لیکوال: ابو نصر زرنجي

شل ویناوې، شل روښانه څېرې (لسمه برخه)

د شیخ رحمه الله ریښتینولي او زړورتیا
په همدې وخت کې، فخرالدین عثمان، چې د شاهي ماڼۍ مدیر او د مصر د پاچاهۍ اصلي منتظم و، د یوه جومات پر چت د ډول وهلو لپاره یوه ودانۍ جوړه کړه. د دې ودانۍ له جوړېدو وروسته، د ساز او سروز غږ پورته شو.
شیخ رحمه الله له دې پېښې خبر شو او د قاضي او د جوماتونو د تعمیر د مسئول په توګه یې د ودانۍ د ورانولو امر وکړ. همدارنګه، شیخ اعلان وکړ چې له نن څخه فخرالدین مردود الشهادت دی.
شیخ رحمه الله د قضاوت له مقامه استعفا وکړه، خو سلطان د هغه پر عزت کې کموالی را نه وست. سره له دې، هغه بېرته د قاضي په توګه ونه ټاکل شو.
د شیخ د فتوا اغېز دومره پراخ و، چې د مصر سلطان د بغداد خلیفه ته خپل استازی واستاوه. کله چې خلیفه ته د سلطان پیغام ورسول شو، هغه وپوښتل:
«آیا تا دا پیغام پخپله د سلطان له خولې اورېدلی؟»
استازي ځواب ورکړ:
«نه، ما دا پیغام د سلطان د دفتر او ماڼۍ د مسئول، فخرالدین، څخه اورېدلی دی
خلیفه وویل:
«د شیخ عزالدین د فتوا له مخې، د هغه شهادت مردود دی، زه د فخرالدین پیغام نه منم
په پایله کې، د سلطان استازی بېرته راستون شو، دا ځل یې پخپله د سلطان څخه تصدیق او پیغام ترلاسه کړ، بیا یې خلیفه ته یووړ. خلیفه دا ځل پیغام ومانه او اقدام یې وکړ.
د شیخ زړورتیا
یو له حیرانوونکو پېښو څخه دا وه، چې د اختر ورځ وه. پاچا په خپل دربار کې پر تخت ناست و.
دواړو خواوو ته د پوځ سرتېري په کتار کې ولاړ وو، او امراء به د دربار دروازې ته راتلل، بیا به یې په ځانګړو مراسمو سره سلطان ته درناوی کاوه.
په همدې خاص مجلس کې، ناڅاپه شیخ رحمه الله په لوړ غږ سلطان ته خطاب وکړ او ویې ویل:
«ای ایوبه! خدای تعالی ته به څه ځواب وایې، که له تا وپوښتي، چې: ما تا ته د مصر سلطنت درکړ، چې ته شرابخوري ازاده کړې او د شرابو پلور ته اجازه ورکړې؟»
پاچا حیران شو او ویې ویل:
«مطلب دې څه دی؟ په واضح ډول یې ووایه
شیخ وویل:
«په فلاني بازار کې، د شرابو پلور آزاده ده، حرام کارونه ترسره کېږي، خو ته په خپلو چارو بوخت یې
سلطان وویل:
«زه په دې کې څه ګناه لرم؟ دا دوکانونه د زما د پلار د واکمنۍ پر مهال د سوداګرۍ جواز اخیستی
شیخ وویل:
«نو ته هم له هغو کسانو څخه یې چې وایي:
إِنَّا وَجَدْنَا آبَاءَنَا عَلَى أُمَّةٍ
(
یعنې: موږ د خپلو پلرونو لاره تعقیبوو.)»
سلطان ډېر متأثر شو او سمدستي یې امر وکړ، چې د شرابو دوکانونه بند شي.
د شیخ شاګرد وایي:
کله چې شیخ رحمه الله د سلطان له دربار څخه راستون شو، ما ترې وپوښتل:
«دا څنګه کار و؟»
شیخ وویل:
«کله مې چې سلطان په دومره شان و شوکت کې ولید، وېریدم، چې غرور یې ونیسي او د نفس په جال کې راګیر شي، نو ما دا خبرې د هغه د اصلاح لپاره وکړې
ما وپوښتل:
«آیا تاسو د وېرې احساس ونه کړ؟»
شیخ ځواب ورکړ:
«په هغه وخت کې، د خدای سبحانه و تعالی جلال په ما دومره غالب و، چې سلطان راته د یو کوچني پیشوګی په څېر ښکاره شو
د فرنګیانو پر ضد جهاد
په هغه وخت کې، د فرنګیانو د برید خطر هره ګړۍ احساسېده.
