لیکوال: عبیدالله نورزهي

اسلام په اروپا کې (څلورمه برخه)

 

اروپایانو له مسلمانانو سره څه وکړل؟
سره له دې چې مسلمانانو له عیسویانو سره ښه چلند کړی، پرېکنده ملاتړ یې کړی او د دې مذهب پیروانو ته یې د پام وړ کلتوري خدمات وړاندې کړي، اروپایانو په مختلفو تاریخي دورو کې د مسلمانانو په وړاندې بې رحمه دښمني او کرکه ښودلې ده.
سټولیپولډ فایس په خپل کتاب اسلام د دوه لارې پر سر کې لیکي:
«د اروپایي علومو او فنونو د بیا ژوندي کولو خوځښت، چې د اسلامي سرچینو پراخه کارونې او ګټې اخیستنې پورې تړلی و، تر ډېره د ختیځ او لویدیځ ترمنځ اړیکو پورې تړاو لري. اروپا له اسلامي نړۍ څخه د هغه څه څخه هاخوا ګټه پورته کړه چې تصور یې کېده. مګر، دا ښېګڼه یې له پامه وغورځوله او هیڅکله یې د دې مننه او درناوی ونه کړ. اروپا ته مناسبه وه چې د دښمنۍ او کرکې پر ځای د دې ښېګڼې قدر یې کړی وای؛ مګر نه یوازې دا چې دا کار یې ونه کړ، بلکې دښمني یې د وخت په تېرېدو سره زیاته شوه او دومره ژوره شوه چې د ‘مسلمان’ کلمې د اروپایانو په منځ کې د منفي احساساتو څپه راپاروله
د دې کرکې یو له څرګندو بېلګو څخه صلیبي جګړې وې. دې جګړو، چې اته پړاوونه یې درلودل، په عمده توګه د مذهبي تعصب او د عیسوي مبلغینو د هڅونو او تحریکاتو له امله پېښې شوې. هغه پادري (کشیش) چې په بیت المقدس کې د عیسی علیه السلام د قبر زیارت ته تللی و، له دې امله په غوسه شو چې سپېڅلې ځمکه د مسلمانانو په لاس کې ده، او عیسویانو یې جګړې ته وهڅول.
فرانسوي پاپ دوهم اربن په کلرمونټ کې یوه شورا جوړه کړه او د پادریانو او کلیسا مشرانو په هڅونه یې په عیسویانو غږ وکړ چې د مسلمانانو پر وړاندې وجنګېږي. دې جګړو ته صلیبي جګړې ځکه ویل کېدې چې هر چا به چې په دې جګړو کې برخه اخیسته، په اوږه به یې سور صلیب ځوړند و.
په دې جګړو کې، په ۱۰۹۹ زېږدیز کال د جولای په شپږمه نېټه، له یو ظالمانه برید او بې رحمه عام وژنې وروسته، بیت المقدس د عیسویانو لاس ته ولوېد. مګر ډېر وخت نه و تېر شوی چې صلاح‌الدین ایوبي د بې سارې زړورتیا او سرښندنو په مټ د ۱۱۸۷ زېږدیز کال په سپټمبر میاشت (۵۸۳ هجري) کې بیت المقدس بیرته ونیولو. دې ښار ته د مسلمانانو له ننوتلو سره پر دیوالونو اسلامي بیرغونه پورته شول او جوماتونه له مجسمو او صلیبونو پاک شول. دا جګړه د حطین جګړې په نوم مشهوره ده.
البرماله په خپل تاریخ کې لیکي:
د عیسوي پوځ قوماندان، ګوډفري ډو بوین، پاپ ته په یوه راپور کې داسې ولیکل: «که تاسو غواړئ پوه شئ چې له هغو دښمنانو سره څه وشول چې په بیت المقدس کې زموږ لاس ته ورغلي وو، نو پوه شئ چې زموږ جنګیالیو د سلیمان په برنډه او معبد کې د مسلمانانو د وینو په سمندر کې منډې وهلې؛ وینې د اس تر زنګونونو رسېدلې
ګوستاو لوبون نقلوي:
زموږ سرتېرو د مسلمانانو له وژنې څخه داسې خوند اخیست، لکه زمری چې بچی یې تښتول شوی وي. هغوی ماشومان ټوټې ټوټې کړل، او ځوانان او زاړه یې په توره ووژل. هغوی د مړو ګېډې د جواهراتو او ګاڼو د موندلو لپاره څېرلې او ټول هغه کسان یې ووژل چې ماڼیو ته یې پناه وړې وه.”
ګوستاو لوبون دا هم مني:
د صلیبي جنګیالیو ناوړه اعمال او وحشیانه کړنې په خپلو ټولو مبارزو کې، په ریښتیا سره دوی د ځمکې پر مخ د تر ټولو ظالم او بې احساسه وحشيانو په ډله کې شاملوي.”
