لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د امام ترمذي رحمه‌الله علمي ژوندلیک (لسمه برخه)

د راویانو د نومونو او کنیو ذکر کول
د راویانو د هویت او شخصیت په پېژندلو کې د امام ترمذي رحمه‌الله یوه ځانګړې طریقه دا وه چې د هغوی نومونه او کنیې یې یادولې. دی کله ناکله د لا وضاحت لپاره د راوي د نوم ترڅنګ کنیه هم ذکر کوله. ځینې وختونه په حدیث کې د راوي کنیه یادوي او وروسته یې اصلي نوم بیانوي.
د “ما جاء في فضل الأذان” په باب کې وايي:
«و أبوتمیله اسمه یحیی بن واضح، وأبوحمزة السکری اسمه محمد بن میمون.»
د “ما جاء فی وصف الصلاة” په باب کې وایي:
«وأبوسعید المقبری اسمه کیسان، وسعید المقبری یکنّی أبا سعد.»
د “ما جاء فی سجدتي السهو قبل السلام” په باب کې وایي:
«وعبدالله بن بحینة هو عبدالله بن مالک بن بحینة، مالک أبوه وبحینة أمه.»
د “ما جاء فی رکعتی الفجر من الفضل” په باب کې وایي:
«أبی أحمد الزبیری واسمه محمد بن عبدالله بن الزبیری الأسدي الکوفی.»
د “ما جاء فی فضل الصلاة علی النبی صلی‌الله‌علیه‌وسلم” په باب کې وایي:
«والعلاء بن عبدالرحمن هو ابن یعقوب، هو مولی الحرقه.»
پایله
د “امام ترمذي رحمه‌الله او د هغه د جامع لنډې پېژندنې” په اړه له وړاندې شويو موضوعاتو څخه لاندې پایلې ته رسېږو:
  1. علمي شخصیت
    امام ترمذي رحمه‌الله چې په امام ترمذي مشهور دی، یو له مشهورو محدثینو او د جامع الترمذي کتاب لیکوال دی. هغه د حدیث په علم کې د حجت او حافظ په حیث پېژندل کېږي.
  2. جامع الترمذي
    دا کتاب د احادیثو له مهمو آثارو څخه ګڼل کېږي، چې د امام ترمذي رحمه‌الله د ابوابو د تنظیم او د احادیثو د تحلیل ځانګړی ځای لري.
  3. علمي مرتبه
    جامع الترمذي له صحیح بخاري او صحیح مسلم وروسته د حدیثونو درېیم معتبر کتاب دی او په صحاح سته کې لوړ اعتبار لري.
  4. د استنباط طریقه
    امام ترمذي رحمه‌الله د خپلو استادانو لکه امام بخاري او امام مسلم رحمهاالله د اقوالو ترڅنګ د استنباط او اجتهاد لپاره خپله ځانګړې طریقه کارولې ده.
  5. په علم الرجال کې مهارت
    امام ترمذي رحمه‌الله نه یوازې د حدیث په علم کې تخصص درلود، بلکې په جرح او تعدیل او علم الرجال کې یې هم ژوره پوهه لرله.
د جامع الترمذي ځانګړتیاوې
د ځینو ځانګړتیاوو له مخې د امام ترمذي جامع کتاب د احادیثو له غوره کتابونو څخه ګڼل کېږي. دا ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
  • د ښه ترتیب او نه تکرار له مخې: حدیثونه په منظم ډول ترتیب شوي دي، او تکرار پکې کم دی.
  • د فقهې بېلابېلو نظرونو ذکر: امام ترمذي رحمه‌الله د فقهاوو مختلف نظرونه او د هغوی دلایل ذکر کړي دي.
  • د حدیث د ډولونو تشریح: هغه حدیثونه د صحت، حُسن، ضعف، غرابت او عللو له نظره څېړلي دي.
  • د حدیثو د رجالو پېژندنه: په دې کتاب کې د حدیثو د راویانو نومونه، لقبونه او کنیې په تفصیل بیان شوي دي.