یو ځل، فرنګیانو د منصوره ښار ته نږدې د مسلمانانو ځینې سیمې ونیولې.
شیخ رحمه الله د مسلمانانو سره په جهاد کې ګډون وکړ، او د خدای تعالی د مستجاب الدعوه شخصیت و.
ابن سبکي د طبقات کتاب کې لیکي:
«د شیخ د دعا په برکت، مسلمانان بریالي شول
په هماغه شپه، په بحر کې سخت طوفان راغی، د فرنګیانو زیاتره بیړۍ ماتې شوې، او د دوی د لښکر زیاتره سرتېري په سمندر کې ډوب شول.
شیخ عزالدین بن عبدالسلام او د تاتاریانو پر وړاندې د سلطان هڅول
تاتاریانو پر بغداد برید کړی و، او د اسلامي تمدن وضعیت بېخي ناوړه و.
د مسلمانانو ځواک کمزوری شو، وېره او وحشت پر هغوی غالب شول.
هو! دا بدلونونه بې دلیله نه وو. مسلمانانو خپل عظمت د زوال پر لور روان لید.
  • دوی ولیدل چې د دوی د کرامت او عزت تود لمر څنګه په خاموشۍ او تیارو بدل شو.
  • د مسلمانانو ښځې د عیاشو دښمنانو لخوا بې حرمتې شوې.
  • ماشومان د څارویو په څېر د دوی مخ ته حلال شول.
  • کتابتونونه، چې د اسلامي کلتور او تمدن ښکاره نښانې وې، له منځه ولاړل.
د مسلمانانو کمزورتیا دومره زیاته شوې وه، چې یو عادي تاتار عسکر کولی شو یوه ډله مسلمانان په ځمکه پرې باسي، بیا خپله وسله راوړي، او وروسته یې ټول بې له کوم عکس العمله ذبح کړي.
د ظلمونو حد مصر ته هم ورسېد. د دغه هېواد مسلمانان په مایوسۍ او ناهیلۍ کې ډوب وو.
خو په دې سختو شرایطو کې، یو زړور انسان راپیدا شو، چې د مسلمانانو په مړه بدنونو کې یې نوې روح پو کړه.
تاریخ دغه ستر شخصیت د شیخ عزالدین بن عبدالسلام په نوم یادوي.
د جهاد د لګښتونو چمتو کول
په هغه وخت کې، تاتاریانو له هر اړخ څخه پر اسلامي نړۍ بریدونه کول.
کله چې دوی مصر ته ورسېدل، وېره او وحشت دومره زیات شو، چې د مصر سلطان او خلک د مقابلې توان نه درلود.
خو شیخ رحمه الله هغوی وهڅول، او ویې ویل:
«د خدای په نامه جهاد ته ولاړ شئ، زه ستاسو د بریا ضمانت کوم
سلطان وویل:
«زه په خزانه کې سرمایه نه لرم، غواړم چې له سوداګرو پور واخلم
شیخ ځواب ورکړ:
«لومړی د خپلې ماڼۍ شتمني، د خپلې مېرمنې زیورات، او د دولت چارواکو حرام مالونه راټول کړه.
حکومتي غړي دې خپلو مېرمنو ته ووایي، چې خپل زیورات راوړي.
دا به د جګړې لګښتونه پوره کړي، بیا که اړتیا وه، پور واخلئ.
له دې مخکې، د پور اخیستلو اجازه نه شته
د شیخ نفوذ دومره زیات و، چې هیڅوک یې مخالفت نشو کولی.
بالاخره، سلطان او د حکومت چارواکو د خپلې کورنۍ ټولې شتمنۍ راټولې کړې.
همدغه اندازه بسیا وه، چې د جنګي وسایلو چمتو کولو ته ولګول شي.
او بالاخره، مسلمانان د جګړې په ډګر کې بریالي شول.
د شیخ رحمه الله شخصیت او سترتوب
د شیخ عزالدین بن عبدالسلام شخصیت، عظمت، مقاومت، او زړورتیا، د تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت دي.
هرڅوک چې د تاریخ مطالعه وکړي، کله چې د دغه مجاهد ژوندلیک ته ورسېږي، نو سمدستي به هک پک شي، او دا پایله به واخلي:
«که د شیخ دغه سپېڅلي صفات،
په ځانګړې توګه، د هغه قرباني او خواخوږي،
د مسلمانانو په منځ کې نه وای خپاره شوي،
نو څنګه به شونې وه،
چې د مسلمانانو له لاسه وتلی عظمت بېرته خپل ځای ته راوګرځي؟»
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version