ریموڼډ ډګل، چې په خپله په دې پېښو کې حاضر و، د عیسویانو د ویجاړوونکي وحشت په اړه داسې بیانوي:
د مسلمانانو له ټوټه ټوټه شویو جسدونو څخه د لارې پاکول ډېر ستونزمن وو، او د مړو وینې تر زنګونونو پورې رسېدلې وې.”
د صلیبیانو یوه له وحشتناکو غمیزو څخه په معرة النعمان کې رامنځته شوه. عیسویانو ټول هغه مسلمانان ووژل چې په جوماتونو یا زیرزمینو کې یې پناه اخیستې وه. له ۱۰۰،۰۰۰ څخه زیات خلک په وحشیانه ډول شکنجه کړل شول یا ووژل شول.
جان ډیونپورټ په خپل کتاب د محمد صلی الله علیه وسلم او قرآن په وړاندې د ګناه عذرونه کې لیکي:
څوک دي چې د عیسوي ادارې له تحریکاتو څخه ونه شرمیږي؟ دغو پاروونکو اقداماتو د مسلمانانو په وړاندې د سختو تعصبونو او ظالمانه چلندونو لامل شول، هغه هم د هغو خلکو په حق کې چې د هسپانویانو په وړاندې یې دومره انسانیت او ملاتړ ښودلی و.”
دا جرمونه د مسلمانانو په وړاندې د کلیسا او اروپایانو د بې عدالتۍ او پلان شوې دښمنۍ یوه څرګنده نښه وه.
ویل ډورانټ د هغو عیسویانو وحشتناکو جنایتونو او ظلمونو په اړه، چې د بیت المقدس د ژغورلو لپاره راغلي وو، داسې لیکي:
هرې خوا ته چې انسان تلل، د وژل شویو کسانو او اسونو له جسدونو سره مخ کېده. هغوی ښځې په قمچینو وهلې، د ماشومانو پښې یې نیولې او په زور یې د خپلو میندو له سینې څخه جلا کول، پر دیوالونو یې غورځول یا یې له ستنو سره په وهلو د هغوی غاړې ماتولې. په پایله کې یې اویا زره هغه مسلمانان ووژل شول چې په ښار کې پاتې وو.”
صلیبي جګړې د مسلمانانو لپاره له ناورین، غمیزې او زیانونو سره مل وې. مګر د دې جګړو له لارې، اروپایانو خپل هویت درک کړ او د اسلامي ژوند په زړه پورې اړخونه یې تجربه کړل. هغوی هڅه وکړه چې خپل ټاټوبي ته د راستنېدو په وخت کې اسلامي کلتور تقلید او تطبیق کړي. صلیبي جګړو اروپایانو ته دا زمینه برابره کړه چې نړۍ وپلټي او پوه شي چې له اسلامي دولتونو هاخوا نور دولتونه هم شته.
په اندلس کې هم اروپایانو له مسلمانانو سره ورته چلند وکړ، هغه سیمه چې د جان ډیونپورټ په وینا:
په هسپانیه باندې د مسلمانانو د ۸۰۰ کلنې واکمنۍ په جریان کې، حتی د دوی مخالف تاریخ پوهان هم د دوی په اړه د ظلم یا تېري یوه کوچنۍ بیلګه نه‌شي لیکلی.”
د هسپانیې د واکمنۍ پر مهال، په ځانګړې توګه له ۱۶۱۰ کال راهیسې، دوی (عیسویانو) د هغه وخت پاچا فیلیپ دوهم په امر مسلمانان له اندلس څخه وشړل. مګر دا اقدام په داسې شرایطو کې ترسره شو چې ۷۵٪ مسلمانان مخکې له دې چې دوی هسپانیه پرېږدي، ووژل شول.
جرجي زیدان لیکي:
مسلمانانو ته د مرګ او عیسویت ترمنځ د یوه د ټاکلو واک ورکړل شو. مسلمانان دې اړ کېدل چې یا خپل دین بدل کړي او عیسویان شي، یا د سرغړونې په صورت کې له حتمي مرګ سره مخ شي. تورن کسان په ډله‌ییز ډول یا له خپلو کورنیو سره په اور کې سوځول کېدل.”
دې لیکوال د یوې بلې غمجنې صحنې یادونه هم کړې:
په کالیکټ نومې ځای کې د مسلمانانو د خوراکي توکو لیږدوونکې یو شمېر کښتۍ د عیسویانو لخوا ونیول شوې. په کښتیو کې مسافر، چې ټولټال یې له ۸۰۰ کسانو څخه زیات وو، د عیسویانو له لوري برید وشو. عیسویانو ټول له ځان سره یووړل. هغوی د مسلمانانو پوزې او غوږونه پرې کړل او بیا یې په ظالمانه ډول مثله کړي کسان کښتیو ته راستانه کړل. وروسته یې کښتیو ته اور واچاوه ترڅو د مسلمانانو نیم‌مړي جسدونه وسوځي.”
دوام لري
Leave A Reply

Exit mobile version