لیکوال: ابونصر زرنجي

شل ویناوې، شل روښانه څېرې (نهمه برخه)

د علامه عزالدین بن عبدالسلام رحمه الله سیاسي څېره
علامه عزالدین بن عبدالسلام رحمه الله په شام کې د یو ممتاز او ژور شخصیت په توګه پېژندل کېده، او حتی باچاهانو ورته درناوی کاوه. هغه چې د عزت او تقوا ځانګړتیاوې یې لرلې، هیڅکله به د بلنې پرته د باچاهانو ماڼۍ ته نه تله. کله چې غوښتل کېده، سلطان ته به یې په زړورتیا او بې پرېتوب مشوره ورکوله، او نظر به یې تل د اسلام او اسلامي امت په ګټه و.
د “سلطان الملک الاشرف” د ناروغۍ پر مهال، د حکومت له ارکانو څخه یو کس شیخ ته ور ولېږل شو، ترڅو هغه ته د عیادت او دعا کولو بلنه ورکړي. شیخ د دې غوښتنې په اورېدو سره، عیادت د عبادت غوره بڼه وګڼله او هیله یې څرګنده کړه چې دا به د دواړو خواوو په ګټه وي. د سلطان سره د لېدو پر مهال، سلطان په خوښۍ سره شیخ ته ښه راغلاست ووایه او د هغه لاس یې ښکل کړ، سره له دې چې د دوی تر منځ مخکې خوابدیتا رامنځته شوې وه.
سلطان له شیخ څخه بښنه وغوښته او ورڅخه یې وغوښتل چې خپل حق ورته حلال کړي او د هغه لپاره دعا وکړي. شیخ وویل چې هره شپه له وېده کېدو مخکې د خدای تعالی ټول بندګان حلالوي او بې شکایته ویده کېږي. هغه همدارنګه د سلطان لپاره دعا وکړه او د خدای سبحانه وتعالی څخه یې وغوښتل چې هغه ته بصیرت ورکړي، ترڅو د خدای تعالی په وړاندې سپین مخ وي.
شیخ، سلطان ته په خپلو نصیحتونو کې یو مهم ټکی یاد کړ: پر دښمنانو د سلطان غلبه او د فتح کولو لیوالتیا باید د کورنیو جګړو پر ځای د تاتارانو مقابلې ته ور واوړي. ځکه دغه کورنۍ جګړې د اسلام له دښمنانو سره د مقابلې فرصت له لاسه وړي. شیخ مشوره ورکړه چې سلطان باید خپل پام د خپل ورور پر ځای د خدای تعالی دښمنانو ته واړوي. له دې مشورې سره، سلطان سمدلاسه پوځ ته امر وکړ چې د «الملک الکامل» سره د جګړې پر ځای، د تاتارانو پر ضد تیار شي. د تاکتیک دا بدلون په چټکۍ سره پلي شو، او خلکو پوه شول چې سلطان پرېکړه کړې چې د تاتارانو سره جګړه وکړي.
بیا سلطان له شیخ څخه د نورو مشورو غوښتنه وکړه. شیخ اشاره وکړه چې په داسې حال کې چې سلطان د جګړې په حالت کې دی، د حکومت چارواکي په عیش او عشرت کې ډوب دي او پر خلکو ناسم مالیات لګوي. هغه سپارښتنه وکړه، چې سلطان دې د دې ظلمونو مخه ونیسي او د خلکو شکایتونه دې حل کړي. سلطان دغه سپارښتنې د یوه فرمان په بڼه اعلان کړې او له شیخ څخه یې مننه وکړه. هغه شیخ ته د نذر په توګه زر مصري دیناره هم وړاندې کړل، خو شیخ یې له منلو انکار وکړ او ویې ویل چې د هغه عیادت او عبادت یوازې د خدای تعالی لپاره دی.
