لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (درېيمه برخه)

د علم کلام نقد
امام غزالي رحمه‌الله د خپلو څېړنو په بهير کې لومړی د علم کلام طرف ته مخه کړه. هغه د متکلمينو کتابونه ولوستل او پخپله یې هم په دې برخه کې آثار وليکل. په پای کې یې وموندله چې علم کلام، که څه هم د ديني عقایدو د دفاع او د کفارو د شبهاتو د ردولو لپاره ګټور دی، خو د داخلي شکونو د ارامولو او عقلي قناعت لپاره کافي نه دی.
هغه باور درلود چې علم کلام پر هغو مقدماتو ولاړ دی چې يا د تقليد له مخې منل شوي، يا پر ديني نصوصو (قرآن، حديث او اجماع) متکي دي. خو دا استدلالونه د هغه چا لپاره، چې يوازې عقلي بديهيات مني، د قناعت وړ نه دي. له همدې امله، امام غزالي رحمه‌الله علم کلام د خپلو ايماني باورونو د تثبیت لپاره ناکافي وباله.
د فلسفې څېړنه او نقد
له علم کلام وروسته، امام غزالي رحمه‌الله فلسفې ته مخه کړه. هغه تر قضاوت کولو مخکې، په دې برخه کې ژوره او دقیقه مطالعه وکړه. سره له دې چې په تدریس او تصنیف کې ډېر مصروف و، بیا هم یې د فلسفې مطالعې ته ځانګړی وخت وټاکه، او په دوو کلونو کې یې د فیلسوفانو ټول آثار وڅېړل. وروسته یې یو کال نور هم د هغوی پر تأمل او تحلیل تېر کړ.
له دې دقیقې څېړنې وروسته، هغه وموندله چې فلسفه په شپږو اصلي څانګو وېشل کېږي:
۱. ریاضیات (چې هندسه، حساب او نجوم پکې شامل دي)
۲. منطق (چې د تفکر او استدلال اله ده)
۳. طبیعیات (چې د طبیعت د قوانینو څېړنه کوي)
۴. سیاسيات (چې د حکومت او ټولنې د مدیریت اصول بیانوي)
۵. اخلاقيات (چې د فرد روزنې او نفس تزکيې ته متوجه دي)
۶. الهيات (چې د الله تعالی او مابعدالطبیعاتو اړوند مسائل څېړي)
امام غزالي رحمه‌الله دې پایلې ته ورسېد چې لومړنۍ پنځه برخې له ديني عقایدو سره هېڅ مستقیم تړاو نه لري؛ نه د مذهب د ثابتولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي او نه د مذهب د ردولو لپاره. خو د الهياتو په برخه کې فیلسوفانو جدي تېروتنې کړې وې، ځکه چې دوی د خپل منطقي روش په مرسته د الهي حقایقو د ترلاسه کولو توان نه درلود.
هغه همدارنګه دې ټکي ته اشاره وکړه چې ډېری خلک، په تېره بیا ځینې مسلمانان، په ناپوهۍ سره د فیلسوفانو تر اغېز لاندې راځي. له بلې خوا، ځینې متعصب علماوو هم په تېروتنه سره ټوله فلسفه ردوله، حتی هغه برخې چې د طبیعي علومو او منطق پورې اړوندې وې. دا کار د دې لامل کېده چې ځینې هغه کسان، چې علمي دقت ته ارزښت ورکوي، پر دین هم شکمن شي.
د باطنيه نقد او د تصوف په اړه غور
د فلسفې له څېړنې وروسته، امام غزالي رحمه‌الله د باطنيه عقایدو مطالعې ته مخه کړه. هغه د خپل تدریس په دوران کې د باطنيې د ردولو لپاره کتاب «المستظهری» ولیکه، او د دې کتاب د لیکلو په ترڅ کې یې د دې فرقې تعلیمات په دقت سره وڅېړل. هغه وموندله چې د باطنيې د عقایدو بنسټیز اساس پر امامت او د معصوم امام پر تعلیماتو ولاړ دی، خو د دې امام شتون او صداقت پخپله دلایلو او برهان ته اړتیا لري. امام غزالي رحمه‌الله دې نتیجې ته ورسېد چې دا دعوې مضبوط بنسټ نه لري، او په پای کې یې د دې ډلې تعلیمات مردود وبلل.
وروستۍ ډله، چې امام غزالي رحمه‌الله وڅېړله، صوفيان وو. هغه وموندله چې تصوف، د نورو مکتبونو برعکس، یوازې نظري اړخ نه لري، بلکې هم علمي او هم عملي اړخ لري.
