لیکوال: مهاجر عزیزي

شيبې له روژې سره (يوولسمه برخه)

د رمضان میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
۲. د روژې جسمي او طبي ګټې
پر روحي او ټولنیزو ګټو سربېره، روژه د بدن پر روغتیا هم پرېمانه مثبتې اغېزې لري. د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو طبییان د نویو څېړنو په ترسره کولو دې پایلې ته رسېدلي دي چې روژه د انسان پر روغتیا ډېرې اغېزې لري او ډېرې ناروغۍ ورسره ښې کېږي. په قرآن او سنتو کې هم د روژې پر ارزښت او ګټو ټینګار شوی دی. الله تعالی فرمايي:
وَأَنْ تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ() (او که پوه شئ، روژه ستاسو لپاره غوره ده).
همداراز، پېغمبر اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم روژه د روغتیا سبب بللې او فرمایلي یې دي: «صُومُوا تَصِحُّوا»() (روژه ونیسئ چې روغ پاتې شئ).
د اسلام مبین دین د بدن روغتیا ته ځانګړی اهمیت ورکړی دی او خپلو پیروانو ته یې سپارښتنه کړې چې روغتیا ته پام وکړي؛ ځکه ناروغ او کمزوری انسان بشپړ عبادت نه شي کولی او دین او دنیا ته یې هم زیان رسېږي.
 امام صنعاني رحمه‌الله فرمايي:
«د بدن روغتیا اړینه ده؛ ځکه دین او دنیا پرې بشپړېږي او دا هم ویل شوي چې د هدایت او روغتیا کیلي لوږه ده؛ ځکه کله چې د بدن له غړو څخه د الله تعالی لپاره کار اخیستل کېږي؛ نو الله تعالی د هغه انسان زړه نوراني کوي، نفس پاکوي او بدن یې پیاوړی کوي.» همداراز، ویل شوي: «کومې ناروغۍ چې تاسې وینئ، ډېری یې په خوراک او څښاک له زیاتي څخه راپیدا شوي»، نور روژه د خوراک او څښاک په کنټرولولو د زیاترو ناروغیو د رامنځته کېدو مخه نیسي او د بدن د روغتیا لامل کېږي.
غربي پوهانو هم د روژې په اړه علمي څېړنې کړي او دې پایلې ته رسېدلي، چې روژه ډېرې ګټې لري او د بدن پر روغتیا ځانګړې اغېزې ښندي. لاندې به یې د ځینو نظرونو ته سر ورښکاره کړو:
1. فرانسوي جراح آلکسیس کارل، د روژې د جسمي ګټو په اړه وايي: «د روژې په نیولو د وینې ګلوکوز په ځیګر کې زېرمه کېږي، تر پوستکي لاندې راټول شوي شحمیات آزادېږي. د عضلو، غدو او د ځیګر د حجرو پروټینونه په تغذیه کې مصرفېږي.» هغه زیاتوي: «په ټولو دینونو کې د روژې په لازموالي ټینګار شوی دی، د روژې په پیل کې لوږه او کله یو ډول عصبي تحریک او وروسته کمزوري احساسېږي؛ خو په ورته وخت کې پټ کیفیتونه چې ډېر اهمیت لري، فعالیت پیلوي، په پای کې ټول غړي خپل ځانګړي مواد د داخلي محیط او زړه د تعادل د ساتنې په موخه بایلي، په دې توګه روژه د بدن ټول نسجونه مینځي او تازه کوي یې.»
2. فرانسوي عالم گونل پای، په دې آند دی: «څلور پر پنځمه برخه ناروغۍ په کولمو کې د خوړو د تخمیر له امله رامنځته کېږي، چې ټولې د روژې په مرسته رغېږي.»
3. تومانیانس د روژې نیولو د ګټو په اړه وايي: «په یوه لنډه موده کې د کم خوراک او خوراکي پرهېز تر ټولو لویه ګټه دا ده چې معده د یوې میاشتې روژې په جریان خپل پاتې شوني مواد دفع کوي، حال دا چې په نورو یوولسو میاشتو کې د خوړو په هضم بوخته وي. همداراز ځیګر چې په دوامداره توګه خپله صفرا ترشح کوي، په دې ۳۰ ورځو کې صفراوي ترشحات د پاتې خوراکي توکو د حلولو په موخه کاروي. په پایله کې د هاضمې سیسټم د خوړو د مصرف په کمېدو یو څه دمه کوي او له ستړیا خلاصېږي.»
4. ډاکټر آلکسي سوفورین وايي: «د روژې نیولو پر مهال بدن له بهر څخه د خوړو د ترلاسه کولو پرځای له خپلو داخلي زېرمو ګټه اخلي، اضافي او عفوني مواد، چې د زیاترو ناروغیو سرچینه ده، لمنځه ځي. په دې ترتیب روژه د ډېرو ناروغیو د ښه کېدو لامل کېږي، پر دې اساس خپل بدن د روژې په وسیله له داخل څخه پاک کړئ.»
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version