د شام باچا په دربار کې زړورتیا او جرأت
د ملک صالح اسماعیل ځای‌ناستی (ابو الخبش)، د ملک صالح نجم الدین ایوب، د مصر باچا پر وړاندې، چې پر شام د احتمالي برید په اړه اندېښمن و، له فرنګیانو څخه یې مرسته وغوښته، او په بدل کې یې د صیدا، سقیف، او څو نورو کلاګانو ښارونه د انعام په توګه د هغو په نامه ثبت کړل.
دې عمل فرنګیان دومره زړور کړل چې دمشق ته د ننوتلو لپاره یې د وسلو پېرودل پیل کړل. شیخ د دې کار څخه ډېر ناخوښه و، ځکه فرنګیان به پر همدغو وسلو بریدونه وکړي، کوم چې یې له مسلمانانو اخیستي دي. د وسلو پلورونکي، چې په دې معامله کې شکمن وو، له شیخ څخه یې فتوا وغوښته. شیخ په ښکاره وویل چې پر فرنګیانو د وسلو پلورل حرام دي، ځکه مسلمانان پوهېږي چې دا وسلې به د دوی پر ضد وکارول شي.
شیخ د سلطان له دیني بې غورۍ او د مسلمانانو له ذلت او بې عزتۍ ډېر په قهر شو.
شیخ، د دې پر ځای چې سلطان ته د جمعې په خطبو کې دعا وکړي، چې دا د درباري امامانو دود و، د دواړو خطبو په پای کې به یې په دې الفاظو دعا کوله: «اې خدایه! د اسلام او د اسلام له ملاتړو سره مرسته وکړه، ملحدان او د دین دښمنان ذلیل او تباه کړه مسلمانانو هم په پوره اخلاص سره آمین ویل.
د سلطان جاسوسانو دا خبره دربار ته ورسوله، او د شیخ عزالدین د نیولو حکم صادر شو. شیخ سمدستي ونیول شو، زنداني شو، او بیا قدس ته جلاوطن شو.
په دې وخت کې د حمص والي، سلطان صالح اسماعیل الملک المنصور، او د فرنګ باچاهانو پلان درلود چې د خپلو ځواکونو سره مصر فتح کړي او قدس ته ننوځي. صالح اسماعیل، چې تل یې له شیخ څخه کرکه درلوده، او په عین وخت کې یې د هغه د زندان کېدو له امله ګواښ هم احساساوه، خپل دستمال یې خپل یوه ملګري ته ورکړ او ورته ویې ویل: «دا دستمال شیخ ته ورکړئ، او له هغه څخه په زارۍ وغواړئ چې ما ته د بښنې لپاره راشي، ترڅو زه په عزت سره هغه پخواني مقام ته وروګرځوم. که هغه زما پیغام ونه مني، ونیسئ یې او زما څنګ ته په یوه خیمه کې یې زنداني کړئ
د سلطان استازی، د غوړه مالۍ او چاپلوسۍ له پلان سره، شیخ ته ورغی، او په پای کې یې ورته وویل: «یوازې د سلطان د لاس ښکل ته راشه، هر څه به سم شي، زندان او جلاوطني به په بښنې بدله شي، او ته به بېرته خپلو پخوانیو مقامونو ته وروګرځې
د شیخ تاریخي ځواب، چې د سرو زرو په لیکلو وړ دی، دا و:
«والله یا مسكين! ما أرضاه أن يقبل یدي فضلاً أن أقبل یده، یا قوم أنتم في وادٍ وأنا في وادٍ، والحمدلله الذي عافاني مما ابتلاکم به
ژباړه: «اې بدبخته! په خدای قسم، زه په دې حتی راضي نه یم چې سلطان زما لاس ښکل کړي، څه ورسېږه دې ته چې لاړ شم د هغه لاس ښکل کړم. اې خلکو (جاهلانو!)، ستاسو لاره بله ده او زما لاره بله ده. د الله تعالی شکر ادا کوم، چې زه یې ستاسو له ناپاکې لارې وژغورلم.»
