لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (یو پنځوسمه برخه)

شورا د راشدینو خلفاوو رضي الله عنهم په دوره کې:
حضرت عثمان رضي ‌الله عنه به ویل: “په هغه کار کې چې له مشورې پرته پرېکړه وشي، هیڅ خیر نشته.”
په همدې اساس، حضرت عثمان رضي الله عنه د لاندې مسایلو په اړه د صحابه وو له مشرانو سره مشوره وکړه:
• د عبید بن عمر لخوا د هرمزان، د جفینې او د مجوسي ابو لؤلؤ د لور وژنه.
• هغه ډالۍ چې د روم ملکې د علي بن ابي طالب رضي الله عنه لور، ام کلثوم ته استولې وه.
• افریقا سیمې ته د ننوتلو په اړه د عبدالله بن ابي سرح د اجازې غوښتنه.
• په یو مصحف کې د قرآن کریم د راټولولو موضوع.
حضرت عثمان رضي الله عنه دغه مسایل په بشپړې ښېګڼې او د صحابه وو د نظرونو غوښتلو سره حل کړل.
د حضرت عمر رضي الله عنه له شهادت وروسته پېښې:
د حضرت عمر رضي الله عنه له شهادت وروسته، عبیدالله بن عمر د هرمزان، جفینې، او د مجوسي ابو لؤلؤ لور د خپل پلار په شهادت کې د لاس لرلو په تور ووژله. په دې اړه حضرت عثمان رضي الله عنه د مهاجرینو او انصارو له یوې ډلې سره مشوره وکړه.
حضرت علي رضی الله عنه وویل: “زما نظر دا دی چې عبیدالله دې د دوی په وړاندې قصاص شي.” ځینو مهاجرینو وویل: “پرون یې پلار ووژل شو، نن یې زوی وژل کېږي!”
عمرو بن العاص رضي الله عنه وویل: “اې د مؤمنانو امیره! دا پېښه هغه وخت وشوه چې تا د مسلمانانو مسؤلیت پر غاړه نه درلوده.”
حضرت عثمان رضي الله عنه وویل: “زه د مسلمانانو والي او سرپرست یم او د هغوی د وینې بیه ورکوم؛ دا به د خپل شخصي مال څخه ورکړم.”
د ام کلثوم او د روم ملکې ډالۍ
د علي بن ابي طالب رضي الله عنه لور، ام کلثوم، د روم ملکې (د هرقل میرمنې) ته یوه ډالۍ واستوله. د دې په بدل کې، د هرقل میرمنې یوه بله ډالۍ، چې یوه ښکلې او ګران بیه غاړګۍ وه، ام کلثوم ته واستوله.
کله چې قاصد دغه ډالۍ حضرت عثمان رضي الله عنه ته مدینې منورې ته راوړه، هغه امر وکړ چې ډالۍ ضبط شي او مسلمانان یې راټول کړل. هغه وویل: “زما په هیڅ عمل کې خیر نشته چې پرته له مشورې پرېکړه وشي. مهرباني وکړئ، ما ته د هغه ډالۍ په اړه مشوره راکړئ چې ام کلثوم د رومي ملکې ته لیږلې وه او هغه ډالۍ چې رومي ملکې ام کلثوم ته استولې وه.”
ځینو وویل: “دا ډالۍ د ام کلثوم حق دی، ځکه هغې د ملکې لپاره ډالۍ لیږلې وه.”
حضرت عثمان رضي الله عنه وویل: “خو قاصد د مسلمانانو و، چې ډالۍ یې یووړې او راوړې؛ له همدې امله باید دا ډالۍ خزانې ته وسپارل شي.” هغه امر وکړ چې ډالۍ خزانې ته وسپارل شي، او ام کلثوم ته د هغې د ډالۍ برابر لګښت ورکړل شي.
د قرآن په اوو لهجو کې نزول او د راټولولو ضرورت
مشهور روایت دی چې خدای تعالی جل‌جلاله قرآن کریم په اوو تورو (د عربي ژبې اووه لهجو) کې نازل کړی.
هرې عربي قبیلې قرآنکریم په خپله لهجه کې تلاوت کاوه.
دا عمل د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د مشايخو (حضرت ابوبکر او حضرت عمر رضي الله عنهما) په زمانه کې عام و. خو د اسلامي فتوحاتو پراختیا، د غیر عربو له مسلمانېدو، او د وحیې د معاصرو کسانو له وفات وروسته، دا پدیده د ډېرو نویو مسلمانانو لپاره د منلو وړ نه وه.
په ځانګړې توګه ځوانانو او هغو کسانو چې د اسلامي دورې په جریان کې زیږېدلي وو، قرآن کریم له بېلابېلو ښوونکو زده کړی و. د قرائت د لهجو اختلاف د دوی ترمنځ د نظرونو اختلاف او کله ناکله د یو بل تکفیر ته رسېده؛ د آذربایجان او ارمنستان په فتحه کې، چې د عراق او شام دوو لښکرو برخه پکښې اخیستې وه، په مختلفو لهجو کې د قرآن کریم د تلاوت اختلاف په شخړې واوښت. حذیفه بن الیمان رضي الله عنه، چې په جګړه کې حاضر و، له دې حالت څخه ډېر وډار شو او په چټکۍ سره مدینې ته ستون شو.
هغه حضرت عثمان رضي الله عنه ته وویل:
“امت ته پوره پاملرنه وکړه، مخکې له دې چې دوی د خپل کتاب (قرآن کریم) په اړه د یهودانو او عیسویانو په څېر اختلاف وکړي.”
