لیکوال: شعیب احمد "غزنوي"

د کعبې شریفې تاریخ (نهمه او وروستۍ برخه)

سدانت یا د کعبې شریفې سرپرستي او ساتنه
د کعبې شریفې سدانت او حجابت د هغې د سرپرستۍ، خدمت کولو، او د دروازې د پرانستلو او تړلو مسؤلیت ته ویل کېږي. له قریشو مخکې، د کعبې د سدانت دنده د طسم قبیلې پر غاړه وه، کومه چې د عاد قوم له یوې څانګې څخه وه. وروسته، دا سرپرستي خزاعه ته وسپارل شوه. له هغې وروسته، قصي بن کلاب دا مسؤلیت پر غاړه واخیست او بیا یې خپل زوی عبدالدار ته وسپاره. عبدالدار خپل زوی عثمان ته دا مسؤلیت وسپاره.
دا لړۍ تر هغه وخته روانه وه چې د ابن طلحه او بیا د هغه د تره زوی شیبه لاسونو ته ورسېده. رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د مکې مکرمې د فتحې په کال کې د کعبې مطهرې کیلۍ دوی ته ورکړې او وفرمایل:
“ای د ابو طلحه اولادونو! دا د تل لپاره واخلئ او له ظالم پرته، هیڅوک به یې له تاسو څخه وانخلي.”
نن ورځ، دا کورنۍ د شیبي په نوم پېژندل کېږي او د کعبې کیلۍ د دې خاندان د مشر په کور کې ساتل کېږي. همدارنګه، د کعبې زوړ پوښ دوی ته ورکول کېږي. سعودي حکومت دا پوښ له دوی څخه پېري او بیا یې د دولتونو مشرانو او حاجیانو ته د تحفې په توګه ورکوي.
د مسجدالحرام د جوړولو او پراختیا تاریخ
د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په وخت کې، د مسجد الحرام چاپېره دیوالونه نه وو؛ یوازې دروازې وې. خلک له خپلو شاوخوا کورونو جومات ته ننوتل. کله چې د خلکو نفوس ډېر شو او مسجد الحرام تنګ شو، عمر بن الخطاب رضي الله عنه د جومات د پراخولو لپاره شاوخوا کورونه وپېرل او جومات ته یې ور زیات کړل. ځینې کورونو څښتنانو د خپلو کورونو پلورلو ته زړه نه ښه کاوه، خو په پای کې د مسجد الحرام چاپېره دیوالونه جوړ شول. په هغه وخت کې، د مسجد الحرام مساحت شاوخوا ۱۴۰۰ متره مربع و.
بیا، د حضرت عثمان رضي الله عنه په وخت کې، نفوس نور هم زیات شو او هغه هم د مسجد الحرام پراختیا ته دوام ورکړ. د وخت په تېرېدو، د خلفاوو رضي الله عنهم او واکمنانو په دوران کې د مکې مکرمې حرم دیارلس ځله پراخ شو.
وروستۍ پراختیا د دوو سپېڅلو جوماتونو د سرپرست پاچا فهد لخوا ترسره شوه. دا پراختیا د مسجد الحرام په تاریخ کې تر ټولو لویه ګڼل کېږي. د مسجد الحرام مساحت ۳۵۶,۰۰۰ متره مربع ته لوړ شو، چې مخکې یې مساحت ۱۵۲,۲۰۰ متره مربع و. د لومړي ځل لپاره، د مسجد الحرام فضا او سطحې د لمانځه لپاره ځانګړې شوې او جومات د یو ملیون لمونځ کونکو ظرفیت ترلاسه کړ.
د مطاف ځانګړې مرمرې ډبرې
د مطاف صحن له ځانګړو یوناني “تاسوس” مرمرو سره پوښل شوی چې پنځه سانتي متره پلنوالی لري. دا ډبرې د شپې رطوبت جذبوي او د ورځې په اوږدو کې یې خوشې کوي. حتی په دوبي کې د سختې ګرمۍ په حالت کې، چې تودوخه ۴۹ درجې ته رسېږي، دا ډبرې مطاف او شاوخوا سیمې سړې ساتي. هغه ادعا چې ګواکي د دې ډبرو لاندې اوبه شته، ناسمه ده.
دروازې او ځانګړې بڼې
مسجد الحرام ۱۵۵ دروازې لري، چې درې یې اصلي او مرکزي دروازې ګڼل کېږي. په تېرو وختونو کې، د څلورو اهل سنتو امامانو د پیروانو لپاره د فرض لمونځونو د ادا کولو څلور جلا ځایونه ځانګړي شوي وو. د تاریخ په کتابونو کې ویل شوي چې دا طریقه په پنځمه هجري پېړۍ کې رواج شوه او په ۱۳۷۷ هجري کې بنده شوه. د سعودي په وخت کې، د مطاف پراختیايي پروژې وروسته، دا بهیر هم ودرول شو.
په پیل کې د فرض لمونځونو ترتیب
