د راشده خلافت له مهمو، حساسو او د غور وړ پېښو څخه، چې د حضرت علي رضي الله عنه د خلافت په کلونو کې رامنځته شوه، د حکمیت مسئله وه، چې د صفین جګړې پر مهال د اسلامي تاریخ د دې خونړي کړکېچ د پای ته رسولو لپاره مطرح شوه. د دې پېښې د حقیقت په اړه د ډېرو لیکوالانو او تاریخپوهانو ذهنونه مغشوش شوي، او هغوی د ضعیفو او بېاعتباره روایتونو پر بنسټ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شریفو صحابه کرامو، په ځانګړي ډول د حضرت ابو موسی اشعري او حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنهما، په اړه ناسم تصویر وړاندې کړی دی.
حضرت ابو موسی اشعري رضي الله عنه یې د رایې او فکر په کمزورتیا او دوکه کېدو تورن کړی، او حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه یې په مکر، ځیرکتیا او دوکهبازۍ تورن کړی دی. حال دا چې دا ډول روایتونه جعلي او بېبنسټه دي، او د صحابه کرامو (رضي الله عنهم) د مخالفینو او دښمنانو له لوري جوړ شوي دي. ځینو لیکوالانو دا روایتونه له علمي څېړنې، کرهکتنې او احتیاطي ارزونې پرته منلي دي.
دا دوه درانه صحابه کرام له دې تورونو څخه پاک وو، د صحابه کرامو له مشرانو څخه شمېرل کېدل، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم، راشده خلفاوو او نورو صحابه کرامو د باور وړ اشخاص وو. هغوی د مسلمانانو د یوې سترې شخړې د حل لپاره غوره شوي وو، هغه شخړه چې د زرګونو مسلمانانو د وژنې لامل شوې وه. دوی د دې لانجې د حل لپاره تر خپل وسه هڅه وکړه، خو د صحابه کرامو مخالفینو په دې اړه ډېر غلط روایتونه جوړ کړل.
هغوی حق د باطل په توګه معرفي کړ، او د قرآن د حکمیت مسئله، چې د مسلمانانو ترمنځ د وینو تویېدو د مخنیوي لپاره وړاندې شوې وه، دسیسه، دوکه او جنایت وګڼله. هغوی حضرت علي رضي الله عنه ته داسې ویناوې منسوبې کړې، چې د مستندو او معتبرو روایتونو سره په ټکر کې دي.
دوی د حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه پر ضد هم دومره غلط تبلیغات وکړل، چې ډېر کم داسې تاریخي کتابونه موندل کېږي، چې هغه یې په دوکهبازۍ نه وي تورن کړی. د حکمیت د موضوع د لا وضاحت او سپیناوي لپاره، موږ دا مسئله د هغو مستندو روایتونو په رڼا کې څېړو، چې د اسلامي تاریخ او د اهل سنتو د مشهورو علماوو او څېړونکو د باور وړ دي.
حضرت ابو موسی اشعري رضي الله عنه – د حضرت علي رضي الله عنه غوره شوی حکم
کله چې په صفین جګړه کې دواړه مخالفې خواوې د قضیې د حل لپاره د حکمیت پر ټاکلو موافقې ته ورسېدې، او د الله تعالی د کتاب حکم ته یې غاړه کېښوده، نو حضرت علي رضي الله عنه او د کوفې خلکو حضرت ابو موسی اشعري رضي الله عنه د حکم په توګه غوره کړ. د حضرت علي رضي الله عنه له ملګرو څخه هېڅ چا د دې ټاکنې مخالفت ونه کړ، پرته له یو څو سبائیانو، چې هغوی د سولې د تړون له اصل سره مخالف وو.
له همدې امله، د دوی مخالفت ته اهمیت ورنهکړل شو، ځکه چې د دوی دریځ د مسلمانانو د عمومي مصلحتونو پر ضد و او د دوامداره فتنې او جګړې سبب کېده.
حضرت ابو موسی اشعري رضي الله عنه یو متقي، هوښیار، فقیه او عالم شخصیت و. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه له حضرت معاذ رضي الله عنه سره یمن ته د اسلام د احکامو د تبلیغ لپاره استولی و. حضرت عمر رضي الله عنه د هغه درناوی کاوه، د علم او حکمت ستاینه یې کوله، او هغه یې له باوري استازو، بریالیو قوماندانانو او عادلو قاضیانو څخه شمېرلو.
هغه د مسلمانانو ترمنځ سوله او هوساینه خوښوله، د یووالي او خواخوږۍ پیغامیې لېږداوه، او د فتنې او ګډوډۍ مخالف و. له همدې امله، سبائي خوارج او د دوی پلویانو هغه د تورونو او تبلیغاتو هدف وګرځاوه.
نن ورځ ډېر کم داسې کتابونه موندل کېږي، چې د حکمیت مسئله یې څېړلې وي، خو د حضرت ابو موسی اشعري رضي الله عنه پر وړاندې یې نیوکه نه وي کړې. حال دا چې هغه خپله دنده په پوره امانتدارۍ او هوښیارۍ سره ترسره کړه، اسلامي امتیې د کورنیو جګړو له نوي پړاو څخه وژغوره، او د فتنې هغه اوریې مړ کړ، چې سبائیانو او خوارجو ورته لمن وهله.
له همدې امله، ټول هغه روایتونه او لیکنې، چې سبائیانو د حکمیت په اړه خپرې کړي، د صحابه کرامو رضي الله عنهم له عدالت، صداقت او امانتدارۍ سره په ټکر کې دي. دا ټول روایتونه دروغ او بېبنسټه دي، چې د بدعتپالو او درباري تاریخپوهانو له لوري جوړ شوي، او بیا یې هغه کسان نقلوي او پرې استناد کوي، چې په ښکاره ډول ګناهونه او بدعتونه کوي.
دا جعلي روایتونه د ابو مخنف لوط بن یحیی، ابو جناب الکلبي یحیی بن ابي حییه، او نورو له لوري جوړ شوي، کوم چې د صحابه کرامو رضي الله عنهم دښمنان وو.