لیکوال: عبیدالله نیمروزي
د امام ترمذي رحمه الله علمي ژوندلیک (اوولسمه برخه)
د حدیثو تدوین
د حدیثو د منکرینو په اند، له هغه ځایه چې د حدیثونو تدوین د هجرت په درېیمه هجري پېړۍ کې پیل شو، په دې باور نه شي کېدای چې احادیث دې په هماغه اصلي بڼه خوندي وي. مګر دا ادعا یو بېاساسه او غلط بیان دی. ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې څخه تر اوسه پورې د مبارکو احادیثو ساتنه کې یوازې په لیکنه بسنه نه ده شوي.
د څېړنو پر بنسټ، داسې ښکاري چې د احادیثو ساتنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د صحابه کرامو رضی الله عنهم په زمانه کې په درې ډوله شوې وه، چې عبارت دي له:
۱. د روایت حفظ کول
د احادیثو حفظ کول د هغوی د ساتنې لومړۍ طریقه وه. دا طریقه په هغه وخت کې ډیره د اعتماد وړ وه، ځکه چې خدای تعالی جل جلاله عربانو ډیرې قوي حافظې ورکړې وې. هغوی نه یوازې خپل نسبونه، بلکې د خپلو آسونو نسبونه یې هم په یاد وو. ځینو یې په زرګونو شعرونه یاد کړي وو. کله به یې یوه خبره یو ځل واوریده، مګر کلونه کلونه به یې په حافظه کې پاتې وه.
په تاریخ کې د دې خلکو د پیاوړو حافظو ډېر مثالونه نقل شوي دي. په صحیح البخاري کې له حضرت جعفر بن عبدالله الضمري رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویې ویل:
«یو ځل مې د حضرت عبیدالله بن عدي بن خیار سره د حضرت وحشي رضی الله عنه ملاقات وکړ. عبیدالله له حضرت وحشي رضي الله عنه څخه وپوښتل: “آیا ما پېژنې؟” حضرت وحشي رضي الله عنه ورته وویل: “زه تا نه پېژنم. البته زما په یاد دي چې څو کاله وړاندې زه د عدي بن خیار په نامه یو شخص ته ورغلم. په هغه ورځو کې د هغه په کورنۍ کې یو ماشوم زیږیدلی و. ما هغه ماشوم په څادر کې وپېچلو او مرضعې (شیدې ورکوونکې) ته مې بوتلو. د ماشوم ټول بدن پوښل شوی و، یوازې یې پښې لیدل کېدې. ستا پښې د هغه ماشوم پښو ته ډېرې ورته دي.”» [۱]
همدارنګه، حافظ ابن حجر رحمه الله په خپل کتاب “الاصابه” کې ویلي دي چې یوه ورځ عبدالملک بن مروان غوښتل د حضرت ابوهریره رضي الله عنه حافظه وازمايي. هغه له حضرت ابوهریره رضي الله عنه وغوښتل چې ځینې حدیثونه روایت کړي. حضرت ابوهریره رضي الله عنه ډېر حدیثونه روایت کړل، او د مروان لخوا یوه لیکونکي هغه لیکل.
یو کال وروسته، عبدالملک بن مروان بیا له حضرت ابوهریره رضي الله عنه وغوښتل چې د تېر کال حدیثونه ټول په هماغه ترتیب سره ولولي. حضرت ابوهریره رضي الله عنه ټول حدیثونه پرته له ځنډ او بدلون څخه په هماغه ترتیب روایت کړل. [۲]
۲. تعامل
د احادیثو د ساتلو دویمه طریقه چې صحابه کرامو رضي الله عنهم غوره کړې وه «تعامل» و. یعنې هغوی به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په افعالو او اقوالو باندې عمل کاوه او په دې توګه یې هغه په یاد ساتل.
ډېره روښانه خبره ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو رضي الله عنهم به ویل:
«هکذا رأیت رسول الله صلیاللهعلیهوآلهوسلم یفعل.» [۳]
۳. لیکنه
د احادیثو ساتنه او پالنه په لیکلو سره هم ترسره شوې. په تاریخي لحاظ، د حدیثونو لیکل په څلورو پړاوونو ویشل شوي دی:
-
د احادیثو لیکل په متفرق( بېل ) ډول.