په لومړیو کې، فرض لمونځونه د کعبې د دروازې شاته له ختیځ لوري څخه ترسره کېدل. دا تر هغه وخت دوام درلود چې خلیفه عبدالملک بن مروان د مکې والي خالد القسري ته امر وکړ چې د کعبې شریفې په ټولو خواوو کې صفونه جوړ کړي. د هغه وخت د علماوو، لکه عطاء او نورو، د دې کار د جواز لپاره فتواګانې صادرې کړې.
د مکې مکرمې حرم منارې او ځانګړتیاوې
د مکې مکرمې حرم نهه منارې لري چې هر یو یې ۹۲ متره لوړوالی لري. دوهم پوړ ته د رسېدو لپاره لفټونه ځای پر ځای شوي دي. همدارنګه، د معلولینو، زړو او کمزورو کسانو لپاره ځانګړي ځایونه په پام کې نیول شوي دي، ترڅو هغوی په ویلچرونو کې طواف وکړای شي.
د مسجدالحرام امامان او دندې
نن ورځ، مسجد الحرام لس امامان لري چې د پنځه وخته لمونځونو، د جمعې او اخترونو لمونځونو امامت کوي. دغه امامان عبارت دي له:
1. ډاکټر صالح بن عبدالله بن حمید
2. ډاکټر عبدالرحمن بن عبدالعزیز السدیس
3. ډاکټر سعود بن ابراهیم الشریم
4. ډاکټر اسامه بن عبدالله الخیاط
5. شیخ صالح آل طالب
6. شیخ عبدالله الجهني
7. شیخ ماهر المعیقلي
8. ډاکټر خالد الغامدي
9. ډاکټر فیصل غزاوي
10. شیخ بندر بلیله
دغه امامان د امامت تر څنګ نورې دندې هم پر مخ وړي.
د مسجدالحرام مؤذنان
په مسجد الحرام کې ۱۵ مؤذنان د اذان مسؤلیت لري، چې په لاندې ډول دي:
1. محمد یوسف مؤذن
2. محمد علي شاکر
3. محمد سراج معروف
4. علي احمد ملا
5. نایف صالح فیده
6. فاروق عبدالرحمن حضراوي
7. احمد عبدالله بصنوي
8. توفیق عبدالحفیظ خوج
9. ماجد ابراهیم العباس
10. عصام علي خان
11. احمد یونس
12. خواجه احمد علي نحاس
13. محمد احمد مغربي
14. سعید فلاته
15. حمد احمد دغریري
دا مؤذنان په “مکبریه” نومې ځای کې اذان کوي، چې د کعبې مطهرې د جنوبي برخې په نږدې سیمه کې موقعیت لري. اوس مهال، شیخ نایف بن صالح فیده د مؤذنانو مشر دی.
د کعبې شریفې خوشبویي
د کعبې شریفې معطر او خوشبویه کول یو لرغونی دود دی چې له اسلام څخه مخکې وختونو ته رسېږي. رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم دا دود جاري وساته. کله ناکله به ټوله کعبه په ځانګړو عطرو خوشبویه کېده. معاویه رضي الله عنه د هر لمانځه په وخت کې د کعبې د خوشبویه کولو لپاره اجرت ورکاوه. په همدې توګه، د عبدالله بن زبیر رضي الله عنه په وخت کې به هره ورځ د کعبې شریفې د خوشبویۍ لپاره عطرونه کارول کېدل، او د جمعې په ورځ به دا عمل زیات ترسره کېده.
کله چې د کعبې شریفې بیا جوړول بشپړ شول، له دننه او بهر څخه پرې غوړي ومښل شول. ځینې فقها په دې باور دي چې د کعبې مطهرې خوشبویه کول د هغې د پاکوالي یوه بڼه ده چې خدای تعالی جل‌جلاله پرې امر کړی دی. ارزقي روایت کوي چې حضرت عائشه رضي الله عنها وویل:
“د الله تعالی جل‌جلاله د کور خوشبویه کول، زما لپاره د سرو زرو او سپینو زرو له انفاق کولو ډېر غوره دي.” هغې دا هم وویل:
“د کعبې شریفې کور خوشبویه کړئ؛ ځکه چې دا د هغې د پاکوالي یوه برخه ګڼل کېږي.”
د کعبې لپاره کارېدونکي عطرونه
کعبه د عود په تیلو، ګلابو اوبو او مشک سره خوشبویه کېږي. نن ورځ، د دوو سپېڅلو جوماتونو د ریاست لخوا یو ځانګړی چارواکی د حجر الاسود د خوشبویه کولو مسؤلیت لري. د مکې ځینې اوسېدونکي کله ناکله د حجر الاسود او د یماني رکن په ګډون د کعبې مطهرې نورې برخې هم خوشبویه کوي.
پایله
زه له الله تعالی جل‌جلاله څخه غواړم چې زما او ستاسو ټول اعمال د هغه د رضا لپاره ځانګړي او خالص کړي. الله سبحانه وتعالی دې موږ ته د خپل سپېڅلي کور د درناوي او نېک ادب توفیق راکړي؛ ځکه چې هغه ډېر سخاوتمند او لوی ذات دی.
Leave A Reply

Exit mobile version