لیکوال: مهاجر عزیزي

شيبې له روژې سره (لسمه برخه)

د رمضان میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
۱. د روژې روحي او رواني ګټې
ب: پر روژې د ځانپالنې درملنه:
ځان پالنه او ځانځاني هم هغه روحي او باطني ناروغي ده، چې روژه یې په آسانۍ سره درملنه کولی شي.
ځانپالي د افراط تر کچې له ځانه راضي خلک دي او دې ته تمایل لري، چې نور ټول دې د دوی تر ولکې او آمر لاندې وي، تر دې چې آن کوچنۍ چارې یې هم په بل نه لوریږي. داسې شخص تل په دې لټه کې وي چې پر هر شي واک او کنټرول ولري، هغه که قېمتي وي او که کم ارزښته. لنډه دا چې، د هیڅ څه وېش او ورکړه یې نه ده خوښه؛ خو روژه د هغه په شخصیت کې بدلون راولي او له نورو سره په چلند کې یې معتدل او منځلاری کوي. دومره بدلون پکې راولي چې ګواکې بالکل بل کس دی.[1]
کله چې روژه­تي د محروم او بېوزله خلکو درد احساسوي او د روژې پر مهال د هغوی د ژوند طرز او طریقه تجربه کوي، د ځان غوښتنې او د هر څه د خپلولو تمایل یې راکمیږي، د هغوی د سختیو او رنځونو د کچې معلومات ورته کېږي چې اړمن یې زغمي، نور د پخوا په څېر پر خپلو شخصي ګټو تمرکز نه کوي، دا تجربه یې له ځان پالنې لرې کوي او په دې یې پوهوي چې د نورو د سختیو په اړه څومره بې‌تفاوته و.[2]
ج: د فکري وسواس او منفي چُرتونو درملنه
فکري وسواس او په منفي ذهني خبرو اترو کې ښکېلېدل جدي روحي او رواني ستونزې دي چې د انسان ژوند له اختلال سره مخ کولی شي.
د دې ستونزې د درملنې یوه اغېزناکه حللاره د روژې نیول دي؛ ځکه چې روژه‌تي له قرآن، اذکارو او عباداتو سره خپله اړیکه پیاوړې کوي. که شخص په خپل ورځني پلان کې خپلو دې اعمالو ته په منظمه او دوامداره توګه پام وکړي، د هغه په ژوند کې ځانګړی نظم او ارامتیا رامنځته کېږي چې په تدریج سره فکري وسواس کموي او په پایله کې شخص له دې ناروغۍ خلاصون مومي.
همداراز کله چې شیطاني وسوسې انسان د ژوند اندېښنو او سختیو ته ورټېل وهي،  روژه­تي کولی شي چې د ذکرونو او دعاګانو په وسیله ځان د الله تعالی په حفاظت کې راولي. کله چې له الله تعالی سره دا ډول اړیکه ټینګه شي، الله تعالی به یې هم د فکري وسواس په څېر ستونزې او مصیبتونه لمنځه یوسي.
د: په روژې سره د غوسې درملنه
غوسه په خلکو کې یوه عامه روحي او اخلاقي ستونزه ده. زیاتره خلک عادت لري چې ژر په غوسه شي او خپل کنټرول وبایلي.
روژه د غوسې د کنټرولولو لپاره غوره طریقه ده. روژه لرونکی د نفس د کنټرول په تمرین او د لېوالتیاوو په مهارولو زده کوي چې څه ډول خپل احساسات مدیریت کړي او له هیجاني او غوسه‌ناکو غبرګونونو ډډه وکړي. کله چې شخص له دې مهارت څخه برخمنېږي، پر خپلې غوسه برلاسی کېدای شي او د لمسوونکو شرایطو په مقابل کې له ځانه ډېره ارامتیا څرګندولی شي.
روژه د صبر او زغم د پیاوړتیا لامل کېږي. د پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم په حدیث کې هم راغلي دي: «الصِّیامُ نِصفُ الصَّبرِ»[3] (روژه نیم صبر دی). نو روژه نیول انسان د نفس د کنټرولولو تمرین ته هڅوي او کله چې انسان لوږه او تنده زغمي، اراده یې پیاوړې کېږي او زده کوي چې د غوسې په څېر پر منفي احساساتو څه ډول برلاسی شي.
د طب د څانګې پوهان وايي: «غوسه معمولاً له هورمورني بدلونونو او د کورټیزول (د سټرس هورمون) د سطحې له ډېرښت سره مله ده. مطالعاتو ښودلې، چې روژه نیول د دې هورمون له تنظیمولو سره مرسته کوي او په پایله کې د سټرس او عصبي ستونزو د کمښت لامل کېږي. پر دې سربېره روژه د وینې د فشار په کمولو او د عصبي سیستم په آرامولو سره، پر بدن د غوسې د تخریبي اغېزو مخه نیسي».
د رمضان ځانګړې عبادتونه او ذکرونه لکه د قرآن تلاوت، لمونځ او دعا د دروني آرامتیا په رامنځته کولو کې ځانګړی اغېز لري. دا کړنې د اندېښنې د کمښت لامل کېږي او روح آراموي. همدا وجه ده، چې هغه کسان په ناڅاپي غوسې او بریدګرو چلندونو کم اخته کېږي چې په منظمه توګه عبادت کوي.
همداراز، د غوسې یو دلیل ځان محوري او شخصي ستونزو ته تر حد ډېره پاملرنه ده؛ خو روژه انسان د اړمنو حالت ته متوجه کوي، د خواخوږۍ او مهربانۍ حس یې پیاوړی کوي، دا دوستانه لېوالتیا د دې لامل کېږي چې شخص په ناآرامۍ او غوسې کم اخته شي او د ستونزو په مقابل کې آرام غبرګونونه ولري.
دوام لري…

 

[1]. روزه‌درمانی، ص ۳۶.

[2]. همغه.

[3]. سنن الترمذی، ش ۳۵۱۹.

Leave A Reply

Exit mobile version