لیکوال: زید

فډراليزم؛ له پیژندنې څخه تر پلي کېدو پورې (څلورمه برخه)

په نړۍ کې د فډرالي نظام لومړۍ منبع او سرچینه
په ويکيپېډيا کې د فډراليزم په اړه راغلي:
په یوه محدوده معنا، فډراليزم د یوه دولت د سیاسي ارګان داخلي تنظیم ته اشاره کوي.”
دا هغه تعریف دی، چې په اوسني عصر کې تر ټولو زیاته کارول کېږي. په دې حال، سیاست‌پوهان دا اصطلاح په پراخه معنا کاروي او د ټولنیز او سیاسي ژوند څو اړخیزه او څو پوړیزه مفهوم ته اشاره کوي.
په هر حال، په لرغوني تاريخ کې، د فډراليزم لومړۍ بڼې د حکومتونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په بڼه رامنځته شوې. د مسیح علیه‌السلام له زوکړې وړاندې، له اوومې تر دوهمې پېړۍ پورې، ځینې مثالونه د ایټولي، ډلوس، پلوپونزي او نورو اتحادیو په بڼه وو، چې اخائیه اتحادیه د فډراليزم له لومړنیو بنسټونو څخه ګڼل کېږي.
د نړۍ په کچه د فډرالي نظام لومړني معاصر بنسټ‌اېښودونکي
ډاکټر رونالډ واټس په خپل کتاب کې لیکي:
د امریکا له انقلاب وروسته، په ۱۷۸۱ کال کې، د امریکا خپلواکو او آزادو ایالتونو یو ډول سیاسي سیسټم رامنځته کړ، چې کنفډرالیزم نومېده؛ خو د ځینو نیمګړتیاوو او ستونزو له امله، دا سیستم له اوو کلونو وروسته، په ۱۷۸۹ کال کې منحل شو او په لومړني عصري فدرالي سیستم بدل شو.”
مختلفو لیکوالانو د کنفډرالي نظام د ړنګېدو او د فډرالي نظام د راټوکېدو ځینې لاملونه بیان کړي دي. دوی لیکي:
*”مختلفې ژبې او کلتورونه، همدارنګه د ښاري اوسېدونکو او بزګرانو د ژوند توپیر—چې په عمده توګه، په لوړو سیمو کې هستوګنه —له هغو عواملو څخه وو، چې د کنفډرالیزم په چارو کې د بې‌نظمۍ لامل شول.
یو بل مهم لامل دا و، چې د مذهب او دولت ترمنځ مطلق تسلط او یوځای‌والی، په خپل ذات کې د فساد بنسټونه کېښوول. د خلکو د پام وړ برخې د ملاتړ له لاسه ورکولو سره، په عیسویت کې په تدریجي ډول د اصلاحاتو بنسټ کېښودل شو.
د لومړۍ نړۍ د هېوادونو په تاریخ کې دا ډول پرمختګونه ډېر شوي دي. د بېلګې په توګه، ډاکټر غالي برهومه لیکي:
د سویس حکومت، د خپلې لنډې کورنۍ جګړې وروسته، په ۱۸۴۸ کال کې خپل کنفډرالي سیسټم په فډرالي سیسټم بدل کړ.”
موږ کولی شو ووایو، چې فډراليزم ته د سویس دولت بدلون، د امریکا د پرمختګونو څخه وروسته رامنځته شو. خو درېیم کوم دولت و، چې دا سیسټم یې غوره کړ؟
د دې پوښتنې په ځواب کې، ډاکټر رونالډ یوه انګلیسي مقاله لیکلې، چې په نورو ژبو هم ژباړل شوې ده او متن یې داسې دی:
د کاناډا هېواد په ۱۸۶۷ کال کې، د درېیم دولت او نوي فډرالي نظام په توګه جوړ شو.”
له دې دریو هېوادونو وروسته، په ټوله نړۍ کې د پام وړ سیاسي پرمختګونه وشول. سیاستوالو اصلاحات رامنځته کړل او خلک وتوانېدل، چې د خپلو غوښتنو پر بنسټ یو سیاسي نظام جوړ کړي، او د وخت واکمنان پوه کړي، چې ملتونه د هېوادونو په سیاسي نظام کې مهم رول لري.
د ډاکټر رونالډ د څرګندونو پر بنسټ، موږ کولی شو، د ځینو هغو هېوادونو یادونه وکړو، چې له دې دریو وروسته، یې فډرالي نظام غوره کړ. د بېلګې په توګه:
  • په ۱۸۶۷ کال کې، شمالي جرمني تاسیس شو او په ۱۸۷۱ کال کې، په یو فډرالي سیاسي نظام بدل شو.
  • دا بدلون، د سویلي جرمني سیمې ته هم خپور شو او په پایله کې، د جرمني شمالي او سویلي برخې یو لوی فډرالي ایالت جوړ شو.
  • له لنډې مودې وروسته، آسټرالیا هم په بشپړ ډول فډرالي ایالت شو.
له ۱۹مې پېړۍ وروسته د فډراليزم چټک پرمختګ
د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو، او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې، د لاتینې امریکا جمهوریتونو د امریکا د متحده ایالاتو د فډرالي سیسټم د تقلید په موخه، یو سازمان جوړ کړ او د هغې هره ماده یې، په خپل حکومتولي سیسټم کې پلي کړه.
د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې، دا سازمان خورا پراخ شو؛ دومره زیات، چې مختلف ډولونه او بڼې یې خپلې کړې او حتی د اروپا له پولو هاخوا ته وغځېده.
د برتانوي استعماري سیمو خلک هم، له دې سازمان سره یوځای شول.
دوام لري
Leave A Reply

Exit mobile version