ونډه
یهودیانو، عثماني دولت د اسلامي خلافت د سمبول په توګه د فلسطین د اشغال په څېر د خپلو تمو پر وړاندې خنډ ګاڼه. هغوی د دسیسو په جوړولو، د دې ځواکمنې کلا د کمزوري کولو لپاره مټې راونغاړلې.[[5]] مشهور ختیځ‌پوه برنارد لوئیس وایي چې په ترکي ملتپالنې کې د اصلي عواملو او الهام بښوونکي په توګه درې یهودیان دخیل وو:
 لومړی: آټر لملي ډېوېډ (1811-1832 میلادي): هغه انګرېز يهودی و چې ترکيې ته یې سفر کړی و، په خپل کتاب «لومړنۍ څېړنې» کې یې د دې موضوع د ثابتولو هڅه وکړه چې ترکان یو خپلواک او له عربو او د ختیځ له نورو ملتونو څخه غوره نسل دی.
 دوهم: ډېوېډ لېون کوهن: فرانسوی يهودي ليکوال چې په 1899 میلادي کال کې یې په یوه کتاب کې د ترکانو د نسل د غوره‌والي لپاره تبلیغات وکړل.
 درېیم: آرمينوس وامبري: د مجارستان يهودي‌ټبره ختيځ‌پېژندونکی و، چې د ترکي مليت، ژبې او ادبياتو په اړه یې ډېر آثار خپاره کړل.[[6]]
ډاکټر علي محمد نقوي په خپل کتاب «الإسلام والقومية» کې د دې کسانو هڅو ته اشاره کړې چې په ترکيه کې يې نشنليزم خپور کړی دی.[[7]]
حقیقت دا دی، چې د ترکي او عربي ملتپالنې هر دعوتګر په بشپړ ډول د نړیوال “یهود، ماسوني او بریتانیا” د مکار او ناپاک مثلث لخوا تسخیر شوی و او په دقیقه توګه، دا دواړه ډلې د هغو یهودانو لخوا چې په هغه وخت کې یې د فلسطین د نیولو او د اسرائیلي دولت د جوړولو په برخه کې تر ټولو خطرناک رول لوباوه، تسخیر شوي او د دوی په اختیار کې وې.[[8]]
د یهودانو له لوري د ملتپالنې د احساساتو د راپارولو څخه یوه لویه موخه د فلسطین د اشغال لپاره زمینه‌سازي وه. کله چې یهودانو له سلطان عبدالحمید وغوښتل چې د فلسطین خاوره د یهودي مهاجرینو لپاره دوی ته ورکړي نو د سلطان له سخت مخالفت سره مخ شول، یهودان دې نتیجې ته ورسېدل چې د خپل خوب د تحقق یوازینۍ لار د سلطان عبدالحمید نسکورول، د اسلامي نړۍ ټوټه کول او د عرب او ترک وحدت ماتول دي. د استعمار او د صهیونیزم د دسیسو په پایله کې د «ترک زلمیانو» نشنلیستي غورځنګ رامنځته شو چې په ۱۹۰۸ میلادي کال کې یې انقلاب ترسره کړ او سلطان عبدالحمید یې له واکه لرې کړ.[[9]]
 ۲. د اتحاد او ترقۍ ټولنې واک ته رسېدل
کله چې دا ټولنه د سلطان عبدالحمید د واکمنۍ له زوال وروسته د ۱۹۰۹ میلادي کال د نیسان (اپرېل/ثور) په ۲۷مه نېټه واک ته ورسېده، نو د ترکي ملتپالنې نارې یې پیل کړې. د هغوی له جملې یوه یې خالده ادیب – یهودۍ – فیلسوفه وه چې وروسته د معارف وزیرې په توګه وټاکل شوه، او همدارنګه ضیاء ګوک آلپ،[[10]] چې د دورکایم په نوم د یوه یهودي شاګرد و.[[11]]
 ۳. د ملتپالو غورځنګونو پراختیا او د عثماني دولت کمزورتیا
د ملتپال غورځنګونو د ودې او پراختیا یو بل عامل د عثماني دولت کمزورتیا او سستي وه. دا دولت چې یو وخت د اقتدار، شوکت او ځواک څښتن و، د ځینو ستونزو د رامنځته کېدو له امله یې خپل عظمت او مقام له لاسه ورکړ، له همدې امله، یو شمېر طمع‌کارانو چې له مخکې یې  د دې دولت د داړلو او خوړلو لپاره د حرص غاښونه تېره کړي وو، پر دې دولت راودانګل او د لوېدیځو افکارو د رامنځته کولو او دوه ټوټې کولو له لارې یې له منځه یووړ.
«په اسلامي نړۍ کې د ملتپانې پراختیا د شلمې پېړۍ په پیل او له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د عثماني امپراتورۍ د کمزوري کېدو او ټوټه کېدو سره تړاو لري.»[[12]]
ډاکټر شیخ عبدالله عزام رحمه‌الله په ترکیه کې د نشنلېزم د رامنځته کېدو علت داسې بیانوي: «د ترکي ملتپالنې لومړني تخمونه په استانبول کې د عسکري اکاډمۍ په واسطه د آلماني نظامي استادانو لخوا وکرل شول. دا استادان دې اکاډمۍ ته د دې لپاره راغلي وو چې ترکي سرتېري نړۍ کې د یوه پیاوړي او روزل شوي لښکر په توګه وروزي او په نوو جنګي وسلو، مهماتو او مهارتونو سمبال کړي. په تېره بیا کله چې ترکیې د ټولې هغه نړۍ پر وړاندې مقاومت کاوه، دا یې په نښه کړې وه. لومړنۍ آلماني نظامي ډله په ۱۸۸۳م کال کې د کولونیل (فون درجولسن) په مشرۍ ترکیې ته ورسېده، په ترکیه کې دیارلس کاله پاتې شو او هلته یې د ملتپالنې د خپرولو لپاره هڅې وکړې.
نوموړی د توراني ملتپالنې د رامنځته کېدو او پیدایښت دویم دلیل ترکیې ته  د پولنډي کډوالو مهاجرت ګڼي.»[[13]]
دوام لري…