له دې امله، حضرت عثمان رضي الله عنه د صحابه کرامو رضي الله عنهم له مشرانو سره له مشورې وروسته دې پایلې ته ورسېد چې خلک په یوه لهجه کې د قرآن کریم په تلاوت کې سره متحد کړي. په دې کار سره یې د لویو فتنو اور مړ کړ.
د قرآن کریم د یوه مصحف په جوړولو لپاره ټاکل شوې ډله
د دې مهمې دندې لپاره، حضرت عثمان رضي الله عنه لاندې صحابه کرام وټاکل:
• زید بن ثابت (رضي الله عنه)
• عبدالله بن زبیر (رضي الله عنه)
• سعید بن العاص (رضي الله عنه)
• عبدالرحمن بن حارث (رضي الله عنه)
دوی قرآن کریم د قریشو په لهجه کې لیکلی او رسم‌الخط یې په داسې ډول تنظیم کړی چې د مختلفو لهجو خلکو ته د تلاوت اسانتیا برابره کړي. هغه قرآنکریم چې دې ډلې چمتو کړ، د ټکي ایښودلو، د سورتونو نومونو، او نورو برخو څخه خالي و.
د ابوبکر صدیق رضي الله عنه د وخت مصحف د مرجع په توګه
د قرآن کریم د کتابت لپاره اساسي مرجع هغه مصحف و، چې د ابوبکر صدیق رضي الله عنه په وخت کې راټول شوی و. دا مصحف د مومنانو مور، حفصه رضي الله عنها، سره ساتل کېده. د کاپي کولو وروسته، مصحف حفصې ته وسپارل شو او له هغې سره پاتې شو.
د حفصې له وفات وروسته، مروان بن حکم هغه مصحف وسوځاوه او د دې کار په دفاع کې یې وویل:
“قرآن کریم د حضرت عثمان رضي الله عنه په وخت کې چمتو شویو نسخو کې ثبت او ساتل شوی دی. دې کاپي ته اړتیا نشته، ځکه چې دا ممکن د راتلونکو نسلونو لپاره د شک لامل شي.”
شورا د راشدینو خلفاوو رضي الله عنهم په دوره کې:
مشوره یو الهي امر دی چې خدای پاک جل جلاله په قرآن کریم کې خپل پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم ته امر کړی چې د اړتیا په وخت کې د پوهانو او نظر خاوندانو سره مشوره وکړي او غوره او مناسب نظر غوره کړي.
سیدنا علي رضي الله عنه فرمايي:
“مشوره د لارښوونې جوهر دی، او څوک چې له خپلې رایې څخه بې برخې شي، په حقیقت کې یې خپل عقل له لاسه ورکړی دی.”
هغه خپلو ملګرو ته نصیحت کاوه:
“نو له رښتینې وینا کولو یا په عدالت کې له مشورې ورکولو څخه لاس مه اخله؛ ځکه چې زه له خطاګانو او نیمګړتیاوو څخه تش نه یم.”
د شورا اهمیت په سیاسي پرېکړو کې
کله چې د سیدنا علي رضي الله عنه لښکر د حضرت معاویه رضي الله عنه لښکر ته ماتې ورکولو ته نږدې شو، د مقابل اړخ پوځیانو د مصحفانو پاڼې په نېزو پورې وتړلې او د حکمیت یا منځګړیتوب غوښتنه یې وکړه.
حضرت علي رضي الله عنه غوښتل چې جګړه تر بریا پورې دوام وکړي، خو د هغه شاوخوا کسانو د جګړې بندولو او د حکمیت منلو مشوره ورکړه. په پایله کې، هغه خپل شخصي نظر پرېښود، جګړه یې ودروله، او حکمیت یې ومانه.
د اسلامي شورا جوړښت او اهمیت:
د اسلامي امت د ګټو د خوندي کولو لپاره اړینه ده چې د عالمانو او پوهانو په مرسته شوراګانې جوړې شي.
ویل شوي:
“د پوهانو او عالمانو سره ډېره مشوره وکړئ او د خپلې ځمکې د ثبات او تنظیم لپاره د متخصصینو سره بحث او نظرونه تبادله کړئ.”
والي کولی شي دا خلک په خپله وټاکي یا د خلکو په واسطه غوره شي. شورا باید لاندې دندې ترسره کړي:
1. د پرمختګ او اصلاحاتو لپاره د مناسبو پالیسیو طرحه کول.
2. د بیت المال د لګښتونو څارنه او د شتمنیو مدیریت.
3. د سوداګرو، صنعتکارانو، او بزګرانو د ملاتړ لپاره د خدماتو وړاندې کول.
د سلاکارانو ځانګړتیاوې:
امیرالمؤمنین د سلاکارانو ځانګړتیاوې په دې ډول بیانوي:
“د عزتمنو، شریفو خلکو، ښو کورنیو، او هغو کسانو سره نږدې اړیکې ولرئ چې ښه نيت لري. زړورو، سخاوتمندو، او نېکو خلکو ته نږدې شه؛ ځکه چې دوی له خیر او ښېګڼې څخه برخمن دي.”
د شورا د اصل تطبیق
په نبوي او راشدینو خلفاوو رضي الله عنهم په دوره کې مشوره یو اصل و، او په ډېری مواردو کې پرې عمل شوی دی. یوازې په استثنایي حالاتو کې، د امام نظر د شورا د غړو د قناعت ترلاسه کولو وروسته غوره ګڼل شوی دی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version