لیکوال: سید مصلح الدین
د مسلمان د تکفیر خطر او اسباب یې (څلورمه برخه)
۲. د تکفیر معیارونه او اصول:
الف. د کفر تحقیق، او د اطمنان حاصلول:
د یوه مسلمان تکفیر ډېر ستر او خطرناک عمل دی او لوی زیانونه له ځان سره لري؛ نو له همدې امله، اړینه ده، چې تر تکفیر وړاندې د شخص د کفر په اړه بشپړه څېړنه، پلټنه او اطمنان ترلاسه شي او دا کار باید د معتبرو علمي وسایلو له لارې ترسره شوې وي. همداراز، د څېړنه پر مهال باید د شاهدانو خبرو ته کامله پاملرنه وشي، ځکه هسې نه چې له مستندو دلایلو پرته د چا د ژوند د اخیستو لامل شي، چې د داسې عمل جبران بیا ناممکن دی.
ب. د کفر د عواملو په اړه پوهه:
د تکفیر دوهم معیار دا دی چې باید پر دې ډاډه شو، چې مقابل لوری په دې ښه پوهیږي چې د ده خبرې، کړنې یا هغه څه چې دی پرې عقیده لري، هغه پر الله و د هغه پر رسول د کافرېدو په معنا ده او پر دې پوهې سربېره بیا هم په خپل دغه عمل ټینګار کوي.
د بېلګې په توګه، که څوک په داسې حال کې د حج فرضیت رد کړي چې پوهېږي حج د قرآن کریم او سنتو د نص پر اساس فرض دی او همداراز، په دې پوهیږي چې له حج څخه انکار د رسول الله (صلي الله علیه وسلم) او د هغه د رسالت تکذیب او انکار دی، نو هله بیا له دین څخه د دا ډول کس د وتلو حکم صادریږي. په همدې اساس، که څوک «د دین ضروریات» نه رعایتوي، خو له ضروریته یې انکار هم نه کوي، دا عمل یې کفر نه ګڼل کېږي.
ج. عمد او قصد:
په تکفیر کې یوازې پر دې بسنه نه کېږي، چې شخص دې د کفر له عواملو او له دین څخه د وتلو په پایلو خبر وي، بلکې یو بل شرط هم باید ورسره مل وي او هغه عمد او قصد دی. له همدې امله، که څوک د غلطۍ، غفلت یا ورته عواملو له امله کفري خبرې وکړي نو نه تکفیر کیږي. الله تعالی فرمایي: Pوَلَیْسَ عَلَیْكُمْ جُنَاحٌ فِیْمَا اَخْطَاْتُمْ بِهٖ وَلٰكِنْ مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوْبُكُمْ ؕO[[1]] «او په تاسو په هغه شي كې هېڅ ګناه نهشته چې په كې خطا شئ او لېكن (ګناه شته د ) هغه (كار) چې ستاسو زړونه د هغه قصد (اراده) وكړي».
د. اختیار او د اکراه نفي:
د تکفیر یو بل شرط دا دی چې شخص باید په خپله خوښه او اختیار سره په کفر اعتراف وکړي، که د خبرو له لارې وي او که د عمل له لارې. له همدې امله، که څوک د مجبوریت له امله کفري خبره وکړي، نو تکفیر کیږي نه. الله تعالی فرمایي Pمَنْ كَفَرَ بِاللّٰهِ مِنْ بَعْدِ اِیْمَانِهٖ اِلَّا مَنْ اُكْرِهَ وَقَلْبُهٗ مُطْمَىِٕنٌّ بِالْاِیْمَانِ وَلٰكِنْ مَّنْ شَرَحَ بِالْكُفْرِ صَدْرًا فَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ مِّنَ اللّٰهِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ O[[2]] «هغه څوك چې تر ایمان راوړلو وروسته په الله كافر شو، [البته] له هغه چا پرته چې زور [یا فشار] پرې راوستل شي، په دې حال كې چې د هغهٔ زړهٔ په ایمان سره مطمئن وي او لېكن هغه څوك چې په كفر سره خپله سینه فراخه كړي (له زړه نه پرې راضي شي)، نو په دغو خلقو باندې د الله له جانبه غضب دى او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى».
