لیکوال: ابو عایشه

نشنلیزم (شپږمه برخه)

سریزه:
کله چې په نړۍ کې د ملتپالنې په څېر یوه مهمه او جنجالي پدیده راڅرګنده شوه، تر ټولو مهمه پوښتنه چې راولاړه شوه، هغه دا ده چې د دې فکر او ایډیالوژۍ بنسټ ایښودونکي او لارویان څوک دي، او همدارنګه هغه لاملونه چې د دې فکر په وده کې اغېزمن وو، څه او کوم دي. په دې مقاله کې موږ غواړو د ملتپالنې د راڅرګندېدو لاملونه، د دې پدیدې د ودې او پراختیا عوامل او همدارنګه د دې غورځنګ بنسټګران او مخکښان معرفي کړو.
په لویدیځ کې د ملتپالنې د راڅرګندېدو او خپریدو لامل څه و؟
د لویدیځوالو په منځ کې د ملتپالنې د راڅرګندېدو تر ټولو بنسټیز دلیل، چې وروسته اسلامي هېوادونو ته خپور شو، له دین او دیني شعایرو او مظاهرو سره مخالفت و. له بلې خوا، دا ویلی شو چې نشنلیزم یا ملتپالنه د اروپایانو په فطرت کې نغښتې ده او د دوی په ټوکر کې اوبدل شوې ده؛ ځکه چې ډېری یې په خپل مليت او قوم ویاړل او دا یې په نورو باندې د ویاړ او غوره والي سبب ګڼله.
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله په خپل ارزښتناک کتاب “د مسلمانانو په زوال کې نړۍ څه له لاسه ورکړل؟” کې لیکي: “وطن پالنه، ملتپالنه، د خلکو او جغرافیایي موقعیت ته ډېره پاملرنه د اروپایانو طبیعي ځانګړتیاوې دي، چې د اروپایانو د روح له مجرا څخه یې نفوذ کړی او نورو ته سرایت کړی دی. په رګونو کې د وینې په څېر جریان لري او د اروپا دویم فطرت شوی دی.”
ملتپالنه یو لویدیځوال غورځنګ دی چې په تېره پېړۍ کې په اروپا کې د مختلفو ننګونو په سیوري کې راڅرګند شو. دا غورځنګ د بدلون، تمدن، استعمار او همدارنګه د کلیسا له ځنځیرونو څخه د خلاصون او د دولت د واکمنۍ د پیاوړتیا د پړاوونو له لارې رامنځته شو.
ملتپالنه، مليت، توکم پالنه او په قومي ډلې، قبیلې یا توکم پورې تړلتیا نوې مسلې نه دي، بلکې د انسان له پیدایښت راهیسې خپلې ریښې لري. خو د یوې لیکل شوې ایډیالوژۍ په توګه په حکومت کې د رنسانس او د بشرپالنې فکر له راڅرګندېدو سره راڅرګنده شوه. د بشرپالنې فکر یو له اړخونو او لاسته راوړنو څخه ملتپالنه ده. دا غورځنګ په اروپا کې پیل شو او ورو ورو افراطي شو، د نړۍ د فتح لپاره په یوه وسله بدل شو او په جرمني کې د نازي رژیمونو او په ایټالیا کې د فاشیزم د راڅرګندېدو لامل شو.
د بشرپالنې دا فکري بهیر نه یوازې په اروپا کې وده وکړه، بلکې برتانوي استعمار دا مفکوره د دریمې نړۍ په هېوادونو کې، په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ کې، د خپلو ګټو او ارمانونو د ترلاسه کولو لپاره خپره کړه.
ظاهراً داسې ښکاري چې ملتپالنه په اصل کې د خلکو یو مشهور غبرګون و، چې په ځانګړې توګه د اتلسمې پېړۍ راهیسې، د واکمنو طبقو د نړۍ پالنې پر وړاندې او هغه څه چې فیریرو “د دربارونو نړیوال” بولي، راڅرګند شو. په پایله کې، ملتپالنه، د خپلو ټولو لوړو او ژورو سره، په لویدیځو هېوادونو کې راڅرګنده شوه او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته خپره شوه.
