ابن سینا لومړنی کس و چې د ادرار، غايطه او نبض د معاینې له لارې د ناروغانو درملنه وکړه. هغه لومړنی کس و چې د سحایاو د پاړسوب (مننژیت) لپاره چې د مغز او نخاع په منځ کې پرده ده، د آزمایښت وړاندیز وکړ.
هغه لومړنی کس و چې د بهرني لاملونو له امله رامنځ ته شوی فلج یې تشخیص او هغه یې له نورو سره مختلف وبولو. هغه د وینې د لوړ فشار په نتیجه کې د مغز سکته کشف کړه.
ابن سینا د مغز د پردو پاړسوب او د هغې د درملنې په برخه کې بېلابېل کشفونه وړاندې کړل. هغه د پوستکي ډېری ناروغۍ تشخیص کړې او وتوانېد چې د هغه درملنه او علاج وکړي. هغه د سږو پاړسوب د دماغ د حاد پاړسوب څخه جلا کړ.
ابن سینا وتوانېد چې د قولنج او پښتورګو ناروغۍ ترمنځ توپیر وکړي او د هر یوه لپاره یې ځانګړې درملنه وړاندې کړه. هغه وتوانېد چې د ادرار فیسټولونه، د نفاس تبه او نه زیږېدنه تشخیص او د هغوی لپاره درملنه وړاندې کړي.
ابن سینا لومړنی کس و چې د دي ان ای (DNA) مسئله یې مطرح کړه او هغه یې سړي ته منسوب کړه. هغه لومړنی کس و چې ثابته یې کړه چې د انسان خارجي حواس لکه: د لیدلو، اورېدلو او خوند مرکز د انسان مغز او دماغ دي او دلیل یې دا دی چې د انسان داخلي لاملونه د انسان پر بدن باندې اغیز کوي.
ډاکټر عبدالله علي الدفاع ليکي: «ډېر غربي مفکرین ادعا کوي چې مسلمانان د کالبدپوهنې په علم کې هېڅ رول او اغېز نه دی درلودلی او د دوی دلیل دا دی چې دا علم د اسلامي شریعت له مخې حرام دی. مګر کله چې موږ یوازې د ابن سینا نوښتونه په دې برخه کې وڅیړو، معلومیږي چې هغه وتوانېد د جالینوس نوښتونه په دې برخه کې په ښه او فني ډول تشریح کړي او په اړه یې تبصره ولیکي، پداسې حال کې چې دا کار یوازې د هغه چا لخوا ترسره کېدای شي، چې کالبدپوه وي؛ همدارنګه نوموړي په خپل القانون کتاب کې بېلابېل طبي اختراعات او نوښتونه ذکر کړي دي، چې پر دې دلالت کوي چې هغه کالبدپوهنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.»
یو عرب لیکوال «امین خیرالله» په دې اړه لیکلي دي: «کله چې موږ د ابن سینا خبرې د کالبدپوهنې په برخه کې وګورو، نو له دې پرته بله لاره نه لرو چې ومنو چې هغه په عملي توګه د کالبدپوهنې علم استاد و.»
د ابن سینا آثار
علي ابن سینا نږدې ۲۵۰ مقالې او کتابونه لیکلي دي. دا لیکنې او مقالې هم په مختلفو برخو کې لکه: طب، فلسفه، منطق او اخلاق کې دي. د هغه له مشهورو آثارو څخه یو کتاب “القانون في الطب” دی چې یو بشپړ او جامع اثر ګڼل کېږي، ځکه چې د طب، ناروغیو او دواګانو د فلسفې په اړه لیکل شوی دی. دا کتاب په مختلفو ژبو ژباړل شوی او د نړۍ په بیلابیلو پوهنتونونو کې تدریس شوی دی.
دا کتاب پنځه برخې لري چې په لومړۍ برخه کې یې د هغه وخت د مشهورو ناروغیو وېش او د دې ناروغیو لاملونه هم په دې برخه کې ذکر شوي دي. په دویمه برخه کې د درملو مختلف ډولونه، د هغو ځانګړنې او پر ناروغیو باندې د هغو اغېزې پکې شته. له دې توضیحاتو څخه څرګندېږي چې د دې کتاب په هره برخه کې ټاکلې لارښوونې او تعلیمات شته.
دا کتاب له ۱۵ پېړۍ څخه تر ۱۶ پېړۍ پورې په بېلابېلو لاتیني ژبو ژباړل شوی او د ایټالیا د میلان په ښار او بلجیم کې خپور شوی دی. همدا راز دا کتاب په ۱۷ او ۱۹ پیړیو کې په عبراني ژبه ژباړل شوی او په فرانسه، جرمني او انګلستان کې خپور شوی. دا کتاب د اروپا په مهمو طبي پوهنتونو کې د طبي علومو بنسټ ګڼل کېږي.
ابن سینا د ټول عمر د علم له زده کړې او له اسلامي ټولنې سره د مرستې کولو وروسته په ۴۲۸ هجري کې د ایران په ننني همدان ښار کې وفات شو.