لیکوال: شعیب احمد غزنوي

بدعت او د قیقه مانا یې (څلورمه برخه)

د بدعت په اړه د علماوو اقوال او نظریات:
۴. امام نووي (رحمه الله):
امام نووي (رحمه الله) په خپل کتاب «تهذیب الاسماء واللغات» کې وايي: بِدعت (د باء په کسر) په شریعت کې د هر هغه څه رامنځته کولو ته وايي، چې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په زمانه کې نه وي او په دوه ډوله وېشل کېږي: حسنه او سیئة.
امام محمد عبدالعزیز بن عبدالسلام (رحمه الله) چې د امامت، منزلت او په مختلفو علومو کې د هغه د پراخې وړتیا او پوهې په اړه علماء اتفاق لري، په خپل کتاب «القواعد» کې وايي: بدعت پنځه قسمونه لري: واجب، حرام، مکروه، مندوب او مباح. د دې مختلفو قسمونو د تشخیص او توپیر طریقه دا ده چې له شرعي قواعدو سره وکتل شي؛ که چېرې د ایجابي قواعدو لاندې راتلل، نو د داسې بدعتونو ترسره کول واجب دي. که چېرې یو عمل د تحریمي قواعدو لاندې راغی، نو ترسره کول یې حرام دي. په همدې توګه، د بدعت په نورو ډولونو کې هم خبره همداسې ده، چې لاندې به د هر بدعت په اړه یو مثال راوړل شي:
واجب بدعت: لکه د نحوې د علم زده کړه او تدریس او دا هغه علم دی، چې په مرسته یې د الله تعالی کتاب او د هغه د رسول (صلى الله عليه وسلم) د خبرو په اړه پوهه ترلاسه کیږي؛ له همدې امله یې زده کړه واجب ده، ځکه چې د شریعت ساتنه واجب ده او د نحوې د علم پرته یې ساتنه ممکنه نه ده. د فقهې علم په اصولو کې راغلي دي: «وما لا یَتِمُّ الواجب إلا به فهو واجب»؛ (یو واجب چې له کوم شي پرته نه ترسره کېږي، هغه پخپله واجب دی). لکه د قرآن او سنت د ناآشنا الفاظو حفظول (ترڅو یې نورو ته پوهه آسانه شي) او د فقهې او د دین د اصولو تدوین (د فرعي احکامو د صحیح استنباط او استخراج او همداراز، د غلطو  فکرونو او عقېدو سره د مبارزې په موخه) لکه د احادیثو د جرح او تعدیل په اړه بحث او څېړنه او د سمو او ناسمو حدیثونو مشخصول. د شرعي اصولو او قواعدو له مخې، د شریعت ساتنه په هغو چارو کې «واجب کفايي» ده، چې مشخص او ټاکلي نه وي (او د وخت په تېریدو سره رامنځته کېږي)، نو دا کار له هغه څه پرته ممکن نه دی، چې یادونه مو یې وکړه.
حرام بدعت: لکه د قدریه، جبریه، مرجئه او مجسمه فرقو ظهور، چې د هغوی  نظریاتو او خبرو ته ځواب ورکول واجب بدعتونه ګڼل کېږي (د دین د اصولو د ساتنې او له انحرافاتو  سره د مقابلې په موخه).[1]
مکروه بدعت: لکه د جوماتونو سینګارول او زرینول او د قرآن کریم تذهیب.
مستحب بدعت: لکه د بې­وزله او فقیرانو لپاره د مدارسو او ودانیو جوړول او د خیر هر هغه کار  چې د رسالت په لومړۍ پېړۍ کې نه دی ترسره شوی، لکه: د تراویحو لمونځ په جماعت سره کول، د تصوف د دقایقو، د مناظرو او جدلو د اصولو په اړه بحث او تحقیق کول او د الله تعالی د رضا په خاطر د بحث او خبرو اترو غونډې جوړول.
مباح بدعت: لکه لاس ورکول او مصافحه کول، د خوندورو خوړو او څښاک زیات استعمال، د ښایسته جامو او کورونو لرل، د څادر او طیلسان اغوستل، د لاستوڼو آزادول… .
امام نووي (رحمه الله) د امام شافعي (رحمه الله) له خولې دا خبره کوي، چې: نوي رامنځته شوي مسایل په دوه ډوله دي. یو ډول یې هغه دي، چې له قرآن کریم، سنت، اثر  (د صحابي یا تابعی خبرې) او  یا له اجماع (د اسلامي امت د علماوو د نظر له اتفاق) سره مخالف وي؛ دا ډول بدعت د ضلالت او ګمراهی سبب کیږي. او دوهم ډول بدعت یې د خیر په چارو کې نوښت او نوی والی دی چې بد نه ګڼل کیږي او هیڅ اسلامي عالم یې مخالفت نه دی کړی. لکه حضرت عمر (رضي الله عنه) چې د تراویح لمانځه په اړه ویلي: «نِعْمَ الْبدعةُ هذه»، یعنې په جماعت سره د تراویح لمونځ د ترسره کولو نوښت چې مخکې معمول نه و، خو اوس ترسره کیږي؛ او کومه ستونزه او مانع نه لري. او همدارنګه وايي: هغه مسایل چې نوي رامنځته کیږي او په شریعت کې هېڅ اصل او  بنسټ نه لري؛ په شرعي معنا بدعت ګڼل کېږي او که چېرې له شرعي قواعدو او دلایلو سره سمون ولري، نو بدعت نه ګڼل کیږي.[2]
۵.  زرقاني (رحمه الله):
زرقاني د امام مالک (رحمه الله) په اثر «شرح المُوطأ» کې د حضرت عمر (رضي الله عنه) د دې خبرې په توضیح کې چې  ویلي یې دي: «نِعْمَ الْبِدْعَةُ هذه»، وايي: له کوم بدعت څخه چې په شریعت کې منع شوې، هغه داسې بدعت دی چې د سنت خلاف وي. عبدالله ابن عمر (رضي الله عنه) یوازې د «الضُّحی» (څاښت) لمانځه په اړه وویل: «نِعْمَ الْبِدْعَةُ هذه». وروسته زرقاني زیاتوي: د امام مالک دا خبره د اجتهاد د سموالي ښکارندویي کوي.[3]
۶. ابن رجب حنبلي (رحمه الله):
ابن رجب وايي: له بدعته موخه هغه نوي رامنځته شوي امور دي چې په شریعت کې ورته دلیل نه شو پیدا کولای. خو هغه څه چې د شرعي دلیل او قاعدې پراساس وي، بدعت نه ګڼل کیږي، که څه هم په لغوي لحاظ بدعت بلل کیږي.[4]
۷. ابن حجر هیتمي (رحمه الله):
ابن حجر وايي: بدعت په لغت کې هغه څه ته ویل کیږي چې تازه رامنځته شوی او اختراع شوی وي
او په شریعت کې له بدعته موخه هغه څه دي چې د شریعت د ځانګړو او عامو قواعدو خلاف وي.[5]
۸. زرکشي (رحمه الله):
زرکشي وايي: بدعت په شرعه کې هغو نویو او مستحدثه (تازه پیدا شوو) چارو ته ویل کیږي چې مذموم (یا بد ګڼل شوي) دي.
ادامه لري…

