لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۲)
د علومو په برخه کې د نظر د خاوندانو شاهدي
په تېره برخه کې څرګنده شوه چې د اسلامي تمدن د لوړوالي او غوړېدا له تر ټولو مهمو شواهدو څخه یو دا دی چې ګڼو لوېدیځو پوهانو او څېړونکو د دې بډایه تمدن په اړه بې پرې شاهدي ورکړې ده. دا شاهدي د اسلامي تمدن په بېلابېلو ډګرونو او برخو کې ورکړل شوې ده، چې په دې برخه کې د علومو ډګر ته ځانګړې پاملرنه کوو.
د علومو برخه له هغو ډګرونو څخه ده چې لوېدیځو منصفانو په کې تر نورو ټولو برخو ډېرې څرګندونې کړې دي او نظرونه یې ورکړې دي، چې دا موضوع په اصل کې د دې لاندې دوو مهمو علتونو پر اساس ده:
لومړی دا چې په دې ډګر کې د مسلمانانو او اسلامي تمدن رول ډېر د پام وړ و.
دويم دا چې هغو تعصب کوونکو او تنګ نظره خلکو ته ځواب ورکړل شي چې د مسلمانانو د عقل له هر ډول نوښت، ابتکار او تخلیق څخه انکار کوي. دا حقیقت په ځانګړي ډول په تجربوي علومو، لکه میخانیک، انجینري (مهندسي)، نجوم او ورته نورو برخو کې په روښانه ډول څرګند شوی دی.
په دې اړه د لوېدیځو بې طرفه پوهانو شاهدي او نظريات په لاند ډول را اخلو:
امریکايی مورخ «بریفولت» وایي: «د اروپايي تمدن هېڅ داسې برخه نشته چې په قاطع او څرګند ډول د مسلمانانو رول پکې نه وي.»[۱]
«زیګرید هونکه» چې له اسلامي تمدن څخه په ژوره توګه اغېزمنه شوې ده، وایي: «عرب(مسلمانانو) د خپلو عملي تجربو او څېړنو له لارې هغه څه چې له یونانیانو څخه د خامو موادو په بڼه اخیستي وو، وروزل او نوې بڼه یې ورکړه. په حقیقت کې همدا عربان وو چې د تجربې پر بنسټ یې د علمي څېړنې رښتینې لارې چارې رامنځته کړې. عرب (مسلمانانو) نه یوازې دا چې یوناني تمدن يې له نابودۍ څخه وژغوره، بلکې منظم یې کړ او وروسته یې لوېدیځ ته ډالۍ کړ؛ سربېره پر دې دوی په کیمیا، فزیک، حساب، الجبر، ځمکپوهنه، مثلثات او ټولنپوهنه کې د تجربوي مېتودونو بنسټ ايښودونکي هم دي. له دې پرته مسلمانانو د علومو په بېلابېلو څانګو کې ګڼ شمېر فردي کشفیات او اختراعات هم ترسره کړل (چې ډېری یې وروسته د نورو کسانو په نوم ثبت شول) او له دې ټولو سره سره یې تر ټولو ارزښتناکه ډالۍ وړاندې کړه، هغه دا چې د طبیعت د رازونو د پېژندلو په برخه کې یې د علمي څېړنې سمه طریقه رامنځته کړه، چې د لوېدیځ د ننني تسلط لپاره یې لار هواره کړه.»[۲]
هونکه زیاتوي: «په حقیقت کې نه راجر بیکن، یا باکون فون فارولام او نه هم لئوناردو داوینچي او ګالیله د علمي څېړنو بنسټ ايښودونکي وو، بلکې د دې لارې مخکښان له عربو څخه را پاڅېدل. هغه څه چې ابن الهیثم ترسره کړل، چې اروپایان یې الخازن بولي، له نوي فزیک پرته بل څه نه و، داسې فزیک چې پر نظري تفکر او دقیقې تجربې ولاړ و.»[۳] همدارنګه نوموړې زياتوي: «حسن بن الهیثم د لوېدیځو سیمو لپاره د عربو له تر ټولو اغېزناکو ښوونکو څخه و. پر لوېدیځې نړۍ د دې عربي نابغه اغېز خورا زیات او ژور و، تر دې چې د فزیک او اپتیک په برخه کې یې نظریات تر نن ورځې پورې پر اروپايي علومو واکمن دي. د ابن الهیثم د المناظر کتاب پر بنسټ په لوېدیځ کې د رڼا پوهنې (اپتیک) ټول علم رامنځته شول، له انګلیسي (راجر بیکن) څخه نیولې تر الماني (فېتلو) پورې.
