لیکوال: رحمت الله رحماني

د پاچاهانو په دربار کې د علماوو حضور (درېیمه برخه)

د نصیحت او لارښوونې په موخه د ظالمو پاچاهانو او واکمنانو په دربار کې حاضرېدل:
که څه هم علماوو د عادلو پاچاهانو په دربارونو کې، چې له هغوی څخه یې د خپل دین په اړه د ډاډ او خوندیتوب احساس کاوه، حاضرېدل روا ګڼل، خو دوی په کلکه هڅه کوله چې ځانونه د دنیا غوښتنې له شکونو او تورونو څخه لرې وساتي؛ ځکه حتی که د پاچاهانو ملګرتیا او ملتیا په خوښۍ او روغتیا سره هم تېره شي، بیا هم دا ډېره نادره ده چې له فتنې څخه خالي وي.
هغوی د خپل دین د ساتنې او د دنیا له فتنو څخه د خپلو زړونو د خوندي کولو لپاره له ظالمو پاچاهانو سره له اړیکې نیولو او د هغوی ماڼیو ته له نږدې کېدو څخه ډډه کوله. سره له دې ټولو، کله ناکله، که د دین او امت مصلحتونه غوښتنه کوله، د ظالم پاچا په دربار کې حاضرېدل، او هغه به یې عدالت ته، له ظلم څخه لاس اخیستلو او د مظلومانو او کمزورو لاسنیوي ته نصیحت او لارښوونه کوله. د بندګانو په وړاندې به یې له فساد او ظلم څخه منع کاوه او د الله جل جلاله ځواک او عذاب به یې ور په یاداوه.
که چېرې مخلص علماء پوهېدلای چې د ظلم او فساد د ریښو له منځه وړل او د اسلام او مسلمانانو له لمنې څخه د بې نظمیو او بدبختیو ختمول، د پاچاهانو دربارونو ته په تګ پورې اړه لري، نو هغوی به په داسې حالت کې هلته تګ واجب ګاڼه.
د خیرخواهۍ او نصیحت په موخه د ظالمو پاچاهانو دربارونو ته تلل د دیني تبلیغ په برخه کې د فعالیت یو له خورا جدي او مهمو مثالونو څخه دی. لکه څنګه چې الله جل جلاله خپلو پیغمبرانو او رسولانو علیهم السلام ته امر کړی او حضرت موسی او هارون علیهما السلام ته یې خطاب کړی:
“اذهبا الی فرعون انه طغی فقولا له قولا لینا لعله یتذکر او یخشی”
(فرعون ته لاړ شئ چې هغه سرکشي کړې ده (او په کفر او سرکشۍ کې له حده تېر شوی دی). بیا ورسره (د ایمان په اړه) په نرمۍ سره خبرې وکړئ، ښایي هغه (د خپل غفلت او د الله تعالی عظمت) یاد کړي او (د خپل کفر او سرکشۍ پایلې او د دوزخ له عذاب څخه) ووېرېږي.)
کله چې د تکبر، شهوت پالنې، حق نه منل، دین ته نه پاملرنه، په مادياتو پورې اخته کېدل او د ګمراه کوونکو افکارو پیروي، واکمنان او پاچاهان د عالمانو له غونډو څخه لرې وساتي او خپل ځانونه له علماوو غوره وګڼي، او له بلې خوا، علماء او دعوتګران هم له هغوی څخه مخ واړوي او د هغوی حضور ته د نصیحت او وعظ لپاره له تګ څخه ډډه وکړي، نو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر دنده به څنګه ترسره شي؟ په داسې ګډوډ حالت کې پاچاهان او واکمنان څنګه اصلاح او هدایت شي؟
د علماوو او دعوتګرو لپاره اړینه ده چې د پاچاهانو خوا ته لاړ شي، د دین د رسولو او تبلیغ لپاره د هغوی په ماڼیو او د قدرت په مرکزونو کې حاضر شي او هغوی ته نصیحت وکړي ترڅو له باطل څخه لاس واخلي او حق ته مخه کړي او تل په سمه او نېغه لاره روان شي.
امام ابو الحسن الاشعري رحمه الله، چې د معتزله وو په غونډو کې به یې د بحث او مناظرې لپاره ګډون کاوه، په دې خبرې ټینګار کاوه او ویل به یې:
“هغوی لوړ مقامونه او منصبونه لري، ځینې یې والیان او قاضیان دي، له همدې امله هغوی ماته نه راځي. که زه هم هغوی ته لاړ نه شم، نو حق به څنګه روښانه شي او هغوی به څنګه پوه شي چې اهل سنت حجت او دلایل مني؟”
د واکمنانو لپاره د علماوو د خیرخواهۍ او نصیحت بېلګې
د اسلامي دعوت په تاریخ کې د اسلامي علماوو او مخلصو داعیانو ژوند د سهار سپېدو له پیل څخه تر اوسني دور پورې له هغو دریځونو ډک دی چې د دوی ریښتینی او حق ویونکی چلند څرګندوي او د تاریخ په افق کې ځلیږي.
