د ۳۷ هجري قمري کال د روژې په میاشت کې، د پخواني تړون له مخې، د حضرت ابو موسی الاشعري او حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنهما د لیدو وخت راورسېد، او دواړه ټاکل شوي ځای ته حاضر شول. حضرت علي رضی الله عنه، د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه په مشرۍ، څلور سوه کسان دې غونډې ته واستول. حضرت معاویه رضی الله عنه هم څلور سوه کسان د غونډې ځای ته ولېږل، چې په هغوی کې حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه هم و.
ځینو مسلمانانو غوښتل چې سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه دې په دې خبرو اترو کې برخه واخلي، او ځینو بیا غوښتل چې هغه د مسلمانانو ترمنځ د یووالي او د شخړو د پای ته رسولو لپاره د خلافت مقام ومني. خو هغه له دې پیښو ځان لرې ساتلی و او د هیڅ لوري پلوي یې نه کوله.
د منځګړیتوب لومړۍ غونډه ترسره شوه، او دواړو خواوو د شخړې د حل لپاره پر بېلابېلو حل لارو بحث وکړ.
دا باید هېره نه شي چې په هغو شرایطو کې، چې په اذرح کې د حکمیت غونډه روانه وه، د مسلمانانو یوازینی خلیفه امیرالمؤمنین حضرت علي بن ابي طالب رضی الله عنه و. حضرت معاویه رضی الله عنه نه د خلافت ادعا کړې وه، نه یې ځان د امیرالمؤمنین په مقام کې ځای پر ځای کړی و، او نه هم د هغه تابعینو او ملاتړو له هغه سره د امیرالمؤمنین په توګه بیعت کړی و.
دا په دې مانا ده چې د شخړې دواړه لوري خلیفه نه وو، بلکې د شخړې یو اړخ حضرت علي رضی الله عنه و، چې د مسلمانانو خلیفه او امیرالمؤمنین و، او ډېری مسلمانانو ورسره بیعت کړی و. خو ځینو، لکه د حضرت معاویه رضی الله عنه په مشرۍ د شام خلکو، له هغه سره خپل بیعت یاغیانو ته د سزا ورکولو پورې مشروط کړی و.
حضرت معاویه رضی الله عنه د خلافت د مقام لپاره د حضرت علي رضی الله عنه پر اهلیت او وړتیا نیوکه نه درلوده، او هغه یې د خپل ځای ناستي په توګه نه ګاڼه. بلکې، د هغه نیوکه د حضرت علي رضی الله عنه د ځینو پرېکړو په اړه وه، لکه د واليانو په ټاکلو او لېرې کولو کې بېړه، او هغو مجرمینو ته سزا نه ورکول، چې بغاوت یې کړی و، په داسې حال کې چې لا ډېرو خلکو بیعت نه و کړی.
اوس، د پورته یادو ټکو په پام کې نیولو سره، راځئ چې د منځګړو یا حکمانو د لومړۍ غونډې جریان ته وګورو، ترڅو د موضوع حقیقت لا ښه درک کړو.
هغه واقعیت چې حضرت ابو موسی الاشعري او حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنهما ورسره مخ وو، دا و چې د خلکو یوې لویې ډلې له حضرت علي رضی الله عنه سره بیعت کړی و او ځانونه یې د هغه اطاعت ته اړ ګڼل. له بلې خوا، په شام کې د مسلمانانو یوه لویه ډله، چې مشري یې حضرت معاویه رضی الله عنه کوله، لا تر اوسه له حضرت علي رضی الله عنه سره بیعت نه و کړی. دا ځکه نه و، چې هغوی د حضرت علي رضی الله عنه د خلافت مخالفت کاوه، بلکې دا یې دلیل و، چې باور یې درلود، د هغه ټاکنه د سمو اسلامي اصولو مطابق نه ده شوې (لکه څنګه چې هغوی غوښتل).
همداراز، یو شمېر اصحاب کرامو رضی الله عنهم هم لا تر اوسه ورسره بیعت نه و کړی. له بلې خوا، حضرت علي رضی الله عنه د باغیانو، فتنه ګرو او مجرمینو په اړه شرعي حدود نه و نافذ کړي، او ډېرو دغو مجرمینو ځانونه د هغه د سرتېرو او لښکرو په منځ کې ځای پر ځای کړي وو، او له هغوی سره یوځای یې جګړه کوله.
