لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږمه برخه)

د امام ابوبکر رازي رحمه‌الله لیکنې
1. د “الحاوي في الطب” کتاب
د امام رازي رحمه‌الله تر ټولو مهم او جامع اثر د “الحاوي” په نوم یادېږي، چې بېلابېلې برخې لري. په دې کتاب کې د بېلابېلو طبي څانګو په اړه بحث شوی دی، لکه د سر، سترګو، غوږونو، پوزې، غاښونو سینې، سږو او معدې ناروغۍ.
“الحاوي” د طبي علومو یوه بشپړه ټولګه ده، چې د امام رازي رحمه‌الله لخوا په ۱۵ کلونو کې لیکل شوې ده.
هغه په دې کتاب کې خپلې شخصي او کلینیکي تجربې ثبت کړې دي، چې په بغداد او ری کې یې د طبابت پر مهال ترلاسه کړې وې.
دا کتاب د “الجامع الکبیر”، “المعادي” او “الجامع الحاضر لصناعة الطب” په نومونو هم یادیږي. د دې کتاب شل ټوکه د هند د حیدرآباد دکن په مطبعه کې چاپ شوي او د ایران د مشهد ښار په یوه کتابتون کې هم خوندي دي. د دې کتاب لاتیني ژباړه په ۱۵ ټوکونو کې په واتیکان کې موجوده ده. دا کتاب د شلمې پېړۍ پورې په اروپا کې تر ټولو مهم طبي کتاب و.
2. د “المنصوري في الطب” کتاب
دا کتاب امام رازي رحمه‌الله د امیر خراسان لپاره ولیکه او لس مقالې لري:
• لومړۍ مقاله: د انسان د بدن اناتومي.
• دویمه مقاله: د مزاجونو په اړه.
• درېیمه مقاله: د درملو په اړه.
• څلورمه مقاله: د حفظ‌الصحه په اړه.
• پنځمه مقاله: د ظاهري ناروغیو په اړه.
• شپږمه مقاله: د مسافرو د احکامو په اړه.
• اوومه مقاله: د جراحۍ په اړه.
• اتمه مقاله: د زهرونو درملنه.
• نهمه مقاله: د زهرپوهنې په اړه.
• لسمه مقاله: د درملپوهنې په اړه.
دا کتاب په طبي چارو کې خورا اغېزناک دی او د امام رازي رحمه‌الله له مهمو آثارو څخه ګڼل کېږي. د دې کتاب له لارې، د هغه ډېری طبي کشفونه او نوښتونه نورو طبیبانو ته لېږدول شوي دي.
3. د “تقاسیم العلل” کتاب
دا کتاب د امام رازي رحمه‌الله له مشهورو او ګټورو آثارو څخه دی. په دې کتاب کې د ناروغیو د تشخیص او درملنې اصلي عناصر په لنډ ډول بیان شوي دي. دا کتاب ۱۵۰ بابونه لري او د بابونو ترتیب یې له نورو طبی کتابونو سره ورته دی.
هر باب په منظمه توګه د ناروغۍ پېژندنه، د هغې لاملونه، ډولونه او درملنه تشریح کوي.
4. د “الحصبه (شري) او الجدري (چچک)” کتاب
دا کتاب د بدن پر “شري” او “چچک” ناروغیو بحث کوي. کتاب ۱۴ فصلونه لري، چې د ناروغۍ د مرحلو له مخې ترتیب شوی دی. هر فصل په جلا توګه د ناروغۍ تشریح کوي.
دا اثر په سریاني، یوناني او لاتیني ژبو ژباړل شوی او په غربي نړۍ کې یې د طبي پرمختګ په برخه کې مهم اغېز کړی دی.
5. د “الفروق بین الأمراض” کتاب
په دې کتاب کې امام رازي رحمه‌الله د ناروغیو د نښو او لاملونو ترمنځ توپیرونه بیان کړي دي. کتاب پنځه مقالې لري:
. لومړۍ مقاله د سر او دماغ، د سترګو او پوزې، دماغي ناروغیو، د غوږونو، خولې او غاښونو په اړه ده.
