علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله تعالی (شپږ شپېتمه برخه)
د علم او معرفت بېپایه سمندر
د مطلب لنډیز
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمهالله وکولای شول، چې د خپل ژوند له زرینو فرصتونو څخه په غوره استفادې سره په لنډ وخت کې ارزښتناک او تلپاتې علمي آثار ولیکي او خپل نوم د اسلامي عالمانو او اسلامي علومو د پوهانو د تاریخ په زرینو پاڼو کې تلپاتې کړي.
علامه ندوي رحمهالله، چې د غوره اخلاقي صفاتو ترڅنګ یو علمي او نابغه شخصیت و، د ژوند په هره برخه کې بېساری مثال ګڼل کېده. که څه هم د ده له مړینې لسیزې تېرې شوې، خو لا هم نوم او یاد یې ژوندی او تلپاتې دی. الله جل جلاله دې ترې راضي وي.
د نامتو عالمانو او لیکوالانو په ژوند کې له وخت څخه غوره استفاده او زماني نظم یوه حیاتي موضوع ده. دا نظم کولی شي په عمر کې برکت راولي او علمي لاسته راوړنو ته د پام وړ اغېز ورکړي. زماني نظم د رباني اشخاصو له ځانګړتیاوو څخه دی؛ ځکه دوی له فرصتونو څخه د اخروي اعمالو، لیکنو او تالیفاتو لپاره په سمه توګه ګټه اخلي. مولانا ندوي رحمهالله هم د وخت په ارزښت ډېر ښه پوهېده او یوه شیبه یې هم نه ضایع کوله.
مولانا نذرالحفیظ ندوي لیکي:
«مولانا له پیله له مطالعې سره زیاته علاقه درلوده او ویل به یې، چې په کورني کتابتون کې د وخت په تېرولو سره دا علاقه ورځ تر بلې زیاتېده. د پلار کتابونه، لکه “یاد ایام” او “ګل رعنا”، مې دومره ځله ولوستل، چې بیخي مې حفظ کړل. خو کله چې “رحمة للعالمین” مې لاس ته راغی، نو په ډېر دقت او غور مې ولوست. دومره پکې ډوب شوم، چې د کتاب له محتوا پرته بل هېڅ شی ذهن ته نه راتلل. حتی، چې مور به مې خواړه راته راوړل، نو د څراغ رڼا ته به مې هم خواړه خوړل او هم به مې کتاب لوسته. په رېل ګاډي او الوتکه کې هم زما مطالعه روانه وه.»
علامه ندوي یوازې د عادت له مخې مطالعه نه کوله، بلکې مطالعه یې یوه حیاتي اړتیا ګڼله. حتی د ناروغۍ په حالت کې یې هم له مطالعې لاس نه اخیسته. مولانا نذرالحفیظ زیاتوي:
«تر هغه وخته چې روغ و، خپله یې لیکل کول. د هغه د لیکنې کیفیت هم همداسې و. د بېلګې په توګه، د “قصص النبيین” ځینې برخې او د اردو او عربي مضامین یې په رېل ګاډي، د اورګاډي په تمځای، د مسافرو په انتظارخانه او حتی په الوتکه کې ولیکل. دا آثار یې په داسې دقت او ژور فکر سره لیکل، چې ګومان به دې کاوه، د لیکنې او تالیف په نړۍ کې ډوب دی.»
مولانا ندوي رحمهالله له مطالعې سره دومره مینه درلوده، چې هېڅ حالت یې له دې شوق څخه نهشو منع کولی، نه د سترګو جراحي، نه بدني ناروغۍ او نه هم نور درانده مسوولیتونه. له کتاب سره د ده شوق ورځ تر بلې زیاتېده. هغه لیکي:
«کله چې مې ښي سترګې عملیات شول او تکلیف یې راکاوه، ځینې وخت به مې ټوله شپه ویښه تېروله. په همدې حالت کې به مې د تراویح په لمانځه کې له خپلو پالوونکو (هغه کسان چې زما د ناروغۍ پر مهال یې راسره مرسته کوله) قرآن اورېده. د ورځې په اوږدو کې به مې له چا غوښتل، چې عربي او اردو کتابونه راته ولولي، او زه به یې اورېدم. په دې توګه مې وشو کولای، چې په څو میاشتو کې له نورو څخه له اتو زرو پاڼو څخه زیاتې واورم.»
دا بېسارې مینه او علاقه د دې لامل شوه، چې مولانا ندوي نړۍ ته تلپاتې علمي شاهکارونه وړاندې کړي. رښتیا دا ده، چې “له زحمت پرته، خزانه نه ترلاسه کېږي.” علامه ندوي د دقیق پلان جوړونې او له وخت څخه د سمې استفادې له لارې وکولای شول، چې پراخه پوهه ترلاسه کړي او د علم او معرفت له سمندر څخه غوره برخه ځان ته را بېله کړي.
مولانا سید محمد رابع حسني ندوي لیکي:
«مولانا ندوي له نورو څخه ګټه اخیستل د ځان لپاره عیب نه ګڼل. حتی که به یې له خپلو شاګردانو څخه کومه سنجیده او مناسبه خبره واورېده، نو په عاجزۍ سره به یې منله. کله چې به یې په نړیوالو علمي غونډو کې ګډون کاوه او له پوهانو سره به یې لیدهکاته کېدل، نو یوازې مشورتي او اداري خبرو اترو ته یې بسنه نه کوله، بلکې د علمي بحثونو دروازه یې هم پرانیسته. همدا لامل و، چې د نړۍ پوهانو علامه ندوي رحمهالله ته په درنه سترګه کتل او د هغه ستاینه یې کوله.»
مولانا ندوي رحمهالله په بېلابېلو برخو، لکه تفسیر، حدیث، تاریخ، سیرت، رجال او ادب، کې ځانګړی مهارت او ژوره پوهه درلوده. هغه وکولای شول، چې له دې مطالعوي خزانو څخه غوره پایلې ترلاسه کړي او علمي ټولنې ته ارزښتناک آثار وړاندې کړي.