په لوېدیځ کې د ملتپالنې د پیاوړتیا لاملونه
یو له هغو لاملونو څخه چې په لوېدیځ کې د ملتپالنې د ودې سبب شو، له دین، کلیسا او د هغې د مختلفو بې بنسټه پروګرامونو سره مخالفت و. د ملتپالنې د ودې تر ټولو مهم لامل د ملتونو لپاره د یو ارمان او هویت رامنځته کول و. انسان له ارمانونو پرته ژوند نشي کولی. د منځنیو پېړیو په جریان کې، د عیسویت ارمانونه او هیلې په اروپا کې خپرې وې. د کلیسا په کمزوري کېدو سره، په عملي توګه هېڅ داسې څه نه و چې خلک بیا راژوندي کړي او د خپلو دښمنانو پر وړاندې یې سره یو موټي کړي.
دوهم لامل د سرتېرو لپاره د هېواد په لاره کې د قربانۍ او سرښندنې، انګېزې ورکول و.
د فرانسې له انقلاب وروسته، د ملتپالنې مفهوم په فرانسه کې خپور شو. دا هغه وخت و چې د خلکو په منځ کې د ملت، مليت او دولت په څېر اصطلاحات راڅرګند شول. د فرانسې له انقلاب وروسته او د ناپلیون د فتوحاتو پر مهال، ملتپالنه د یوې نړیوالې مفکورې په توګه راڅرګنده شوه. دا مفکوره د ناپلیون د فتحو سره په ټوله اروپا کې خپره شوه، تر دې چې دا د ډیموکراسۍ او آزادۍ څخه مخکې ختیځ ته صادره شوه. له همدې امله، ملتپالنه لومړی ځل په ۱۷مه پېړۍ (۱۶۴۸ میلادي کال) کې په اروپا کې راڅرګنده شوه او د فرانسې له انقلاب وروسته د نړۍ نورو برخو ته خپره شوه.
د اصلاحاتو په دوران کې، د عمومي کلیسا په وړاندې لومړی غبرګون راڅرګند شو، چې د ملي کلیساګانو د جوړېدو لامل شو. په دې کلیساګانو کې، د لاتین ژبې پر ځای (چې د هغه وخت علمي ژبه وه) سیمه‌ییزې ژبې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره وکارول شوې. همدارنګه، د لوړ پوړو او د مقام او حیثیت لرونکو روحانیونو پر ځای، د ملي روحانیونو د مراتبو لړۍ رامنځته شوه.
د فرانسې د انقلاب له بریا سره د ملتپالنې مفکورې ډېر بنسټونه، اصول او ځانګړتیاوې راڅرګندې شوې، چې د لومړي ځل لپاره دا لیدلوری په عمل کې پلی شو. د هېواد او بیرغ لپاره د غیرت او احساساتو راپارول، د ملي اتلانو درناوی او لمانځغونډې، د ملي سرود لیکل، د فرانسوي ژبې او عنصر سپېڅلتیا ته ټینګار کول، د مذهبي مراسمو په بڼه د ملي مراسمو او جشنونو رامنځته کول او د فرانسې په تاریخ ویاړ کول، دا ټول د ملتپالنې د اصلي او فرعي بنسټونو څخه وو، چې د فرانسې د انقلاب په جریان کې یو په بل پسې رامنځته شول. دا د ملتپالنې په لور لومړني عملي ګامونه وو.
د فرانسې د لوی انقلاب له پیل راهیسې، په ښکاره ډول د “ژوندی دې وي پاچا” پر ځای د “ژوندی دې وي ملت” شعار وړاندې شو، چې د خپل ملتپاله تمایل څرګندولو لپاره و. په دې شعار سره یې وښودل چې ملت باید د پاچاهۍ د امتیازاتو وارث شي.
کلیسا او د عیسویت مشرانو ځانونه د هغه وخت له واکمنې طبقې سره یوځای کړل او د ټولنې ډېری چارې یې کنټرولولې. خو د دې زرکلنې دورې په پای کې، د کلیسا ځواک کم شو او بالاخره د کلیسا مشران اړ شول چې د ټولنیزو چارو په اداره کې خپل مقام پرېږدي.