 

[1] – قدریه د جبریه ډلې برعکس د قضا او قدر منکران دي او انسان په خپلو کړنو کې مختار ګڼي. مرجئه وايي، لکه څنګه چې د کفر په شتون کې نېک اعمال هېڅ ګټه نه لري، همداسې ګناه او سرغړونه هم د ایمان په شتون کې زیان رسونکي نه دي، نو ځکه د هغو کسانو د قضاوت پرېکړه چې کبیره ګناهونه ترسره کوي، د قیامت ورځې ته سپاري ترڅو الله سبحانه وتعالی د هغوی په اړه فیصله وکړي. د مجسمه یا مشبهه ډله وايي چې الله سبحانه وتعالی د انسان په څېر یو صورت لري، بې‌حده ښکلی دی او د عرش پر سر ناست دی، او مقربې ملایکې د عرش شاوخوا په صفونو کې ولاړې دي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، وګورئ: «هفتاد و سه ملت«، د ډاکټر جواد مشکور په اهتمام، مخونه ۱۸ او ۳۸.

[2] – تهذيب الأسماء و اللغات، ج۳، مخ ۲۲.  او د عزالدین عبد السلام کتاب: «قواعد الأحكام في مصالح الأنام»، ج ۲، مخ ۱۷۳.

[3] – شرح الموطأ، ج ۱، مخ ۲۳۸.

[4]– جامع العلوم والحكم، مخ١٦٠

[5] – الفتاوى الحديثية، مخ٢٠٥

Leave A Reply

Exit mobile version