د دې ځواب په اورېدو، د سلطان استازي وویل: «بیا نو ستاسو د نیولو او بندي کولو امر لرم
شیخ وویل: «خپل رسالت په خپله خوښه ترسره کړه
شیخ د سلطان د خیمې څنګ ته په یوه خیمه کې بندي و، او د قرآن تلاوت به یې کاوه. سلطان به یې له خیمې څخه د تلاوت آواز اورېده. یوه ورځ، سلطان د فرنګ باچاهانو ته وویل: «آیا غواړئ چې د شیخ تلاوت واورئ؟»
هغوی وویل: «هو
سلطان وویل: «تاسو پوهېږئ، چې دغه د مسلمانانو تر ټولو ستر عالم دی (هذا أكبر قسوس المسلمين)، او ما هغه ځکه بندي کړ، چې تاسو ته د ځینو کلاګانو په ورکولو یې اعتراض وکړ. ما هغه د جمعې د امامت او نورو مقامونو څخه لرې کړ، له دمشق څخه مې جلاوطن کړ، قدس ته مې ولېږه، او بیا مې زنداني کړ
عیسوي باچاهانو وویل: «که دا سړی زموږ له عالمانو څخه وای، نو موږ به یې د پښو اوبه د برکت لپاره څښلي وای
ډېر وخت تېر نه شو، چې د مصر څخه تښتېدلی پوځ بېرته راستون شو، صالح اسماعیل ماته وخوړه، او عیسوي لښکر سره وپاښه. شیخ په ښه روغتیا مصر ته راستون شو.
د تېرېدو پر مهال، د شیخ مخ د کرک ایالت ته شو. د کرک والي وړاندیز وکړ، چې شیخ دې په دغه ښار کې پاتې شي. شیخ وویل: «دا کوچنی ښار زما پوهه نه شي زغملی
مصر ته د شیخ راتګ
په مصر کې سلطان الملک الصالح نجم الدین، شیخ ته ښه راغلاست ووایه او د الوجه القبلي د قضا او د یوه ویجاړ شوي جومات د ترمیم دنده یې ور وسپارله. کله چې سلطان، صالحیه مدرسه پرانیسته، شیخ یې د شافعي فقهې د تدریس لپاره وټاکه. شیخ هم دا دروند مسئولیت په پوره جدیت سره ادا کړ او خلکو ته یې ډېره ګټه ورسوله.
د مصر شیخان او سلاطین
په مصر کې د شیخ عزالدین په ژوند کې ډېر انقلابونه وشول. کله چې دی مصر ته راغی، هلته د ایوبي کورنۍ واکمنه وه. په دې دوره کې، چې د صلاح الدین ایوبي خپلوان پاچاهان وو، له الملک الصالح څخه وروسته نجم الدین ایوب د الملک المعظم نورالدین شاه ځایناستی شو. د حکومت مشري بیا د ترکانو باچاهانو ته ورسېده، چې ټول یې د شیخ مریدان وو، نو د شیخ درناوی یې پر خپل حال وساته. په ځانګړې توګه، د ترکي نژاد مشهور مصري سلطان الملک الظاهر بیبرس د شیخ له وینا ډېر متأثر و او درناوی یې ورته درلود.
په بغداد کې د عباسي سلطنت له ړنګېدو وروسته، د شیخ په مشوره، د وروستي خلیفه تره، معتصم ابو القاسم احمد (چې المنتصر یې لقب و)، د ۵۵۹ هجري قمري کال کې په عزت او وقار سره په مصر کې د خلیفه په توګه وټاکل شو. لومړی، شیخ عزالدین له هغه سره بیعت وکړ، بیا الملک الظاهر بیبرس، ورپسې قاضي القضات تاج الدین او نورو خلکو هم بیعت وکړ.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version