لیکوال: شعیب احمد غزنوي

بدعت او دقیقه مانا یې (دوهمه برخه)

د بدعت تعریف
پوښتنه: بدعت څه شی دی؟ آیا حسنه او سیئه بدعت یا حقیقيه او اضافیه بدعت شتون لري؟
ځواب: بدعت په لغت کې د داسې نوې چارې رامنځته کولو ته ویل کېږي چې پخوا یې ساری نه وي. الله متعال فرمایي:
«بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ»
یعنې: «بې له نمونې د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی دی
په شرعي اصطلاح کې، بدعت د داسې عمل، عقیدې یا وینا رامنځته کولو ته ویل کېږي چې د هغې په اړه د شارع له لوري (په قرآن، سنت، اجماع یا قیاس) کې هیڅ جواز نه وي، او د اسلام له عامو قواعدو او اصولو سره هم سمون ونه لري. نو ځکه، بدعت هغه څه ته ویل کېږي چې د اسلام له احکامو سره په ټکر کې وي.
له همدې امله، هر نوی شی چې د قرآن، سنت، اجماع یا قیاس سره سمون ولري، رامنځته کول یې مشروع دي. خو که چېرې د دې شرعي سرچینو له یوې سره هم برابر نه وي، نو باید وکتل شي چې آیا د اسلام له عامو اصولو او مبادیو سره توافق لري که نه؟ که د دې اصولو لاندې راشي، مشروع دی او بدعت نه ګڼل کېږي؛ خو که د هیڅ شرعي اصل لاندې رانشي، نو بدعت او ګمراهي ده.
د دې تعریف له مخې، موږ کولای شو د هغو نصوصو ترمنځ توپیر وکړو چې د نوو او مستحدثو چارو په اړه موږ ته خبرداری راکوي او له بدعت څخه منع کوي. د بېلګې په توګه، د رسول‌الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) دا وینا:
«عَلَيْكُمْ بِالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ، وَإِنْ تَأمَّرَ عَلَيْكُمْ عَبْدٌ حَبَشِيٌّ، فَإِنَّهُ مَنْ يَعِشْ مِنْكُمْ بَعْدِي فَسَيَرَى اخْتِلَافًا كَثِيرًا، فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ، وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الْأُمُورِ، فَإِنَّ كُلَّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ».
او بل روایت کې راغلي دي: «كُلَّ ضَلَالَةٍ فِي النَّارِ».
ژباړه:
«پر تاسو واجب دي چې د خپل ولی امر خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ، که څه هم یو حبشي غلام وي. بېشکه، له تاسو څخه به هغه کسان چې زما له وفات وروسته ژوندي پاتې شي، ډېر اختلافات وویني. نو پر تاسو واجب دي چې زما سنت او له ما وروسته د خلفای راشدینو او هدایت شویو سنتو ته کلکه تمسک وکړئ. له نوو او مستحدثو چارو ځان وساتئ؛ ځکه هر بدعت ګمراهي ده.»
او په بل روایت کې راغلي دي: «هره ګمراهي د دوزخ لور ته بیايي
او د هغو نصوصو ترمنځ موافقت او جوړجاړی رامنځته کړو چې د حسنه سنتونو د ایجاد او منلو اجازه ورکوي.
لکه دا حدیث چې رسول‌الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) فرمایي:
«مَنْ سَنَّ سُنَّةً حَسَنَةً فَعُمِلَ بِهَا كَانَ لَهُ أَجْرُهَا وَمِثْلُ أَجْرِ مَنْ عَمِلَ بِهَا لَا يَنْقُصُ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا، وَمَنْ سَنَّ سُنَّةً سَيِّئَةً فَعُمِلَ بِهَا كَانَ عَلَيْهِ وِزْرُهَا وَوِزْرُ مَنْ عَمِلَ بِهَا مِنْ بَعْدِهِ لَا يَنْقُصُ مِنْ أَوْزَارِهِمْ شَيْئًا
او په بل روایت کې راغلي دي: «إلى يوم القيامة
ژباړه:
«څوک چې یو نیک سنت رامنځته کړي، او عمل پرې وشي، نو دی به یې اجر ترلاسه کړي، او د هغه چا د ثواب برخه به هم واخلي چې ورباندې عمل کوي، پرته له دې چې د عمل کوونکو له بدلې څه کم شي.
او څوک چې یو بد سنت رامنځته کړي، او عمل پرې وشي، نو د هغه چا د ګناه بار به هم پر غاړه واخلي چې وروسته پرې عمل کوي، پرته له دې چې د عمل کوونکو له ګناهونو څه کم شي.»
په یو بل روایت کې راغلي دي: «تر قیامت ورځې پورې
که پورته ویش ته پام وکړو، نو پوهېږو چې د رسول‌الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) د وینا یوه برخه موږ د حسنه او نیکو سنتونو رامنځته کولو ته هڅوي؛ ځکه نیک کارونه د اسلام برخه دي او د اسلام له اصولو او اساسي قواعدو سره سمون لري.
