لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د امام ترمذي رحمه الله ژوندلیک (اتمه برخه)

د امام ترمذي رحمه الله طریقه د فقه الحدیث په بیان کې
امام ترمذي رحمه الله د فقه الحدیث په بیان کې ځانګړې طریقه لري چې په لاندې ډول ده:
کله کله د «باب» پر عنوان (سرلیک) او «ترجمة الباب» باندې تکیه کوي او د علماوو د بېلابېلو نظریو له څرګندولو څخه ډډه کوي؛ ځکه چې تر بحث لاندې موضوع د ټولو علماوو په منځ کې د اتفاق موضوع ده. لکه څنګه چې هغه په «باب ما جاء أن مفتاح الصلاة الطهور» کې همدا طریقه کارولې ده.
کله کله د امامانو او د هغوی د مذهبونو اعمال بیانوي، فقهي حکم ټاکي، او د یو عمل د جواز یا غیر جواز په اړه د اجماع نقل راوړي. لکه څنګه چې په «باب ما جاء فی وضع الیدین ونصب القدمین فی السجود» کې د سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه حدیث نقل کړی، او د حدیث د سند په اړه نظر وړاندې کوي او بیا د فقه الحدیث په اړه داسې راوړي چې: «وهو الذی أجمع علیه أهل العلم…»
همدارنګه په «باب ما جاء یحرم من الرضاع ما یحرم من النسب» کې د حضرت علي رضي الله عنه څخه یو حدیث هم روایت کوي او په پای کې یې د فقه الحدیث او د هغه د حکم په اړه وایي: «حدیث علی حدیث حسن صحیح، والعمل علی هذا عند عامة أهل العلم من أصحاب النبی صلی‌الله‌علیه‌وسلم وغیرهم، لا نعلم بینهم فی ذلک اختلافًا.» یعنې د حضرت علي رضي الله عنه حدیث یو حسن او صحیح حدیث دی او د فقه الحدیث او حکم په اړه یې هیڅ اختلاف نشته. بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو صحابه کرامو او علماوو په هغه عمل کړی دی.
په «باب ما جاء فی الجمع بین الصلاتین» کې یې هم د ابن عباس رضي الله عنهما حدیث نقل کړی او بیا په دویم ګام کې د هغه د سند او د حدیث د صحت په اړه خبرې کوي، او بیا د ابن عباس رضي الله عنهما یو بل حدیث نقل کوي او د هغه د قوت او ضعف په اړه بحث کوي. او په پای کې د فقه الحدیث په اړه وايي: «والعمل علی هذا عند أهل العلم أن لا یجمع بین الصلاتین إلا فی السفر أو بعرفة»؛ یعنې: «د علماوو په دې اند دي چې د دوو لمونځونو یوځای کول په نورو وختونو او ځایونو کې روا نه دي، مګر په سفر او عرفې کې.»
د امام ترمذي رحمه الله طریقه د فقهي نظریو او احکامو په غوره کولو کې
امام ترمذي رحمه الله د احکامو په غوره کولو کې د لاندې طریقو څخه کار اخلي:
الف) د حدیث ظاهر ترجیح (غوره کول): امام ترمذي رحمه الله کله کله د مذهبونو د قوت او ضعف ته په پام نیولو سره یو مذهب ته ترجیح ورکوي. که د یو مذهب دلیل د هغه د مقابل مذهب په پرتله قوي وي، نو د حدیث په ظاهر باندې استناد کوي او هغه مذهب ته ترجیح ورکوي.
لکه څنګه چې په «باب ما جاء لا وتران فی لیلة» کې یې لومړی د حضرت طلق بن علي رضي الله عنه حدیث روایت کړی، د حدیث د قوت او ضعف په اړه نظر ورکوي، بیا یې د فقهي حکم په اړه د علماوو نظرونه نقل کړي او ویلي یې دي: «وهو قول سفیان الثوری، ابن المبارک، الشافعی او احمد» او بیا زیاتوي: «هذا أصح لأنه قد روی من غیر وجه أن النبی صلی‌الله‌علیه‌وسلم صلی بعد الوتر.»
