
ليکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي
الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (شپږمه برخه)
په نااسلامي هېوادونو کې د الحاد او ناسم لیدلوري(بدبینۍ) د پراختیا لاملونه او اسباب
په نااسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول په غرب کې د الحاد اسباب بېلابېل دي، چې لاندې یې ځینې بیانوو:
لومړی: د یهودیت او مسیحیت په اصل کې بدلون، بدعتونه او د دیني څېرو بدې کړنې.
د الهي دینونو تحریف او د دیني څېرو له لوري د دین بد تمثیل په غرب کې د الحاد د پراختیا اصلي لامل بلل کیږي، چې په لاندې برخو وېشل کیږي؛
• د اسماني کتابونو تحریف او پکې د منحرفو او خرافاتي عقیدو دننه کول
د تورات او انجیل تحریف، پکې د داسې مسایلو دننه کول، چې د پوهېدو وړ نه دي او د عقل، فطرت او پوهې خلاف دي، لکه؛ د تثلیت عقیده او د مسیحیت ځینې نور تحریف شوي باورونه، یا په یهودیت کې د تجسیم عقیده او د خدای تعالی د پېژندنې بڼه چې یوه عادل انسان ته هم د درک او هضم وړ نه ده. دا هغه عوامل وو چې خلک یې الحاد منلو ته اړ کړل.
• په منځنیو پېړیو کې دین او علم ترمنځ مخامختیا او تعارض
د روم امپراطورۍ له وېش وروسته، چې په (395م) کال کې په شرقي او غربي روم امپرطوریو ووېشل شوه، د شرقي روم مرکز استانبول/ اسلامبول( قسطنطنیه) او د غربي روم پلازمېنه د (روم) ښار شو. د یاد وېش له نېټه څخه وروسته تر 1453 م کال پورې دوره د پوهانو او تاریخ لیکوالو له لوري منځنۍ پېړۍ بلل کیږي، چې له پنځمې پېړۍ څخه تر څوارلسمې پېړۍ پورې یې تقریبا 1000 کاله یې دوام وکړ او په اروپا کې د ظلم، جبر، وحشت او د دیني خرافاتو د پالنې دوره بلل کیږي.
په همدې دورې کې چې په اروپا باندې کلیسا حاکمیت کاوه، سکولاستیک حاکمیت پراخه شوو. د ( SCHOLASTIC ـ کلمه د یوناني له ـ SCHOLA ) څخه اخېستل شوې، چې معنی یې ( مدّرس) راځي. په منځنیو پېړۍ کې علم او حکمت یوازې په کلیسا کې تدریسېده او په همدې اساس د ـ علم او حکمت په مدرسې ـ ملقب شول او سکولاستیک نوم یې ترلاسه کړ او د دې مکتب پلویان هم (مدرسیون ـ رواقیون) وبلل شول. دا مکتب په نهمې پېړۍ کې پيل او تر پنځلسمې پېړۍ پورې یې دوام وکړ.
مدّرسي فلسفې هڅه کوله، چې د عیسویت زده کړې له ارسطويي او تر یوې کچې له افلاطوني فلسفې سره ګډې کړي.
لومړنی کس چې افلاطون پرسته فلسفي ګڼل کیږي ـ یوهانس اسکوتوس اِریگنا ـ په نهمې پېړۍ کې وو، خو مدرسي فلسفه په 11 مې پېړۍ کې پیل شوه.
(توماس اکویناس ـ Thomas Aquinas ) د منځنیو پېړیو (13 مې پېړۍ) تر ټولو لوی فلسفي و، چې د حکمت په ټولو مدرسو کې په لوړه درجه کې و، نوموړی د ایټالیا و او تر یوه څه وخته یې د ـ ستر البرت ـ له لوري د منځنیو پېړیو ارسطو لقب اخیستی و. ده د ارسطو د فلسفي په زده کړه وخت تېر کړ او ارسطو یې دومره وستایه چې وروسته کاټولیکانو ارسطو ته د پیغمبر په سترګه کتل.
نوموړي یو څه موده د پاریس په زده کړنځای کې د فلسفې او اخلاقیاتو تدریس وکړ، د ده تعلیمات د مسیحیت او د ارسطو د فلسفې ګډوله ده.
