لیکوال: ابوالنصر زرنجي
شل ویناوې، شل روښانه څېرې (پنځمه برخه)
د امام غزالي رحمه الله لس کلن سفر او ریاضت
امام غزالي له ۴۸۸ هجري کال څخه، چې د هغه د روحاني انقلاب او بدلون پیل ګڼل کېږي، د ژوند یوې نوې مرحلې ته داخل شو، چې له پخوانۍ دورې سره یې بشپړ توپیر درلود. د دې بدلون په پایله کې، یو نوی غزالي راڅرګند شو، چې د اسلامي عالمانو په منځ کې بې‌ساری و.
د ۴۸۸ هجري کال د رجب په میاشت کې، د امام غزالي معنوي حالت ډېر سخت شو، او ټولې عقیدې او فکرونه یې پرېشانه شول. د عباسي او سلجوقي خلافتونو پر مهال، هغه په ظاهري ډول اطاعت ته اړ ایستل شوی و، خو په باطن کې یې د اهلِ ظاهر سره مخالفت درلود. هغه نور نشو کولای چې د مذهبونو د مشرانو په وړاندې وجنګېږي او د هغوی په غوښتنه، د هغوی د عقایدو د ردولو لپاره کتابونه ولیکي.
بالاخره، امام غزالي وغوښتل چې بغداد پرېږدي او له هرڅه لاس واخلي. هغه اراده درلوده چې له بغداد څخه هجرت وکړي، ترڅو په شام کې مېشت شي او ریاضت ته مخه کړي. شام په هغه وخت کې د زاهدانو او صوفیانو لپاره یو مهم مرکز و، او نه یې غوښتل چې بیا بغداد ته ستون شي. خو د هغه وخت د خلیفه، سلطان، او همدارنګه د آشنا او بېګانه خلکو له وېرې، د حج بهانه یې ونیوله.
هغه خپل ورور، امام احمد غزالي، د نظامیه مدرسې تدریس ته د خپل ځایناستي په توګه وټاکه، او لکه څنګه چې یې په خپلو کتابونو “المنقذ من الضلال” او “طبقات الشافعیه” کې ذکر کړي، له هرڅه سره یې خدای پاماني وکړه او بغداد یې پرېښود.
په ۵۲۹ هجري کال کې، ابو القاسم حکیمي الطوسي، چې د امام غزالي له هم‌زده‌کوونکو او پخوانیو آشنایانو څخه و، د حج د مراسمو لپاره له هغه سره له بغداد څخه ووت.
امام غزالي له ۴۸۸ څخه تر ۴۹۸ هجري پورې، لس کاله په شام، جزیره، بیت‌المقدس او حجاز کې تېر کړل.
د یو ناپېژندل شوي درویش په جامه کې، هغه هر ځای سفر وکړ، او په دې موده کې، په دوامداره توګه یې زهد، عبادت، تفکر، خلوت، تألیف او تصنیف ته دوام ورکړ. د باوري سرچینو له مخې، هغه لومړی دمشق ته ولاړ، شاوخوا دوه کاله هلته پاتې شو، او بیا د دمشق په جومات کې (چې د اموي جومات په نوم هم پېژندل کېږي او د ولید بن عبدالملک بن مروان له لوري جوړ شوی و) اعتکاف وکړ. د هغه د یوازیتوب او خلوت ځای د جومات غربي مناره وه.
له هغې وروسته، هغه بیت‌المقدس ته ولاړ او هلته یې د یو څه مودې لپاره ریاضت، خلوت، او د مقدسو ځایونو زیارت ته دوام ورکړ، چې تر ټولو ډېر اعتکاف یې قبة الصخرة کې و.
له بیت‌المقدس څخه، د حضرت ابراهیم علیه‌السلام د قبر زیارت ته ولاړ. د هغه د ځینو فارسي لیکونو له مخې، په ۴۸۹ هجري کال کې، هغه د حضرت ابراهیم علیه‌السلام په قبر کې قسم وخوړ، چې بیا به هېڅکله د کوم سلطان دربار ته نه ورځي، د پاچاهانو ډالۍ به نه مني، او له بحث او تعصب څخه به ډډه کوي.
سوریې او بیت‌المقدس ته له سفر وروسته، هغه د حج لپاره حجاز ته روان شو.
په ۴۹۸ هجري کال کې، د حج د مراسمو تر ترسره کولو، مکې او مدینې ته له تګ، او د ښکلو منظرو تر لیدو وروسته، هغه پرېکړه وکړه چې خپل ټاټوبي ته ستون شي، او هماغه کال، طوس ته راستون شو.