او دوهمه برخه یې د هغو کسانو مذمت کوي چې بد سنتونه رامنځته کوي، او د هغوی ګناه د هغوی پر غاړه ده؛ دا هماغه بدعت او ګمراهي ده چې په لومړي حدیث کې یې یادونه شوې وه.
دا تعریف او ویش د یو بل حدیث له مخې، چې د بدعت تعریف وړاندې کوي، نور هم قوي کېږي:
«مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ
ژباړه:
«هر څوک چې زموږ په دې دین کې داسې څه رامنځته کړي چې د دین برخه نه وي، هغه مردود دی.»
او په بل روایت کې فرمایي:
«مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ
ژباړه:
«هر هغه عمل چې زموږ له امر سره سم نه وي، مردود دی.»
دا حدیث څرګندوي چې د نوو چارو د رامنځته کولو مخنیوی ناممکن دی. له همدې امله، نوښت په دوو برخو ویشل کېږي:
۱. مردود نوښت:
هر هغه څه چې د دین له اصولو او اساسي قواعدو سره په ټکر کې وي، مردود نوښت ګڼل کېږي.
۲. مقبول نوښت:
هغه چارې چې د دین له اساسي اصولو سره موافقت لري، مقبول نوښت بلل کېږي.
دا مانا د حدیث له مفهوم څخه اخیستل شوې ده. ځکه که یو څوک داسې عمل ترسره کوي چې د شریعت له اصولو سره سم وي، یا داسې څه رامنځته کوي چې د دین له قواعدو سره ټکر ونلري، نو دا مقبول او منل شوې چاره ده.
په دې حدیث کې له «أَمْرُنَا» څخه موخه ټول دین دی، چې عبادات او معاملات دواړه پکې شامل دي. له «سنت» څخه موخه هماغه طریقه ده چې عبادات او معاملات پکې شامل دي.
نو، هر هغه کار چې د شریعت له اصولو او قواعدو سره سم وي، حسنه سنت دی، او هر هغه عمل چې د نصوصو یا شرعي اصولو سره په ټکر کې وي، سیئه سنت او بدعت ګڼل کېږي.
له پورته بحث څخه دا څرګنده شوه چې د بدعت وېشل په حسنه او سیئه، یا حقیقیه او اضافیه – لکه څنګه چې شاطبي په خپل کتاب الاعتصام کې ورته اشاره کړې ده، یا لکه څنګه چې عزالدین بن عبدالسلام بدعت په واجب، مندوب، حرام، مکروه، او مباح وېشلی دی – یوازې یو لغوي وېش دی.
هغه عبادات چې له رسول‌الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) څخه موږ ته را رسېدلي دي
هغه عبادات چې له رسول‌الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) څخه نقل شوي، په دوو ډولو وېشل کېږي:
۱. هغه عبادات چې له ټاکلي وخت، ځای، شمېر، یا ځانګړي شکل او حالت سره تړلي دي
دا عبادات واجب دي، او باید پرته له زیاتوالي، کموالي، یا بدلون، همغه ډول ترسره شي لکه څنګه چې نقل شوي دي.
که څوک په دا ډول عباداتو کې بدلون راولي، نو بدعت‌ګر (او ګناه‌کار) به وي.
لکه:
  • د لمانځه د رکعاتو شمېر
  • د روژې وخت او ورځې
  • د حج مناسک
  • د زکات مقدار او هغه مالونه چې زکات پرې واجب دی
  • د عقیدې اړوند احکام
  • او دې ته ورته نور عبادات
۲. هغه عبادات چې رسول‌الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) یې د ترسره کولو امر کړی، خو د ځانګړي وخت، ځای، شمېر یا شکل سره یې نه دي محدود کړي
په دې ډول عباداتو کې مسلمانان د مناسب وخت، ځای، حالت، او شکل په ټاکلو کې مختار دي.
خو دوی باید دا عمل رسول‌الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) ته منسوب نه کړي.
یعنې، نه دې وایي چې رسول‌الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) دا عبادت د فلانۍ ورځې، فلانۍ شپې، یا فلانۍ میاشتې په ځانګړي وخت کې ترسره کړی دی، بلکې باید یوازې دا ووایي چې دا عمل په عام ډول د شریعت له لوري روا بلل شوی دی.
لکه:
  • مطلق مستحبي لمونځ
  • مطلقه روژه
  • د الله تعالی ذکر
  • د قرآن کریم تلاوت
  • دعا کول
  • پر رسول‌الله (صلی‌الله‌علیه‌وسلم) درود ویل
  • د اړمنو لاس‌نیوی
  • د صدقې ورکول
  • د الله تعالی د نږدېوالي لپاره قرباني کول
  • او دې ته ورته نور عبادات
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version