لیکوال: ابورافع

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دویمه برخه)

د مسلمانانو په منځ کې د بنسټیزو علومو د ودې او پراختیا پړاوونه
د مسلمانانو په منځ کې د بنسټیزو علومو وده او پراختیا درې مهم پړاوونه لري. دغو پړاوونو د مسلمانانو د علمي تمدن په جوړولو، د علمي بنسټونو په ټینګولو، او نورو ټولنو، په ځانګړي ډول غربي ټولنو ته، د علم په خپرولو کې مهم رول لوبولی دی. دغه درې پړاوونه په لاندې ډول دي:
۱. عربي ژبې ته د بېلابېلو ټولنو د علومو لېږد او ژباړه
دا پړاو د مسلمانانو په منځ کې د بنسټیزو او په ځانګړي ډول د تجربوي علومو د پراختیا او تشکیل لومړی ګام و. دا پړاو له اوومې میلادي پېړۍ څخه تر نهمې میلادي پېړۍ پورې دوام وکړ. په دې موده کې مسلمانانو د پخوانیو تمدنونو بنسټیز کتابونه، په ځانګړي ډول هغه چې په یوناني ژبه لیکل شوي وو، عربي ته وژباړل. هغوی دغو کتابونو ته شرح او وده ورکړه
دغو ژباړو په بېلابېلو تمدنونو او کلتورونو لکه بابلي، مصري، چینایي، هندي، او فنیقي (کنعاني) تمدنونو باندې تکیه درلوده. دا ډول علوم د فتوحاتو او تجارتي تبادلې له لارې اسلامي خاورو ته راوړل شول.
د خطاطۍ او ترقیم په ډګر کې د هند او فارس سیمو شتمنۍ او د هندسي علومو په برخه کې د یوناني تمدن اغېز د اسلامي تمدن په ودې کې د پام وړ و. دغه پړاو د لوېدیځو ټولنو لپاره هم ګټور و، ځکه چې ډېری علمي ستونزې یې حل کړې.
دا پړاو د عباسي خلیفه «ابوجعفر منصور» په وخت کې پیل او د «امین عباسي» تر خلافت پورې یې دوام وکړ. په دې پړاو کې زیاتره طبي او ریاضي کتابونه ژباړل کېدل. «هارون الرشید» د مسلمانانو یوه ډله بېلابېلو هېوادونو ته ولېږله او د دې کار لپاره یې لوړه بودیجه وټاکله. تر دې چې «یوحنا ابن ماساویه»، چې د عباسي دولت یو تکړه طبيب و، د زړو طبي کتابونو په ژباړه لاس پورې کړ.
که څه هم د ژباړې هڅې د امویانو له وخته پیل شوې وې او «خالد بن یزید بن معاویه»، چې د «بني امیه حکیم» په نوم یادېده، لومړنی کس و چې دې موضوع ته یې ځانګړې پاملرنه وکړه، خو د رسمي ژباړې پیل او د بودیجې ځانګړې کول د خلیفه ابوجعفر منصور لخوا ترسره شول.
ډاکټر علي الدفاع لیکي: «د ابوجعفر منصور د واکمنۍ پر مهال د ژباړې هڅې خپل اوج ته ورسېدې. هغه له نړۍ څخه متخصصین وغوښتل چې د ریاضي، ستورپوهنې، فزیک، کیمیا، فلسفې، طب، نبات‌پوهنې، ژوپوهنې او جیولوژۍ په برخو کې کتابونه وژباړي. ابوجعفر منصور په سخاوت سره د ژباړې لپاره بودیجه ځانګړې کړه. د دې هڅو پایله دا شوه چې خلکو د کتاب لوستلو ته ډېره لېوالتیا پیدا کړه، ارزښتناک معلومات یې ترلاسه کړل او ورو ورو د لیکوالۍ او ژباړې لوري ته وهڅېدل.»
د ژباړې په برخه کې د دې پرمختګ لامل د اسلامي خلفاو هڅې وې، چې د علمي کتابونو د ژباړې لپاره یې بېلابېل کتابتونونه جوړ کړل. په دې توګه یې د ټولنې د ټولو علماو او مفکرینو له استعداد څخه ګټه واخیسته، پرته له دې چې دین، مذهب یا فکري توپیرونه خنډ شي. همدغه زغم او سخاوت د دې ستر تمدن د رامنځته کېدو لامل شو، چې تاریخ یې بېلګه نه لري.
حتی عباسي او اموي خلفاو خپل استازي قسطنطنیې او نورو اروپایي ښارونو ته لېږل، ترڅو هغه یوناني کتابونه راټول کړي چې هلته له پامه غورځول شوي وه. کله کله د یهودي، عیسوي، ستورپرستانو او مجوسیانو علمي نسخې د جزیې په توګه اخیستل کېدې.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version