د حسن بصري رحمه الله او ابن هبیره کیسه
امام حسن بصري رحمه الله به په څرګنده توګه حق ویل او د واکمنانو او چارواکو پر وړاندې به زړور او مېړنی و. ابن خلکان رحمه الله په خپل مشهور کتاب “وفیات الاعیان” کې لیکلي:
کله چې یزید بن عبدالملک عمر بن هبیره د عراق والي وټاکه، امام حسن بصري رحمه الله هغه ته ورغی او د وعظ او نصیحت په توګه یې ورته وویل:
“ای د هبیره زویه! له الله تعالی څخه ووېرېږه. له دې څخه ډډه وکړه چې په ړندو سترګو د یزید اطاعت وکړئ، مګر د الله تعالی لپاره له یزید څخه مه وېرېږه. الله جل جلاله به یزید له تا څخه منع کړي، خو یزید به الله جل جلاله له تا څخه نشي منع کولای. نږدې ده چې الله جل جلاله به تاته یوه فرښته درولېږي چې ته له خپل تخت څخه راوغورځوي او د ماڼۍ له پراخوالي څخه به دې د قبر تنګوالي ته ولېږي. هلته به یوازې ستا عملونه وي چې ته ژغورلی شي.
ای د هبیره زویه! که د الله تعالی نافرماني وکړئ، پوه شئ چې الله تعالی دا پاچا د دین د بریالیتوب او د خپلو بندګانو د مرستې لپاره ټاکلی دی. له همدې امله، د دین او د الله تعالی د بندګانو په حق کې د هغه چا په خاطر ظلم او ګناه مه کوه چې الله تعالی هغه پاچا ټاکلی دی؛ ځکه د هغه مخلوق اطاعت، چې د خالق نافرماني له ځان سره ولري، جواز نه لري.”
د مغولستان لومړنی پاچا چې د علماوو په لاس په اسلام ویاړمن شو
برکت خان لومړنی مغولي پاچا و چې اسلام یې قبول کړ. د برکت خان د اسلام راوړلو کیسه په لاندې ډول ده:
یو ځل، مشهور صوفي نجم الدین کبري رحمه الله او د هغه شاګردان، سیف الدین بخاري او قطب الدین رازي رحمهم الله د دعوت او تبلیغ په نیت د برکت خان سیمې ته لاړل او د هغه په حضور کې راڅرګند شول.
لومړی یې هغه ته وعظ او نصیحت وکړ او بیا یې په اخلاص او امانتدارۍ سره د اسلامي شریعت فضیلتونه او ښېګڼې ورته بیان کړې. په پایله کې، برکت خان د اسلام په دین د زړه ډاډ ترلاسه کړ. د هغه عقل د شیخ په خبرو قانع شو او باوري شو چې ښکاره حقیقت هغه څه دي چې شیخ وویل. له همدې امله، هغه مسلمان شو او د مسلمانانو په لیکو کې شامل شو.
له سلطان سلیم عثماني سره د شیخ علاءالدین جمالي رحمه الله کیسه
یو ځل، سلطان سلیم عثماني د خزانې ۱۵۰ ساتونکو د اعدام امر وکړ. کله چې دا خبر شیخ علاءالدین ته ورسېد، هغه سمدلاسه سلطان ته ورغی او ورته ویې ویل:
“د فتوا ورکوونکو دنده دا ده چې د پاچا آخرت له تباهۍ څخه وژغوري. له شرعي پلوه، د دې ساتونکو اعدام جواز نه لري؛ ته باید هغوی وبخښې.”
سلطان په غوسه شو او شیخ ته یې وویل:
“ته د پاچاهۍ په چارو کې لاسوهنه کوې، په داسې حال کې چې دا ستا دنده نه ده!”
شیخ ځواب ورکړ:
“دا خبره سمه نه ده، خو زه ستا په آخرت کې مداخله کوم، او دا زما له دندو څخه یوه ده. که تاسو هغوی ته بخښنه وکړئ، نو تاسو به وژغورل شئ، که نه نو تاسو به له سختې سزا سره مخ شئ.”
د دې خبرو په اورېدو سره، د سلطان شاوخوا د غوسې دیوالونه ونړېدل، او ساتونکي یې وبخښل.
له سلطان نجم الدین ایوب سره د عز بن عبدالسلام رحمه الله کیسه
یو ځل، شیخ عز بن عبدالسلام رحمه الله سلطان نجم الدین ته ورغی او ورته ویې ویل:
“که الله جل جلاله له تا څخه وپوښتي: ‘تاسو چې د شرابو خرڅلاو ته اجازه ورکړې، نو زه ولې د مصر پاچاهي ستا لپاره وساتم؟’ ته به څه ځواب ولرې؟”
سلطان وپوښتل:
“ایا دا جرم چا کړی دی؟”
شیخ ځواب ورکړ:
“هو، په پلانکي دوکان کې شراب پلورل کېږي او نور بد کارونه ترسره کېږي، خو تاسو د خپل هېواد له خوښیو او نعمتونو څخه خوند اخلئ.”
سلطان وویل:
“زه نه پوهېدم.”
بیا سلطان امر وکړ او د هغه دوکان دروازه وتړل شوه.
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version