د سکولاستیک مکتب فعالیتونه د دې لامل شول، چې د ارسطو نظریې د ایاتونو غوندې سپېڅلې او په وړاندې یې مخالفت کفر وبلل شي. په همدې ډول پوهانو نشوای کولای چې په وړاندې یې نظر څرګند کړي او له دین سره یې کرکه پیدا شوه، چې وروسته د همدې سکولاستیک مکتب سره د مبارز لپاره یې له طبیعت څخه ورهاخوا او غیر مادي لاملونه یې په خپلو لیکنو کې کم کړل او ماده پالنې( ماټریالېزم) لور ته یې خپل میلان څرګند کړ.
په دې اړه ډاکټر رابرټ م. اګروس په خپل کتاب (نوي داستان) کې؛ دا چې ولې ځینو پوهانو د ماټریالېزم مکتب لور ته له نیمګړتیاو او عیبونو سره، سره بیا هم میلان پیدا کړ، لیکي: “که چېرته د پراختیا، روښانتیا او وحدت له اړخه ماټریالېزم له دومره کمزوریو سره مخ دی، نو بیا ولې د ګالیلیو غوندې متفکرانو ته د منلو وړ بلل کیږي؟ د دې ځواب دا دی، چې هغوی د وخت حاکم مکتب سکولاستیک سره مبارزه کوله، د سکولاستیک مکتب پوهان د منځنیو پېړیو له الهیات پوهانو لکه؛ توماس اکویناس او بوناونتوره څخه ـ 300 ـ کاله وروسته صحنې ته راغلل، چې اصلیت او روښان فکري یې نه درلوده او جامد درسونه یې د رنسانس دورې تر اخره په اکاډمیو کې او مدارسو کې مسلط ول.
بیکن، ډکارټ، هابر، لاک او ډېر نور چې په همدې مدارسو کې تربیه شوې وو، تل د سکولاستیک مدرسانو له بې پایلو او بې فایدې بحثونو او مشاجرو څخه په تنګ وو او شکایت یې درلود، د هغوی لیکنې او زده کړې ډېرۍ په تاوجنو بحثونو اوښتې. سکولایستک مدرسینو له الهیاتو څخه په فلسفې او طبیعي علومو کې په ناسمې ګټې اخیستنې سره د ارسطو اثارو ته له کچې زیات ارزښت ورکاوه، چې تقریبا د مقدس کتاب له اصل سره یې برابرول. د سالم عقل ولا کسانو ته واضحه وه، چې باید د علم لپاره نوې بڼه تدوین شي، د علم داسې نوې بڼه چې د سکولاستیکې ناپرمختللې فلسفې په خلاف چې هر څه یې د میټافزیک او له طبیعت څخه ورهاخوا پېښو سره تړل، باید عیني واقعیتونو او فزیکي دنیا ته بېرته پکې را وګرځي.
کلیسا له پوهې سره په تعامل کې دوه نامنطقي موقفونه درلودل؛ په لومړیو کې یې د یوناني پوهې او حکمت سره تفریطي چلند کاوه او هغه یې ردول، خو وروسته تر فشارونو لاندې بې وسې او تسلیم شوه او افراطیت یې غوره کړ، تر دې چې د یوناني علومو په هرې څانګې؛ طب، فلسفې، منطق او یوناني هیاتو باندې برید په مسیحي باورنو حمله بلل کېده، په همدې شرایطو کې کلیسا خپل خرافاتي عقاید او بې ارزښته کلامي بحثونه په یونانو علومو کې بیانول نو د دې اثر له مخې یاد علوم د مسیحت ارکان بلل کېدل.
د اروپا بیا ژوندن (رنسانس) دوره چې لوی بدلونونه یې رامنځته کړل، د دې لامل شوه، چې ډېر خلک د مسیحت له انحرافي خرافاتي عقیدې څخه وتښتي او د پوهې نورې لارې معرفي کړي او د ارسطو نظرونه بې اعتباره او په وړاندې یې وخت ناوخته نیوکې وکړي.