د دوی په نظر، د حضرت علي رضی الله عنه ټاکنه، په عملي توګه، د تفرقې لامل شوه او د کورنیو جګړو لپاره یې لاره هواره کړه، د جمل د جګړې په ګډون، چې پکې څو زره کسان ووژل شول او ټپیان شول، او د صفین جګړه، چې د یو روایت له مخې، اویا زره کسان پکې ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول.
د حضرت علي رضی الله عنه د مخالفینو له نظره، اساسي پوښتنه دا وه: د هغو ټولو خونړیو پېښو او جګړو په پام کې نیولو سره، چې د امیرالمؤمنین په توګه د هغه له ټاکل کېدو وروسته د مسلمانانو ترمنځ رامنځته شوې، او له بلې خوا، ډېرو مسلمانانو لا تر اوسه له هغه سره بیعت نه دی کړی، که چیرې د هغه دنده د خلیفه په توګه دوام وکړي او وضعیت همداسې ګډوډ پاتې شي، او د مسلمانانو ترمنځ جګړې او شخړې دوام وکړي، نو ایا دا به غوره نه وي چې هغه د خلافت مسؤلیت پرېږدي او د دې موضوع پرېکړه د حل او عقد خلکو ته وسپاري؟ دا هغه خلک وو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام رضی الله عنهم پکې شامل وو، ترڅو یو مناسب کس، چې ټول مسلمانان یې په اړه اجماع ولري، د امیرالمؤمنین په توګه وټاکل شي.
دا موضوع د حضرت عمرو بن العاص او حضرت ابو موسی الاشعري رضی الله عنهما لخوا د “اذرح” په غونډه کې تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شوه. له ډېرو خبرو اترو وروسته، حضرت ابو موسی الاشعري او حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنهما دې هوکړې ته ورسېدل، چې د خلافت په اړه پرېکړه د حل او عقد خلکو او هغو صحابه کرامو رضی الله عنهم ته وسپارل شي، چې لا ژوندي وو او رسول الله صلی الله علیه وسلم تر خپل رحلت پورې ترې راضي وو. دا هغه شورا وه، چې پکې حضرت علي، سعد بن ابي وقاص، سعید بن زید، او عبدالله بن عمر رضی الله عنهم شامل وو، او همدا شورا وه، چې حضرت عثمان رضی الله عنه یې د خلیفه په توګه ټاکلی و.
دوی موافقه وکړه، چې پورته ذکر شوي صحابه کرام رضی الله عنهم به د خلافت د پرېکړې لپاره په “اذرح” کې غونډه کوي، له خپلو منځه به یو کس د امیرالمؤمنین په توګه ټاکي، او له هغه سره به بیعت کوي، ترڅو له دوی وروسته، په ټولو اسلامي خاورو کې مسلمانان له هغه سره بیعت وکړي.
په دې مسئله کې د دوی د اجماع معنی دا وه، چې تر هغه چې د حل او عقد شورا غونډه نه وي شوې، حضرت علي رضی الله عنه به د ټولو اسلامي خاورو د خلیفه او واکمنۍ ادعا ونه کړي. مګر، که هغه د حل او عقد شورا لخوا بیا د خلیفه په توګه وټاکل شي، نو ټول به ورسره بیعت وکړي، او که نه، هر څوک چې د امیرالمؤمنین په توګه وټاکل شي، حضرت علي رضی الله عنه به هم ورسره بیعت وکړي.
دواړو منځګړو یا حکمانو دا هم ومنله، چې تر هغه وخته پورې، چې د خلیفه د ټاکلو لپاره د حل او عقد د خلکو غونډه جوړیږي، حضرت علي رضی الله عنه به د عراق، حجاز، او یمن سیمو چارې اداره کوي، او حضرت معاویه رضی الله عنه به د شام، مصر، او شمالي افریقا چارې تنظیموي، او جګړه به پای ته رسېدلې ګڼل کیږي.