۳. د تکفیر موجبات:
په اسلام کې اساسي اصل دا دی چې د نورو مسلمانانو د خبرو، کړنو او عقیدو په اړه باید حسنظن یا نېک ګماني ولرو. له همدې امله، هیڅ مسلمان یوازې د شک، شبهې، د بل د خبرو د ناسم تعبیر، د نظر د اختلاف، یا د استدلال او پایلو د تفاوت له امله د بل مسلمان د تکفیر حق نه لري؛ نو یوازې هغه وخت د یوه مسلمان د تکفیر په اړه حکم کولای شو، کله چې د لاندې څلورو حالتونو له جملې د یوه په اساس د ذکر شوو مواردو په وړاندې مخالفت څرګند کړي:
الف. قول:
دلته اساسي شرط دا دی چې شخص باید عاقل، بالغ او د مسئولیت خاوند وي او په بشپړ ډول د خپل قول له پایلو او عواقبو څخه خبر وي او له دې لارې خپله انکاري عقيده په ډاګه کړي. د دې اقرار د آثارو په ترتیب کې، د اقرار کوونکي د موخو تر منځ توپیر نه شته؛ یعنې د ده قولي اقرار که پر دین د استهزاء یا ملنډو په موخه وي، که د دښمني او سرتمبګۍ له وجې او که د عقېدې [د ښکاره کولو] په قصد وي، په دې ټولو صورتونو کې یې تکفیر ته لاره خلاصیږي.
ب. فعل:
اهل قبورو ته د نږدې کېدو په خاطر قبرونو ته سجده وکړي یا طواف ترې وکړي.
ج. اعتقاد:
یعنې که یو څوګ عقیده ولري، حتی که په ژبه اقرار او د دغې عقیدې مطابق عمل ونه کړي، بیا هم کافر کېږي. د بیلګې په توګه، په دې باور وي، چې الله بخیل یا ظالم دی، د قیامت، آخرت، جنت یا دوزخ نهمنل، دا عقیده چې ځینې یا ټول پیغمبران دروغجن وو، د مسیلمه کذاب نبوت منل، دا عقیده چې نور موجودات (لکه پیغمبران، ستوري، لمر، او نور) د الله سره په الوهيت کې شریک دي؛ نو څوک چې دا ډول عقیده ولري، کافر دی او له اسلام څخه وتلی دی. د دې ډول عقیدې له امله د هغه اعمال باطل او ځای یې جهنم دی. قرآن کریم د دې وروستۍ عقیدې په رد کې فرمایي: Pذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُO ژباړه: «دا په دې چې هماغه الله حق او څه چې هغوى يې له الله پرته وربولي هغه باطل دي».
د. شک:
که څوک وایي: زه نهپوهېږم او شکمن یم چې الله حق دی که نه دی؛ نو دې ډول شک ته «د کفر شک» ویل کېږي. همداراز، که څوک وایي: زه نهپوهېږم او شکمن یم، چې د قیامت ورځ به وي او که نه؟ یا دا چې پیغمبران په حقه وو او که نه؟ او یا داسې ووايي، چې زه نهپوهېږم چې جنت او دوزخ به حق وي او که نه؟ نو دا شخص کافر بلل کېږي او که توبه ونهباسي، د خپل کفر له امله به مجازات شي؛ ځکه چې دا شک د نصوصو او د امت د اجماع خلاف دی، یعنې «د دین په ضرورياتو» کې شکمن دی.
البته، وسوسه له شک څخه جلا ده؛ ځکه چې وسوسه د مؤمن په زړه کې ځای نه نیسي او په ایمان یې اثر نهلري. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي: «الله تعالی د بندهګانو له هغو (وسوسو) څخه تېر شوی، چې په ژبه یې و نهوایي یا عمل ورباندې ونهکړي».[[3]]
دوام لري…