او له حضرت ام سلمه رضي الله عنها څخه روایت کوي چې: «إن النبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم کان یصلي بعد الوتر رکعتین»
یعنې امام ترمذي رحمه الله وايي هغه کسان چې په دې اند دي: «که چا د وتر لمونځ ادا کړ او بیا نفل لمونځ یې وکړ، نو مخکنی وتر نه نقضیږي»، د نورو په پرتله صحیح نظر دی. هغه دا نظر د هغو احادیثو پر بنسټ تاییدوي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوي دي، او همدارنګه د حضرت ام سلمه رضي الله عنها څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د وتر له لمانځه وروسته دوه رکعته لمونځ کړی دی.
ب) په حدیث کې د فقاهت پر بنسټ ترجیح: کله کله امام ترمذي رحمه الله یو نظر یا مذهب ته د فقهي او استنباطي دلایلو له مخې ترجیح ورکوي چې د بېلابېلو احادیثو او نظریو له څېړلو او شننې څخه یې استنتاج کوي. د بېلګې په توګه، په «باب ما جاء فی تأخیر الظهر فی شدة الحر» کې د ابو هريره رضي الله عنه د حدیث له نقلولو وروسته، د فقه الحدیث په اړه د علماوو بېلابېل نظرونه څرګندوي او په پای کې مختار (غوره) مذهب ته په دې ډول ترجیح ورکوي: «و معنی من ذهب الی تأخیر الظهر فی شدة الحر هو أولی و أشبه بالاتباع؛ و أما ما ذهب الیه الشافعی أن الرخصة لمن یتناوب من البُعد والمشقة علی الناس، فإن فی حدیث أبی ذر ما یدل علی خلاف ما قال الشافعی…» او بیا وایي: «فلو کان الأمر علی ما ذهب الیه الشافعی، لم یکن الإبراد فی ذلک الوقت معنی، لاجتماعهم فی السفر وکانوا لا یحتاجون أن یتناوبوا من البعد…»؛ یعنې: «امام ترمذي رحمه الله په دې اند دي چې هغه کسان چې په سخته ګرمۍ کې د ماسپښین د لمانځه د ځنډولو وړاندیز کوي، د هغوی نظر د سنت په پیروي او موافقت کې د امام شافعي رحمه الله له نظر څخه زیات غوره دی چې یوازې یې د هغو کسانو لپاره چې له اوږدې لارې د سختۍ له امله د ځنډ سپارښتنه کړې ده. امام ترمذي رحمه الله خپل استدلال د ابوذر غفاري رضي الله عنه په روایت باندې وړاندې کوي چې وایي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر کې وو. حضرت بلال رضي الله عنه د ماسپښین د لمانځه لپاره اذان وکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “أبرِد” د هوا د سړېدو انتظار وکړئ. هغه دې پایلې ته رسیږي چې که د امام شافعي رحمه الله نظر صحیح وای، نو دلته ځنډ بې ځایه و، ځکه چې ټولو په سفر کې شتون درلود او له لرې واټن څخه د نوبت اړتیا نه وه.»
ج) د تعامل او د جمهورو (اکثریت) د عمل پر بنسټ: په مذهب او نظر کې د امام ترمذي رحمه الله له طریقه څخه یوه هم د اکثریت یا جمهور تعامل او یا د اکثرو علماوو د عمل پر بنسټ ده. د بېلګې په توګه، په «باب ما جاء فی کراهیة تزویج المحرم»، د نبیة بن وهب د حدیث د نقل وروسته، د علماوو بېلابېل نظرونه بیان کړي او په پای کې یې لاندې نظر غوره کړی دی: «والعمل علی هذا عند بعض أصحاب النبی صلی‌الله‌علیه‌وسلم منهم عمر بن الخطاب، علی بن أبی‌طالب، ابن عمر، و هو قول بعض فقهاء التابعین، وبه یقول مالک، الشافعی، أحمد، و إسحاق: لا یرون أن یتزوج المحرم، قالوا فإن نکح، فنکاحه باطل»؛ ژباړه: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینو صحابه کرامو لکه حضرت عمر بن الخطاب، حضرت علي، حضرت ابن عمر رضی الله عنهم او همدارنګه ځینو فقهاوو او مجتهدو امامانو او تابعینو لکه امام مالک، امام شافعي، امام احمد او امام اسحاق رحمهم الله په دې اند دي چې محرم (په احرام کې) سړی واده نه شي کولای او که واده وکړي، نکاح یې باطله ده.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version