لیکوال: رحمت الله رحماني

د پاچاهانو په دربار کې د علماوو حضور (لومړۍ برخه)

الله تعالی جل‌جلاله فرمایي:
“وَإِنَّهُ لَذِكْرٌ لَكَ وَلِقَوْمِكَ وَسَوْفَ تُسْأَلُونَ”
(او قرآن ستا او ستا د قوم لپاره د ویښتیا وسیله ده، او له تاسو څخه به (د دې الهي پروګرام په اړه) پوښتنه وشي.)
د سلف علماوو د هغو خطرونو په اړه خبرداری ورکړی، کوم چې د هغو عالمانو او واعظانو لخوا رامنځته کېږي چې د خپلو مادي ګټو او د پاچاهانو د رضایت ترلاسه کولو لپاره د هغوی دربارونو ته ځي او له هغوی سره نږدې کېږي. حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمایي:
“د پاچاهانو په دربارونو کې فتنه داسې ویده وي، لکه څنګه چې اوښ زنګون وهي او ویده کېږي. په هغه ذات قسم چې زما روح یې په لاس کې دی، تاسو د دوی د دنیوي شتمنیو څخه برخه نشئ ترلاسه کولی، مګر دا چې دوی ستاسو د دین څخه برخه واخلي.”
عماره بن عبدالله له حذیفه رضی الله عنهما څخه روایت کوي:
“د امیرانو په دربارونو کې له شتون او ګډون څخه ډډه وکړئ، ځکه چې دا د فتنې یوه دروازه ده.”
هغوی وپوښتل: “اې ابو عبدالله! په څه معنی؟” هغه وویل:
“ځکه چې ستاسو څخه یو د امیر دربار ته ځي، په درواغو هغه تصدیق کوي او د هغه په ستاینه کې داسې خبرې کوي چې د هغه له اصلي شخصیت سره سمون نه خوري.”
وهب بن منبه رحمه الله وایي:
“د شتمنۍ راټولول او د پاچاهانو سره یوځای کېدل د انسان هېڅ نېک عمل نه پرېږدي، لکه څنګه چې دوه وږي او خطرناک لیوان د پسونو په غوجله کې ننوځي او تر سهاره پورې د رمې په منځ کې وګرځي. په هغه رمه کې به یو روغ پسه هم پاتې نشي.”
اعمش رحمه الله فرمایي:
“تر ټولو بد واکمنان هغه دي چې له علماوو څخه ډېر لرې وي؛ تر ټولو بد علما هم هغه دي چې امیرانو ته نږدې کېږي.”
ویل شوي دي:
“تر ټولو بد عالم هغه دی چې د واکمنانو دربارونو ته ځي او غوره واکمن هغه دی چې د علماوو حضور ته ورشي.”
په ځینو احادیثو کې د درباري عالمانو او فقهاوو په اړه سخت خبرداری ورکړل شوی دی. رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم الله فرمایلي دي:
“العلماء أمناء الرسل، ما لم یخالطوا السلطان و یداخلوا الدنیا، فإذا خالطوا السلطان و داخلوا الدنیا فقد خانوا الرسل، فاحذروهم.”
(علما د پیغمبرانو علیهم السلام امانتداران دي، تر هغه چې دوی له پاچاهانو سره نږدې نشي او د دنیا غوښتونکي ونه ګرځي. که دوی له دې دوو سرو کرښو تېر شول، نو دوی د پیغمبرانو علیهم السلام په امانت کې خیانت کړی دی، نو له هغوی څخه ووېرېږئ.)
په یوه بل حدیث شریف کې راغلي دي:
“الفقهاء أمناء الرسل، ما لم یدخلوا فی الدنیا، ویتبعوا السلطان، فإذا فعلوا ذلک فاحذروهم.”
(فقها د پیغمبرانو علیهم السلام امانتداران دي، تر هغه چې دوی په دنیا زړه ونه تړي او د پاچاهانو پیروي ونه کړي. که په دغو بلاوو اخته شول، نو له هغوی څخه ځان وساتئ.)
په بل حدیث کې داسې راغلي دي:
“ویل لامتي من علماء السوء، یتخذون هذا العلم تجارة، یبیعونها من أمراء زمانهم ربحًا لأنفسهم، لا أربح الله تجارتهم.”
(زما د امت لپاره د هغو بدو علماوو له امله افسوس دی چې خپل علم د وخت په واکمنانو د شخصي ګټو لپاره پلوري. خدای جل‌جلاله دې د دوی سوداګري ګټوره نه کړي.)
محمود وراق د شعر په چوکاټ کې درباري علما او دعوتګر د واکمنانو د لیدنې او د پاچاهانو دربار ته د پرله‌پسې تګ او راتګ د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي او وایي:
ژباړه:
“په اسونو سپاره، دوی په ډلو ډلو سهار د خلیفه دربار ته ورسېدل. له سهار څخه تر شپې پورې هلته پاتې شول ترڅو د عزتمن مقام او منصب ترلاسه کړي. کله چې دوی هغه څه ترلاسه کړل چې دوی یې غوښتل او د دوی وضعیت ښه شو، د دوی خپلوان د لیک له متن څخه خوښ شول. بیا دوی ګمراه شول او ظلم او بد چلند ته یې مخه کړه. خپلو وحشتناکو کړنو ته په راستنېدو سره، د خلیفه له تړون سره یې خیانت وکړ. دوی امانت په خیانت او امنیت په شرارت بدل کړ. دوی ځانونه چاغ کړل او د امانتدارۍ بار یې سپک وګڼل.
په پایله کې، د خلکو قبرونه تنګ شول او ښکلې ماڼۍ یې پراخې شوې. په ظاهره هر با ادبه، پوه، د نظر خاوند او فقیه کس چې د ابو حنیفه رحمه الله له خبرو او قیاس څخه استدلال کوي، اوږده او پراخه ږیره لري، لکه څنګه چې هغه د قضاوت د مقام لپاره اړینې وړتیاوې لري، مګر هغه له خپلې پوهې او علم څخه ګټه نه ده پورته کړې؛ ځکه چې په دنیا او د هغې په شتو مین شوی دی، خدای تعالی جل‌جلاله یې هېره کړی او په زړو رسیو سره یې دنیا ته پناه وړې ده.”
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version