. دویمه مقاله د حلق، حنجرې، سږو، سینې او جنب د ناروغیو په اړه ده.
. درېیمه مقاله د معدې، پښتورګو، ځيګر، طحال، مثانې او تناسلي ناروغیو په اړه ده.
. څلورمه مقاله د وینې د ناروغیو او اختلالاتو، تومورونو، تغذیې او معدې د مشابهت په اړه ده.
. پنځمه مقاله د نبض او ادرار د مشابهت په اړه ده.
6. د “المدخل الی الطب” کتاب
دا کتاب هم د امام رازي رحمه‌الله له آثارو څخه دی. دا کتاب د طبي علومو د ارزښت او مقام، د لومړنیو مسايلو او د هغه د اړتیا موضوعاتو په اړه دی. په دې کتاب کې د طبابت اصول او عموميات، عناصر، اساسات او نور مسایل وړاندې شوي دي.
ابن سینا او د طب د علومو په پراختیا کې یې رول
ابو علي حسین بن عبدالله (۳۷۱هـ – ۴۲۸هـ ق)، چې په ابن سینا باندې مشهور دی، تر ټولو مشهور علمي شخصیت دی چې له امام رازي رحمه‌الله څخه وروسته یې د طب په برخه کې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي. د هغه د شهرت او اغېزناکه رول له امله هغه په “شیخ الرئیس” باندې مشهور شو او ځینو عربو ورته د “طبیبانو امیر” یا “د طب پلار” لقب ورکړ.
هغه طب او فلسفې ته د يووالي نوې بڼه ورکړه او په دې کار سره وتوانېد چې د ډېرو طبیبانو او فیلسوفانو په فعالیتونو کې بنسټیز او ژور رول ولري. ډاکټر “اسلام مازني” په دې اړه کې لیکي: «زموږ لپاره امام ابوبکر رازي او ابو علي سینا تر ټولو ښه دلیل او نښه ده، ځکه چې دا دواړه پوهان طبیبان او فیلسوفان وو او دې دواړو علومو سره یو ځای کړل او په دواړو برخو کې یې لیکنې کړي دي. دغه مکتب، د طب او فلسفې په ګډولو سره، د طب په پوهه او تیوري باندې ډېر اغېز درلود، تر دې حده چې تر پنځمې هجري پېړۍ پورې ډېرو طبیبانو طب په دوو علمي او عملي برخو وېشلی وو، خو عملي برخه یې له علمي برخې وتلې نه ګڼله.»
ابن سینا د «القانون» کتاب په سریزه کې د طب د علومو د دوو برخو په اړه لیکي: «کله چې ویل کېږي چې د طب یوه برخه نظري ده او بله برخه یې عملي، باید داسې ونه ګڼل شي چې مقصد د هغه څخه د یوې برخې زده کړه او د بلې برخې عملي کول دي. اکثره خلک هم همداسې فکر کوي. بلکې تا ته مناسبه ده چې پوه شې چې د دې وېش څخه موخه بل څه ده او هغه دا چې دواړه برخې علم دی. یو یې د طب د اصولو علم دی او بل یې د عملي کولو علم دی، چې لومړی ډول یې په علم خاص شوی دی او دویم ډول یې د عملي په نوم مشهور شوی دی.»
هغه د طب سره د خپلې لېوالتیا په اړه داسې لیکي: «ما له طب سره مینه پیدا کړه او د طب په اړه مې د کتابونو مطالعه پیل کړه. د طب علم له سختو علومو څخه نه دی او زه په لنډه موده کې په هغه کې تکړه شوم، تر دې حده چې د طب پوهانو او متخصصانو زما څخه د دې علومو په اړه زده کړه کوله او تل به د ناروغانو لیدو ته تلم او له همدې امله د ناروغانو د درملنې دروازې زما لپاره د تجربې له لارې پرانستل شوې.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version