لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (یو پنځوسمه برخه)

 

د ښځو د حقونو د دفاع په نوم د اسلام د دښمنانو دسیسې
بله پوښتنه چې دوی راپورته کړې، دا ده چې ولې طلاق نارینه ته سپارل شوی؟ ولې نارینه د کورنۍ مدیر او مسؤل دی او د خپلو ماشومانو د برخلیک او راتلونکي په اړه فکر کوي او د زمانې له بدمرغیو او ناخوالو څخه د یوې ښځې په پرتله لږ اغېزمن کېږي؟
د دې نیوکو او اعتراضونو په ځواب کې باید ووایو چې نارینه د کورنۍ د بنسټ لومړنی مسؤل کس دی او په هر ډول شرایطو کې، پرته له دې چې ډېر ژر او په اسانۍ اغېزمن شي، ثابت او ټینګ پاتې کېږي. له همدې امله، په چټکۍ او بېړې سره پرېکړې نه کوي او د کورنۍ شخړو او لانجو د رامنځته کېدو پر مهال خپله ژبه له لاسه نه ورکوي. ځکه هغه د خپلې پرېکړې پایلو ته فکر کوي، په داسې حال کې چې ښځه په چټکۍ سره اغېزمنه کېږي او د احساساتو او عواطفو تر اغېزې لاندې راځي، ژر غبرګون ښيي او بېړنۍ پرېکړې کوي.
له همدې امله، که طلاق د ښځې په لاس کې وای، د لږو اختلافاتو پر مهال به یې سختې او درنې پرېکړې کولې، او د طلاق زلزله به د کورنۍ بنسټ نور هم لړزولی وای. د کورنۍ د اسرارو درناوی او ساتنه هغه څه نه دي چې د نورو لاسونو ته وسپارل شي.
بله نیوکه دا ده چې ولې اسلام د څو ښځو ودول روا کړي، مګر د څو مېړونو کول یې جایز نه دي ګرځولي؟
د دې ډول بېځایه اعتراض په ځواب کې باید وویل شي: دا چې په اسلامي شریعت کې خوند د مصلحت د غوښتنو تابع دی، نه دا چې مصلحت د خوند او شهوت د غوښتنو تابع وي. په دې اساس ویلی شو چې د خپلو شرایطو او ضوابطو سره، د څو ښځو نکاح کول به د کورنۍ ګټې او مصلحتونه زیانمن نه کړي او د انسان د نسب لړۍ ته به تاوان ونه رسوي.
مګر که د ښځې لپاره په ورته وخت کې د څو مېړونو مسئله پلې شي، پایله یې له دې پرته بل څه نه ده چې د کورنۍ بنسټ او ښېرازه له منځه لاړه شي، د انسان د نسب ستنې ګډې وډې او بې‌ثباته شي، او د دې پدیدې په پایله کې ډول ډول لاعلاجه ناروغۍ او ذهني ستونزې راپیدا شي.
د نړۍ په ظاهره خواخوږو او د اسلام مخالفانو په خپل اعتراض کې زیاته کړې او ویلي یې دي: مهر هغه قیمت دی چې یو سړی ښځې ته د جنسي ګټې اخیستنې او خوند په بدل کې ورکوي، لکه داسې انګېرل کېږي چې یو سړی خپله ښځه د هغه پیسو په بدل کې رانیولې چې هغې ته یې ورکوي. یا دا چې وایي: اسلام ولې د ښځې لپاره مهر ټاکلی؟ ایا ښځه جامې دي چې غواړي هغه وپېري؟
د دې اعتراض ځواب خورا ساده دی: واده د هوس پالنې او عیاشۍ وسیله نه ده چې نارینه د هغه په واسطه خوند واخلي. د مال ورکول د دې ثبوت دی چې د ښځې غوښتنه جدي ده او د هغې اراده تلپاتې ده. په دې توګه، نارینه طالب دی، نه مطلوب؛ له همدې امله، سړی ښځې ته مهر ورکوي.
لکه څنګه چې قرآن فرمایي:
«وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا»
(د ښځو مهر د مهربانۍ په توګه ورکړئ، او که هغوی تاسو ته په خپله خوښه یو څه پرېږدي، په حلاله او خوښۍ سره یې وخورئ.)