-
په شخصي صحیفو کې یې لیکل.
-
د احادیثو راټولول د کتاب په بڼه له بابونو پرته.
-
د احادیثو راټولول د کتاب په بڼه په بابونو کې.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د لومړیو دوو برخو لیکنې خورا عامې وې. د حدیثو منکرین د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د حدیث لیکل نه مني او د صحیح مسلم او نورو سرچینو پر بنسټ دا استدلال کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له حدیث لیکلو څخه منعه کړې وه:
«لا تکتبوا عنی، ومن كتب عنی غير القرآن فليمحه.» [۴]
مګر له حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«قیدوا العلم؛ علم ولیکئ.» [۵]
ځینې صحيفې چې د صحابه کرامو رضي الله عنهم په زمانه کې تیارې شوې وې عبارت دي له:
د حضرت علي رضي الله عنه صحيفه
په سنن ابي داود کې له حضرت علي رضي الله عنه څخه روایت دی:
«ما کتبنا عن رسول الله صلیاللهعلیهوآلهوسلم القرآن وما فی هذه الصحیفه.» [۶]
كتاب الصدقه
په دې كتاب كې د احاديثو هغه ټولګه راغلې ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم پر صحابه کرامو املا کړې وه. په دې کتاب کې د زکات، عشر او نورو احکامو بیان شوی دی. د دې کتاب روایت په سنن ابي داود کې ذکر شوی دی. [۷]
د حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله دوره
د حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په دوره کې د حدیثونو تدوین په رسمي ډول پیل شو. هغه د مدينې منورې قاضي، ابوبکر بن حزم ته يو ليک وليکه او امر يې وکړ:
«انظر ما کان من حدیث رسول الله صلیاللهعلیهوآلهوسلم، فاکتبه، فانی خفت دروس العلم وذهاب العلماء.» [۸]
په دې موده کې د احادیثو راټولول او تدوین په لویه کچه پیل شول، او د امام ابو حنیفه رحمه الله الآثار کتاب او د امام مالک المؤطا کتاب په شان کتابونه تدوین شول.
د الآثار کتاب
الآثار لومړنی کتاب دی چې په هغه کې حدیثونه د فقهي ابوابو په ترتیب سره تنظیم شوي دي. امام ابو حنیفه رحمه الله له څلویښتو زرو حدیثونو څخه غوره حدیثونه انتخاب کړل او په دې کتاب کې یې راوړل. دا کتاب د امام شاطبي رحمه الله په الموافقات کې یاد شوی دی. [۹]
ادامه لري…
ماخذونه
[1] صحیح بخاري، کتاب المناقب، حدیث ۳۵۷۹، دارالسلام، ۱۴۲۲هـ، ۴۸۶ مخ.
[2] الاصابه، ابن حجر عسقلاني، دار الفکر، ۱۴۱۵ هـ ق، ۳ مخ.
[3] فتح الباری، ابن حجر عسقلانی، دارالسلام، ۱۴۲۱ هجری، لومړی ټوک، ۱۵ مخ.
[4] صحیح مسلم، د عدل او لمانځه کتاب، حدیث ۲۲۰۶، دار الفکر، ۱۳۹۸ هجری، ۴۱۰ مخ.
[5] مستدرک حکیم، حکیم نیشابوری، دار الکتب العالمیه، ۱۴۲۵ هجری، جلد ۱، ۹۸ مخ.
[6] سنن ابي داود، كتاب الزكاة، حديث ۱۶۳۱، دار الكتاب العلميه، ۱۴۱۵ هجري كال، ۳۲۰ مخ.
[7] سنن ابي داود، كتاب الزكاة، حديث ۱۶۳۰، دار الكتاب العلميه، ۱۴۱۵ هجري كال، ۳۱۹ مخ.
[8] فتح الباري، ابن حجر عسقلاني، دارالسلام، ۱۴۲۱ هـ ق، ۸۳ مخ.
[9] الموفقات، الشاطبی، دار الکتب العلمیة، ۱۳۹۶هـ ش، لومړی ټوک، ۵۷ مخ.