د علم له لارې له تصوف سره د امام غزالي رحمه‌الله سلوک: له یقین څخه حقیقت ته سفر
تصوف: حقیقت ته د رسېدو لار
امام غزالي رحمه‌الله، وروسته له هغې چې علمي مراتبو ته ورسېد، د خپلو څېړنو او تفکر له لارې وموندله چې یوازینۍ رشته، چې لا یې په پوره توګه نه ده درک کړې او د هغې حقیقت ته نه دی رسېدلی، تصوف دی. هغه په دې اړه وايي:
«اوس یوازې د تصوف رشته پاتې ده. ما په ټول وجود سره له تصوف سره اشنايي پیدا کړه، هم له علمي تصوف سره او هم له عملي تصوف. زما لپاره د هغې علمي اړخ اسانه و. ما د ابوطالب مکي کتاب قوت القلوب، د حارث محاسبي تصنیفات، او د حضرت جنید بغدادي، شبلي، او بایزید بسطامي ملفوظات ولوستل، او د علم له لارې هر هغه څه، چې د ترلاسه کولو وړ وو، ترلاسه مې کړل. خو په پای کې مې وموندله چې اصلي حقایقو ته رسېدل یوازې د علم له لارې ممکن نه دي؛ بلکې دا کار د ذوق، حال او داخلي حالاتو د بدلون له لارې ترلاسه کېږي
امام غزالي رحمه‌الله دې نتیجې ته ورسېد چې علم په یوازیتوب کافي نه دی، بلکې انسان باید داسې مرحلې ته ورسېږي چې حقیقت احساس کړي او په خپل وجود کې یې تجربه کړي. شرعي او عقلي علوم، چې د ده لپاره یوه لویه سرمایه وه، د باري تعالی د شتون، نبوت او معاد په اړه د هغه ایمان ټينګ کړی و، خو دا ایمان یوازې د برهان او دلایلو پایله نه و؛ بلکې مشاهدې، تجربې او خاصو حالاتو هم په دې کار کې رول درلود، چې په اسانۍ سره تشریح کېدای نه شول.
داخلي ننګونې: علم او شهرت که زهد او حقیقت؟
امام غزالي رحمه‌الله د دې کشف وروسته وموندله چې اخروي سعادت یوازې په یو صورت ممکن دی:
۱. د تقوا غوره کول؛
۲. له نفساني خواهشاتو څخه ځان ساتل؛
۳. د دنیاوي چارو په وړاندې بې‌پروايي او له آخرت سره زړه تړل؛
۴. له دنیاوي اړیکو سره پرېکون.
خو هغه ژر درک کړه چې د دې کارونو عملي کول له مال، موقف او نورو دنیاوي چارو سره د تعلق له پرېکون پرته ممکن نه دي. هغه خپل حال وڅېړه او پوه شو چې په بشپړه توګه په دنیاوي اړیکو کې ښکېل دی. په ظاهره، د تدریس او تعلیم دنده تر ټولو غوره عمل ښکارېده، خو په حقیقت کې د هغه اصلي تمرکز پر هغو علومو و، چې نه یې اهمیت درلود او نه یې د آخرت لپاره ګټه رسولی شوای.
هغه حتی د خپل تدریس د نیت په اړه هم غور وکړ او دې پایلې ته ورسېد چې دا عمل یوازې د الله د رضا لپاره نه دی، بلکې په دې کې د شهرت او جاه‌طلبۍ غوښتنه هم پټه ده. په پایله کې، دې باور ته ورسېد چې د هلاکت پر کنده ولاړ دی، که د خپل ځان اصلاح ونه کړي، نو له ستر خطر سره به مخ شي.
شپږ میاشتې داخلي کشمکش: د تعلق او انقطاع ترمنځ
هغه د شپږو میاشتو لپاره په سخت فکري کشمکش کې راګیر شو. ځینې وختونه دنیاوي غوښتنو د ځان خوا ته کش کاوه، او ځینې وختونه یې په داخل کې د ایمان غږ اورېده، چې د دنیا پرېښودو ته یې راباله. «کډه نږدې ده، عمر ډېر لږ پاتې دی، سفر اوږد دی، او دا ټول علم او عمل له ریا او خیالي تصوراتو پرته بل څه نه دي
خو له بلې خوا یې نفس وسوسه کوله چې دا یو لنډمهاله حالت دی، او که اوس له دې علمي مقام او منزلت څخه لاس واخلي، بېرته ورته رسېدل به ناممکن وي. دا کشمکش دومره شدید شو چې پر روح او جسم یې اغېز وکړ. په پای کې یې ژبه قفل شوه، تر دې چې یوه کلمه یې هم نه شوه ویلی. دا حالت دومره زیات شو، چې زړه یې په ژور رنځ اخته شو، او د هضم ځواک یې خراب شو. هغه حتی د یوه څاڅکي اوبو څښلو یا د یوې مړۍ د خوړو هضمولو توان هم نه درلود. ټول بدن یې کمزوری شو، او طبیبان یې له درملنې عاجز شول.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version