لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (دری شپېتمه برخه)

د حجاب په اړه ځینې پوښتنې
دا هغه پوښتنې دي چې کله ناکله د ځینو خویندو په ذهنونو کې راولاړیږي، هغوی ورسره مخ کیږي، یا یې د حجاب اغوستلو لپاره خنډونه رامنځته کوي. دوی په غیر شرعي عذرونو او ناسمو پلمو سره حجاب پرېږدي. زموږ دا ناپوهه او بې خبره خویندې باید پوه شي چې ګران اسلام د دې لپاره نه دی راغلی چې خپل پیروان په ستونزو او کړاوونو کې واچوي یا له دوی څخه د وسې پورته څه وغواړي.
موږ به لاندې په تفصیل سره دې پوښتنو ته ځوابونه ووایو:
پوښتنه: حجاب زما حرکت ځنډوي (زما د تګ مخه نیسي)!
ځواب: په یاد ولرئ چې د مؤمنانو میندې او نورې ښځینه صحابیاتې رضی الله عنهم په بشپړې آزادۍ سره حرکت کاوه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره به جهاد ته تللې. دوی د ناروغانو درملنه کوله او په ژوند کې یې هر ډول فعالیتونه، پرته له دې چې حجاب یې د حرکت مخه ونیسي، ترسره کول. نو په حجاب کې هېڅ ستونزه نشته.
خپلو خویندو ته چې ډاکټرانې، ښوونکې او زده کوونکې دي، وګورئ؛ دوی څنګه خپل ورځنی ژوند د حجاب په رعایت سره، پرته له هغو ستونزو څخه تیروي چې تاسو یې یادوئ.
پوښتنه: زه وېرېږم چې د حجاب له اغوستلو وروسته به خپله ښکلا له لاسه ورکړم!
ځواب: دا فکر مه کوه چې اسلام له تا غواړي چې زړې جامې واغوندې او بدرنګه ښکاره شې. رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله پاک انسان و او پاکوالي ته یې بلنه کوله. د اسلام دین هم د پاکو او ښکلو جامو د اغوستلو غوښتنه کوي.
د فرانسې د ښځو د فېشن او جامو تر ټولو مشهورې ډیزاینرې «لورا فابیان» ته غوږ شئ! وروسته له هغه چې خدای پاک هغه په اسلام مشرفه کړه، داسې یې وویل:
“که چیرې د خدای تعالی فضل او رحمت پر ما نه وای، نو زما ژوند به په داسې نړۍ کې ضایع شوی وای، چیرې چې انسان د حیوانیت په درشل کې دی… داسې انسان چې ټول ځواک یې د خپلو هیلو پوره کولو ته متمرکز دی، پرته له دې چې ارزښتونو ته غاړه کیږدي او اصولي اوسي.”
هغې دا خبره هغه وخت وکړه چې هغې پراخ حجاب اغوستی و، داسې جامې چې هیڅ ځوانه نجلۍ به په خوب کې هم نه لیدلې. هغې د فیشني جامو اغوستلو تجربه وکړه چې هره ښځه یې د اغوستلو هیله لري، مګر هغې پوهه شوه چې دا ټول، له یو دوکه کوونکي سراب څخه پرته، بل څه نه دي. ټول انسانان به بالاخره د خدای تعالی په وړاندې د حساب ورکولو لپاره ودریږي.
پوښتنه: زما لپاره لا هم ډېر وختي دی چې حجاب واغوندم؛ ځکه چې زه کم عمره یم!
ځواب: اې مسلمانې خورې، ته پوهېږې چې ځوانې نجونې د زړو ښځو په پرتله د ښکلو جامو اغوستلو ډېرې مستحقې دي. مګر زه فکر نه کوم چې تاسو په دې باور یاست چې پخوانیو خلکو نجونو ته له خپلې ځوانۍ څخه د خوند اخیستلو په پلمه د ښکلو جامو اغوستلو اجازه ورکوله. حجاب یوازې د زړو ښځو لپاره ځانګړی نه دی.
