لیکوال: عبیدالله نیمروزي

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه‌الله‌ (اووه شپېتمه برخه)

 

د قرآن کریم په ژورو کې  
امام ندوي رحمه الله د خپل لومړني علمي او فکري ژوند په دوران کې د قرآن مجید د زده‌کړې لپاره ډېرې هڅې او زحمتونه وګالل. هغه به هر ځای د مفسرانو په لټه کې ؤ او له هغوی څخه به یې فیض اخیست، له قرآن کریم سره یې ژوره مینه او تړاو درلود. کله چې د مدرسې له نصاب څخه فارغ شو نو د یو څه وخت یې د کلام‌الله مجید حفظ کولو ته ځانګړی کړ.
گرد قرآن گرد زانکه هر که قرآن را گرفت         آن جهان رست از عقوبت، این جهان رست از فتن

خو امام ندوی یوازې د قرآن کریم په ظاهر بسنه ونه کړه؛ بلکې د قرآن مجید د معاني او عظیمو مفاهیمو د سمندر ژورو ته ننوت. د خپل پاک فکر او روښانه ذهن په مرسته یې داسې ارزښتناکې او نادرې نقطې ترې را وباسلې چې شاید د کوم بل مفسر یا محقق ذهن کې هم نه وي راګرځیدلي.
مولانا ندوي له قرآن مجید څخه ډېره ګټه پورته کړې ده. هغه په خپلو لیکنو، مقالو او ارزښتناکو تألیفاتو کې وایي: «زه د قرآن مجید تر ټولو کوچنی طالب العلم یم او له هغې وروسته، الله عزوجل چې هر توفیق ماته راکړی، قرآن مجید تر ټولو لویه برخه پکې لري. ما چې هر څه ترسره کړل، ټول د قرآن کریم له برکته وو.»
په یو بل ځای کې وایي: «ما لومړۍ له قرآن مجید نه زیاته مرسته ترلاسه کړې او بیا له تاریخ څخه. زه تاریخ د قرآن مجید تفسیر بولم.»
مولانا ندوی له قرآني آیاتو دومره نازکې نقطې را ایستلي چې شاید بل چا یې په اړه فکر هم نشو کولای. ده به د خپل حکمت، بصیرت، معنوي او روحاني قوت په مرسته په هر مجلس او غونډه کې د قرآن کریم حقایق بیانول.
مولانا عبدالله عباس ندوي لیکي: «ما د قرآن کریم زده کړه له مولانا څخه کړې او د هغه ویناوې مې اورېدلي. د قرآني آیاتونو په اړه دده استدلال او پایلې داسې وې چې وهبي صلاحیت او خدادادي ذهنیت یې غوښت. له قرآن کریم سره د مولانا ندوي د ژوند اړیکه وهبي وه؛ لکه د جسم او روح اړیکه.»
د قرآن عظیم په اړه د مولانا ندوی نظر او بیان له بې حده عظمت سره مل و. ده قرآن کریم د هر چا او هر دور لپاره پیغام ګاڼه؛ له همدې امله به یې د قرآن کریم معنوي ګوهرونه له هر حال او مقام سره سم را ایستل او د خلکو له اړتیا سره سم به یې بیانول. ډاکټر عبدالله عباس ندوي هم دې موضوع ته اشاره کړې او لیکلی یې دي: « دده په ویناوو کې د استدلال له روش څخه څرګندیږي چې له قرآن کریم سره یې څومره ژوره لیوالتیا درلوده، باور او اعتماد  یې پرې درلود. تل به یې د امت لپاره له قرآني آیاتونو څخه پیغامونه را ایستل؛ داسې پیغامونه چې نه د پخوانیو (متقدمانو) ورپام شو او نه د وروستنیو(متأخرانو).»
د بېلګې په توګه، د حضرت یعقوب علیه السلام د قصې په اړه دده استدلال داسې ؤ چې کله د حضرت یعقوب علیه السلام  د ژوند وروستۍ شیبې وې نو خپل زامن یې راټول کړل او ترې ویې پوښتل: «له ما وروسته تاسې د چا عبادت کوئ؟» له دې پوښتنې داسې څرګندیږي چې د یوه پیغمبر تر ټولو لویه اندېښنه دا وي چې آیا زامن به یې پر دین ټینګ پاتې شي، که نه دنیا پرستۍ ته به مخه کړي. دده پوښتنه دا ده چې: آیا دین غوره کوئ که د دنیا عبادت کوئ؟ آیا د الله تعالی لپاره سر په سجده ږدئ او که دنیوي خوندونو پسې ځئ؟ له ده د مخه کوم چا دا ډول باریک استدلال نه و کړی.
