لکه څنګه چې انګلس باور درلود، د شیانو او پدیدو ریښتینی ارزښت یوازې د تجربې یا عملي پایلو له مخې ارزول کېدای شي، نه د ظاهري بڼې یا تیورۍ له مخې. مارکسیستي تیوریو او نظریاتو د تاریخ مسیر او لوری بدل کړ.
هغه نظرونه، چې په کمونیسټي منشور کې شامل او رانغاړل شوي، د خپلو معاصرو لیبرال تیوریو برعکس، تر نن ورځې پورې په حیرانوونکې توګه دقیق پاتې دي. دغو تیوریو د پانګوالۍ د طبقاتي مبارزې او دوراني کړکیچونو ریښتینی اساس او بنسټ تشریح کړ او د پانګوالۍ نظام د راتلونکي پرمختګ وړاندوینه یې وکړه:
د انحصاري پانګې، امپریالیزم او نړیوال توب ظهور
د ټولګیو ترمنځ مخ په زیاتېدونکې نابرابري او ناانډولي
اوسنی اقتصادي او سیاسي کړکېچ
د نن ورځې سیاسي دوه قطبي کېدل
د چاپېریال ویجاړتیا
هر څوک، چې غواړي دا مسئلې درک کړي، باید د مارکس او انګلس نظریات مطالعه کړي. دا په ریښتیا یوه ډیالکټیکي او انقلابي فلسفه ده، چې د ټولنې بنسټیز تضادونه تشریح کوي.
مارکس او انګلس یوازې د خپلې زمانې چارې او مسئلې نه دي مطرح کړي، بلکې وړاندوینه یې کړې، چې ټولنه به په راتلونکي کې څنګه بدلون مومي.
البته، دا ټول په داسې حال کې پیښېږي، چې ځینې باور لري، مارکسیزم له خپلې اصلي لارې منحرف شوی او بل لوري ته روان دی.
مثال:لوکاچ، چې یو له خورا تکړه مارکسیستانو څخه و، باور درلود، چې له مارکس وروسته، مارکسیزم له خپلې اصلي تګلارې څخه وګرځېد او په بورژوایي چلندونو ککړ شو.
نوموړي ټینګار کاوه، چې د مارکسیستانو دنده دا ده، چې د مارکس د تګلارې جوهر درک کړي او هغه په سمه توګه پلي کړي، نه دا چې تعدیل یا بیاکتنه یې وکړي.