حضرت عمرو بن العاص، د حضین بن المنذر د پوښتنې په ځواب کې، د هغه او حضرت ابو موسی الاشعري ترمنځ د منځګړیتوب په غونډه کې د شوو خبرو اترو یوه برخه بیان کړه. حضین بن منذر له حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه څخه وپوښتل:
حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه وویل: “ډېرو زموږ په بحثونو کې مبالغه کړې ده، خو په خدای قسم، ډېری هغه څه چې دوی ویلي، ریښتیا نه وو. ما حضرت ابو موسی رضی الله عنه ته وویل: د خلافت په اړه ستا نظر څه دی؟”
هغه وویل: “زه باور لرم چې هغه صحابه کرام، چې د خدای تعالی پیغمبر صلی الله علیه وسلم له هغوی څخه په رضایت سره وفات شوی، باید له خپل منځه یو کس د امیرالمؤمنین په توګه وټاکي.”
ما ترې وپوښتل: “په دې اړه زما او حضرت معاویه رضی الله عنه رول څه دی؟”
حضرت ابو موسی رضی الله عنه وویل: “هغه څوک، چې د امیرالمؤمنین په توګه وټاکل شي، باید له تاسو څخه د چارو په تنظیم کې مرسته وغواړي. او که هغه تاسو ته اړتیا ونه لري، نو مسؤلیت به ستاسو له اوږو پورته شي.”
حضرت ابو موسی الاشعري رضی الله عنه هم د حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه په اړه وايي: “هغه به ځان ملامتاوه او د ابوبکر صدیق او عمر فاروق رضی الله عنهما د خلافت د ځلانده شخصیت په اړه به یې خبرې کولې.”
له بده مرغه، د دواړو منځګړو لخوا د توافق شویو مسائلو د پلي کولو لپاره هېڅ عملي ګامونه پورته نه شول، او د دوی د خبرو اترو او منځګړیتوب پایلې دواړو خواوو قانع نه کړې. د صحابه کرامو مشران ونه توانېدل، چې د خلیفه د ټاکلو لپاره سره راټول شي، او د حضرت علي او حضرت معاویه رضی الله عنهما ترمنځ وضعیت د پخوا په څېر پاتې شو. حضرت علي رضی الله عنه به تر خپل خلافت لاندې هېوادونو واکمني کوله، او حضرت معاویه رضی الله عنه به هم تر خپلې ولکې لاندې سیمو چارې تنظیمولې. خو د دوی ترمنځ اوربند لا هم پر خپل ځای پاتې و.
په دې توګه، د منځګړیتوب پروسه، د موجوده ستونزې له حل کولو پرته، پای ته ورسېده.
د حکمیت د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، د شام خاوره د حضرت معاویه رضی الله عنه د واکمنۍ لاندې په امن کې وه، او ټولو د هغه اطاعت کاوه. خو حضرت علي رضی الله عنه د خوارجو د مخ پر زیاتېدونکې ستونزې سره مخ شو، چې پایله یې د نهروان جګړه وه.
بالاخره، د خوارجو د ترهګریزې دسیسې په پایله کې، حضرت علي رضی الله عنه د جمعې په سهار، د رمضان د ۱۷مې، ۴۰ هجري کال، د کوفې د جومات په دروازه کې، د عبدالرحمن بن ملجم خارجي په نوم، د یو بدمرغه او بدبخت کس له خوا، د زهرجنې تورې په واسطه ټپي شو. د روژې د ۱۹مې په شپه، هغه د حق بلنې ته ځواب ورکړ او شهید شو.
د حضرت علي رضی الله عنه له شهادت وروسته، د عراق خلکو له حضرت حسن رضی الله عنه سره بیعت وکړ. وضعیت داسې پر مخ ولاړ، چې د عراق او شام د پوځونو ترمنځ د جګړې احتمال ډېر نږدې و. دواړو خواوو حرکت پیل کړ، خو د عراقي پوځ په منځ کې ګډوډي رامنځته شوه، او هغوی د حضرت حسن رضی الله عنه له امر څخه سرغړونه وکړه، چې له امله یې هغه د حضرت معاویه رضی الله عنه سره د پخلاینې فکر وکړ او د دې هدف لپاره یې هغه ته یو لیک واستاوه.
بالاخره، له خبرو اترو وروسته، د ۴۱ هجري کال د ربیعالاول په میاشت کې، د حضرت حسن او حضرت معاویه رضی الله عنهما ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو، او حضرت حسن رضی الله عنه د حضرت معاویه رضی الله عنه په ګټه د خلافت مقام پرېښود. دا کال، د ټولو مسلمانانو ترمنځ، د “پیوستون کال“ په نوم یاد شو.