لیکواله: ام سعدیه
مېرمنو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتنې (پنځمه برخه)
۱۳. د مړو لپاره د ماتم مشروع موده
له زینب بنت ابو سلمه رضي الله عنها څخه روایت دی:
«کله چې ابو سفیان رضي الله عنه وفات شو، زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ام حبیبه رضي الله عنها (د ابو سفیان رضی الله عنه لور) ته ورغلم. هغې یوه اندازه خلوق (د ژېړ موادو سره ګډ عطر) وغوښتل، لومړی یې پر یوې کوچنۍ انجلۍ وموښل، او بیا یې په خپل مخ ولګاوه. هغې وویل: زه په اصل کې عطر ته اړتیا نه لرم، خو ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې پر منبر یې وفرمایل:
«د هیڅ ښځې لپاره، چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، روا نه ده چې له دریو ورځو زیات په یو مړي باندې ماتم وکړي، پرته له خپل مېړه چې د هغه لپاره څلور میاشتې او لس ورځې ماتم وکړي.»
زینب رضي الله عنها زیاتوي: «کله چې د زینب بنت جحش رضي الله عنها ورور وفات شو، زه هغې ته ورغلم. هغې هم عطر وغوښتل او په خپل ځان یې وموښل، بیا یې وویل: په خدای قسم زه عطر لګولو ته اړتیا نه لرم، خو ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې پر منبر یې فرمایل:
«د هیڅ ښځې لپاره، چې په الله تعالی او آخرت باندې ایمان لري، حلال نه دی چې له دریو ورځو زیات ماتم وکړي، مګر د خپل مېړه لپاره چې باید څلور میاشتې او لس ورځې ماتم وکړي.»
نو زما ګرانه خورې! که دې کوم عزیز له لاسه ورکړ، له دریو ورځو زیات ماتم مه کوه، پرته له دې چې مړه شوی ستا مېړه وي، چې بیا باید څلور میاشتې او لس ورځې ماتم وکړې. د غمونو د تازه کولو څخه ډډه وکړه، ځکه چې دا د سنت خلاف کار دی. هغه څه چې ښځې یې نن ورځ ترسره کوي، لکه: د پنجشنبې، اوومې، څلوېښتمې ورځې، د مرګ کلیزې یا ورته نورو مراسمو لمانځل، ټول بدعت دي او د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د نافرمانۍ لامل ګرځي.
۱۴. د عطر کارولو څخه ډډه کول
له حضرت ابو موسی اشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«سترګه زنا کوي، او که ښځه عطر ولګوي او له خلکو د مجلس څخه تېره شي، نو هغه زناکاره بلل کېږي.»
نو اې زما مسلمانه خورې! که اړتیا وي چې بهر وتلې، یا بازار ته لاړې، د عطرونو له استعمال څخه ډډه وکړه؛ ځکه چې دا کار حرام دی. په کور کې د خپل مېړه لپاره د زینت او سینګار پرمهال عطر لګول روا دي، خو که دا کار د بهر وتلو پر مهال وکړې، نو ته به د پورته حدیث مصداق وګرځې.
۱۵. د خدای تعالی د خلقت بدلون
ابن مسعود رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو ښځو په اړه لعنت ویلی دی، چې د الله جل جلاله په خلقت کې بدلون راولي. هغه فرمایلي دي:
«په څلورو ډلو ښځو دې لعنت وي:
۱. هغه ښځې چې خال وهنه (خالکوبي) کوي.
۲. هغه ښځې چې په خپل ځان خال لګوي.
۳. هغه ښځې چې خپل وروځې نرۍ کوي.
۴. هغه ښځې چې د ښکلا لپاره خپلو غاښونو ته فاصله ورکوي.»
یوه ښځه په دې اړه پر حضرت ابن مسعود رضي الله عنه اعتراض وکړ. حضرت ابن مسعود رضي الله عنه ورته وویل:
«ولې هغه کس لعنت ونه کړم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لعنت کړی دی؟ او د قرآن کریم لارښوونه هم همدا ده:
«وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا»؛
«او هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته درکړل، هغه واخلئ، او له هغه څه څخه ځان وساتئ چې تاسو یې منع کړي یاست.»
(سوره حشر، آیت: ۷)
خور جانې! دغه ښځې وپېژنه:
-
نامصه: هغه ښځه چې د نورو ښځو وروځې نرۍ کوي.
-
متنمصه: هغه ښځه چې خپل وروځې نرۍ کوي.
-
متفلجه: هغه ښځه چې خپل غاښونه په سوهان یا ورته وسیله سره تراشي او په هغو کې واټن جوړوي ترڅو یې ښکلا زیاته کړي.
-
واشمه: هغه ښځه چې د ستنې او تور موادو په مرسته د نورو پر لاسونو یا مخونو باندې خالونه وهي.
-
مستوشمه: هغه ښځه چې په خپل ځان باندې خال وهنه کوي.
حضرت اسماء رضي الله عنها وایي:
«رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغې ښځې باندې لعنت ویلی دی چې د بلې ښځې ویښتان پیوند کوي او پر هغې ښځې چې د دې کار غوښتنه کوي.»
(رواه البخاري او مسلم)
۱۶. د نامحرم سره د خلوت کولو حراموالی
له حضرت عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«پردیو ښځو ته له ورتګ څخه په کلکه ډډه وکړئ.»
یوه انصاري وپوښتل:
«یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! د خاوند د خپلوانو په اړه څه وایاست؟»
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«د خاوند خپلوان خپله مرګ او د مصیبت سرچینه ده.»
(رواه البخاري او مسلم)
خور جانې! په حدیث کې د “الحمو“ کلمه د خاوند د خپلو نږدې نارینه خپلوانو لپاره کارېدلې، لکه د خاوند ورور، د خاوند وراره او نور. د هیڅ چا لپاره، پرته له ستا محارمو، روا نه دي چې ستا سره یوازې خلوت وکړي؛ ځکه چې هیڅ نامحرم سړی ستا سره یو ځای نه شي کېدای، مګر دا چې ستاسو درېیم کس شیطان وي.
سرچینې:
-
بخاري او مسلم روایت کړی.
-
سوره حشر، آیت: ۷.
-
رواه البخاري او مسلم.
-
رواه البخاري او مسلم.