ډاکټر عبدالله عباس ندوي په دې باور دی چې د حضرت مولانا د تفسیر طریقه نه د شاه ولی‌الله دهلوي د تفسیر تقلید دی او نه یې هم په بشپړ ډول له هغه څخه پیروي کړې ده. خو سره له دې، لکه څنګه چې د شاه ولی‌الله نظر د قرآن مجید پر عمومي تذکیر او نړیوال دعوت باندې ولاړ دی، د مولانا ندوي نظر هم همدې لوري ته تمایل لري.
له دې امله چې قرآن مجید د ټولو نړیوالو لپاره د هدایت په توګه نازل شوی دی، نو دا یقیني ده چې د ټول بشریت لپاره اصلاحي پیغامونه لري. امام ندوي هم په دې باور و چې قرآن مجید د ټولو قشرونو لپاره او په ټولو زمانو کې د دعوت او هدایت کتاب دی.
علامه ندوي لیکي: «له شک پرته قرآن کریم له احکامو او شریعت نه لومړۍ د دعوت او هدایت کتاب دی. سره له دې چې موږ د احکامو او شریعت عزت او قدر کوو، خو خبره د لومړیتوب، غالب‌والي او هغه څه ده چې قرآن کریم د هغې په محور راڅرخي؛ له همدې امله، زه د خپلو محدودو او ناقصو څېړنو له مخې په دې باور یم چې قرآن کریم مخکې له دې چې د احکامو او شریعت کتاب وي، د هدایت او دعوت کتاب دی؛ ځکه هدایت د ایمان بنسټ دی.»
په همدې اساس علامه ندوي له قرآن عظیم څخه د دعوت، اصلاح او د دیني لارښوونو په بېلابېلو برخو کې ډېره ګټه اخیستې ده. دا موضوع د ده په آثارو کې په واضح ډول څرګنده ده. حتی د ماشومانو او کم عمره کسانو د ادب په برخه کې هم، ده له قرآن کریم څخه په الهام اخیستنې سره کتابونه لکه *قصص‌النبیین* او *القراءة الراشدة* تألیف کړي، چې د قرآني آیاتو ډېر مناسب او پراخ برداشتونه پکې لیدل کېږي.
دلته دا پوښتنه پیدا کیږي چې مولانا ندوي د قرآن کريم د تفسیر په برخه څه ډول طریقه درلوده او دا طریقه یې له کومه کړې وه؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره به غوره دا وي چې د امام ندوي خپلو خبرو ته وروګرځو.
هغه  لاهور تر سفر او له حضرت مولانا احمد علي لاهوري سره تر لیدنې وروسته لیکي: کله چې د حدیثو له زده کړې وروسته له لاهور څخه راستون شوم نو د قرآن کریم تفسیر او مطالعې ته مې مخه کړه. له دې مخکې مې د شیخ الاسلام ابن تیمیه ځینې تفاسیر او د مولانا حمیدالدین فراهې رسالې لوستې وې. له هغې وروسته مې ټول وخت د تفسیر مطالعې ته وقف کړ، او هر مشکل به چې راته پیدا کېده، نو هڅه مې کوله چې د نورو د تفاسیرو له لارې یې حل کړم.
په هماغه دوران کې مې تفسیر جلالین، معالم التنزیل بغوي، او کشاف ټکي په ټکي ولوستل. د مدارک نسفي تفسیر مې هم  نیمه برخه په یاد ده. نیمه برخه مې یې لفظ په لفظ وستې وه او پاتې نیمه برخه مې يې مرور کړې وه.
کله چې په دارالعلوم ندوه العلماء کې د تفسیر تدریس راته وسپارل شو، نو دا موقع مې ومونده چې دا علم ژور مطالعه کړم، او په دې دوره کې مې له تفسیر روح المعاني آلوسي څخه ډېرې ګټې واخیسته.
ددې ترڅنګ علامه ندوي له تفسیر کبیر فخر رازي یادونه کوي، له هغې سره د خلکو جفا ته اشاره کوي، او ورپسې د تفسیر البحر المحیط ابو حیان، المنار رشید رضا او اعراب القرآن ستاینه کوي.