د مړو د قبرونو ډبرو ته وګورئ
څومره ډېر ځوانان وو چې ژوند یې ناڅاپه پای ته ورسېد او باور یې درلود چې د مرګ پرښته یوازې د زړو خلکو په لټه کې ده. یقیناً، هره ورځ چې تېرېږي، تاسو آخرت ته نږدې کوي او له دې نړۍ څخه مو لرې کوي. له مرګ وروسته مو څه توښه چمتو کړې ده؟
ځینې خویندې وايي: زموږ په ښار کې هوا ګرمه ده او زه یې تودوخه نشم زغملی. نو کله چې زه حجاب واغوندم، نو څنګه به وي؟
کله چې ستاسو ښار دا ډول هوا ولري، آیا تاسو پوهېږئ چې په مکه مکرمه او ټول عربي ټاپووزمه کې د هوا له کنټرول څخه مخکې، هوا څنګه وه؟
ایا د اسلام په لومړیو کې مسلمانې ښځې د دې پلمې له امله د حجاب اغوستلو په اړه زړه نا زړه وې؟ ایا دوی کله هم د دې پلمې له امله خپل حجاب لرې کړی دی؟
ایا د دوی خیمو له دوی څخه تودوخه لرې ساتلې وه؟ هېڅکله نه! مګر له خدای تعالی سره د دوی د مینې او د هغه په ذات باندې د دوی د ایمان له امله، د هغه حکمونه او اوامر یې په بشپړه توګه منلي او پر ځان یې پلي کړي.
هغو خویندو ته چې وايي زموږ په ښار کې هوا ګرمه ده، دا خویندې باید په یاد ولري چې د دوی د ښار تودوخه به هېڅکله د دوزخ د اور تودوخې ته ونه رسیږي.
لکه څنګه چې خدای تعالی فرمايي:
«قل نار جهنم أشد حرا لو کانوا یفقهون»
(ووايه (اې پېغمبره): که دوی پوه وای، نو درک کړې به یې وای چې د دوزخ اور (د دوبي د تودوخې او د نړۍ د ټولو اورونو په پرتله) ډېر ګرم او سوځوونکی دی.)
ځینې نجونې چې حجاب نه اغوندي وايي: د حجاب اغوستل به د دوی د واده چانسونه له منځه یوسي.
دا په بشپړه توګه غلطه ده؛ ځکه چې ډېری حجاب لرونکې نجونې د بې حجابه نجونو په پرتله مخکې واده کوي. نارینه داسې ښځه غواړي چې له سترګو پټه او حیاداره وي.
یا دوی وايي: زه به حجاب واغوندم وروسته له هغه چې یو مناسب ځوان راشي او ماته وړاندیز وکړي.
اې مسلمانې خورې، ستا په نظر، دا مناسب ځوان څوک دی؟ آیا دا ځوان دا خوښوي چې خلک د هغه د راتلونکې مېرمنې نیمګړتیاوې وویني؟ کله چې ته ډېری وخت بې حجابه یې، څوک به درته د واده وړاندیز وکړي؟
یقیناً، وروسته له هغه چې هغه له تا سره واده وکړي او ته حجاب وکړې، هغه به ستا د کړنو مخالفت وکړي او له تا سره به جګړه وکړي.
آیا ته د خپل میړه رضایت د خدای تعالی د رضایت په پرتله غوره ګڼې؟
آیا ته به جنت د هغه میړه لپاره وپلورې چې ستا په اړه د خدای جل جلاله حکم نه مني؟
خبر اوسئ، که یو ځوان تاسو غوره کړي او تاسو حجاب مراعات کړی وي، دا د هغه ضمني رضایت دی چې ستا په حجاب اغوستلو یې څرګند کړی.
اې خورې! په یاد ولره، که ته خپل ګډ ژوند د خدای تعالی د نافرمانۍ پر بنسټ جوړ کړې؛ آیا دا واده به بریالی وي؟ او که دا ژوند بریالی وي، ایا ته غواړې چې خدای تعالی له تا څخه ناراضه شي؟
پوه شه چې واده د خدای تعالی له لوري یوه ډالۍ ده چې هر چا ته چې وغواړي، ورکوي یې. ډېرې داسې باحجابه ښځې شته چې واده شوې دي، او زیات شمېر بې حجابه ښځې شته چې لا تر اوسه واده شوې نه دي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version