له دې ټولو ورهاخوا، د ارسطو او افلاطون د فلسفې او د مسیحي الهیاتو یو ځای کول او بیا هغو ته سپېڅلتیا وربښل، د دې لامل شوي، چې په علم کې هر نوښت او ابتکار چې د دې ګډولې خلاف و، په دین کې بدعت او کفر وګڼل شي او پایله یې منتقد ته سزا شوه. نو په همدې دوره کې د عقایدو د څارنې محکمې په 1233 م کال کې د پاپ ګرېګور تر مشري لاندې تشکیل شوې. د اروپايي هېوادونو د پادشاهانو عزل او تقرر د سترپاپ په واک کې و او سرغړونکي به چې د ـ انګیزاسیون ـ په محکمې کې د اعدام سزا ورته اورول شوې وه، د کلیسا د صلاحیت لرونکي استازي له لوري به د اعدام په موخه حکومتي منسوبینو ته سپارل کېدل، تر څو اعدام شي.
په یادې دورې کې په زرګونو پوهان او روښانفکره د کلسیا تر څارنې لاندې محکمو کې په ارتداد تورن او اعدام شول، چې څو بېلګي یې لاندې را اخلو:
1. پولنډی ـ نیکولای کوپرنیک ( 1473 ـ 1543):
کوپرنیک له زرګونو کلونو وروسته د بطلیموس نظریه، چې ځمکه یې د (شمسي نظام مرکز بلله) رد کړه او لمر یې د لمریز نظام مرکز وباله.
2. سیروتوس: ډاکټر او د ژوندیو موجودات د علم پوه، چې د محکمې قرباني شو.
3. برنو ( 1548 ـ 1600): (لمر د لمریز نظام د مرکزیت) د نظریې ملاتړی او نه ستړی کېدونکی مبارز، چې د کلیسا د نظریې مخالف و او له محکمې وروسته ژوندۍ په اور کې وسوځول شو.
4. ګالیلیو: د کوپرنیک او برونو نظریې یې تعقیب کړې او ځمکې ته د شیانو د سقوط قانون یې نړۍ ته وړاندې کړ، نوموړی څو ځلې د ـ انګیزاسون ـ په محکمې کې محاکمه شو او په پایله کې په کورني بند محکوم او په همدې بند کې ومړ.
5. لامتري ( 1709ـ1751): مشهور فرانسوي طبیب او فلاسفر و، چې کلیسا او پادریانو کافر کړ او د مرګ سزا یې ورکړه.
6. پاراسیلز: مشهوره سویسي طبیب او کیمیاپوه و، چې د کلیسا توند مخالف او د کلیسا له ربړونې او ځور سره مخ شو.
7. وزال: بلجیمي طبیب، د اناټومۍ د تشریح بنسټګر او د پادو پوهنتون استاد و. نوموړي د ښځو او نارینه و د جسد له تشریح وروسته ادعا وکړه، چې ښځې او نارینه یوه اندازه پوښتۍ لري، د کلیسا له لوري احضار شو او په مرګ یې محکوم کړ، ځکه لیکنه یې د انجیل د متن خلاف وه او هلته لیکل شوې وو: “چې خدای حوا د ادم له یوې پوښتۍ جوړه کړې او د نر یوه پوښتۍ له ښځې کمه ده.”
8. کرسټوفر کولمبوس (کرسټوف کولم): منجم، کفټان او د امریکا د وچې کشفونکی؛ کله چې نوموړي وویل، چې کېدلای شي، د سمندر له لارې هندوستان ته تګ وشي، کلیسا هغه احضار کړ او پوښتنه یې ترې وکړه، چې آیا تاسو رېښتیا همداسې ویلي؟ نوموړي د هو ځواب ورکړ، کلیسا هغه ملحد وباله او ویې ویل: د سمندر په ژورو کې مقناطس شتون لري چي بېړۍ ځانته راکاږي او که د استوا کرښې ته نږدې شی سوځېږی او… پادریانو او کلیسا هغه زنداني کړ او له څه مودې وروسته خوشې شو.
په همدې ډول زیات شمېر پوهان، طبیبان، فلاسفران او علماء د منځنیو پېړیو د انساني او علمي نظریاتو قرباني شول. دا جنایتونه د 18 مې پېړۍ تر پایه روان وو او په پای کې د دیني استبداد او د دولتونو د مطلق واک غوښتنې په وړاندې مبارزو زور واخیست او د فرانسې د ستر انقلاب لامل شول، چې د بشر د حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې لار خلاصه کړه.
ادامه لري…