لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (څلور پنځوسمه برخه)

په لویدیځ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پدیده

تاوتریخوالی هغه څه دي چې ښځې ورسره مخ کېږي؛ لکه: وهل ټکول، ځورول یا ظالمانه چلند کول، هغې ته د ناخوښې کار کولو اړکول، فزیکي او رواني فشار راوړل، جنسي تېری، په بدو کې ورکول، له شرعي او قانوني حقوقو بې برخې کول او داسې نورې ناوړه کړنې چې هره یوه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بېلګه ګڼل کېږي.
یوه له خطرناکو کړنو څخه، چې لوېدیځوال یې په دې برخه کې ترسره کوي، په متمدنو هېوادونو کې د مسلمانو ښځو او نجونو سوداګري ده؛ په داسې حال کې چې دغه کړنې په نړۍ کې د ټولو ستر جنايتونو له ډلې ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو د سرشمېرنې له مخې، هر کال له ۷۰۰ زرو څخه ډېرې ښځې په خورا ناوړه ډول قاچاق او استثمار کېږي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، هر کال د نړۍ یو پر درېیمه برخه ښځې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
د امریکا د متحدو ایالتونو رسمي راپورونه څرګندوي: «هلته په هر پنځلس ثانیو کې ښځې وهل ټکول کېږي او هر کال ۷۰۰ زره ښځې د جنسي تېري ښکار ګرځي.»
په فرانسه کې، څېړونکو اټکل کړی چې د جنسي تېري ۹۵ سلنه قربانیان ښځې دي. په کاناډا کې، شپږ سلنه نارینه د خپلو مېرمنو په وړاندې تاوتریخوالی تجربه کوي او تمرینوي. البته په هند کې، په هر لسو ښځو کې اته د تاوتریخوالي قرباني دي، او په سلو کې ۴۰ هندي ښځې د جنسي تېري ښکار ګرځي.
په پیرو هېواد کې، د پولیسو له‌خوا ثبت شوي ۷۰ سلنه جرمونه د هغو ښځو پورې اړه لري چې د خپلو مېړونو له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
په لوېدیځو دولتونو کې هغه څه چې ښځې ځوروي، په بېلابېلو بڼو سپکاوی دی؛ لکه: ګواښل، وېرول، او تطمیع. البته دا کړنې له ښځو سره د نورو ناوړه ګټې اخیستنو په پرتله کمې نه دي.
نن ورځ، بدمرغه سپوږمکیزې شبکې د ملیونونو ډالرو په بدل کې ځوانې نجونې پېري، تر څو فساد او فحشا خپره کړي او زنا ته یې وهڅوي.
سره له دې، چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تېري په اړه ارقام وړاندې شوي، بیا هم دا شمېرې د بشري حقونو د سپکاوي ریښتینی انځور نه څرګندوي.
ډېرې ښځې د خپلو حقونو په وړاندې دا بې‌حرمتي نه څرګندوي؛ ځکه چې د شرم احساس کوي یا وېره لري چې د دوی په خبرو به شک وشي او یا به پر وړاندې نور ظلمونه وشي.
د روغتیا نړیوال سازمان او نورو سازمانونو له‌خوا خپاره شوي ارقام ښيي چې په نړۍ کې ۷۰ سلنه ښځې د خپل ژوند په اوږدو کې وهل ټکول کېږي، او ۱۰ سلنه ښځې د خپل ژوند په اوږدو کې د جنسي تېري قرباني ګرځي.
په داسې حال کې چې تمه کېده شپیته میلیونه انسانان له بېلابېلو ډلو نړۍ ته راشي، خو بې له شکه دا شمېر ژوندي نه دي؛ ځکه چې په مختلفو هېوادونو کې د توکمپالنې یا د سرپرستۍ د بې‌کفایتۍ پر بنسټ د ارادي سقط له امله له منځه تللي دي.
آیا د اسلام سپېڅلي دین پرته له ځانګړي طبي جواز څخه، سقط حرام نه دی ګرځولی؟ آیا د نجونو ژوندۍ ښخول او د جاهلیت ناوړه دودونه یې حرام نه دي اعلان کړي؟
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version