ډاکټر محمد سعید رمضان بوطي وایي:
«همدغه مهر چې خدای جل جلاله ورته دومره اهمیت ورکړی، ارزښت یې په دې نه خلاصه کېږي چې دا یوه مالي اړیکه ده چې خاوند یې خپلې مېرمنې ته ورکوي، بلکې دا یو لوی ډال دی چې د واده د تړون په پیاوړتیا او له احتمالي خطرونو څخه د ګډ ژوند په ساتنه کې مهم رول لوبوي او د ګډ ژوند لپاره تر ټولو اوږد عمر تضمینوي
په اسلام کې د مهر د وجوب بل دلیل دا دی چې نارینه په خپله کار کوي او د پیسو ګټلو لپاره زیار باسي. دوی پوهېږي چې د ژوند اداره کولو لپاره باید نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي. اوس که سړی وغواړي چې پلمې جوړې کړي او خپلې ښځې ته طلاق ورکړي ترڅو بله ښځه وکړي، د هغه په لاره کې یو خنډ شته چې د “مهر” په نوم یادېږي.
حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«أبغض الحلال إلى الله تعالى الطلاق»
(طلاق د الله جل جلاله په نزد تر ټولو بد خوندور حلال دی.)
مهر د طلاق د کچې د راټیټولو لامل ګرځي؛ ځکه طلاق په ټولنه کې ګڼې ستونزې رامنځته کوي، لکه: د طلاق اولاد، کونډې، لالهاند سړي، مات زړي مور او پلار، او داسې نورې ستونزې.
د اسلام د دښمنانو اصلي موخه دا ده چې د داسې مسایلو په راپورته کولو سره د مسلمانانو اخلاقي او اسلامي ارزښتونه له منځه یوسي، هغوی د فساد او ګډوډۍ کندې ته وغورځوي. همدارنګه، د دوی موخه دا ده چې مسلمانه ښځه د غلو او لوټمارو په لاس کې واچوي، ترڅو د هغې هر څه لوټ کړي. (هغه څه چې نن ورځ له لویدیځو ښځو سره ترسره کېږي.)
که موږ کتابونه، مقالې او ویب پاڼې په دقت سره وڅېړو، معلومه به شي چې په لویدیځ کې ښځې څه مقام لري او ښځو ته څومره ارزښت ورکول کېږي.
په لنډه توګه، د دوی موخه دا ده چې ښځې په معاصر غلام بازار کې د ارزانه توکو په توګه وړاندې کړي، او دا هغه څه دي چې هیڅ دلیل ته اړتیا نه لري؛ ځکه چې په لویدیځ کې د ښځو مقام او منزلت تر لمر روښانه دی. هر څوک پوهېږي چې غربي ښځې له کومو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. نجونې چې کله د بلوغ عمر ته رسېږي، باید په هره ممکنه توګه خپل لګښتونه چمتو او برابر کړي.
د دې مقام د ښه پوهېدو لپاره، موږ به دا مسایل په راتلونکې برخه کې په تفصیل سره تشریح کړو، ان شاء الله.
په دې توګه، لویدیځوالو په زوره هڅه کړې چې دا ثابته کړي چې نارینه له ښځو سره مساوي دي او ښځې له نارینه‌وو سره مساوي دي. دوی دا د “حقوقو تساوي” بللې، خو په ټولنه کې د پراخ فساد او فتنې لامل شوې ده. که د دې شعارونو واقعیت ته خپل فکر متوجه کړو، داسې ښکاري چې په لویدیځ کې ښځه د عزت او کرامت پر پله ناسته ده، د آزادۍ په سمندر کې لمبېدلې ده او له خپلو بشپړو حقونو برخمنه ده.
مګر حقیقت دا دی چې لویدیځه ښځه د دې شعارونو برعکس واقعیتونو سره مخ ده. په ننني عصر کې، غربي ښځه د غربي نظام د بغاوت او تېري قرباني شوې ده.
په دې توګه، باید پوه شو چې اسلام یوازینی دین دی چې د ښځو حقونه یې په بشپړه توګه ادا کړي او د هغوی د ټولو ځانګړنو په پام کې نیولو سره یې دوی ته لوړ مقام او شخصیت ورکړی دی. د لرغونو او نویو تمدنونو په منځ کې یوازې د اسلام سپېڅلی دین دی چې ښځو ته یې رښتینی ارزښت ورکړی دی.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version