[1] – الجندی، خالد عبدالقادر، أبحاث في تاریخ الدولة العثمانیة، ج ۲، ص ۱۳۷، ۲۰۲۰ م.

[2] – شعاعی، محمد علی، ناسیونالیسم از دیدگاه اسلام، ۱۳۸۴ هـ. ش، ص ۹۸.

[3] – کاظمی، أحمد، پان ترکیسم و پان آذریسم، ۱۳۸۵ هـ. ش، ص ۲۱۲.

[4] – الحمیدی، سعید ثامر، الصراع بین القومیتین العربیة والترکیة فی الربع الأول من القرن العشرین، ۲۰۱۱ م، ص ۳۹-۴۰.

[5] – الخولی، د. جمعة، الاتجاهات الفکریة المعاصرة وموقف الإسلام منها، ۱۴۰۷ هـ. ق، ص ۱۲۶.

[6] – کاظمی، أحمد، پان ترکیسم و پان آذریسم، ۱۳۸۵ هـ. ش، ص ۱۸-۱۹ به اختصار.

[7] – نقوی، علی محمد، الإسلام والقومیة، ۱۴۰۴ هـ. ق، ص ۳۷-۳۹.

[8] – ناصح علوان، عبدالله، القومیة في میزان الإسلام، بی‌تا ص ۸-۹.

[9] – کاظمی، أحمد، پان ترکیسم و پان آذریسم، ۱۳۸۵ هـ. ش، ص ۲۰.

[10] – ان شاء الله په راتلونکې برخه کې به په تفصیل سره د هغو کسانو په ژوندلیک باندې خبرې وکړو، چې په ترکیه کې یې د نشنلیزم په ایجاد او پیدا کېدو کې ونډه لرله.

[11] – عزام، عبدالله، القومیة العربیة، بی‌تا، ص ۱۲.

[12] – میرمحمودی، تورج، ناسیونالیسم در میان ملل مسلمان و غرب و تأثیر امت‌گرایی بر اتحاد جهان اسلام، پژوهش‌های اجتماعی اسلامی، ۱۴۰۰ هـ. ش، ص ۳۲۵.

[13] – عزام، عبدالله، القومیة العربیة، بی‌تا، ص ۲۳.

Leave A Reply

Exit mobile version