تر ټولو مهم عوامل چې د دې پېښې لامل شول، عبارت دي له:
1. د کلیسا د مشرانو لخوا د پاچاهانو د مادي ګټو او د هغوی د رضایت د ترلاسه کولو لپاره په عیسویت کې رامنځته شوي تحریفونه، چې عیسوي دین یې له خپل اصلي جوهر او ریښتیني تعلیماتو څخه لرې کړ.
2. له بلې خوا، خلک د مسلمانانو او د هغوی د نظرونو سره مخ شول، چې خلکو یې فکر کولو ته هڅول او د عیسویت تحریفونه یې نور هم څرګند کړل.
• کلیسا له پاچاهانو او زورواکو سره لاس یو کړ او په تدریجي ډول یې کمزوري او بې‌وزله طبقه، چې په حقیقت کې د خلکو لویه برخه وه، له ځانه لرې کړه او د ځان لپاره یې غیرقانوني امتیازات ترلاسه کړل. د بېلګې په توګه، په داسې حال کې چې بې‌وزله خلک د درنو مالیاتو ورکولو ته اړ ایستل شوي وو، د روحانیونو لوړه طبقه د مالیاتو له ورکړې معاف وه او ډېره شتمني او ملکیت یې ترلاسه کړی و.
• د علماوو، څېړونکو او ساینسپوهانو په وړاندې د کلیسا درېدل او د طبیعي او کیهاني نظریاتو ملاتړ، چې د مذهبي عقایدو او د انجیل د تفسیر په توګه درناوی کېده، خو ورو ورو د علم پرمختګ سره یې بطلان او ناسم‌والی ثابت شو.
• د کلیسا د مشرانو تاوتریخوالی او زورزیاتی چې خلک یې د کلیسا د قوانینو اطاعت ته اړ ایستل. هغوی له هغو کسانو سره سخت چلند کاوه چې د کلیسا مخالفت یې کاوه، او هغوی ته یې سختې شکنجې او د مرګ سزا ورکوله. په تاریخ کې د دوی د جنایتونو، وحشتونو، سوځولو او زړه بوږنوونکو شکنجو ډېرې قضیې بیان شوې او ثبت شوې دي. د بېلګې په توګه، له ۱۴۰۸ څخه تر ۱۸۰۸ زېږدیز کال پورې، ۴۰،۷۱۲ کسان وسوځول شول او نږدې ۳۸۷،۹۴۴ کسان په سختو سزاګانو محکوم شول.
څرنګه چې دین له ټولنیز ژوند څخه ووت، د بشرپالنې مکتب یې ځای ونیو. د دې مکتب منل، خپل پیغامونه او پایلې لرلې، چې یوه یې انسانانو ته ارزښت ورکول او هغوی د واک او ځواک سرچینه ګڼل وو. دا مفکوره ورو ورو د ملتپالنې د مکتب د راڅرګندېدو لپاره مقدمه شوه.
په ۱۰۹۵ کال کې، د دویم اربن پاپ په مشرۍ د کلیسا شورا د بیت‌المقدس د نیولو په موخه د “سپېڅلې جګړې” په نوم د مسلمانانو پر وړاندې جګړه پیل کړه، چې موږ مسلمانان یې د صلیبي جګړو په نوم پېژنو. لومړۍ صلیبي جګړه د صلیبي قوماندان فرای بولوني لخوا د مسلمانانو په عام وژنه پای ته ورسېده، خو په راتلونکو جګړو کې مسلمانان تل بریالي وو. په دې توګه، صلیبي جګړې د مسلمانانو په ګټه پای ته ورسېدې.
ډېر کلونه کلیسا د پاپ په مشرۍ په اروپا واکمنه وه. په دې موده کې، د ډېرو شتمنیو د ترلاسه کولو لپاره یې په بې‌شمېره خرافاتو لاس پورې کړ. د بېلګې په توګه، دوی به د یوې ټاکلې اندازې پیسو په بدل کې خلکو ته د دوی د ګناهونو عفو او بښنه ورکوله. خو د شپاړسمې پېړۍ په لومړیو کې، د کاتولیک کلیسا دا عمل د مارټین لوتر په نوم د یوه سړي لخوا وننګول شو.
