لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (څلور پنځوسمه برخه)

د شورا د غړو ځانګړتیاوې
په دې برخه کې به د شورا د غړو د ځانګړتیاوو د دوام په دې لړۍ کې درې نورې ځانګړتیاوې ذکر کړو:
۷. تجربه
سلاکار یا مشاور باید په هغه موضوع کې پوره تجربه ولري چې مشوره ورسره کېږي او د ستونزو د درک او تحلیل وړتیا ولري.
هغه باید له تېرو تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره، د وخت او ځای شرایطو ته په پام، مناسبې حل‌لاره وړاندې کړي.
له همدې امله، د شورا غړي باید د هېواد د حالاتو، کورنیو او بهرنیو سیاسي بدلونونو په اړه بشپړ معلومات ولري.
او د روانو پېښو د تحلیل او ارزونې وړتیا او ځواکمنتیا ولري. دوی باید د کړکېچونو او ننګونو په اوج کې د اسلام او امت د ګټو او مصلحتونو په پېژندلو، او د کره او مسلکي مشورو او ګټورو نظرونو په وړاندې کولو سره، د ټولنې د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
۸. نفوذ او لوړ ټولنیز مقام
د شورا غړي باید د عدالت، امانتدارۍ، پوهې، تخصص، تجربې او رایې په څېر ځانګړتیاوو ترڅنګ ټولنیز نفوذ او شهرت هم ولري او د خلکو په منځ کې لوړ مقام ولري. دوی باید د خلکو مشران او د مسلمانو قومونو او ټولنو استازي وي، ترڅو د مسلمانانو له امام سره په بیعت کولو سره، د ټولو قناعت او اطاعت ترلاسه کړي.
لکه څنګه چې د حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر فاروق رضي الله عنهما په شورا کې د مهاجرینو او انصارو مشران او مخور شامل وو.
۹. تابعیت
هغه څوک چې د شورا غړیتوب ترلاسه کوي، باید د اسلامي دولت تابعیت ولري. همدارنګه، د شورا هر غړی باید یوازې د یو اسلامي هېواد (دارالاسلام) تابعیت ولري او د غیر اسلامي هېوادونو (دارالحرب) تابعیت ونه مني.
هغه څوک چې د اسلامي هېواد تابعیت نه‌لري یا دوه‌ګونی تابعیت لري (یعنې د اسلامي او غیر اسلامي دواړو هېوادونو تابعیت لري)، په سیاسي او قانوني توګه په غیر اسلامي هېواد پورې تړلی دی او نشي کولی د یو اسلامي هېواد د خیر او مصلحت لپاره هڅه وکړي. تابعیت له دولت سره د وګړو حقوقي، سیاسي او معنوي اړیکه ده؛ له همدې امله، هغه څوک چې د یو غیر اسلامي هېواد تابعیت لري، د همغه هېواد په وړاندې مکلفیت لري او د ګټو د خوندیتوب لپاره یې هڅې کوي.
له بلې خوا، په اسلامي شورا کې د داسې اشخاصو شتون غیر اسلامي هېوادونو ته د مسلمانانو په چارو کې د لاسوهنې لاره هواروي. له همدې امله، د اسلامي شورا د غړیتوب لپاره د اسلامي دولت تابعیت درلودل یو اساسي شرط دی.
له همدې امله، حتی که یو څوک یو وړ او پرهېزګار مسلمان وي، مګر د کافر هېواد تابعیت ولري، هغه نشي کولی د شورا غړی شي. لکه څنګه چې الله تعالی جل‌جلاله فرمایي:
“إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُوْلَئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يُهَاجِرُوا مَا لَكُمْ مِنْ وَلَايَتِهِمْ مِنْ شَيْءٍ حَتَّى يُهَاجِرُوا”
(په حقیقت کې هغه کسان چې ایمان یې راوړی او هجرت یې کړی او د الله جل‌جلاله په لاره کې یې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد کړی او هغه کسان چې پناه یې ورکړې او مرسته یې کړې، دا د یو بل مرستندویان دي. او هغه کسان چې ایمان یې راوړ، خو هجرت یې نه دی کړی، تاسو د هغوی په ولایت (سرپرستۍ) کې هېڅ حق نه‌لرئ، تر هغه چې دوی هجرت وکړي.)
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version