د حدیث په روایت کې د امام ترمذي رحمه‌الله طریقه
له څېړنې وروسته معلومه شوه چې امام ترمذي رحمه‌الله د احادیثو په روایت کولو کې لاندې څلور طریقې کارولې دي:
  1. په یوه حدیث کې څو اسناد په یوه سیاق کې ټولول
    امام ترمذي د یو حدیث مختلف اسناد په یو ځای کې ذکر کړي دي.
  2. د احادیثو د یو شمېر اسنادو ذکر له لومړي سند وروسته د متن سره
    هغه بېلابېل اسناد وړاندې کړي او له لومړي سند وروسته یې د حدیث متن ذکر کړی دی.
  3. د هر حدیث سند د متن سره ذکر کول
    هغه هر سند د حدیث د متن سره یو ځای بیان کړی دی.
  4. د یوه سند ذکر او نورو اسنادو ته اشاره کول
    هغه یو سند ذکر کړی او نورو اړوندو اسنادو ته یې اشاره کړې ده.
د امام ترمذي رحمه‌الله طریقه د احادیثو پر ابوابو د دلالت له مخې
امام ترمذي رحمه‌الله د احادیثو په تخریج کې د ابوابو د دلالت لپاره له دوو طریقو استفاده کړې ده:
  1. د احادیثو ټولګه له خپلو اسنادو سره روایت کول
    هغه حدیثونه د بشپړو اسنادو سره روایت کړي دي.
  2. د یوه حدیث روایت کول او د هغه مؤید حدیث ته اشاره کول
    هغه یو حدیث روایت کړی او نورو حدیثونو ته یې اشاره کړې چې د هغه معنی تائیدوي.
د بابونو د سرلیکونو په ټاکلو کې د امام ترمذي رحمه‌الله طریقې
امام ترمذي د بابونو د سرلیکونو او تراجم الابوابو د ټاکلو لپاره لاندې درې طریقې کارولې دي:
  1. واضح او روښانه سرلیکونه
    هغه سرلیکونه چې د باب مضمون په څرګند ډول بیانوي.
  2. مستنبطه سرلیکونه
    هغه سرلیکونه چې د حدیث د متن یا مفهوم څخه استنباط شوي دي.
  3. پرته له ځانګړي سرلیک څخه د باب ذکر
    په ځینو مواردو کې یې د ځانګړي سرلیک له یادولو پرته باب ذکر کړی دی.
د فقه الحدیث په بیان کې د امام ترمذي رحمه‌الله طریقه
امام ترمذي رحمه‌الله د فقه الحدیث د بیانولو ځانګړې طریقه درلوده چې له نورو څخه توپیر لري:
  • کله ناکله به یې د امامانو نظریات او اعمال ذکر کول او فقهې حکم به یې بیانوه.
  • په ځینو مواردو کې به یې د یو عمل د جواز یا غیر جواز په اړه د علماو اجماع نقلوله.
  • په هغه مواردو کې چې د علماو اجماع شتون درلود، یوازې به یې د باب په عنوان او ترجمه بسنه کوله او بېلابېل نظرونه یې نه ذکر کول.
د نظرياتو په غوره کولو کې د امام ترمذي رحمه‌الله طریقه
امام ترمذي رحمه‌الله د علماو د نظرونو په غوره کولو او د راجح قول د پیاوړتیا لپاره لاندې طریقې کارولې دي:
  • د حدیث ظاهره غوره کول: د حدیث د مستقیم دلالت پر بنسټ.
  • د فقاهت پر بنسټ غوره کول: د حدیث څخه د فقهي ټکو له مخې استنباط.
  • د تعامل پر بنسټ غوره کول: د حدیث په عمل کې د تطبیق له مخې.
د جرح او تعدیل په اړه د امام ترمذي رحمه‌الله طریقې
امام ترمذي رحمه‌الله د جرح او تعدیل په برخه کې ځانګړې طریقې لرلې چې د جامع ترمذي په ژوره څېړنه کې څرګندیږي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version