 په ادامه کې د مولانا عبدالماجد دریاباديد د تفسیر ماجدي څخه د خپل برداشت کیسه کوي او لیکي:
“د هر هغه طالب‌العلم لپاره چې د قرآن کریم زده کړه کوي، د دې تفسیر مطالعه ډېره ګټوره ده؛ په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې اصلي منابعو ته لاسرسی نه لري یا د هغوی د مطالعې لپاره کافي وخت نه لري.”
په پای کې د تفسیر طبري او د شاه عبدالقادر د قرآن کریم له ترجمې هم ستاینه کوي. او خپل تاثیرات یې په اړه ابرازوي.
بلال عبدالحی حسني د مولانا ندوي په اړه لیکي:
“مولانا ندوي د قرآن مجید زده کړه له ډېرو ستر علماوو څخه کړې وه؛ خو سره له دې وایي: د قرآن کریم د حقیقي فهم دروازه هغه مهال پرانېستل کېږي، کله چې انسان، پرته له انساني واسطې او پردې، نېغ په نېغه د کلام له خاوند سره هم‌کلام شي. د دې ارتباط لار هم د قرآن مجید ډېر تلاوت، د نفل لمونځونو اداینه، او د هغو سترو شخصیتونو لارښوونې دي، چې د دې کلام له حقیقي لذت سره بلد دي او هغه یې د خپلې روحیې او وجود برخه ګرځولې ده.”
همدا لیدلوری و چې امام ندوي د قرآن کریم او د هغه د ژورو او لوړو معناوو په اړه ډېر تعمق وکړ. هغه به په هر مجلس او محفل کې د قرآن په اړه خبرې کولې او په اړه به یې استدلال کاوه. آن کله به چې یو قاري کوم آیت تلاوت کړ نو امام ندوي به د همغې آيت په اړه اوږد او ژور تقریر وکړ.
له قرآن کریم سره د ده دا ډول فکري او قلبي پیوستون به داسې نکتې را برسېره کولې، چې اورېدونکي به یې حیرانول او د تعجب احساس به یې رامنځته کاوه
علامه ندوي يو ځای کې لیکي:
“زه د خپلو ویناوو، بحثونو، مقالو او تألیفاتو په برخه کې د قرآن کریم پوروړی یم. له قران کریم مې ډېره ګټه او استفاده کړې ده.”
(نوار: قصة تطفلي علی مائدة القرآن – له قرآن کریم څخه زما د استفادې کیسه)
د مولانا ندوي له نظره له قرآن کریم څخه د اعظمي استفادې په برخه کې دوه مورد ډېر ګټور ثابت شوي دي:
  • د نبوت علوم او له هغو اشخاصو سره ملګرتیا چې له نبوي طبیعت سره هم‌غږي لري. د دا ډول اشخاصو ژوند د «کان خلقه القرآن» یو انعکاس دی، او د دوی د ژوند طریقه او سلوک د قرآني تعلیماتو یوڅرک دی.
  • په هغه لاره تګ چې انبیا علیهم‌السلام طی کړې ده. همدا مسیر د قرآن کریم فهم روښانه کوي او د انسان لپاره یې د درک وړ ګرځوي.
مولانا ندوي، د ډېرو تجربو او سختو مجاهدتونو له لارې دې حقیقتونو ته رسېدلی و. هغه د تدریس په دوران کې دې نتیجې ته ورسېد چې طالبان او زده‌کوونکي د قرآن کریم د سمې مطالعې او استفادې په برخه کې له ډېرو مقدماتي اصولو او اساساتو سره هم نه دي بلد. له همدې امله به دوی یا د قرآن له اعجازي روح او پیغام سره نا آشنا وو، یا یې یوازې سطحي او ابتدايي پوهه درلوده. همدا نیمګړتیا ددې باعث شوه چې امام ندوي د دې خلا د ډکولو لپاره پراخه مطالعه وکړي او ارزښتناک مطالب ولیکي.
مولانا سید محمد رابع حسني ندوي دده اړه لیکي: “مولانا سید ابوالحسن علي ندوي د عربي تعبیرو او د قرآن د الفاظو په فهم کې له لوړ ادبي ذوق څخه برخمن و. هغه به د قرآني آیتونو تشریح داسې په ښکلي او زړه راښکونکې بڼه وړاندې کوله، چې د قرآن کریم اعجاز ترې څرګندېده. دا یوه نادره ځانګړنه ده، چې په ډېر کم شمېر کسانو کې موندل کېږي.”
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version