ایټالوی لئوناردو داوینچي چې د ثقب دارې کمرې (تیاره جعبه/کمره اوبسکورا)، پمپ، تراش شيان او ان د لومړنۍ الوتکې د طرحې اختراع کوونکی ګڼل کېږي، په مستقیم ډول د عربو (مسلمانانو) له اثارو څخه اغېزمن شوی و او د ابنالهیثم لیکنې د هغه لپاره د ګڼو افکارو د الهام سرچینې وې.»
کله چې «کېپلر» په شپاړسمه پېړۍ کې په المان کې هغه نجومي قوانین وڅېړل چې «ګالیله» یې په مرسته د تلسکوپ په وسیله نا اشنا ستوري ویني، د ابن الهیثم لوی سیوری یې تر شا ولاړ و. تر نن ورځې پورې هم هغه سخته فزیکي ـ ریاضيکي مسأله چې ابن الهیثم د څلورمې درجې په معادله حل کړې وه (او په الجبر کې د هغه د بې ساري مهارت څرګندونه کوي)، د المسألة الهیثمیة (هیثمي مسأله) په نوم پېژندل کېږي، یعنې په خپله د ابن الهیثم په نوم مشهوره ده.»[۴]
«فلورین کاجوري» په خپل کتاب «د فزیک تاریخ» کې وایي: «عربي او مسلمانو عالمانو تر ټولو وړاندې پر تجربوي مېتود پیل وکړ او دفاع یې ترې وکړه. دا مېتود د هغوی له ویاړونو څخه دی؛ ځکه همدوی لومړني کسان وو چې د طبیعي علومو په برخه کې یې د دې طریقې ګټه او اهمیت درک کړ، چې په سر کې یې ابن الهیثم دی.»[۵]
«ماکس فانتیګو» وایي: «ټولې نښې ښيي چې لوېدیځ علم د عربي ـ اسلامي تمدن پوروړی دی او هغه نوی علمي مېتود چې د څېړنې، مشاهدې او تجربې پر بنسټ ولاړ دی او اروپايي عالمانو ګټه ترې اخیستې، له اسلامي نړۍ سره د هغوی د اړیکو پایله وه، هغه اړیکې چې د اندلس د مسلمانانو د دولت له لارې رامنځته شوې وې.»[۶]
«ډانیل بریفولت» وایي: «له (۷۰۰ ز) کال راهیسې د عربي ـ اسلامي تمدن رڼا په ختیځ کې له ختیځې مدیترانې نیولې تر ایران پورې او په لوېدیځ کې تر هسپانیې پورې خپره شوه، چې په پایله کې یې د پخوانیو علومو ستره برخه بیا راژوندۍ شوه او په ریاضیاتو، کیمیا، فزیک او نورو علومو کې نوې موندنې ثبت شوې. د نورو برخو په څېر په دې ډګر کې هم عرب د اروپا ښوونکي وو او د دې وچې د علومو په غوړېدا کې یې بنسټیزه ونډه درلوده.»[۷]
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص: ۷۲۵، د «بناء الإنسانیة» له کتاب څخه د رولت بریفولت په نقل.
[۲]. شمس العرب تسطع علی الغرب، ص: ۴۰۱–۴۰۲.
[۳]. هماغه سرچینه، ص: ۱۴۹–۱۵۰.
[۴]. شمس العرب تسطع علی الغرب، ص: ۱۵۰.
[۵]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص: ۷۲۶، د «العلوم البحتة فی الحضارة العربیة الإسلامیة» له کتاب څخه، علي عبدالله الدفاع، ص: ۳۰۳.
[۶]. ابو خلیل، شوقي؛ المبارک، هاني، دور الحضارة العربیة الإسلامیة فی النهضة الأوروبیة، ص: ۱۲۵، دارالفکر، دمشق، سوریه.
[۷]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص: ۷۲۷، د «نشأة الإنسانیة» له کتاب څخه د ډانیل بریفولت، ص: ۸۴.
