لیکوال: عبیدالله نیمروزی

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (نهه پنځوسمه برخه)

 

د مولانا ندوي رحمه الله خوب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیغام
ښاغلی اې. کې. بروهي، د پاکستان یو له مشهورو وکیلانو څخه دی چې د جنرال ضیاء الحق په دوره کې یې د وزارت دنده هم ترسره کړې وه. هغه له مدینې منورې څخه له جنرال ضیاء الحق سره اړیکه ونیوله او خبر یې ورکړ چې حضرت مولانا سید ابوالحسن ندوي هند ته په لاره دی او په کراچۍ کې به د نیمې ورځې لپاره دمه وکړي. هغه په ټینګار سره وویل:
مولانا له ځان سره مهم پیغام راوړی؛ ژر تر ژره کراچۍ ته ځان ورسوه.”
جنرال ضیاء الحق سمدلاسه خپل چمتووالی اعلان کړ.
اې. کې بروهي مولانا ندوي رحمه الله په مدینه منوره کې ولید، په داسې حال کې چې اضطراب او ناکراري یې ټول وجود نیولی و. د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دا مخلص لاروی د شنه ګنبد په سیوري کې حیران او اندېښمن ولاړ و، په داسې حالت کې چې هر لیدونکي ته یې حیرانتیا پاروله.
مولانا ندوي به په ندرت سره د خپلې اندېښنې راز له چا سره شریک کاوه. ښایي په مدینه کې د اې. کې. بروهي شتون یوازې د دې پیغام د اورېدو او رسولو لپاره و. مولانا ندوي په خوب کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې له هغه څخه یې پوښتنه کوله:
زما د ساتنې لپاره دې څه پلان جوړ کړی دی؟
مولانا په اضطراب او اندېښنې سره له خوبه راویښ شو، مګر کله چې بیا ویده شو، نو هماغه خوب یې بیا ولید. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته پوښتنه تکرار کړه:
زما د ساتنې لپاره دې څه پلان جوړ کړی دی؟
دې الهام بخښونکي خوب مولانا ندوي رحمه الله په ژور فکر کې ډوب کړ. هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د موخې او مقصد د پوهېدو هڅه کوله. دا څرګنده وه چې دا د نورالدین زنګي د پېښې په څېر نه وه، کله چې دوو یهودانو په سپېڅلې روضه کې د سوري کیندلو هڅه وکړه. دا ځل پیغام ژوره معنا او مفهوم درلود.
مولانا بالاخره پرېکړه وکړه چې دا پیغام د پوځ لوی قوماندان، جنرال ضیاء الحق ته ورسوي. دا پیغام د هغو خطرونو په اړه خبرداری و چې اسلامي نړۍ، په ځانګړې توګه حرمین شریفین، ورسره مخ ده.
د جنرال ضیاء الحق سره لیدنه
په کراچۍ کې د تود هرکلي وروسته، د یوازیتوب او شخصي خبرو اترو شیبه را ورسېده. مولانا ندوي خپل خوب په ښکلي او اغېزناک انداز سره جنرال ته بیان کړ. بیا یې د جنرال لاس ونیو او ویې ویل:
ما تاسو ته د دواړو جهانونو د سردار صلی الله علیه وسلم پیغام درساوه. د قیامت په ورځ، که له ما څخه د دې موضوع په اړه پوښتنه وشي، زه به ووایم چې ما دا دنده ترسره کړې ده او زه به ستا ګرېوان ونیسم.”
دا ۷۳ کلن عالم، په لړزېدلي بدن او له اوښکو ډکو سترګو سره، په ژړا شو. جنرال ضیاء الحق او اې. کې بروهي هم اغېزمن شول او اوښکې یې تویې کړې. خو جنرال، په کلک هوډ سره خپله ژړا ودروله او په کلکه یې وویل:
که تاسو ته یو ځل بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیارت کولو توفیق درکړل شي، مهرباني وکړئ په خورا ادب سره ووایاست چې د پاکستان پوځ به د مدینې منورې او د دوو سپېڅلو جوماتونو (حرمین شریفینو) څخه تر وروستي سرتیري پورې دفاع وکړي.”
اوس چې دا دوه لوی شخصیتونه (مولانا ندوي او جنرال ضیاء الحق) مړه شوي دي، پوښتنه دا ده چې دا الهام بخښونکی پیغام باید څوک ولیږدوي؟ هر عالم او ویښ مسلمان باید دا پیغام په خپل زړه کې احساس کړي او د اسلامي نړۍ د وضعیت په اړه بې پروا او بې پرې پاتې نشي.
زموږ په وجود کې باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جلیل القدر صحابي او نږدې ملګري حضرت صدیق اکبر رضی الله عنه په څېر اندېښنه او اضطراب خپور شي. مسلمانان او د اسلامي امت مشران باید تر مرګه د اسلام له مقدساتو څخه دفاع وکړي.
د نجم الدین اربکان سره لیدنه
یو له هغو هېوادونو څخه چې حضرت علامه ندوي ډېر ځله هغه ته سفرونه کړي، ترکیه وه؛ هغه خاوره چې د عثماني امپراتورۍ د عظمت یادونه یې کوله. مولانا دې هېواد ته له ایمان او هیلو ډکو پیغامونو سره سفر وکړ.
د استانبول د سفر په ترڅ کې، د ترکیې سیاسي مشر پروفیسور نجم الدین اربکان هوټل ته د هغه د لیدو لپاره ورغی. په دې غونډه کې، مولانا ندوي د استانبول د اهمیت او د هغه د فتحې د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې. هغه د دې عظیمې فتحې په ترڅ کې د ستر صحابي حضرت ابو ایوب انصاري رضی الله عنه د رول یادونه وکړه او د هغه د بې‌ساري سرښندنو ستاینه یې وکړه.
دا خبرې، چې په فصاحت سره بیان شوې او له احساساتو ډکې وې، د حاضرینو په زړونو یې ژور اغېز وکړ، او د هغوی له سترګو اوښکې وبهېدې. اربکان، چې له دې غونډې څخه ډېر متاثر شوی و، ژمنه وکړه چې په ترکیه کې به د اسلام دفاع وکړي. په پای کې، هغه د مولانا ندوي لاس ښکل کړ او په اوښکو ډکو سترګو یې مننه وکړه.
شیخ عبدالقادر جیلاني څومره ښکلی نظم لیکلی دی:
چون چتر سنجری رخ بختم سیاه باد
در دل اګر بود هوس ملک سنجرم
زان ګه که یافتم خبر از ملک نیمه شب
من ملک نیمروز به یک جو نمی خرم
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version