د ۱۵۱۷ د اکتوبر په ۳۱ نېټه، لوتر یو اعتراضي لیک ولیکه چې ۹۵ مادې یې درلودې او د ویټنبرګ کلا د کلیسا په دروازه کې یې ځړولی و. له دې پېښې وروسته، د دې موضوع په اړه د پاپ اعتراضونه زیات شول، او هغه له لوتر څخه وغوښتل چې خپل اعتراض بیرته واخلي او له کلیسا څخه بخښنه وغواړي. که نه، هغه به یې تکفیر کړي. خو لوتر د پاپ ګواښونه له پامه وغورځول او خپلو اعتراضونو ته یې دوام ورکړ، تر هغه چې پاپ هغه تکفیر کړ.
له هغې وروسته، د دواړو مذهبونو ترمنځ اختلافات پراخ شول، تر هغه چې په پای کې په ۱۶۴۸ کال کې د ویسټفالیا د تړون په لاسلیک سره پای ته ورسېدل. ډېری تاریخ‌پوهان پدې باور دي چې د ویسټفالیا تړون لومړنی تړون و چې پر بنسټ یې د کلیسا د هویت پر ځای د ملت مفهوم رامنځته شو. په دې ځای کې ډېرو اروپایي خلکو ځانونه د “کاتولیک” یا “پروټسټانټ” په توګه تعریف کړل او له همدې امله ملتپالنه د دې دورې محصول ګڼل کېږي.
لکه څنګه چې مخکې وویل شول، په نړۍ کې د ملتپالنې یوه موخه د دین ضد مبارزه ده. که څه هم په لوېدیځ کې د دې راڅرګندېدل د کلیسا او د هغې د خرافاتو او ناپوهۍ په ځواب کې و، خو وروسته دا د لوېدیځوالو لپاره یوه مفکوره شوه، چې په دې ډول د دین او د هغه د احکامو مخالفت وکړي. ځکه چې د دې دواړو (دین او ملتپالنې) یو ځای کېدل او همغږي په هیڅ ډول ممکن نه ده.
د اسلامي نړۍ مفکر، علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه‌الله، په خپل ارزښتناک کتاب “د اسلامي نړۍ په زوال کې نړۍ څه له لاسه ورکړل” کې د لوتر او د هغه د ملګرو د دین ضد غورځنګ په اړه لیکي، کوم چې په لوېدیځو هېوادونو کې د ملتپالنې د رامنځته کېدو لامل شو:
“دین او ملي تعصب د یو بل په مخالف اړخ کې وو. د یوه اړخ پیاوړتیا د بل اړخ کمزورتیا په معنی وه. او دا چې د دین اړخ ورځ تر بلې مخ په کمزوري کېدو و، مخالف لوری پیاوړی شو.”
انګلیسي عالم، لرډ لوتین، چې په امریکا کې د برتانیې پخوانی سفیر و، په یوه وینا کې، چې هغه د ۱۹۳۸ کال په جنورۍ کې د علیګړه پوهنتون په مراسمو کې وکړه، دې تاریخي حقیقت ته اشاره وکړه:
“کله چې د لوتر غورځنګ، چې د اصلاح غورځنګ په نوم یادیږي، د اروپا کلتوري او مذهبي یووالی ویجاړ کړ، دا لویه وچه په بېلابېلو ډیموکراټیکو حکومتونو ووېشل شوه. هغه شخړې او سیالۍ چې په دې کې رامنځته شوې، د نړیوال امنیت لپاره یو دایمي او تلپاتې ګواښ پاتې شوې.”
امام ندوي رحمه‌الله په اروپا کې د ملتپالنې پایلې او اغېزې په لاندې ډول بیانوي:
“د دیني نظام د ړنګېدو او د افراطي ملتپالنې د پیاوړتیا او ودې پایله دا وه چې اروپا د ټول ختیځ پر وړاندې په پوځي اډه بدله شوه. د لوېدیځ او ختیځ ترمنځ وېشونکې کرښه، یا په بل عبارت، د اروپا او نورو براعظمونو ترمنځ، راڅرګنده شوه.”
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version