لیکوال: سید مصلح الدین

د مسلمان د تکفیر خطر او اسباب یې (دوهمه برخه)

مفهوم پېژندنه
کفر:
“کفر” د ایمان ضد مانا لري. د “کافر” جمع کلمې کافران، کفّاره، کُفره، او کفّار دي. د “کفر” لغوي مانا پټول دي، لکه: “کفور” او “کفران”. د راغب اصفهاني په وینا، “کافر” هغه څوک دی چې د خدای یووالي، نبوت، شریعت، یا دا درې واړه رد کړي. خو کله ناکله “کافر” هغه چا ته هم ویل کېږي، چې د شرعي الزامي تکالیفو په ترسره کولو کې کوتاهي کوي.
په ځینو آیتونو کې هم “کافر” همدې مانا ته کارول شوی، لکه:
﴿وَأَكْثَرُهُمُ الْكَافِرُونَ﴾
(او زیاتره یې کافران دي.)
د کافر ډولونه
کافران په پنځو ډولونو وېشل کېږي:
۱. اصلي کافر: اصلي کافر هغه چاته ویل کېږي، چې هیڅکله یې اسلام نه وي منلی.
۲. تبعي کافر: هغه څوک دی، چې د بل چا د تابعیت یا ارادې له مخې کافر شوی وي، لکه ماشوم، چې مور او پلار یې کافران وي.
3. حربي کافر: هغه څوک، چې نه کتابي وي او نه شبه‌کتابي، او له مسلمانانو سره د جګړې نیت ولري.
4. ذمي کافر: هغه څوک، چې د کتاب یا شبه‌کتاب خاوند وي او د مسلمانانو په خاوره کې، د هغوی د شرطونو له منلو سره، ژوند کوي. د کتاب خاوندان لکه یهود او نصارا، او د شبه‌کتاب خاوندان لکه مجوس.
5. مرتد کافر: هغه څوک، چې یو ځل یې اسلام منلی وي، خو بېرته کافر شوی وي.
په اسلامي ادبیاتو کې، د خدای منکرانو ته “دهري”، “ملحد” او “معطل” هم ویل شوي دي. د مجاز له مخې، “زندیق” بیا هغه مسلمان ته ویل کېږي، چې کفرآمیزې خبرې وکړي.
ایمان:
د “ایمان” کلمه د “أمن” له کلمې اخیستل شوې، چې مانا یې “اطمینان” او “د وېرې له منځه تلل” دي. “الأمانة” او “الأمان” د “أمن” له مصدرونو څخه دي. “أمن” د “ویرې” ضد مانا لري، او “أمانة” د “خیانت” ضد مانا لري.
ایمان د کفر ضد دی، چې د “تصدیق” په مانا دی، یانې د “تکذیب” ضد دی.
د ایمان او اسلام ترمنځ توپیر
“اسلام” د “سلم” له کلمې اخیستل شوی، چې مانا یې له ظاهري او باطني آفتونو څخه خوندي پاتې کېدل او سلامتۍ ته رسېدل دي.
دا کلمه په دې آیت کې د سلامتۍ په مانا ده:
﴿لَهُمْ دَارُ السَّلَامِ عِنْدَ رَبِّهِمْ﴾
(دوی ته د دوی د رب له لوري د امن او امان کور دی.)
همدارنګه، د دې آیت له مخې:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً﴾
(ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! ټول په بشپړ ډول اسلام قبول کړئ او په سوله او روغه جوړه کې ژوند وکړئ.)
د دې آیت په تفسیر کې ویل شوي، چې “سلم” د “حرب” (جګړې) برعکس کلمه ده، او اسلام، د “سلم” (سولې) منل دي.
په شرعي لحاظ د اسلام ډولونه
اسلام له شرعي پلوه دوه ډولونه لري:
۱. هغه اسلام چې له ایمانه پرته وي – یعنې یوازې په ژبه اعتراف وشي، خو په زړه کې باور نه وي. الله تعالی فرمایي:
﴿قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا﴾
(د صحرا اوسېدونکو وویل: موږ ایمان راوړی. ورته ووایه: تاسو ایمان نه دی راوړی، بلکې ووایئ چې موږ اسلام راوړی دی.)
۲. هغه اسلام چې له ایمان سره یوځای وي – یعنې په زړه کې پرې باور وشي، د بدن غړي او جوارح ورسره عمل وکړي، او انسان د تقدیر پر هغه څه راضي وي چې الله تعالی پرې لیکلي دي. د حضرت ابراهیم علیه السلام په اړه الله تعالی فرمایي:
﴿إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ﴾
(کله چې د هغه رب ورته وویل: اسلام راوړه، هغه وویل: زه د ټولو جهانونو د رب په وړاندې تسلیم شوم.)
تکفیر
د “تکفیر” کلمه له “کفّر” څخه اخیستل شوې، او لغوي پوهانو ورته بېلابېلې معناوې ذکر کړې دي، لکه: عاجزي کول، له منځه وړل، یا یو څه محوه کول. په لغت کې “تکفیر” د خپلې اصلي ریښې له مخې د پټولو یا پټ ساتلو مانا لري.
په فقهي اصطلاح کې، “تکفیر” یوه مسلمان ته د کفر خطاب کولو ته ویل کېږي. تکفیر تل د اعتقاد له مرحلې وروسته راځي؛ یعنې:
  • لومړی، یو کس باید په زړه کې په یوه عقیده باور ولري، یا په ظاهري ډول مسلمان وي او د اسلام په عقایدو ټینګ ولاړ وي.
  • که وروسته هغه له خپلو عقایدو څخه د کومې وسیلې په مرسته انکار وکړي او ورڅخه بیزاري وښيي، نو په دې صورت کې دا کس “کافر” بلل کېږي او تکفیر کېږي.
په قرآن کې “تکفیر” په جلا توګه نه دی راغلی، بلکې ډېری وخت د “پټولو” په مانا کارول شوی، لکه:
﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْكِتَابِ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ﴾
(که د کتاب خاوندان ایمان راوړي او تقوا غوره کړي، موږ به یقیناً د دوی ګناهونه محوه او پټ کړو.)
او همدارنګه:
﴿وَنُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ﴾
(موږ به ستاسو نور ګناهونه معاف کړو.)
سربېره پر دې، په عربي اصطلاح کې ویل کېږي:
کفرت الشمس النجوم
(لمر ستوري پټ کړل او ویې پوښل.)
په قرآن کې که څه هم د “تکفیر” کلمه نه ده راغلې، خو د یوه کس یا ډلې ته د کفر نسبت ورکولو ته اشاره شوې، لکه د هغو کسانو په اړه چې حضرت عیسی علیه السلام یې خدای ګڼلی دی. الله تعالی فرمایي:
﴿لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ قُلْ فَمَنْ يَمْلِكُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَنْ يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ﴾
(یقیناً هغه کسان کافران شول چې وویل: الله هماغه مسیح بن مریم دی. [ای پیغمبره!] ورته ووایه: کوم قدرت کولای شي چې څوک د الله تعالی له قهر او قدرت څخه وساتي، که الله وغواړي چې عیسی بن مریم هلاک کړي؟!)
Leave A Reply

Exit mobile version