امام غزالي په دمشق کې
د ډېرو مشهورو روایتونو له مخې، امام غزالي په ۴۸۹ هجري کال کې دمشق ته ورسېد. په دې کال، هغه په زړو جامو کې، د درویشانو او صحرايي قلندرانو په څېر، نامعلوم ډول دمشق ته ننوت، او د اموي جومات لوېدیځ منار یې د مراقبت او تفکر لپاره خپل استوګنځای وګرځاوه. هغه سخت ریاضتونه کول او د جومات، اودس‌ځایونو د پاکولو او د خلکو د خدمت په چارو بوخت و.
هغه کس، چې پرون د سترو پاچاهانو سره پر تخت ناست و، نن یې په لاس کې جارو نیولې، د جومات او خانقاه کثافات پاکوي.
په دمشق کې د هغه استوګنه، لکه څنګه چې یې پخپل کتاب “المنقذ من الضلال” کې ذکر کړې، دوه کاله وه.
امام غزالي په بیت‌المقدس کې او د لس کلن سفر تر ټولو لویه لاسته راوړنه
لکه څنګه چې امام غزالي په خپل کتاب “المنقذ من الضلال” کې یادونه کړې او همدارنګه لویو تاریخ‌پوهانو هم ویلي، د هغه د سفرونو لویه برخه په بیت‌المقدس کې تېره شوه، او هلته یې ریاضت او خلوت ته دوام ورکړ.
د دې لس کلن سفر تر ټولو لویه لاسته راوړنه د “احیاء علوم الدین” کتاب دی، چې د اخلاقي کتابونو په منځ کې بې‌ساری ګڼل کېږي. هر چا، چې د امام غزالي وروسته د اخلاقو په برخه کې څه لیکلي، له دې کتاب څخه یې ګټه پورته کړې، ځینې برخې یې ترې اقتباس کړې یا یې تقلید کړی دی.
د دې لس کلن سفر په جریان کې، امام غزالي “اربعین” او ځینې نورې رسالې هم ولیکلې. مشهوره ده، چې هغه “احیاء علوم الدین” په بیت‌المقدس کې ولیکه، او هغه کور، چې د دې کار لپاره یې غوره کړی و، د قبة الصخرة په ختیځه سیمه کې موقعیت درلود.
د تاریخ‌پوهانو د څرګندونو او شته شواهدو له مخې، په دې کې شک نشته، چې “احیاء علوم الدین” د ۴۸۸ او ۴۹۸ هجري کلونو ترمنځ لیکل شوی، او دا ستر اثر د هغه د لس کلن سفر د لاسته راوړنو له جملې څخه دی.
ځکه چې له دې نیټې مخکې، د دې کتاب هېڅ ذکر نه دی شوی، خو د دې سفر په جریان یا وروسته، موږ وینو چې د کتاب نوم مشهور شو. د ځینو روایتونو له مخې، امام غزالي د سفر له پای ته رسېدو وروسته، په دمشق یا بغداد کې دا کتاب تدریس کړ او د هغه احادیث یې بیان کړل.
د کتاب له سریزې څخه، دا په ښکاره معلومېږي، چې دا اثر د امام غزالي د فکري بدلون له مرحلې سره تړاو لري. وروسته له دې، چې هغه د خپل ضایع شوي ژوند د جبران لپاره اقدام وکړ، له رسمي پوهې څخه د عمل او ځان‌پاکوالي مرحلې ته، او له تیارې څخه حقیقي رڼا ته ورسېد، هغه څه، چې باید ویل شوي وای، په دې کتاب کې یې بیان کړل او پټ رازونه یې د هغو کسانو ضمیرونو ته وسپارل، چې د زړونو خاوندان وو.
د لس کلن سفر پای او په ۴۹۸ کال کې د حجاز څخه طوس ته د امام غزالي راستنېدل
د امام غزالي د ریاضت سفر له ایران څخه بهر لس کاله (۴۸۸-۴۹۸ هجري) و.
هغه په ۴۹۸ هجري کال کې، له بیت‌المقدس څخه حجاز ته سفر وکړ، او د حج د مراسمو تر ادا کولو، د سپېڅلو ځایونو تر لېدو وروسته، خپل ټاټوبي، طوس ته راستون شو.
د سفر په پیل کې، هغه اراده درلوده، چې هېڅکله خپل ټاټوبي ته ستون نشي، مګر د خپلې کورنۍ او ماشومانو مسئولیت هغه بېرته طوس ته راوست.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version